اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
نارينه دمېرمنواومېرمنې دنارینوو
حذيفه
01.12.2010
نارينه دمېرمنواومېرمنې دنارینوو
مشابهت غوره کول
په صحيح حديث کي دي چي نبي کريم وويل : دالله لعنت دي وي پرهغوخلکوچي دمېرمنومشابهت غوره کوي اوپرهغو مېرمنوچي دنارينوومشابهت غوره کوي .
ابوهريرة وايي چي نبي کريم وويل : دالله لعنت دي وي پرهغونارينووچی دمېرمنوپه څېرجامې اغوندي او پرهغوښځوچي دنارينوولباس اغوندي .
په يوبل حدیث کي دی چي زياتې ميرمنې نیمې بربنډې، دنورولورته مائلېدونکې اونورخپل لورته مائلوونکې شته دابه جنــــت ته داخلې نه شي اونه به يې دجنت بوی ترپوزه شي .
(په دې نن زمانه دوضع قطع له اعتباره په ټولومسلمانانو کي عموماًاوپه دولتي طبقه کي خصوصاًزياته بې اعتدالي پيداشوې ده . مشرکين څومره لاس په کاردي داسي بريښي چي يوه لويه طبقه يهوديانودخپل لاس اله ګرزولې ده په دې غرض چي هغه لباس اونورمعاشرتي داسلامي آئين اوشرعي قوانينوله امورونه صرف چي مخالفت کوي بلکه ددې داهتمام " غلوفی الدين" يا" غيرمقصود" ګڼي مستقله يوه ډله دمسلمانانوله ذهنونوددې داهمیت ختمولو لپاره لاس په کارده که فکروشي نوداله شيطاني حربويوه مهمه حربه ده اودکوم قوم دبې لاري کولواواخرابولوخودا اسانه طريقه ده چي هغه قوم له خپل شعاره اودوده لرې کړه اوخپل شعارپرټوله ټولنه وروتپه .
لکه چي په دې وخت کي ځوانومسلمانومېرمنوسل فيصده مردانه بڼه غوره کړې دبازارنوسیل کوي،دمساوات تريوښکلي بيرغ لاندي جمع کېدل بی ديني اوج ته رسولی دی ترخپله اوج رسېدل ددې قوم دذهني مړکی راڅرګندېدل دي .
كريم كامران
01.12.2010
حذیفه صاحب دا خو دیموکراسي ده کنه!
په دیموکراسۍ کې داسې موضوعات مه رابرسېره کوه هسې نه په تا باندې څوک د متحجر یا وروسته پاتې مسلمان ټاپه ولګوي.
دا د نارینه او ښځینه مشابهت رښتیا هم ډیره خطرناکه موضوع ده خو سره ددې هم خلک ورته په ډیر بې تفاوته نظر ګوري. زمونږ یو استاذ (الله دې د نیکۍ اوږد عمر ورکړي) هغه سړي هم د پورتني حدیث له عتابه مستثنی ونه بلل کوم چې په ډرامو، فلمونو، او تمثیل کې د ښځو رول ادا کوي، او یا ښځې د سړیو رول ادا کوي. هغه ډيره ښکلې خبره وکړه ویې ویل: که چيرته د قیامت په ورځ الله جل جلاله درڅخه پوښتنه وکړي چې د نارینه وو یا ښځینه وو سره مشابهت خو ما حرام کړی وه تا څنګه ورسره مشابهت کاوه؟؟ نو ته به څه ځواب ورکوې؟ چې آیا ما په ډرامه کې کار کاوه؟ آیا ما تمثیل کاوه؟ آیا ما فلم جوړاوه؟... او څومره به دې دا ځواب د الله په نزد د قبول وړ وي؟!!!!!!!!!!
حذیفه صاحب همدا نن مې یو سړی ولید چې ویښته یې داسې جوړ کړی وه تا به ویل ښځه ده، او دښځو په څیر یې شاته په څټ کې په یوې کړۍ سره غوټه کړي وه او لاندې په ولیو یې راځنګیدل، ما چې ولید همدا حدیث رایاد شو چې: لعن الله المتشبهین بالنساء والمتشبهات بالرجال.
او زه خو د ږیرې خرییل هم د پورتني حدیث په معنی کې شامل بولم، کیدی شي دلته ځينې بې ږیري وروڼه راسره مخالفت وکړي خو هغه کس چې ږیره خریيي په حقیقت کې د نارینه وو ځانګړې نښه له ځانه لیرې کوي او ځان د ښځینه وو سره برابروي.
زما په نظر د ښځو سره ظاهري مشابهت بالآخره ددې سبب کیږي چې د سړي عادات، خویونه، صفتونه ټول د ښځو په څیر شي. تاسو یې تجربه کړئ، په دې متشبه بالنساء سړي کې د رجولیت، او نرتوب عادات ونه مومې او که وي هم په هیڅ به حساب وي.
الله جل جلاله دې مونږ ته په خپل دین په احکامو باندې د پوره تمسک او منګولو خښولو توفیق راپه برخه کړي.. آمین
وصيل پېروز
03.12.2010
السلام عليکم
الله جل جلاله موږته يوبشپړاوکامل نظام رالېږلی دی چي تراخرته زموږستونزې راهوارولای شي ، الله جل جلاله په قرآن کريم کي ددې نظام تکميلېدل بيان کړي دي اوپه دې نظام کي له دې وروسته نه زياتوب اونه کمتوب راتللای شي ، داسي يو داسي نظام دی چي عقل په بشپړاطاعت ورته قائل دی اوسرغړونه ترې دعقل له پلوه هم ډېره بده ګڼل کېږي (نقل خوبيادهرجرم لپاره جزاوې ټاکلې دي چي له اسلامي شريعت سره سم به داسلامي ټولنې پرغړوتطبيقېږي . )
انساني معاشره له وخته په سرغړونوسرده خوموږديوې داسي زمانې په غېږکي ژوند تېرووچي زموږعام مسلمانان له دين څخه ډېرلرې اوداسلامي کولتورپرځای دنوروکولتورونوپه ړانده تقليداخته دي ، دهمدې کرغېړنې لړۍ يوه کړۍ هم دا له ښځوسره مشابهت دی اودښځوله نارينه ووسره مشابهت دی ، حذيفه صاحب ته دي الله جل جلاله اجرورکړي چي دامسئله يې موږته دشريعت په اساساتوروښانه کړې اوموږته يې دالله جل جلاله مستقيمه لاره ښودلې ده خوکاش ! چي همداکسان ددې نبوي لارښوونوپه ليدلوله دې کرغېړنې دندې لاس واخلي .
کريم کامران صاحب ! زه هم په دې اړه درسره همنظره يم چي دږيرې خرېيل هم له ښځو سره مشابهت دی ، دادالله جل جلاله يوجلااوسترامتيازدی چي نارينه ته يې ورکړی اوپه ږيره کي چي کومه ښکلاپرته ده هغه په خرېيلي مخ کي نه وي ، له دې پرته نبي کريم صلی الله عليه وسلم په خپلوسپېڅلواحاديثوکي دږېري پرپرېښودلوډېر ټينګارکړی دی .