نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په امریکا کی دقاتل جزا پس له ثبوته اعدام دی٠
tandar
02.12.2010
په امریکا کی دقاتل جزا پس له ثبوته اعدام دی٠
یو امریکاې چه ملکی افغانان وژنی او پری اعتراف هم کوی ،ولی نه اعدامیږی؟
او که افغانان انسانان نه دی؟
پس دانسان حقوق څوک تر پښو لاندی کوی؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
د ملکی افغانانو قاتل امریکایی اعتراف وکړ
خپروونکی : لراوبر ډاټ کام ( کاناډا )
ليک : (ن . صمد )
نېټه : ١١ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-12-02
د بی بی سی نړیواله څانګه خبر ورکوی چی هغه امریکایی پوځی چی همدا سږ کال یې په افغانستان کی دوه ملکی افغانان وژلي وو ، په خپل جرم اعتراف وکړ او نهه میاشتي قید پر راووت . پنځو نورو پوځیانو هم درې ملکی افغانان په کندهار کی وژلي وو چی ښایی اعتراف وکړی خو سپکه سزا به ووینی .
هغوی چی دغه افغانان ووژل نو د جسدونو سره یې د ملنډو په توګه عکسونه اخیستل خو قاضی وایی چی دا عکسونه باید خپاره نسی .
اصلی قاتل « کلوین ګیبز » نومیږی چی څو ملکی افغانان یې وژلي دي . هغه به د دغو انسانان د لاسو او پښو هډوکي او هم نوکان کښل او هغه به یې ورسره ساتل .
دغو پوځیانو وژل سوي کسان په برچو وهل او نور یې هم پسی سوري سوري کول او نور کسان یې په چاقوګانو سره بېرول تر څو احوال و نه وایی .
خو امریکایی پوځیان د غیر امریکایانو د وژلو په اتهام د مرګ د سزا سره نه مخامخ کیږی حال دا چی غیر امریکایان بیا د امریکایانو دوژلو په تور اعداموي .
05.12.2010
دا خو لا څئکی چې اشغالګر او کافران دي، وطني مجاهدين او ټوپکسالاران نه ګورې چې بې ګناه ملکي وګړي يې قتل عام کړي او د مجزاتو پرځای
مکافات ، امتيازات او مقامات يې ټول اخيستي دي او د اداري او اخلاقي فساد سربانديت ولسمشر هم ددوی د سترالخيانات ،
حجاب الجنايات او شفاعة المذنبين دنده په غاړه اخيستې ده . نو يو خپلواک ملي اسلامي انقلاب ته اړتيا ده ، نۀ يو بلواک اسلامي ته ، چې
واګي يې د ښکاره سياسي، پوځي او اداري بېکفايتۍ له امله د القاعدې او ISI په لاس کې لوېدلي وي! ومن الله التوفيق
pattang
05.12.2010
[quote:5e49e22fee]دا خو لا څئکی چې اشغالګر او کافران دي، [/quote:5e49e22fee]
ځوانه خبره دکافر او مسلمان نده ، خبره دحق ، ناحق داستعمار او اشغال ده!
خبره دلويو کانڅرنو د استعماري خواصو او دسياست د مذدوري ده !
دوايې : مقاومت ، مېړانه ، .. مقاومت اومېړانه دي ،لکه پخوا داجدادو
په دود مو٠
ژوندی دوي ملي مقاومت
05.12.2010
[quote:6fbb856c03]ځوانه خبره دکافر او مسلمان نده ، خبره دحق ، ناحق ..استعمار ... ده! [/quote:6fbb856c03]
اوس دې بالکل خبره پاکستان (ISI) او القاعدې ته ورسمه کړه :
چې په ناحقه افغانان وژني او د اسلامي جهاد نوم پرې ږدي ، ISI خو ستا
د ملي آزادۍ دوښمنه ده، نو د کفر له نامه پرته به بل په کوم نامه د طالب جهاد
ملا تړ کوي ؟؟؟؟؟
که د اسلام او کفر خبره نه وي، کوم پښتون به اسامه بن لادن د سر په سترګو پټ ساتي ، د هغه په سر ايښې پيسې خو تر ميليونونوواوختې ،
ملا عمر خو پرې هرڅه وبايلل ، که دا د کفر په ضد داسلام جذبه نه وي نو څۀ دي !!!!
او بيا د حق خبره هم اول له اسلام او توحيد څخه پيل کيږي ، که اسرائيل يا لويديځ مسلمان وای، په فلسطين به چا ظلم کړی وای ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
[color=blue:6fbb856c03]دا سمه ده چې د لويديځوالو او اسرايلو د ظلمونو علت عقيده (عيسويت او يهوديت) نه دی، کاش چې طالبان او افغانان په دې پوه شي ،
بلکې اقتصادي استثمار او استعمار دی، خوپه وړاندې يې د مسلمانانو د مقاومت سبب اسلام او مسلماني ده ![/color:6fbb856c03]
pattang
05.12.2010
[quote:f5b3439c38="پتوال"][quote:f5b3439c38]ځوانه خبره دکافر او مسلمان نده ، خبره دحق ، ناحق ..استعمار ... ده! [/quote:f5b3439c38]
اوس دې بالکل خبره پاکستان (ISI) او القاعدې ته ورسمه کړه :
چې په ناحقه افغانان وژني او د اسلامي جهاد نوم پرې ږدي ، ISI خو ستا
د ملي آزادۍ دوښمنه ده، نو د کفر له نامه پرته به بل په کوم نامه د طالب جهاد
ملا تړ کوي ؟؟؟؟؟
که د اسلام او کفر خبره نه وي، کوم پښتون به اسامه بن لادن د سر په سترګو پټ ساتي ، د هغه په سر ايښې پيسې خو تر ميليونونوواوختې ،
ملا عمر خو پرې هرڅه وبايلل ، که دا د کفر په ضد داسلام جذبه نه وي نو څۀ دي !!!!
او بيا د حق خبره هم اول له اسلام او توحيد څخه پيل کيږي ، که اسرائيل يا لويديځ مسلمان وای، په فلسطين به چا ظلم کړی وای ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
[color=blue:f5b3439c38]دا سمه ده چې د لويديځوالو او اسرايلو د ظلمونو علت عقيده (عيسويت او يهوديت) نه دی، کاش چې طالبان او افغانان په دې پوه شي ،
بلکې اقتصادي استثمار او استعمار دی، خوپه وړاندې يې د مسلمانانو د مقاومت سبب اسلام او مسلماني ده ![/color:f5b3439c38][/quote:f5b3439c38]
[quote:f5b3439c38]اوس دې بالکل خبره پاکستان (ISI) او القاعدې ته ورسمه کړه :
چې په ناحقه افغانان وژني او د اسلامي جهاد نوم پرې ږدي ، ISI خو ستا
د ملي آزادۍ دوښمنه ده، نو د کفر له نامه پرته به بل په کوم نامه د طالب جهاد
ملا تړ کوي ؟؟؟؟؟[/quote:f5b3439c38]
پتوال خانه خبره خو دومره مغلقه نده !
- طالبانو خو داسلام په نوم جنګېدلي جنايتکاران هم له کلابه تېر کړل هلته خو
د کفر مسئله نوه ، يواځې د نامو دساتلو او د ټولنيز عدالت مسئله تر سترګو
لاندې وه ، هر چا چې مرسته کړې وي کور ير اباد غله يې ډېره ٠
اوس هم طالب داشغالګرو په ضد جنګيږې ، دغه خبرې چې ته يې ليکې
دلاسپوڅي او بيکاره رژيم هغه مامورين کي چې معاش يې له 1100 دالرو
شروع کېږي او په نورو غريبانانويې ډوډۍ درولې ده٠
- دبن لادن تسليمول د امريکا تروريستي دولت ته په پښتني او اسلامي قوانينو
کې بنددی او د پښتو د دپنا له ټکې سره متضاد دی ،نو لد ې کبله ملا عمر خپل ٢٠ زره طالبان په ا شغالګرو او سمرقندي مهاجرو مړه کړل خو بن لادن يې ور نکړ٠
- ايا دحق او تو حيد مسئله په نوروابراهمي اديانو کې نشته !
06.12.2010
[quote:99b07e27ca]طالبانو خو داسلام په نوم جنګېدلي جنايتکاران هم له کلابه تېر کړل هلته خو
د کفر مسئله نوه ، يواځې د نامو س دساتلو او د ټولنيز عدالت مسئله تر سترګو
لاندې وه ، هر چا چې مرسته کړې وي کور يې اباد غله يې ډېره ٠
اوس هم طالب داشغالګرو په ضد جنګيږې ،[/quote:99b07e27ca]
دعدالت او ناموس نه سرغړونکي په اسلام کې د محکمې له لارې ارزول کيږي او په سزا رسيږي، د جنګ جګړې موضوع هلته هم د اسلامي حکومت په ضد د مقاومت پلمه وه ، په دې پلمه آن د خلافت په وختونو کې د حسن اوحسين غوندې اسلامي
امامان شهيدا کړی شوي، دوی خو لا ستا په وينا نور کېسونه هم لرل نو څنګه به يې دجنګ له لارې له منځه نه وړل ؟
هغه څه چې ته د پښتو او پښتونولۍ نوم ورکوې طالبان يې نه ورکوي ، نه د پښتو او پښتونولي په غير پښتنو تعميم کېدلی شي او نه يې پاکستان
د خپلو ګټو له پاره د پښتو او پښتونولۍ په نامه حرکت ته پريږدي !
هغوی يې د پښتون نوم نشي تحمل کولی، نو ځکه يې پر دوی د طالب نوم تحميل کړی او ملي اړخ يې هم ورته په اسلامي نامه ورپټ کړي دي !
پاتې شوه په نورو ابراهيمي اديانوکې د توحيد اوحق خبره، ولې نه، خو هغه اديان سرمايدارۍ له منځه وړي او عملي اړخ نه لري نومطرح هم نه دي .
د اشغالګرو د ګوډاګي مامورينو مثال دې دلته بالکل بېځايه راوړی ، د حق او حقيقت معيار اشخاص او د هغوی کردار نه بلې اشخاص او عمل معيار حق او حقيقت ګڼل کيږي نۀ برعکس، نو پلمه يي او بې بېځايه مثال دې بايد بيرته درواخلې !
نوروز خان
07.12.2010
[quote:49ecaeaafc]هغه څه چې ته د پښتو او پښتونولۍ نوم ورکوې طالبان يې نه ورکوي ، نه د پښتو او پښتونولي په غير پښتنو تعميم کېدلی شي او نه يې پاکستان
د خپلو ګټو له پاره د پښتو او پښتونولۍ په نامه حرکت ته پريږدي !
هغوی يې د پښتون نوم نشي تحمل کولی، نو ځکه يې پر دوی د طالب نوم تحميل کړی او ملي اړخ يې هم ورته په اسلامي نامه ورپټ کړي دي !
[/quote:49ecaeaafc]
یعني دطالبانو دانوم هم حتی ،پاکستان دخپلو ګټو لپاره مشهور کړی او په تحریک تحمیل شوی دی ، او بله داچې اسلامي پيوند یي ستاپه زعم ځکه ورسره تحمیل کړی چې ملي اړخ یې ورپټ کړي .
پوښتنه دلته ده چې نوم میډ ین پاکستان شونو نوره نړۍ خو معمولا پاکستاني مصنوعات بې کیفیته بولي او چندانې یې څوک نه قبلوي او نه یې واردوي ،برخلاف جاپاني او جرمني او امریکایي هغه ډیر خوښوي ، نه پوهیږم په دې کې څنګه ټولو ورسره امنا کړې او همدا نوم چې یوازې یې پاکستان ته ګټي بدرګه کوي حتی زمونږ دپتوال په شمول ، ځکه دوی لږ ترلږه کولای شوای دپاکستان غوندې یې لاس په توره کړی وای او یوه ښایسته نوم یې چې دوی ته یي ګټلی ورته تراشلی وای مصرف یې نه درلود :lol: ، پتوال صیب لیکنې دې نورې هم ډیرې سوړې سوړې دي چې دهرې سوړې په لیدلو یې که له یوې خوا غریو راته دریږې له بلې خوا یې دمصروفیت له وجې په ګنډلو نه رسیږم ، چاره ته راوښیه
عادل عادل
07.12.2010
سلامونه
نوروز خانه وروره د پتوال صیب خبرو ته زړه مه خوره، دده دریځ داسې دی لکه هغه د کابل ښار پاړسیوانان چې د پښتنو سره بې کچې ضدیت لري خو که کوم پښتون ترې د واده لپاره خور او لور وغواړي نو په پټو سترګو یې ورکوي، نو مالومه خبره ده چې په زړه کې یې خوښ دي خو د حسد سره، چې ولې مونږ ته خدای داسې سیکې، خوی، استعداد، غیرت او د څیرلو ګنډلو لوړ ظرفیت .... او داسې نور .... نه راکول.
07.12.2010
درنو ورونو!
له سلام وروسته همدومره تٍثبيتول غواړم چې تاسو زما ليکنې ارزوئ نه، بلکې ارزښتوئ يې چې هغه هم مخکې له مخکې معلومدار منفي وي !
که نه نو :
غورځنګ خو يا ملي وي يا اسلامي او يا دواړه ، چې په ټولو افغانانوبايد شامل اوسي ، نو طالب غورځنګ څه معنی ؟؟؟؟؟
ټول افغانان خو طالب کېدلی نشي ، حتې هغوی چې ځانونه طالبان بولي هم وقعا ټولو يې ديني زدکړه نه ده کړې ! داسې خو نه ده چې طالب مشران په دې ساده
غلطۍ هم نه پوهېدل او خپل غورځنګ يې صرف طالبانو ته محدوداوۀ،
بلکې دا هر څه يوعلت لري او علت يې سياسي دی او سياست يې پنجابي !
عادي ساده طالبان خواران ترې خبآر هم نه دي چې دا ټولې نادودې په دوی ولې کيږي، د څه له پاره کيږي او څو ک يې پرې څنګه کوي .
داچې د مجاهدينو تنظيمونو يو هم په خپل نامه کې د ملي وييزی نشو لرلی هر چاته معلومه، محاز چې د اسلام تر څنګ د ملي ټکی د غولولو له پاره
په کې ورځای کړی و له ډيرو امتيازاتو څخه پرې بې برخې هم و .
pattang
07.12.2010
انډيواله ليکنې دې هوموګنې ندي ، هلته او دلته ټوپونه وهې ، يووارې يوڅه ليکې بلوارې بل څه !
بيا تاريخ هېروې او حالات هم ! په افغانستان کې دا اول وار ندی چې مذهبي خلک
پورته کېږي ، له پا کستان نه مخکې هم اسلامي حرکتونو په افغانستان کې دخپلې
ازادۍ لپاره ډېرې کارنامې کړې او دحرکت محرکې ه قوې وې٠
طالبان د افغاني مهاجرو زامن چې په مدرسو کې يې زدکړې کولې او کوي يې ٠
له طالبانو سره اوس ګډ د کابل د پوهنتون محصلين هم عمليات کوي
دسترګو ليدلی حال زه ٤ اونۍ دافغانستان په جنوب په اطراف کې پروت وم٠
خدای پاک د نصيحت درته وکړي ٠
عادل عادل
08.12.2010
سلامونه
دروند پتوال صیب
ستاسو تنقیدی لیکنې هغه هم په داسې وخت کې چې مقاومت د سختو شرایطو لاندې د کافرو یرغلګرو سره عملا ډغرې وهي، ډیر کله داسې وي چې د انتقاد له چوکاټه وتلې او د ریښو نه د اختلاف په جبهه کې قرار نیسي، مثال یې دا چې تاسو یې په عملي سرښندنو سترګې پټوئ او د دوی نه د پوچو شعارونو غوښتونکي یاست، چې هغه شعارونه په خپل ذات کې دوی ته مځکه نه شي سړولای بلکه سیاسي حماقت یې بللئ شو.
طالبان خو په خپله چیغې وهي چې اې د ډالرو زامنو راشئ د مقاومت افغاني ملي بڼه لاپسې ملي او پراخه کړئ، خو چې زه او ته ورته لبیک نشو ویلای دا نو د دوی ستونزه نه ده بلکه زمونږ د شخصی عقیدتی مصالحو په پام کې نیول دي چې د ګران وطن د اشغال نه زر ځلې کم ارزښته دي.
نوروز خان
08.12.2010
[quote:8c8457ea7f]طالبان خو په خپله چیغې وهي چې اې د ډالرو زامنو راشئ د مقاومت افغاني ملي بڼه لاپسې ملي او پراخه کړئ، خو چې زه او ته ورته لبیک نشو ویلای دا نو د دوی ستونزه نه ده بلکه زمونږ د شخصی عقیدتی مصالحو په پام کې نیول دي چې د ګران وطن د اشغال نه زر ځلې کم ارزښته دي.[/quote:8c8457ea7f]
عادل عادل صیب ! په خولګۍ دې برکت شه ایله دې اوس هغه خبره وکړه چې په دې فورم کې چانه وه کړې رښتیا هم دطالبانو سره دافغانستان په پاللو کې غیرملا قشرونو ټولو ښه په خوندناغیړي او نامړدي وکړه ، دطالب غریب خو دملاصیب ( ملامحمدعمر مجاهد ) په وینا همدا یوسروه چې په ټول اخلاص یې په لاس کې نیولی وه ،او له هیواد ني استقلال نه یې ځاراوه خو زمونږ دمغزو خاوندان چې وړیا زدکړو یې دافغانستان میلیونونه بودیجي مصرف کړې وې ، یوازې دږیرې پریښودلو ته نه وه حاضر ، له دوی نه به چې په غرب کې دطالبانو هیئتونو وطن دخدمت غوښتنه کوله دوی به یې په خوله پورې خندل ، دطالبانو دحکومت یو مطرح وزیر امیرخان متقي په پیښور کې دافغان ادبي بهیر یوې غونډې ته په نابللي توګه ورغی او دبهیر له ځوانانو یې وغوښتل چې دافغانستان دحکومت په سمبالولو کې ورسره مرسته وکړي ، خو دبازمحمد عابد په وینا هغوی نه یوازې سم ځواب ورنکړ بلکې ناسمې او بې خونده خبرې یې هم ورته وکړې .
هغوی چې اوس په کابل او دافغانستان په نورو سیمو کې دامریکایي جوالونو دننه دسر په بیه دهیواد دخدمت په نامه دامریکایي اشغال چوپړ وهي دطالبانوپه مهال یې دحکومت په چوکاټ کې ددې هیواد خدمت سرناخلاصي بلله ، طالبانو نور هرڅه درلودل خو یوازې پیسې یې نه درلودې او بالمقابل امریکایان چې هیڅ نلري یوازې پیسې لری نو ځکه پرې زمونږ دمغزو څښتنان دمنګسو غوندې بوڼیږي او یوپوست هم خالي نه پاته کیږي .
08.12.2010
درنو ورونو ، ما خو مخکې هم ليکلي وو ، چې تاسو ليکنه نه ارزوئ، صرف غونډاري ولئ ، وګورئ ما څه ليکلي دي :
[quote:fc19e4b3ff]غورځنګ خو يا ملي وي يا اسلامي او يا دواړه ، چې په ټولو افغانانوبايد شامل اوسي ، نو طالب غورځنګ څه معنی ؟؟؟؟؟ [/quote:fc19e4b3ff]
يعنې که طالبان يو اسلامي غورځنګ وي نو اسلامي غورځنګ بايد ورته وويل شي او که ملي وي نو ملي غورځنګ ، يعنې دواړه سم او صحي دي ،
ان که مرکب ملي او اسلامي هم وي دواړه عام دي او سم دي ځکه چې ټول ملت ته منسوبيږي او غورځنګ که لوی وي که نه، بايد په ټول ملت شامل او ټول ملت احتوا کونکی وي ، نۀ يو ګروپ ! يو غورځنګ د يو محدود ګروپ په نامه يادول يا حماقت دی او يا يو پټ سياسي علت لري .
خو پتنګ خان راته د طالبانو اسلاميتوب تشرېح کوي او په تاريخ کې د مذ هبي حرکتونو مثالونه ماته ښودل غواړي ،
لکه زه چې د طالبانو له اسلاميت سترګۍ پټوم او يا په تاريخ کې د اسلامي غورځنګونو نه بې خبر يم . خو څوک راته ښودلی شي
چې يو عام اسلامي غورځنګ د ملايانو يا طالبانو د غورځنګ په نامه ياد شوی وي ؟؟؟؟؟؟
[quote:fc19e4b3ff]په افغانستان کې دا اول وار ندی چې مذهبي خلک
پورته کېږي ، له پا کستان نه مخکې هم اسلامي حرکتونو په افغانستان کې دخپلې
ازادۍ لپاره ډېرې کارنامې کړې او دحرکت محرکې ه قوې وې٠ [/quote:fc19e4b3ff]
خو يو يې هم د مذبي خلکو په نامه نه دی نومول شوی اوتل د اسلام په نامه يادشوی دی .
عادل صيب ليکي :
[quote:fc19e4b3ff]طالبان خو په خپله چیغې وهي چې اې د ډالرو زامنو راشئ د مقاومت افغاني ملي بڼه لاپسې ملي او پراخه کړئ، خو چې زه او ته ورته لبیک نشو ویلای دا نو د دوی ستونزه نه ده بلکه زمونږ د شخصی عقیدتی مصالحو په پام کې نیول دي چې د ګران وطن د اشغال نه زر ځلې کم ارزښته دي.[/quote:fc19e4b3ff]
هو دا به د ډالرو زامنو په اړه سمه وي، خو هغه څوک يې بې قيدو شرطه نشي منلی چې هېڅکله يې نه د ډالرو زامنتوب کړی او نه داسلام ، وطن ، ملت
او ترقۍ له غم څخه يوه شيبه بې غمه او بې پروا تيرولی شي!
څوک چې د طالبانو ملاتړ څه چې مستقيم په پاڅون کې ورسره ګډون ته چمتو وي، هغوی د قيد او شرط دايښودلو او قيدو شرط غوښتلو اړين او ضروري
حق لري ! دوی حق لري چې هم اسلاميت، هم د وطن آزادي، هم ملي خپلواکي ، هم ملتپالنه او ملي اسلامي ولسواکي ، هم ترقي ، سوله او عدالت وغواړي!
دا غوښتنې کُلّي او ويش نه منونکی حقيقت دی چې څوک يې کنډَوولی نشي !
[color=blue:fc19e4b3ff] دا ټول د منحرفو، زورواکو، خاينو ، جنايتکارو، ګوډاګيو، فاسدو ، پردي پالو، وطنپلورونکو، بې علمو ، بې عقلو، احساساتيانو، جذباتيانو، ړندو کڼو ، متعصبو او داسې نورو د خدای په قهر ککړو ډلو پر ضد معيارونه دي او د فرد فرد کړېدلو، زورېدلو، وهل شوو، ځپل شوو، وژل شوو، شړل شوو، بېکوره شوو، د پلار، مور ، خور ورور او خپلو وينو لمبيدلو مظلومو افغانانو غوښتنې او د ضمير آواز دی [/color:fc19e4b3ff]
او هېڅوک پرې سترګې پټولی او دِضمير دغه چيغي يې بندولی نشي او صرف همدغه قيدو شرط دی چې زه او ټول مظلوم او مؤمن افغان ولس پرې ټينګار کوي
کوم بل قيدو شرط زه نه پيژنم او نه شته او په همدې قيدو شرط سره افغان ولس له تاريخي تيروتنو څخه ځان ژغورلی شي او بس !
اوس به راشو د عادل صيب دمخه يوې ليکنې ته :
[quote:fc19e4b3ff]
...هغه د کابل ښار پاړسیوانان چې د پښتنو سره بې کچې ضدیت لري خو که کوم پښتون ترې د واده لپاره خور او لور وغواړي نو په پټو سترګو یې ورکوي،[/quote:fc19e4b3ff]
پوهېږې چې ولې ؟
١- دا ځکه چې هغوی لور نشي ترې درغ کولی مګر داچې لور يې و نه غواړي ، او دا دپښتنو نه، بلکې د خپلې د لور برکت يې دی !
٢- د هغوی کلتور مسلط دی او د يوې لور په ورکولو سره ټوله پښتنه کورنۍ فارسيوانه او خبل کلتور ته رااړوي !
٣- خپله سياسي پشتيوانه د پشتو ن په خپلوۍ غښتلې کوي
٤- هېڅکله د ترخپلې لور بيسواده او بې تخمه پښتون ته نه، چې تحصيل(ت)، خانه(خ) او موتر(م) = تخم ونه لري !
چې ميم زرما ټوله زما يې تامينيږي نو ولې ه لور نه ورکوي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
سر بېره په دې يو تعليميافته، اسوده او رسيدلی پښتانه پښتنو پيغلو ته د خير
رسولو له چانس څخه وباسي او په هغوی کې دجهالت ، وروسته پاتې والي
او روانز ستونزو لړۍ نوره هم غځوي !
او که سره له دې هم د پښتون مېړه ورسره بشپړ کلتوري توافق ونکړ، پښتونولي يې په بشپړ ډول له لاسه ورنکړه نو فورآ ً او په ټي ثانيه کې طلاق هم ورکوي !
پر ځينوپښتنو خو تاجکې پېغلې خارج ته ځان رسوي او په هوايي ډګر کې د کښته کېدو سره سم ورته د طلاق درې ښکلي کاڼي ورغورځوي :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
عادل عادل
09.12.2010
سلامونه
دروند پتوال صیب
د طالب او ملا ریښې د ولس په منځ کې تر هغه ډیرې ژورې او پخوانئ دي د کوم چې تاسو یې فکر کوی، لرې به نه ځم، د ظاهرشاه د غافلګیرانه دورې چارواکي د یوه سره طالبان وو، په دې مانا چې حکومتی ادارو لپاره افغانستان پوهنتونونه او رسمي مدارس نه درلودل چې افراد ورته وروزي او پرې ډکې یې کړي، د غزني د ښار اوسیدونکئ خدای بښلئ خالقیار د سپین پټکي سره ماموریت ته راغلی، د هرات د ښار اوسیدونکئ شهیر )بشپړ نوم یې نه راځي( چې دده هم درسه تکړه طالب او د قران کریم حافظ وو هم ماموریت ته د سپین پټکي سره راغلی، دا بیا بیله خبره ده چې وروسته عصری او په اصطلاح متمدن شول او ګیرې یې وخریلې، هغه ددوی ذاتي مسله وه، خو د خدمت په ډګر کې تر اخره ډیر مخلص، په کار پوه، پاک، نومیالي او مخ په وړاندې خلک پاتې شوي دی.یاده دې وي چې استاد شهیر د وحشی کمونستانو به خوا په زندان کې شهید کړای شو، او دا چې ولې دغه شهید د کفر په وړاندې غلی پاتې نشو او نه یې هم د زندان د ربړونو او شکنجو پروا وساتله ؟ دده د ظاهری روڼ اندی برکت نه بلکه همغه اسلامی طالبی جزبه وه چې دده د کریر او ماموریت پیل پرې بنا شوی وو! کنه اوس ولې په زندانونو کې زما او ستا په څیر روڼ اندیو او هغو چې تاسو یې د ډالر د زامنو څخه مجزا بولئ څرک نه لګي؟
د طالبانو نوم او تحریک د نن سبا او پرون نوې زږیدلې اصطلاح او مسله نه ده، د انګریزانو سره د مقاومت محرکه قوه او قیادت همدا طالبان وو، احمد شاه بابا خو چیرته په اکسفورد کې سبک نه وو ویلئ، ټول هغه ملي مشران چې د هندوانو فرهنګ یې څو ځلې تاراومار کړ او د دوی د تورې له زوره نن د هند په لویه وچه کې خلک د یوه الله کلمه وایي، د همدې افغاني طالبان برکت وو، د روسانو په خلاف ولس چا راویښ کړ، تنظیمونه خو لا پیدا نه وو چې مسلمان ولس یې په مقابل کې ودرید، دا ټول د همدې طالب او ملا د هغه نه شلیدونکې رابطې برکت دی چې د ولس په منځ کې ژورې ریښې لري، دا چې ولې ډیر نه ځلیږي سبب یې ولسي اړخ دی چې تکیه یې پرې کړې، نه دفتر ساتی او نه هم دیوان لری، )لدې وروسته به یې خدای ورکړي، ان شاءالله(. محدودې کورنئ به وي چې د روسانو /انګریزانو د تبلیغاتو سیلئ وهلي او د ملا سره حساسیت لري او په حقیره سترګه ورته ګوري چې دا ددوی د بدبختۍ نه پرته د بل څه نښه نه ده.
یوه مسله چې باید ورته اشاره وکړم، هغه داده چې په تیر دور کې عام ولس سواد نه درلود، د دیني اصطلاحاتو سره روږدي او بلد نه وو، په پخوا زمانو کې د غلا مال عیب نه وو، هغه ځکه چې د غنیمت له اصطلاح سره څوک اشنا نه وو، دا اوس هم د ولس په منځ کې هغو خلکو ته د غله زامن وایي چې پلرونه یې اسواره مجاهدین وو چې د ګاونډیو امپراتوریو خزانې به یې وهلې او د دوی مالونه به یې په غنیمت راوړل.
09.12.2010
سلامونه او نېکې هيلې !
ياره عادلخانه وروره ته هم ځان په ناګاروکې وهې او د پړې پورې نښلې که څنګه مې په هدف پوهېدل نه غواړې :
زه وايم : ټول افغانان مسلمانان دي، ټوله اسلامي نړۍ مسلمانان دي ، خو د مسلمانانو غورځنګ هېچرې نشته ! ولې اسلامي غورځنګونه هر چيرې شته، وو او وي به !
افغانان ټول ملي ګټې غواړي، ملتپال دي، خو د ملتپالانو غورځنګ نه دلته او نه په کوم بل هيواد کې شته ، همداسې د دموکراتانو يا چپيانو
غعورځنګ هم نشته ، خو دموکراتيک او چبي غورځنګونه په نړۍ کې ډير وو، شته او وي به !
نو د طالبانو غورځنګ هم همدغسې ناممکنه خبره ده ، که طالبيت د اسلام ، يا ملتپالنې يا دموکراسۍ غوندې يوه عامه ټولنيزه ځلځليزه (پديده) وای، نو بيا
به د طالبيت غورځنګ يا طالبي غورځنګ هم ممکن وای ، خو نۀ د طالبانو غورځنګ ، خو نه طالبيت او نه ملاتوب عامه پديده کيدای شي، نو
نه د ملاتوب او د ملايانو او نه د طالبيت او طالبانو غورځنګ سم دي !
ولې نه وايي چې د افغانستان اسلامي غورځنګ ، چې اسلام عام او د هر مسلمان زړه يې غوښتونکی دی . که د طالبانو غورځنګ سم وي بيابه د افغانستان طالبي آمارات يا طالباني آمارات هم سم نوم وای، خو نۀ دی !
عنوان
tandar
09.12.2010
پتوال صیب دالاندی لیک دی په سل هاو کورنیو کی عملی شوی دی ،حتی بعضو به ښکاره اعلان کولو ،که شوهر را کار ندارد،طیاره را کار دارد، دا په پیښور کی یومتل ګرځیدلی و٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
پر ځينوپښتنو خو تاجکې پېغلې خارج ته ځان رسوي او په هوايي ډګر کې د کښته کېدو سره سم ورته د طلاق درې ښکلي کاڼي ورغورځوي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
بیا به ې دا خبره هم کوله ،،که پیسیش هم رفت وزنش هم رفت،،
اوس به ورته هم پوښتانه وطن ازادوی ،دوی به بیا په پیشن سره په لوکسو هوټلو کی کنسرتونه جوړوی او ورته ګډیږی به٠
مننه٠