د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

تيري کوونکو ته جزا که ملنډې

م ن غروال
20.05.2004

معززو او پتمنو خويندو او وروڼو سلام!
هغه مجرم چه خورا د شرم او انساني کراماتو څخه وتلي جنايات يي تر سره کړي متحده ايالات ورته د يوه کال جزا ورکوي٠ د يوه کال جزا کيدای شي هغه کس ته ورکړل شي چه د قوماندان يا د آمر له امر څخه يي فقط دومره سرغړونه کړي وي چه ممکن د حياتي خطر او يا ژوبلې خطرامکانات ورڅخه پيدا شي٠ دا چه د دولت پاليسي په نړېواله کچه سپکه کوي او تيرۍ هم مکررا تکرار شوۍ وي او تېرۍ د هر ډول بشري قوانينيو په خلاف وي، د يوه کال جزا ددې معنی ورکوي چه دا اعمال همدومره دغه د بشر حقوقو ټيکه دارانو ته ارزښت لري چه جزا يي يو کال زندان خورا په عزت او تقدير سره بايد وي ، ايضافه جزا لازمه نه ګڼل کيږي٠
دا تيرۍ د چا سرغړونه نه ، بلکه يو امر وو چه بايد سي آي اې او رامز فلد او بوش پرې خبر وي٠ دا يوازې د عراق زندانيان ندي بلکه په افغانستان او په ګوانتينامو کي هم د بنديانو سره همدا غير انساني سلوک سرته رسېدلۍ دی٠ دا يو کس نه وو چه دا بې شرمانه عمل يي سرته رسولۍ دي بلکه دا ټول د زندان مسئولين چه هر چيرې چه وؤ بايد دا رزيله عمل يي کړۍ وای لکه چه په مختلفو زندانو کي هم وليدل شول٠
د يوې امريکايۍ ځان خرڅونکي ښځې سره چه د ٣٠ يا ٥٠ ډالرو په وړاندي خپل حيثيت هره ورځ په کراتو او مراتبو او کال دوولس مياشتې خرڅوي، که چيرې هغې ته څوک صرفا ددې ٣٠ يا ٥٠ ډالره يي ورنکړي او حيثيت يي بې بيې ترې واخلي نو سزا يي پنځه کاله زندان دي٠ چه هغه دا تجاوز ګڼي او محکمه هم متهم ته په هماغه سترګه ګوري او ځکه ورته د پنځو کالو سزا ورکول کيږي٠
اما په مسلمينو دا تيري کوونکو ته د يو کال سزا !!! دا تېرۍ چه د حکومت نړېواله بدنامي ده اوجنايت هم په ډيرو کسانو او مکررا هم تکرار، هغه ته د يوه کال سزا؟ دا نو د متحده ايلاتو د پاليسۍ لپاره نهايت دشرم خبره ده چه په نړېواله کچه د مليونو مسلمانو په وړاندي پرته له کرکې نور هيڅ نه زيږوي٠ خير مونږه محمديان ددوئ لپاره ددغه تجاوز لايق يو اود دا ډول تېريو نښه!
نفرت او کرکه خورا په ګړندۍ د آسمان لورې ته په الوتنه کي ده٠ که د چا لاس ته هغه اتومي تڼۍ چه په څو ثانيو کي به کامل واشينګټن په اتومي راکټو او بمو له ابده د ځمکې پر مخ محوه کړي ، لاس ته ورغله، چه نه به يي د بې ګناه خلکو خاطر له چا سره وي او نه به هم د مکې معظمي ړنګول او يا هم کوم ډول هغه او دغه کوم انساني يا اسلامي مسئوليت، نو د سپيني ماڼې واکداران دې يي په انتظار وي!!!
څوک چه څه کري هغه به هرمرو ريبي٠ پايله يي زما په آند همدومره خطرناکه او فجيح کيدای شي چه د بوش او رامزفيلډد ککريو له تصور څخه ډيره لرې راته ښکاري٠
اللهم النصر الاسلام علی کل قوم المفسدين وا لغاصيبين في الکل المکان ٠ آمين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more