د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

بی عنوانه پوښتنه

عبدالسلام آیو
02.12.2010

‏........


كريم كامران
04.12.2010

عبدالسلام ايوبي صاحب زه خو يې په ځواب نه پوهيږم خو دومره فايده مې ستا دپوښتنې نه وكړه چې 5130 موبايل مې پکې وپيژانده. :)
په ګوګل كې مې همدا نوم پلټنې ته وركړ نو سمدستي يې انځورونه او ټول مواصفات راوويستل.

خو زما په فكر كه چيرته په موبايل كې دې نټ فعال وي نو خامخا به ويبسايټ هم خلاصوي، او چې ويبسايټ يې پرانيست نو بيا خو مشكل حل دى ځکه يوټيوب ويډيو هم كتلى شې!


عبدالسلام آیو
05.12.2010

‏.............


ريان احمدزى
06.12.2010

کامران اوايوبي صیب ته سلامونه

ايوبي صیب داسي وکړه چې کوم موبايل زون والاته ورشه هغه ته چې په خبره اوکاردواړو
پوهېږي ورته ووايه چې دمبايل له پاره ديوټيوب پليرغواړم نوبه يې هغه درته انسټال کړي

که بياهم ونه شوه له ماسره شته ايميل دي راکړه چې درته ويې لېږم
اويايې دمبايل له لاري په ګوګل کي سرچ کړه اوپه انګرېزي ورته وليکه چې
يوټيوب پليرفارموبايل
زماداويرمړي انګرېزي هم نه ده زده بښنه غواړم :lol:

که ستاپه مبايل کي نه شوانسټال هغه دکمپنۍ ملامتياده زمانه

په اسلامي پښتنه مينه
ورورموريان


عبدالسلام آیو
06.12.2010

‏........


كريم كامران
06.12.2010

بيا داسې وكړئ! :wink:
ريان صاحب تاسو خپله پوستي پته وعبدالسلام ايوبي ورور ته وركړئ، هغه به خپل 5130 درته راوليږي او تاسو به پلير ورته انسټال كړئ.
كه څنګه ريان صاحب؟


ريان احمدزى
07.12.2010

ايوبي اوکامران صیب ته سلامونه

کامران صیب دامبايل مااستعمال کړی نوځکه مي زړه نه ورته کېږي
ګني پوست پته مي ورته ليکله :lol:

ايوبي صیب زه به هغه ساپټويردرته واستوم

ان شاالله


كريم كامران
07.12.2010

ريان صاحب زه هم پوهيدم چې دا موبايل به حتما تاسو استعمال کړی وي.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


شرف ستانکزی
25.02.2011

السلام علیکم:
وروره زما په فکر ته فلش پلیر ته ضرورت لري چی په موبایل کي انسټال شي
د انټرنیټ اکثره ویډیوګاني په flv format کي وي ځکه نو ورته د فلش پلیر ضرورت وي، او فلش پلیر یواځي د یوټیوب لپاره نه بلکه دنورو ډیرو سایټونو لپاره هم مهم دې.
د موبایل فون لپاره خپل ځانګرې فلش پلیر وي چی په لاندي لنک یی ډاونلوډ کولې شی.
[url]http://en.softonic.com/s/free-mobile-phone-flash-player:phones[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more