نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دایې لا بله
نوروز خان
02.12.2010
په افغانستان کې د امريکايي يرغلګرو له لوري د زهرجنو کيمياوي وسلوداستعمال په اړه د اسلامي امارت د ويندوي څرګندونې !
دترلاسه شویو شواهدوپه بنسټ امریکايي یرغلګرو په تیرو څوکلونوکې دهیواد په بیلا بیلو سیموکې دمجاهدینو دله منځه وړلو په پلمه په بی دفاع ولسي افغانانو د Thermobaric bombs—Bunker Buster Bombs په نوم ممنوعه بمونه کارولي چې دهغوله امله دهیواد په ګوټ ګوټ کې یوزیات شمیر ماشومان په غیرطبیعي توګه زیږیدل ي او په سوء خلقت (نیمګړې زیږیدنې) برسیره په ډول ډول ناروغیو هم مبتلا دي.
کولای شوچي دموضوع داثبات اوسپیناوي په غرض لاندنیوشواهدوته مراجعه وکړو:
۱ـ افغان څیړونکې ښاغلي پوهاند ډاکتر محمد داود ميرکې دهیواد په جنوبي ولایتونوکې یوه تحقیقي پلټنه ترسره کړې اودهغې په ترڅ کې دنوموړې موضوع په اړه کافي شواهد ترلاسه کړي.
۲ـ په 2002 کال کې دکاناډا د يورانيمو د څيړنې طبي مرکز له لوري دافغانستان سهیلي ولایتونوته داستول شوي طبي ټیم د طبي تحقيقاتو په ترڅ کې داثابته شوې چي په نوموړو سيموکې د افغانانو په ادرار(بولو ) كې ديورانيمو د Uranium Isotopes اسوتوپ اندازه له 300 نه تر 2000 نانو ګرامو پوري ده، پداسې حال کې چي د منلو وړ اندازې اعظمي حد يوازي تر 10 نانو ګرامو پوري رسيږي.
3- دالعالم ټلویزوني شبكې په خپلې انټرنیټي صفحې کې دیوه تصویري رپوټ په ترڅ کې په ژوندۍ بڼه د هغو افغان ماشومانو تصویرنه خپاره کړي کوم چې دافغانستان په بیلا بیلو ولایتونوکې ددغو بیالوژیکي وسلو داستعمال له وجې په غیر نورماله شکل زیږیدلي . http://www.alalam.ir/node/307570
4- دکابل درژیم دروغتیا وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي څه موده وړاندې مطبوعاتو ته په ډاګه کړه چې داسې مدارک یې ترلاسه کړي چې دافغانستان په ختیځ د تورې بوړې په سيمه کې په ۲۰۰۱ کال کې دامریکایانو لخوا د یوارنیمو اوفاسفورس لرونكو بمونو په کارولو شاهدي ورکوي , اودهغوئ داستعمال له وجې دسیمې په نویو زیږیدلیو ماشومانو کې دسؤخلقت ،عضوي نیمګړتیا او کم وزني امراض راښکاره شوي دي او يا يي د عامو ماشومانو پرتله ذهني توانايي ډيره کمه ده.
په دې برسیره هم دا اوس اوس پدغو سيموکې د ليکوميا ( دويني د سپينو خلاياوو) دزیاتوالي ناروغې عامه شوې , په نارينه وو کې د تکاثر او تناسل وړتيا له مينځه تللې اوډير کسان د ښکار ه زخم له شتوالي پرته وفات شوي دي.
په دي ټولو جرموتو باندي د امريکي ملکي او نظامي مشران د بشر ضد جناياتو په جرم تورن دي اوداجنایات په افغانستان کې د يرغلګرو امريکا يانو او د هغوئ د ايتلافيانو له خوا په داسې حال کې ترسره کیږي چې دلته دملګروملتونواوپه اصطلاح دبشردحقوقو په سازمان برسیره یوزیات شمیر حقوقي مؤسسې شتون لري .
دافغانستان اسلامي امارت له خپل بيوزله ولس څخه ددفاع په منظور په همدغو بشري سازمانونو اونورواړونده ادارو، مؤسساتو اوخپلواکو شخصيتونوغږ کوي چې د خپل وظيفوي مسئوليت له مخې ،په دغه ډول بشر ضد جناياتو کې د ښکیلو کسانو د مخنيوي اودهغوئ د محا کمه کولوپه اړه اقدام وکړي اوپه دې هکله دعامه پوهاوي او د لا نورو پيښو د را سپړلو په لاره کې جدي هلې ځلې په لاره واچوي.
والسلام
قاري محمدیوسف (احمدي) دافغانستان داسلامي امارت ویندوي
1431-12-26--هــ قــ
۲۰۱۰-۱۲-۰۲ــمــ
عنوان
tandar
02.12.2010
وروڼو ٢هفتی مخکی په شمال کی یو ماشوم پیدا شوی وچه یوغوږ ې دتندی په سرکی و ٣ غوږونه ې لرل، خوله ې ٤ خواته څیری او داسی نور،بیا ې مور په هدیره کی غورځولی و٠
لارویانو لیدلی و، او پولیسو ته ې خبر ورکړی و،چه وروسته روغتون ته او س یوه روغتون کی تر نظارت او معالجی لاندی دی،داموضوع د شمشاد tv ټول جهان ته ښکاره کړه،مګر پخوا دغسی عجایب مو په سترګو نه وه لیدلی ،داقیصی له هغه وخته چه دی وحشیانو افغانستان اشغال کړو راپیدا شوی ٠
دحقوق بشر نه هم دعوا کوی٠
ددوی په مقابل کی داسی جهاد په کار دی ،چه یوې هم ژوندی خپل کور بیرته ونه وینی٠
مننه