نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
فضل الرحمن له امريکا غوښتي وو چي صدراعظم يې کړي
حذيفه
02.12.2010
مولانا فضل الرحمن له امريکا غوښتي وو چي صدراعظم يې کړي
خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
ليک : سلېمان يوسفي
نېټه : ١١ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-12-02
د ويکي ليکس په تازه خپرو سويو اسنادو کي راغلي چي د پاکستان د جماعت العلماء الاسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن له امريکا څخه غوښتي وو چي د پاکستان صدراعظم يې کړي.
ويکي ليکس وايي فضل الرحمن په ٢٠٠٧ کال په اسلام آباد کي د امريکا له سفيري سره په ليدنه کي دغه غوښتنه کړې وه.
بلي خوا ته مولانا فضل الرحمن دغه تورونه ردوي او دا د خپل ګوند او ځان په وړاندي د بدنامۍ يوه دسيسه بولي.
څېړونکي وايي مولانا فضل الرحمن چي په افغانستان کي د طالبانو سخت ملاتړى ګڼل کېږي، معمولاً په خپلو سياسي جلسو او غونډو کي د امريکا پر ضد شعارونه ورکوي، خو د ويکي ليکس اسنادو وښوده چي نوموړى څنګه د خپلي شخصي ګټي په خاطر له هغي امريکا څخه مرسته غواړي، چي دى يې خلګ پر ضد جهاد ته رابولي.