د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ددروغو منځل لنډ وی

tandar
04.12.2010

ددروغو منځل لنډ وی٠
یوی نجلۍ دیوه هلک سره په پارک کی قدم وهلو او هلک ته به ې ویل چه ته زما اولنی یار ې او خپله مینه ې ورته ښکاره کوله٠
خو خبره په همدی پارک کی غټی معاملی ته ورسیدله٠
په عین دمعاملی کی پولیس ورباندی راغلل ،هلک ې ١٠٠٠ روپی او نجلۍ ې ٣٠٠٠ روپی جریمه کړه٠
هلک له پولیسو تپوس وکړ چه ولی مو زه ١٠٠٠ روپی جریمه کړم ؟ اونجلۍ مو ٣٠٠٠ روپی جریمه کړه؟
پولیسو ورته وویل چه دنجلۍ دا دریم ځل و چه مونږه په دیکار ونیوله٠ :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:


قريش
04.12.2010

تندرصيب ټوکی نه دی دډیموکراسۍ خوږه وږمه راځی :) ځکه چی اول خوپه پارک کی دیوي پردۍ نجلۍ سره قدم وهل دومره اسانه نده په افغانستان کي اوبیاتراوسه مونږ دپوره دیموکراسۍ نه یوبرخمن شوي چی غټه معامله په پارک کی ترسره کړو :D :D :D :D :D
په هر حال! نوش جان یی!!!!! :lol:


عنوان

tandar
04.12.2010

عنوان
یاره کیدای شی چه په غرب کی وی ،دټوکی ځای او مملکت معلوم نه دی٠
خو مقصد دنجلۍ دنیولو دریم ځل و،ځکه ې ٣٠٠٠ روپی جریمه وه، یعنی په هر ځلی ١٠٠٠ روپی ورزیاتیدلی ،مګر هلک ته خوې ویل چه ته زمااولین یار ې :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:
تربیا


دا ږيره ده بريک خو نه دى

پښتون.
04.12.2010

تندر صیب، قریش چی راتلونکی اونۍ ته ستا په ټوکه پوه شو بیا به ورته ښه وخاندی. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:

ملا په سايکل سپور و په لاره کښې يې له ښځې سره ټکر وکړ، ښځې په غوسه کښې ورته وويل : له دومره لويې ږيرې سره ټکرونه کوې! ملا په عاجزۍ ورته ووې : محترمې! دا ږيره ده بريک خو نه دى! :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


د ښځی او بایسکل توپیر، دا منډان دې وي ،چی را لک کړی

پښتون.
04.12.2010

يو سړى نايي ته راغى، چې دا د سينې وېښتان مې واخله، نايي ورته ووې : خوار شې دا خو ثنا وايي .
سړي ورته د تخرگ وېښتان وښودل، چې دا منډان دې وي کنه!
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
د یوه سړی په بل سړی روپۍ پوری وی. نو هغه ته ورغی چی خپلی روپی ترینه واخلی
،هغه هم اتیا زره افغانی ورکړی .نو د ورته وویل :
چی لک کړی نو ډیر به در څخه خوشحاله شم.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عنوان

tandar
04.12.2010

پوښتونه ډیر بلا ې ،مګر په اواره ځه چه ړنګول هم شروع شویدی٠
تربیا٠


پښتون.
06.12.2010

تندر صیب وایی :
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
يوه ښځه چي درې اولادونه ئي درلوده خپل عمر به ئي ډير لږ وايه ، يوه ورځ يو چا پوښتنه ځني وكړه چي دغه مشر زوي دي د څو کالو دى؟ دې ځواب وركړ چي د پنځلسو كالو دى خو پښه ئي په څوارلسم كال كي ده ،بيا هغه پوښتنه ځني وكړه چي دغه دوهم زوي دى د څو كالو دى؟ ښځي ورته وويل چي د پنځو كالو دى خو پښه ئي په څلورم كال كي ايښي ده ، په پاي كي هغه بيا پوښتنه ځني وكړه چي دغه كوچنى زوي دي د څو کالو دى؟ ښځي ورته وويل چي د يوه كال دى خو په دغه وخت كي ئي ميړه په خوله كي ور ولويدى او ورته ئي وويل چي پښه ئي د مور په (ک..) كي ده . :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عنوان

tandar
07.12.2010

پوښتونه یاره ډیر وړاندی ې دملانصرالدین سر دی هم ګرولی دی٠
دامبارزشاه او بڅرکی څه شول ،خدای دی وکړی چه روغ او جوړ وی٠
مګر عبدالسلام هم نه ښکاری؟خدای دی ورته خیر کړی٠
تربیا٠
ستا دزړی ښځی قیصه خو ټوکه ده،مګر زه دلته یو څوک پیژنم چه دخپلو دروغو له لاسه په جنجال اخته ده٠
هغی هم خپل عمر د٣٥ کلو ورکړی درحالیکه چه د ٢٨ کلو لمسیان ې ګرځی اوس ې ښځه په ٧٠ کلنی کی مجبوره کړی چه ددوی ژبه زده کړی او چیرته کاروکړی٠
او له بلی خوا ډاریږی که اصلی عمر ورته وواې چه پناهنده ګی ورڅخه وانخلی :oops: :oops: :oops:
ددی لپاره چه ځوانه او عمر سره برابره ښکاره شی خدای می غاړه نه بندوی د٢ منه پوډرو سره به حتمی نیمه ورځ اینی ته ولاړه وی او دپردیو غاښو نه ې هم خوله ډکه کړیده :roll: :roll: :roll: :roll:
داکار ې هم میړه کړی وو،ځکه چه سړی ٢ ښځی لرلی ،ځوانه ښځه ې اصلی ښځه معرفی کړیوه او زړه ښځه ې خور معرفی کړی وه ،ځکه دلته ددو ښځو اجازه نشته،
اوس زړی پسی هره ورځ مکتوبونه راراون دی،چه دژبی فاکولته ووایه او که نه خرچه نه درکوو :roll: :roll: :roll: :roll:
هره ورځ دښځی او میړه جنګ وی چه ولی دی زه خور ورکړی یم او زما عمر دی ولی کم ورکړیدی؟ بس تیاره میله ده :oops: :oops: :oops: :oops:


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
07.12.2010

تندر صیب د هر څه د مخه دی دا پنځه ستوری مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــبارک.
په زړه پوری قصه مو کړی ده.او هغه سړی هم هسی خور کړی نده ،په دغه عمر کی هغه سړی مجبوره دی ښځۍ ته خور یا مور ووایی. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
هغه هم غیر محاربه شوی ده. :D :D


عنوان

tandar
07.12.2010

پوښتونه یاره مننه قریش ته هم ووایه چه دا دچټیاتو څخه لاس واخلی چه دستاسو ستوری هم زیات شی :oops: :oops: :oops:
مذهبی سوال او ځواب ته دی خو هم ګوتی ورتیری کړی وی لکه چه چا مډال در نکړو٠ :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
تربیا٠


سلامونه ،ښه صحت او خندا ستا لپاره زما ارزو ده

پښتون.
07.12.2010

تندرصیب زه قریش ته څنګه ووایم چی ته د مولا څرمنه پریږده.
:shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
يوه ورځ يو ډاکټر عصبۍ ناروغان معائنه کول چي يو مريض ورته صحتمند او روغ ښکاره شو. ډاکټر د هغه نه پوښتنه وکړه چي ته خو ښه روغ رمټ ئي بيا ته ولۍ دلته داخل کړۍ شوې یي؟
صحت مند مريض ورته وويل چه ډاکټر صاحب زه بلکل صحت مند يم. خبره دا ده چه ما يوۍکنډۍ ښځۍ سره واده وکړو. د هغۍ يو پيغله لور هم وه چه د خپلۍ مور سره زما په کور کښی یی اوسيدل شروع کړل.
قدرت ته ګوره چي د غه پيغلۍ جينئ زما د پلار خوښه شوله او هغه د هغۍ جينئ سره نکاح اوتړلو. د هغه ورځ نه زما ښځه زما د پلار خواښۍ شوه. څه وخت پس زما د ښځۍ د لور زوئ پيدا شو. دا ماشوم په رشته کښۍ ځما ورور شو ځکه چه هغه زما د پلار زوئ وو. دۍ خوا هغه زما د ښځۍ لور وه نو زما نمسۍ شو. څه وخت پس زما د ښځۍ زوئ پيدا شو په دغه ورځ زما د پلار د ښځۍ يعنۍ زما ميرنئ مور د خپل ميرنئ ورور خور شوله. يو خوا هغه زما د ماشوم نيا جوړه شوه ځکه چی دا ماشوم زما د پلار نمسۍ ؤو. او داسۍ زما زوئ د خپلۍ نيا ورور هم شو.
تاسو لږ سوچ وکړئ ډاکټر صاحب ! زه د خپل پلار سخر هم او زما پلار زما زوم هم جوړ شو. ځکه چه هغه زما د لور خاوند دۍ.
زما ميرنئ مور يعنۍ زما د ښځۍ لور زما د زوئ خور هم شوه. نو زما زوئ زما ماما هم شو او زه د هغه خورئي. بلکه زه د خپل ځان نيکه هم يم. او زما د پلار زوئ چه کوم زما د ښځۍ د لور زوئ هم دۍ، هغه زما رور و نمسۍ او ......
ډاکټر صاحب په دواړه لاسو خپل سر اونيوؤ او چغه ئي کړه چه بس کړه د خدائ د پاره غلۍ شه ګنۍ زه به هم تر تا لیونې شمه.
:shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :lol:


ښه چاری

پښتون.
12.12.2010

تندر صیب سلامونه !خدای تعالی دی وکړی چي روغ رمټ او خوشحاله خوشحاله اوسئ.ستاسی لیکلنی می هلته ولوستی له پیروزوینی مو یوه نړۍ مننه.او ومی غوښتل چی دلته یی ځواب ولیکم.زما د نه راتګ یو سبب دا وو چی ما د خپل کمپیوټر نه ویندوز ایکسپې SP3لری کړ او ویندوز می SP2شوه نو د هغی سره می پښتو ژبه بلکل له کمپیوټره پاکه شوه او د ویبپاڼو د لیدلو لپاره زه Google Chromeکاروم ،چی وروسته د SP3د پاکیدو په ګوګل کروم کی د ټول افغان د بحث فورم د کوم خنډ په اساس نه بیرته کیږی .نو دا شیانو هم لږ څه بوخت کړی وم او بل دا چی ټوکه د پښتون په نوم او هغه هم د ګلپیانو په یادولو او په کومه لهجه چی لیکل شوی ده ،ماته یی خوند رانکړ.نو هغسی ټوکی چي د یو سمت او منطقی او ولایت او د هغه ځای پوری تپل کیږی،او بیا چی په کومه لهجه هغه لیکنې کوي ،په سلونو او زرونو پوچي ټوکی ماته زده دي او حتی تاسی ته هم!نو په لیکلو یی زه نه غواړم چی دلته زمونږه درانده او عزتمنده ګډونوال چی په ورته لهجه خبری کوی خپه کړم.نو غوره مي وګڼله هغه دهوښیارانو وینا چی د چا چی دی کړه وړه ،خبری خوښی نشوی نو یا ځان ترینه لری ساته او یا غلی اوسه.او نه غواړم چی په ټوکه کی دی څوک د پشتون نوم په ټوکه یادکړی،او د پښتون په نوم راته ملنډی ووهی.

د ملا نیکر:
يو ملا په بازار کښې ځان له جانګی یا نیکر واخيستو.
ښځې ته ئې وويل چې نيک بختې داسې يوه طريقه راته اوښايه چې دا خلک زما جانګې هم اويني او مبارکي هم راله راکړي.
ښځې د فکر نه وروسته يو ايډيا ورله ورکړه چې مړه داسې وکړه چې کله لمانځه له جماعت له ځې نو دا جانګې(نیکر) واغونده او د پاسه پری يواوږد کميس واچوه .
چې کله سجدې ته پريوځي نو دا خپل کميس د شا له اړخه لږ پاس راکاږه نو چې مبتديان د سجدې نه راوګرځي نو ستا په دې جانګي به ئې نظر پريوځي او چې سلام جارباسي نو مبارکي به درله درکړي.
ملا صيب په زړه کښې خوشحاله شوې دی چي کله جماعت ته لاړو او په سجده کښې ئې دغه عمل وکړو نو د سلام نه پس دې خلکو ورته ډير بد بد او عجيبه غوندې وکتل
ملا صيب چې کورته راغلو نو ښځې ته ئې اواز کړو چې کم عقلي ښځي!!
دا تا ما له څنګه مشوره راکړې وه ؟
ما ته خو خلکو ډير په بل بل شان عجيبه نظر کتل.
ښځې ورته وويل چې جاهله!!!
تا خو جانګې کور پريخې دی.په مانځه کښې دې چې بغير جانګي نه دا عمل کولو نو خلکو خو به درته بد بد کتل کنه... :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


سلامونه او نیکی هیلی

پښتون.
12.12.2010

[quote:d06ba71399="tandar"]roll: :roll: :roll: :roll:
یاره سبا په خیر ډیر سخت عملیات لرم،ملاصاحیبانو ستاسو دوعاته ضرورت لرم ،ځکه چه یو څو ورځی غواړم چه ټوکی سره وکړو،او که خبره خرابه شوه، نو په بله دنیاکی خو حتمی سره وینو،بیابه خپلوټوکو ته بدون له جداې نه ادامه ورکړو،ستاسو ټولو خوښی او دملا مرور یار می،،پوښتون،،د پخلا کیدلو په هیله
تر٢٣،١٢،٢٠١٠ پوری٠[/quote:d06ba71399]
تندر صیب، الله جل جلا له دی ستاسی هر مشکل اسانه کړی او تاسی ته د ښه صحت دعا کوم .الله تعالی دی تاسی تل تر تله روغ او جوړ،خوشحاله او د ښه ژوند لرونکی لری.
او دا چي په بله دنیا کی به وینو یا نه وینو خو دا حوری به حتماً وینی: :wink:
ملا په ممبر ناست وو په خوند اؤ رنګ يې د جنت د حورو اؤ د هغو د خایست او د غټو غټو او تورو سترګو صفت يې کولو .يوبوډا سړې بېخی بې دمه او د حورو په خایست کښې غوپه او غرق ډېر په شوق سره د ملا وعظ اورېدلو او په اوښکو يې ورته لاړې راروانې وې بهېدې ،د ملا چې پرې نظر پريوتو او د بوډا د شوق کېفيت ېې اوليدو نو نور په جذبه کښې راغې او ویی ويل چې ،،، او دا دنياوي ښځې ... واه ، که ايمان يې سلامت وی وړو ........ نو د دغه ټولو حورو سردارانې به وي ....
بوډا د دې خبرې په اؤريدو خپله خولۍ له قهره زمکې له راخوشې کړه ، پاڅېدو روان شو.... او ملا ته يې په قهر وويل چې ... د دې غولو نه به هلته هم نه يو خلاص !
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
تربیا انشاالله


عنوان

tandar
12.12.2010

١٠٠٠ سلامه یاره ، ښه شو چه راغلی ،خیر هغه هم زمونږ ورور دی خفه کیږه مه ،شاید په بل لیک کی درته خوښی وغواړی٠
زه نور وخت نه لرم ،شفاخانی ته ځم ،دزړه او شاه رګ عملیات لرم،سبا داوخت دقسابانو سره یم،وګورو چه څه کیږی،مګرتاسوټول به می ډیریادیږی،لکه سړی چه له خپل کوره جداشی،تر٢٢،١٢،٢٠١٠ پوری مو په خدای سپارم٠
دلته یو څوک لیکی ،که وم وم ،که نه وم وم٠ :roll: :roll: :roll: :roll:
دوطن دازادی په ارمان او دستاسو ټولو دخوښی او لیدو په ارمان٠
ستاسوورور او دیرغلګرو په سر تندر٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more