اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ذِكر دژبې اوکه دزړه او که په ژبه او زړه دواړو
خیریوسی
04.12.2010
حامى صاحب ليكي :
پـــه ولـيــو كـې د مـهـرنبـوت حـكمــت :
علامه عسقلانى په دې مخصوص ځاى كې دمهرنبوت دنښان دحكمت په اړه كاږي چې دانسان زړه په دې اندازه ده اوپه يوه مقطوع روايت كې راغلي دي چې يوه سړي خداى جل جلاله ته سوال وكړچې دانسان په بدن كې دشيطان دتقررځاى وروښيى نوپه خوب كې يې يوداسې سړى وليدلكه شيشه چې دنني لورى يې دمهرله خوامعلوميده اوشيطان يې دچينډخي په څير دچپ ولي په بره برخه كې ناست وى چې زړه ته برابرراځي اودمياشي په څيرخرطوم لري داخرطوم يې دانسان زړه ته دننه كړى وي اووسوسې پكې اچوي خوكله چې انسان خداى جل جلاله يادكړي شيطان په شاشي داروايت په قوي سندسره عبدالله ميمون بن مهران ته رسولى دى اوميمون له حضرت عمربن العزيزرضي الله تعالي عنه نه راخيستى دى دارازسعيدبن منصوردعروه بن رويم له لارې يوروايت راخيستى : حضرت عيسى عليه السلام خداى جل جلاله ته سوال وكړ چې په بنيادم كې دشيطان داوسيدلوځاى وروښيى، حضرت عيسى عليه السلام شيطان وليدچې دمارپه څېر سريې وي اوداسريې دانسان په زړه ايښى وي كله چې انسان خداى جل جلاله يادكړي شيطان شاته شي اوچې ذكرپريږدي ورته راشي اوخبرې ورته پيل كړي داراز په دې معنى دعبدالله بن عباس رضي الله عنهما هم يوروايت شته .نودسول الله صلي الله عليه وسلم زړه چې كله له حكمت اويقين نه ډك كړل شو اولكه دمشكو دلوښي په څيرختم پرې ولګول شو، په دې مخصوص ځاى باندې ځكه ولګول شو څوپه دې سره دى دشيطان له وسوسونه په امن شي ځكه داځاى دشيطان دوسوسولاره ده كه څه هم درسول الله صلي الله عليه وسلم شيطان مسلمان شوى واوياخودى ترې په امن شوى و اودامونږ چې بيان كړه دابه دپه امن كيدلولاره وي.
(والله اعلم)
______________
محترمو عالمانو ا سلام عليكم ورحمة الله وبرکاته
زه خپله دغه ناروغي لرم ( وسوسی ،خطرې ) که څه هم سړی پر لمناځه ولاړ وی لمونځ خو تسبیح ، تحمید ، تکبیر ، دقرآن شریف تلاوت دی خو وسوسې تر بل هر وخت زیاتی وی داولی او علاج یي څه دی ؟
په درناوی
ع کريم حليمي
04.12.2010
مکرم او مکرم خیر یوسې صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
[quote:83c8992370] دقرآن شریف تلاوت دی خو وسوسې تر بل هر وخت زیاتی وی داولی او علاج یي څه دی ؟ [/quote:83c8992370]
ادعوا ربکم تضرعاً و خُفْیَةً
د خفیةً نه مراد دانه دی چه زړه کښي تلاوت وګړي ، مطلب ئې دادی چه په دومره لوړ اواز حروف اداکوه چه ته یې ښه اورېدلای شي ، نو بیا هيڅ چانس او موقع نه لری ،سل په سل کي دی ذمه وار یم ، که خدای کول
خیریوسی
04.12.2010
استاذ حلیمی صاحب دځواب نه مو یوه نړۍ مننه
}ادْعُوا رَبَّكُمْ تَضَرُّعاً وَخُفْيَةً{
ته ومنه كه كه مي سر په خلاص سوي وي. پورتني ایات شریف د ذِكر په اړه که د تلاوت په اړه دی
تاسو راته لیکلی قرأت باید داسی وویل سی چي لمونځ كونكي یي پخپله اوری . په سنت ، واجب او نفلی لمونځ کي به څوک داسی وکړی دجماعت په لمانځه کي به بیا هم هغه وسسې او زه ،نو علاج به یي څه وی ؟
خیریوسې
په درناوی
04.12.2010
وروره خير يوسې ، سلام او نېکې هيلې مې ومنه !
زما تحليل دادی چې
الله سبحانه وتعالی ته ځان سپارونکي مؤمن له پاره بالکل آسانه خبره ده، خو شرط يې دادی چې د هغه څه په معنی او مفهو م پوهيږې چې په قرائت
کې يې لولې، بيا نو عاجزي(تضرع) او تمرکز درته اسانه کيږي او فکر دې بلخواته نه ځي ! د هرې کلمې سره يې مفهوم تړه او د مفهوم د آدا کولو
له پاره يې وايه ! بايد په لمانځه کې په دې تصور ټينګ پاتې شې چې زما قرائت ته الله تعالی غوږ ايښی ، نو هسې نه چې زه څه وايم
او فکر مې هم په کې نه وي چې څه وايم او چاته يې وايم (!!!!!) کله چې د قرائت په وخت کې د ويونکي فکر بل خواته لاړ شي نو
الله تعالی يې هم بيا قرائت نور اورېدل نه غواړي. ته وګوره چې ته له يوه بنده سره خبرې کوې خو فکر دې په کې نه وي او بل خواته متوجه يې
نو هغه دوست به دې هم نور خبرې ته غوږ کېنئږدي، نو الله تعالی به ولې د بې پامه او بلخوا پامه بنده قرائت ته غو ږدي او هغه به د عبادت په نامه مني؟
پآتې شوو هغه بې سواده کسان چې د قرائت په معنی نه پوهيږي، نو د هغوی د تضرع
احساس مهم دی چې څومره دوام کوي ، ولې د ناپوهۍ په صورت کې يې
داحساس تمرکز هم ډير دوام نشي کولی او فکر يې بل خواته ځي ، له دې کبله د عالم لپاره ، لږ تر لږه هغه څوک چې په عربي يا صرف د خپل قرائت
په معنی پوهيږي ډير چانس دی چې خپل لمونځ په فکري تمرکز او تضرع سره سرته ورسوي . د لمانځه هغه برخې چې په فکري تمرکز
او تضرع سره نه وي ادا شوي د اسې يې وبوله چې هغه برخې يې قبولې شوې هم نه دي . نو ته او نور هغه ورونه او خويندې ډير خوشبخته دي
چې د لمانځه د متن په معنی او مفهوم هم پوهېږې او کولی شي خپل خدای (ج) ته په ډيره عاجزۍ او د مفهوم په بشپړه ادا سره زاري ، حمد او ثنا وړاندې کړې !
او که ته نه پوهيږې نومعنی (ژباړه ) يې زده کړه ، بيا نو که خدای کول شيطان به هېڅ چانس پيدا نکړي چې له خپل خدای سره ستا د راز او نياز او عبادت خبرې اخلال کړي ! ومن الله التوفيق !
خیریوسی
06.12.2010
محترم پتوال صاحب ترسلام وروسته دالله جل جلاله له درباره څخه وتاسو ته روغ صحت او اوږد ژوند غواړم
ستاسو وړاندی سوی مشورې زما او دلوستونکو دپاره ډیری ګټوری دی کور مو ودان
په دې بیا نور ډیر خوشحاله سوم چي زموږ پوهان هر اړخیزه معلومات لری
زما سوال دا وُ چي کله سړی پر لمانځه ولاړ وی اودالله جل جلاله په عبادت او ذِکر مشغول وی بیا هم وسوسې ډیری وی .
حامد صاحب په خپلو لیکونو کي اشاره کړی کله چي سړی دالله جل جلاله په ذِكر مشغول سی شیطان وسوسې نه اچوی نه پوهیږم چي هغه نوکوم ذِكر دی لمونځ خو ددولسو زرو عباداتو مجموعه ده .
مینه اومننه
خیریوسئ
ع کريم حليمي
10.12.2010
درنو او مکرمو وړونو ، دانشمند پتوال صاحب ، منلې خیر یوسې صاحب او
اوستوونکو السلام علیکم و رحمة الله
محترم خیر یوسې ، په لمانځه کښي له وسوسو خلاصېدل ماته ناممکن برېښي
ځکه چه مبارک علیه السلام ته هم په لمانځه کښي اذیت ورکړه شوی ووایم او که ووایم چه وسوسه، او که ووایم چه مبارک لمونځ کاوه ، یو بد کاره پیری
تکلف ور کاوه ، مبارک مجبوره شوی وو ، خدای پر کامیابه کړي وئې نیولی او د مسجد په میل پوري يې ټنګ وتړلی په دېٖ نیت چه :سبا خلکو لیدلی وای خو هغه د خپل ورور دعا وریاد شوه چه :هب لي ملكا لا ينبغي لأحد من بعدي
( د سلیمان پیغمبر دعا )
نو بیا يې بیرته پریښولی او ایله ئې کړ
" إن عفريتا من الجن تفلت البارحة ليقطع على صلاتي، فأمكنني الله منه، فأخذته، فأردت أن أربطه على سارية من سواري المسجد حتى تنظروا إليه كلكم فذكرت دعوة أخي سليمان رب هب لي ملكا لا ينبغي لأحد من بعدي. فرددته خاسئا ". عفريت متمرد من إنس أو جان، مثل زبنية جماعتها الزبانية.