د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

تاسو قضاوت وکړی چه دافغانستان ولسمشر غرزی دی او که دامیریکا سفیر؟

tandar
01.12.2010

تاسو قضاوت وکړی چه دافغانستان ولسمشر غرزی دی او که دامیریکا سفیر؟
کله چه د دایکونډی ولایت جوړ شو دغزنی دولایت زیات ازاره وروڼه ددایکونډی خواته ولاړل، اونن دغزنی په ولایت کی ٩٠ فیصده پوښتانه دی ،څنګه کیدلای شی چه دغزنی له ولایته ١١ نفره هزاره وکیلان بریالی کیږی او دپوښتون دقوم وکیلان په کی درک نه لری درحالیکه ډیرو ځانونه کاندید کړی وه ؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

د امریکا سفیر له زابل ولايت څخه ليدنه وکړه

خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
ليک : اباسين زابلى
نېټه : ١٠ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-12-01

نن د چارشنبې په ورځ په کابل کي د امریکا سفیر د پوهني د وزارت له معین سره يو ځاى په ګډون دیوه رسمي سفر په ترڅ کي دزابل ولایت څخه لیدنه وکړه.
دامریکاسفیرایکن بیري دزابل دوالي سره او د ټولو جګپوړيوچارواکوسره خبري وکړي، وروسته ئي یومطبوعاتي کنفرانس ورکئ. نوموړي په کنفرانس کي وویل چي دوى په زابل کي زیاتي پروژي په لاره اچولي چي همدا اوس ئي هم کارونه روان دي.
ایکن بیري دمرکزکلات ښاراوارغنداب ولسوالۍترمنځ دغزیدلي سړک یادونه وکړه، چي کارئي روان دى او همداسي ئي د ترنک دپله او د شينکۍ ولسوالۍ دسړک یادونه وکړه، چي ترسیوري پوري رغول شوى دى.
نوموړي زیاته کړه چي په زابل کي کوکنارپه ډیره کمه کچه کرل شوي دي، امريکا به له کروندګروسره د کوکنارو د نه کرلو په بدل کي د اصلاح شويو تخمونواوکیمیاوي سروکومکونه وکړي.
د لراوبر د خبریال اباسین زابلي د دې پوښتني په جواب کي چي ولسمشر کرزي یوځل بیا د بهرنیو ځواکونو د شپې د لوري له عملياتو سره مخالفت وکړ، ستاسي جواب څه دئ؟
آيکن بيري وويل: موږ د افغانستان د رئیس جمهورسره خبره خلاصه کړې او هغه راسره راضي دى، موږ به تر هغو پوري د شپي عملیات ونه دروو، چي تر څو مو د ترهګرو جرړي نه وي کښلي، ځکه ترهګر ډیر بیداره دي او موږ چي د ورځي عملیات کوو هغوى تښتي اوویني مو، موږ ئي د شپې د لوري ځایونه ښه په نښه کولائ شو.
نوموړي دټاکنوتیره پروسه شفافه وبلله اوزیاته ئې کړه چي خامخابه څه نیمګړتیاوي پکښې وي، خو یومخ شفاف انتخابات په یوه ځاى کي هم نه شي ترسره کیداى


حذيفه
02.12.2010

تندروروره!
موږمخکي لاويلي دي چي کرزی ديوغلام حيثيت لري اوبس.



02.12.2010

د ويکېلېس د رسواکولو په تازه لړۍ کې  دامريکا د بهرنيو چارو د وزارت  يو سند واي چې :
ديپلوماتان دافغان ولسمشر په اړه  وايي : کرزی  د افغانستان  يو سخت ضعيفترين ولسمشر دی ، کوم چې  دسياست په پرتله زيات 
د ده پر ضد د دسيسو له اوازو سره مصروف وي ٠ 
[color=red:47ad4ba97f]دافغانستان دولسمشر مرستيال احمدضيا مسعود عربي متحده امااراتو ته د خپل يو سفر په ترڅ کې ٥٢ ميليونه ډالر نغد
له ځان سره بار کړي وو٠ خو نوموړي دې پوښتنې له ځواب څخه ډډه وکړه چې واي دا پيسې يي له کومه کړي دي ؟ [/color:47ad4ba97f]
[quote:47ad4ba97f]
Afghanistan Ein extrem schwacher Präsident, der sich mehr mit vermeintlichen Verschwörungen gegen ihn selbst als mit Politik beschäftigt:
So beschreiben die Diplomaten den afghanischen Präsidenten Hamid Karsai. Afghanistans Vizepräsident Ahmad Sia Massud soll
unterdessen bei einem Besuch in den Vereinigten Arabischen Emiraten Bargeld im Wert von 52 Mio. Dollar bei sich gehabt haben. Woher das Geld stammte, habe er nicht sagen wollen.[/quote:47ad4ba97f]


pattang
02.12.2010

[quote:0fdfbb0082="پتوال"]د ويکېلېس د رسواکولو په تازه لړۍ کې  دامريکا د بهرنيو چارو د وزارت  يو سند واي چې :
ديپلوماتان دافغان ولسمشر په اړه  وايي : کرزی  د افغانستان  يو سخت ضعيفترين ولسمشر دی ، کوم چې  دسياست په پرتله زيات  ده پر ضد د دسيسو له اوازو سره مصروف وي ٠ 
.[/quote:0fdfbb0082]
پتوال خانه اشغالګر خپل اجنټ ملګری کله ميداني کوي !
کرزی ، ډارن ، بېکاره ، لوچک ، مفعول ، اجنټ ، هېواد خرڅونکی ،راپوزي
دشمالي ټلوالوکلک ملګری او دپښتنو ستر دوښمن دی ٠
نالت پر دې بې ناموسه چې نه يې سر مالوم دی او نه کونه
دغه نالت شی چې سړی ويني استفراق يې راځي٠

[quote:0fdfbb0082]دافغانستان دولسمشر مرستيال احمدضيا مسعود عربي متحده امااراتو ته د خپل يو سفر په ترڅ کې ٥٢ ميليونه ډالر نغد
له ځان سره بار کړي وو٠ خو نوموړي دې پوښتنې له ځواب څخه ډډه وکړه چې واي دا پيسې يي له کومه کړي دي ؟[/quote:0fdfbb0082]

سمرقنديان خو ټول غله بې هويته خلک دي ، دوی خپل اصلي ټاټوبي ته کله
وفادار پاته شوي د ي ! چې افغانستان ته به پاته شي٠
د دوی موټور او ماشين کاکو کرزی ، هيواد غل لغمانی او نور داسې کاسه پاک
لاسپوڅي پښتانه دي ٠



04.12.2010

[quote:9d406ce546]،څنګه کیدلای شی چه دغزنی له ولایته ١١ نفره هزاره وکیلان بریالی کیږی او دپوښتون دقوم وکیلان په کی درک نه لری [color=red:9d406ce546]درحالیکه ډیرو ځانونه کاندید کړی وه ؟ [/color:9d406ce546][/quote:9d406ce546]
يو مقتدي يوه ورځ له ملا امام څخه پوښتنه وکړه چې : [color=red:9d406ce546]لغمان ملا صيب [/color:9d406ce546]د کوم ځای يې ؟
هغه ورته وويل : بس خو خلاصه دې کړه !
که صرف ١١ پښتنو ځانونه کانديد کړی وای ، ټول به پښتانۀ ټاکل شوي وای ، خو چې ٣٣ -٤٠ پورې پښتانه کانديد شوي وي نو
خاورې به هر يوۀ ته رسيدلې وي،
معلومه ده چې د يو کامياب کانديد د رايو دريمه يا څلورمه برخه به يې ګټلې وي چې بري ته پرې نشو رسېدای !
تير ځل هم په همدې ټاکټيک هزاره و ګټلې او دوی بايللې وه چې پښتانۀ ډير کانديد شوي وو او رايي يې په خپلو منځو کې تقسيم شوې وې ،
خوالبته له ماتې نه به يې هم دوی زد کړه نه کوي .


monir
04.12.2010

[quote:5690f16fb2="پتوال"][quote:5690f16fb2]،څنګه کیدلای شی چه دغزنی له ولایته ١١ نفره هزاره وکیلان بریالی کیږی او دپوښتون دقوم وکیلان په کی درک نه لری [color=red:5690f16fb2]درحالیکه ډیرو ځانونه کاندید کړی وه ؟ [/color:5690f16fb2][/quote:5690f16fb2]
يو مقتدي يوه ورځ له ملا امام څخه پوښتنه وکړه چې : [color=red:5690f16fb2]لغمان ملا صيب [/color:5690f16fb2]د کوم ځای يې ؟
هغه ورته وويل : بس خو خلاصه دې کړه !
که صرف ١١ پښتنو ځانونه کانديد کړی وای ، ټول به پښتانۀ ټاکل شوي وای ، خو چې ٣٣ -٤٠ پورې پښتانه کانديد شوي وي نو
خاورې به هر يوۀ ته رسيدلې وي،
معلومه ده چې د يو کامياب کانديد د رايو دريمه يا څلورمه برخه به يې ګټلې وي چې بري ته پرې نشو رسېدای !
تير ځل هم په همدې ټاکټيک هزاره و ګټلې او دوی بايللې وه چې پښتانۀ ډير کانديد شوي وو او رايي يې په خپلو منځو کې تقسيم شوې وې ،
خوالبته له ماتې نه به يې هم دوی زد کړه نه کوي .[/quote:5690f16fb2]

د پښتنو د بایللو یو بل مهم دلیل یې ښاغلي نواب خان تشریح کړی دی:

http://www.tolafghan.com/posts/20223

په ټاکنو کي د غزني د پښتنو ناکامیدل

نواب خان
د غزني د ولایت ویاړمنو پښتنو او هزاره ورونو ته!
اسلام علیکم
محترمو !
زه د یو افغان او یو پښتون په حیث دا خپل مسؤلیت ګڼم چي باید خپل نظر تاسی ته څرګند کړم.

زما په نظر دا د غزني د ولایت د غیرتمنو پښتنو او د هغوی د غیرتمنو مشرانو مسؤلیت دي چي دوی د ټاکنو په وخت کي دا فکر نه وه کړي چي که چیرته مونږ د ټاکنو مرکزونو ته ولاړ نشو او خپلو وکیلانو ته رايي ورنکړو نو مونږ به دغه ټاکني وبایلو.
هزاره قوم لویه کارنامه وکړله هغوي ټول په یوغږ د ټاکنو مرکزونو ته ولاړل او په ټول غزني کي د ۱۵ ولسوالیو څخه د یوي ولسوالۍ رایي زیاتي شوي .

[color=blue:5690f16fb2]هزاره ګانو خپلي ښځي ، خویندي ، میندي ، زاړه او ځوانان ټول وهڅول چي د ټاکنو مرکزونو ته ولاړ شي رایه ورکړي او خپل مسؤلیت اجراء کړي، خو په مقابل کي د پښتنو مشرانو او محترمو طالبانو هر پښتون ته اخطار ورکولو چي که چيری د رایو مرکزته ورغلۍ نو مونږ به تاسي ووژنو ، پښتنو به په خپلو کی وییل چي دا خو ډیره لویه بي غیرتي ده چي زه خپله ښځه، لور یا خور د ټاکنو مرکز ته ولیږم چي رایه ورکړي، طالب اخطار ورکولو که چیري تاسی رایه ورکړله او ګوته مو په رنګ شوه نو مونږ به ستاسي ګوته درپریکړو ،
د پښتنو کاندید ( نوم يي زما په یاد ندي) چي یوي ولسوالۍ ته د انتخاباتي کمپاین لپاره تللي ؤ هغه ووژل شو، خو هزاره ګانو خپلو کاندیدانو ته میلمستیاوي ورکولي د هغوي حمایت او ساتنه يي کوله، د پښتنو کاندید د غزني د ښار څخه بهرته نشو تللاي.
نو اوس تاسي محترم پښتانه فکر وکړۍ چي ایا دا د هزاره ګناه ده ، د محترم حامد کرزي ګناه ده او که د هغه غیرتي پښتون ګناه ده چي نه يي غوښتل چي څوک د رایو اچولو مرکز ته ورشي او رایه ورکړي. [/color:5690f16fb2]

محترمو پښتنو ورونو او خویندو !
اوس راځۍ چی خپل کوششونه جاري وساتو او د راتلونکي لپاره له ځان سره فکر وکړو چي دغه مونږ چي کوم کارونه شروع کړي دي دا د پښتون قوم په تاوان او د هزاره، تاجک ، ازبک او نورو په ګټه دي، نو ولي مونږ په خپله خپل ځان ته تاوان ورسوو او نورو ته ګټه.

د پښتنو مشرانو !
د خداي لپاره په دغي مظلوم ملت باندی رحم وکړۍ خپلي شخصي ګټي په ملي ګټو غوره مه ګڼۍ، د خداي په خاطر ملي ګټو ته پام وکړۍ، تاسي د غزني او د ټول افغانستان د پښتنو د کونډو او یتیمانو په خاطر د هغوي ملاتړ وکړۍ ، مه پریږدۍ چي نور زمونږ په منځونو کي بي اتفاقي خپره کړي او خپلي ګټي پکي ولټوي.
جنګ د پښتنو په سیمو کي په دواړو لورو کي د پښتنو بچیان وژل کیږي. هره ورځ کم تر کمه ۱۰ څخه تر ۲۰ پوري پښتانه ځوانان وژل کیږي، دا ولي دي پښتون څه ګناه کړي ده ، څوک يي وژني؟ خپل پښتون ورور يي وژني .
یو ورور يي طالب دي بل ورور يي د ملي اردو یا ملي پولیسو یو عسکر دي، دواړه یو د بل دښمنان دي. دا ولي؟
ولي خپل ورور وژنۍ ؟

د خداي لپاره دا کارونه بس کړۍ

د دي ټولو نتیجه همدا شوه چي له غزنی څخه یوولس تنه کاندیدان کامیاب دي خو ټول يي د هزاره له قوم څخه دي ځکه چي هغوي په خپلو کي اتفاق لري، یو د بل په ګټه خوشحالیږي، او همیشه غواړي یو له بل سره کمک وکړي.
د وردګو د ولایت په پنځو کامیابو کاندیدانو کي څلور هزاره ګان دي، یو يي پښتون دي .

په اخر کي د پښتنو مشرانو ته عذر او زارۍ کووم چي د خداي په خاطر سر یوشي او د مظلومو پښتنو لپاره کار وکړۍ.
هغه د بابا خبره رښتیا ده چي واي :

یو کیږو که نه ورکیږو.


pattang
05.12.2010

انډيواله دې پړ پړو ته دې حاجت نشته ، خوشې دوخت ضايع کړی دی!
په اشغال کې پارلمان څه مانا لري ? ټول داشغالګرو ځيره خواره او اجنټان دي!
يو يې هم دانسان زوی ندی٠ زه ستا په مقصد پوهيږم ، کله چې افغانستان ازاد شه
بيا به خبرې کوو ! اوس نه پارلمان ،نه مفعولزی اونه دانور غله داشغالګرو ملګري
کوم کار کولی شي ، ټول واک د cia دی ، خبره به په ميدان مالوميږي چې څوک يې
ګټي ٠
http://www.tolafghan.com/posts/20530


mehman
05.12.2010

[quote:c23c9f7b5c="pattang"] خبره به په ميدان مالوميږي چې څوک يې
ګټي ٠
[/quote:c23c9f7b5c]
نه خیر جناب پتنگ، این شیوۀ مبارزه برندۀ افغان نخواهد داشت. برعکس بازندۀ این روند تمام ملت افغانستان خواهد بود!


كريم كامران
05.12.2010

[quote:8d0f6a89cf="پتوال"]د ويکېلېس د رسواکولو په تازه لړۍ کې دامريکا د بهرنيو چارو د وزارت يو سند واي چې :
ديپلوماتان دافغان ولسمشر په اړه وايي : کرزی د افغانستان يو سخت ضعيفترين ولسمشر دی ، کوم چې دسياست په پرتله زيات
د ده پر ضد د دسيسو له اوازو سره مصروف وي ٠ [/quote:8d0f6a89cf]

پتوال صاحب رښتیا هم چې د خپل ځان پرضد دسیسو او اوازو ته ډیر ارزښت ورکول د یو رهبر ضعف او بې کفایتي ثابتوي، زه سل په سلو درسره موافق یم، خو تاسو نه پوښتم چې ولې دهمدې فورمولې نه د طالبانو په اړوند هم کار نه اخلئ؟؟؟. زه ستاسو په اکثرو لیکنو کې لولم چې په طالبانو مو ستره یوه نیوکه دا وي چې که چیرته طالبانو دا کار نه وي ولې یې پر خلاف بیان نه راباسي؟ ولې ددې اوازو تردید نه کوي؟....

آیا د طالبانو هغه دریځ چې تاسو پرې نیوکه کوئ، ددوی د قاید په پیاوړي سیاسي بصیرت دلالت نه کوي؟؟؟؟؟؟


عادل عادل
05.12.2010

سلامونه

دروند کامران صیب

هیله ده چې غوږ به پرې وګروي، نه دا چې یو لمڅئ او بل بړستن کړي.

د ښاغلي پتوال صیب احتمالي ځواب به خامخا دا وي چې د طالب مشرتابه سیاسي بصیرت خو خپل نه بلکه د ای-اس-ای دی، او کیدای شی چې کرزي ته به پدې توګه په قسمي ډول د ضعف تر څنګ استقلالیت او سیاسی بصیرت هم ثابت کړي چې ګواکي د بادارانو په لاره نه ځي.

یوه بیلګه یې هم دا چې ښاغلئ کرزئ په خپل ضعف (سیاسی بصیرت) کې دومره مصروف دی چې په بګرام کې یې د خپلې شنډې مور (دیموکراسئ) له خسي میړه سره هم دیدن ونشو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more