اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
تربجلکودجاموکښته کول
حذيفه
01.12.2010
تربجلکودجاموکښته کول
الله تعالی وايي :
وَلاَ تَمْشِ فِي الأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ (لقمان : ۱۸)
ژباړه : په ځمکه کي په غرورمه ځه،بې شکه الله مغرور اومتکبرنه خوښوي .
نبي کريم وايي : تربجلکوچي کومه برخه کښته وي هغه به جهنم ته واچوله شي . په يوحدیث کي دي الله هغه بنده ته درحمت په نظرنه ګوري چي خپله جامه يې تربجلکو کښته کړې وي .ابوهريرة وايي چي نبي کريم وويل : دمؤمن جامه به ترنصف ساق پوري وي خوکه تربجلکوورسيږي هم څه حرج نه شته اوکه تربجلکويې هم کښته کړي نوهغه به په جهنم کي وي .
یاده دي وي چي دحکم دپرتوګ،لنګ،څادرټولوجامو لپاره دی چي له پاسه اغوستل کيږي (ځکه نوموزې له دې حکمه مستنثی دي) .
په ابوداوودکي دي چي يوکس پایڅې تربجلکوکښته کړې وې اولمونځ يې کاوی . نبي کريم ورته وويل : لاړ شه! اودس وکړه راشه (يعني بيالمونځ وکړه) يوکس وپوښتل يارسول الله! تاله کومې وجې داوداسه کولوورته وويل : پردې نبي کريم پټه خوله شو(وروسته) يې وويل : هغه کس لـــــه بجلکوجامې کښته کړې وې بيایې لمونځ کاوی،دداسي کس لمونځ نه قبليږي (په اوس وخت کي خلک عموماًددې ناروغۍ ښکاردي،ښه ښه لمونځ کؤنکی هم ددې خيال نه ساتي ځیني داوايي له تکبرسره دجامو کښته کول په حديث کي منع شوي دي اوموږتکبرنه کوو خولږفکروکړئ چي په ساړه زړه سوچ وکړئ چي داويل هم له تکبره دي که نه که تکبرنه وي نوپرنبوي سنتوبه يې عمل کړی وو. )
پــــه حديث کي دي چـــي يوکس په کيڼ لاس خورک کاوه نبي کريم هغه منع کړورتـــه ویې ویل : په راسته لاس يې خوره . هغه وويل : په راستــه لاس يې نه شم خوړای . ددې په اورېدلونبي کريم وويل : مامنعه الاالکبريعنی هغه زما له اطاعته تکبرمنع کړ.
له دې څخه په ډاګه شوه چي دنبي کریم له محبوبې طريقې دځان ژغورلولپاره دارنګه محبوبې حيلې دپټ کړل شوي تکبرپايله ده دابه هغه وخت ووچي دجاموکښته کولو ممانعت شرط په تکبروايي خوداسمه نه ده ځکه هغه حدیث چي نسائي له ابوهريرة اوامام احمد له انس بن مالک څخه روايت کړی دی چي دمؤمن لباس ترنصف ساق پوري وي خوکه يې څوک تربجلکوورسوي ګناه نه لري خوبجلکې دځړولووروستی حددی که تردې هم کښته شي نوهغه حصبه به په جهنم کي وي که داځړول له تکبره وي يابې له تکبره . البته " بطين) يعني لوی نسی دخپل دې عذرله وجې معذوردی .
والعلم عندالله ولاحول ولاقوة الابالله العظيم
01.12.2010
درنو دينپوهانو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
محترم حذيفه صاحب ليکي
[quote:589f2796d4]یاده دي وي چي دحکم دپرتوګ،لنګ،څادرټولوجامو لپاره دی [/quote:589f2796d4]
ددې تعميم ثبوت وړاندې کول پکار دي ، ځکه
د بجلکو پټول مو په مشخص عربي کميس نه، چې د خپل وخت واقعيت دی، په عامو جامو پټول ژباړلي او بيا بيرته مو د عربي کميس پرځای ترې افغاني پرتوږ جوړ کړی (!) بې له دې چې په پام کې ونيسئ چې د کميس د پښو تر بجلکو هم تيرېدل او لکه د ايران د ملکې د واده کميس چې لس ګزه به شاته پسې دغاليو د فرش دپاسه روان و دغسې به د مشرکينو عربي سردارانو کميسونه هم له غرور
څخه په آهسته برو روان وو، نو اسلام پرې منع کړل او آخري حد يې ورته تر بجلکو پورې وټاکه !
نو اړونده حکم د بې پرتوږه عربو د کميسونو(جبعو؟) اود هغوی له لارې عربي غرور په اړه راغلی، نه د پرتوږ په تړاو چې د درنښت او سنګينۍ سمبول دی اونه د بجلکو نه د پرتوږ د اوړېدلو په تړاو ، چې له سنګينۍ پرته د غرور ، دولت يا نورو ځان ښودنو معنی هېڅ نه لري ، ايا همداسې نه ده ،که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
داچې جرابې مو استثنا کړي دليل مو ورته دا تراشلی چې له کښته څخه پورته اغوستل کيږي، حال داچې علت يې دادی چې د بجلکو پورته تر جبعې ياکميس لاندې راځي ، او پرتوږ هم تر کميس او جبعې لاندې اغوستل کيږي نو
ولې بيا په جرابو د بجلکوپټول په جرابو جواز ولري او پرتوږ يې ونه لري؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
[color=red:589f2796d4]پرتوږ خو په عربو کې نشته، لنګ هم د هندوانو او پنجابيانو جامه وه ، عرب خو جبعه ( عربي کميس) کاروي ، بايد روښانه شي چې دلنډولو
په امر کې جبعه مراد ده که بل شی [/color:589f2796d4]
ع کريم حليمي
04.12.2010
دروند او محترم ، دانشمند پتوال صاحب ، او محترم حذيفه صاحب
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
[quote:4b34838234]اړونده حکم د بې پرتوږه عربو د کميسونو(جبعو؟) اود هغوی له لارې عربي غرور په اړه راغلی، نه د پرتوږ په تړاو چې د درنښت او سنګينۍ سمبول دی اونه د بجلکو نه د پرتوږ د اوړېدلو په تړاو ، چې له سنګينۍ پرته د غرور ، دولت يا نورو ځان ښودنو معنی هېڅ نه لري ، ايا همداسې نه ده ،که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ [/quote:4b34838234]
دانشمند پتوال صاحب ، ستاسو استدلال او بیان تر بېخي ډېر حده صحیح دی ، په څو سببونو ,یو داچه حذيفه صاحب حدیث نبوی نه دی را نقل کړي
ژباړه ئې رانقل کړېده (دمؤمن جامه به ترنصف ساق پوري وي)
زه پوره باوري یم په حدیث کښي د جامې یا د جامو د اغوستولو جمله نشته
لیکن داسی راغلی چه د مؤمن ازرة (لنګ) به د پښې تر نمایی وي یعني لنګ به د زنګون او بجلکي تر مابین وي ،
د پرتوګ خبره نشته په نبوي حدیث کښي !
تر دېٖ له مخه چه بحث اوږد کړو ، دابه بهتره وبولو چه ښاغلي حذيفه صاحب ، و موږ لوستونکو ته حدیث رانقل کړي او نو بیا به پوښتونو او پوهېدلو ته به ئې ښه سمه لاره هواره شي
درنښت
طالب جان
24.01.2011
محترمواوقدرمنووروڼو:السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
زه پخپل وار په پورتني سرليک کي دښاغي حذيفه دليکني پخلی کوم ،دبجلکودپټېدو په اړه دډېرواحاديثودراتلو له امله علماوودپنډيو پټول مطلقاحرام بللي که هغه دلويي له امله وي او که دسستي له امله.
دحضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه به يوه پايڅه ډېره پورته اوبله به يي ښکته وه ځکه ورته رسول الله ((لست ممن يصنعه خيلاء)) وويل دانه چي دواړه پاېڅې يي ټيټي وې ، ځکه نو پرتوږ ټيټي په هغه سره دليل نشي نيوداي.
لاندي پدې اړه دبخاري شريف حديثونه راوړم:
وقول الله تعالى: {قل من حرَّم زينة الله التي أخرج لعباده} /الأعراف:32/.
وقال النبي صلى الله عليه وسلم: (كلوا واشربوا والبسوا وتصدقوا، في غير إسراف ولا مخيلة).
وقال ابن عباس: كل ما شئت، والبس واشرب ما شئت، ما أخطأتك اثنتان: سرف أو مخيلة.
5446 - حدثنا إسماعيل قال: حدثني مالك، عن نافع، وعبد الله بن دينار، وزيد بن أسلم: يخبرونه عن ابن عمر رضي الله عنهما:
أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (لا ينظر الله إلى من جر ثوبه خيلاء).
[ر: 3465]
1 - باب: من جر إزاره من غير خُيَلاء.
5447 - حدثنا أحمد بن يونس: حدثنا زهير: حدثنا موسى بن عقبة، عن سالم بن عبد الله، عن أبيه رضي الله عنه،
عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (من جر ثوبه خيلاء لم ينظر الله إليه يوم القيامة). قال أبو بكر: يا رسول الله، إن أحد شقَّي إزاري يسترخي، إلا أن أتعاهد ذلك منه؟ فقال النبي صلى الله عليه وسلم: (لست ممن يصنعه خيلاء).
[ر: 3465]
په فتح الباري شرح بخاري کي راغلي : ( لَسْتُ مِمَّنْ يَصْنَعُهُ خُيَلَاءَ ) فِي رِوَايَةِ زَيْدِ بْنِ أَسْلَمَ لَسْتُ مِنْهُمْ وَفِيهِ أَنَّهُ لَا حَرَجَ عَلَى مَنِ انْجَرَّ إِزَارُهُ بِغَيْرِ قَصْدِهِ مُطْلَقًا ، وَأَمَّا مَا أَخْرَجَهُ ابْنُ أَبِي شَيْبَةَ عَنِ ابْنِ عُمَرَ أَنَّهُ كَانَ يَكْرَهُ جَرَّ الْإِزَارِ عَلَى كُلِّ حَالٍ فَقَالَ ابْنُ بَطَّالٍ هُوَ مِنْ تَشْدِيدَاتِهِ ، وَإِلَّا فَقَدْ رَوَى هُوَ حَدِيثَ الْبَابِ فَلَمْ يَخْفَ عَلَيْهِ الْحُكْمُ . قُلْتُ : بَلْ كَرَاهَةُ ابْنِ عُمَرَ مَحْمُولَةٌ عَلَى مَنْ قَصَدَ ذَلِكَ سَوَاءٌ كَانَ عَنْ مَخِيلَةٍ أَمْ لَا ، وَهُوَ الْمُطَابِقُ لِرِوَايَتِهِ الْمَذْكُورَةِ ، وَلَا يُظَنُّ بِابْنِ عُمَرَ أَنَّهُ يُؤَاخِذُ مَنْ لَمْ يَقْصِدْ شَيْئًا وَإِنَّمَا يُرِيدُ بِالْكَرَاهَةِ مَنِ انْجَرَّ إِزَارُهُ بِغَيْرِ اخْتِيَارِهِ ثُمَّ تَمَادَى عَلَى ذَلِكَ وَلَمْ يَتَدَارَكْهُ وَهَذَا مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ ، وَإِنِ اخْتَلَفُوا هَلِ الْكَرَاهَةُ فِيهِ لِلتَّحْرِيمِ أَوْ لِلتَّنْزِيهِ . وَفِي الْحَدِيثِ اعْتِبَارُ أَحْوَالِ الْأَشْخَاصِ فِي الْأَحْكَامِ بِاخْتِلَافِهَا ، وَهُوَ أَصْلٌ مُطَّرِدٌ غَالِبًا .
په مسلم شريف اوورسره دنووي په شرح کي راځي :
بَاب تَحْرِيمِ جَرِّ الثَّوْبِ خُيَلَاءَ وَبَيَانِ حَدِّ مَا يَجُوزُ إِرْخَاؤُهُ إِلَيْهِ وَمَا يُسْتَحَبُّ
2085 حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ يَحْيَى قَالَ قَرَأْتُ عَلَى مَالِكٍ عَنْ نَافِعٍ وَعَبْدِ اللَّهِ بْنِ دِينَارٍ وَزَيْدِ بْنِ أَسْلَمَ كُلُّهُمْ يُخْبِرُهُ عَنْ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لَا يَنْظُرُ اللَّهُ إِلَى مَنْ جَرَّ ثَوْبَهُ خُيَلَاءَ حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ نُمَيْرٍ وَأَبُو أُسَامَةَ ح وَحَدَّثَنَا ابْنُ نُمَيْرٍ حَدَّثَنَا أَبِي ح وَحَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى وَعُبَيْدُ اللَّهِ بْنُ سَعِيدٍ قَالَا حَدَّثَنَا يَحْيَى وَهُوَ الْقَطَّانُ كُلُّهُمْ عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ ح وَحَدَّثَنَا أَبُو الرَّبِيعِ وَأَبُو كَامِلٍ قَالَا حَدَّثَنَا حَمَّادٌ ح وَحَدَّثَنِي زُهَيْرُ بْنُ حَرْبٍ حَدَّثَنَا إِسْمَعِيلُ كِلَاهُمَا عَنْ أَيُّوبَ ح وَحَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ وَابْنُ رُمْحٍ عَنْ اللَّيْثِ بْنِ سَعْدٍ ح وَحَدَّثَنَا هَارُونُ الْأَيْلِيُّ حَدَّثَنَا ابْنُ وَهْبٍ حَدَّثَنِي أُسَامَةُ كُلُّ هَؤُلَاءِ عَنْ نَافِعٍ عَنْ ابْنِ عُمَرَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِمِثْلِ حَدِيثِ مَالِكٍ وَزَادُوا فِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ
الشروح
قَوْلُهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( لَا يَنْظُرُ اللَّهُ إِلَى مَنْ جَرَّ ثَوْبَهَ خُيَلَاءَ ) وَفِي رِوَايَةٍ : ( إِنَّ اللَّهَ لَا يَنْظُرُ إِلَى مَنْ يَجُرُّ إِزَارَهُ بَطَرًا ) . وَفِي رِوَايَةٍ عَنِ ابْنِ عُمَرَ ( مَرَرْتُ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، وَفِي إِزَارِي اسْتِرْخَاءٌ ، فَقَالَ : يَا """ - ص 251 -" عَبْدَ اللَّهِ ارْفَعْ إِزَارَكَ فَرَفَعْتُهُ ، ثُمَّ قَالَ : زِدْ فَزِدْتُ ، فَمَا زِلْتُ أَتَحَرَّاهَا بَعْدُ ، فَقَالَ بَعْضُ الْقَوْمِ أَيْنَ ؟ فَقَالَ : أَنْصَافُ السَّاقَيْنِ ) .
قَالَ الْعُلَمَاءُ : الْخُيَلَاءُ بِالْمَدِّ ، وَالْمَخِيلَةُ ، وَالْبَطَرُ ، وَالْكِبْرُ ، وَالزَّهْوُ ، وَالتَّبَخْتُرُ ، كُلُّهَا بِمَعْنًى وَاحِدٍ ، وَهُوَ حَرَامٌ . وَيُقَالُ : خَالَ الرَّجُلُ وَاخْتَالَ اخْتِيَالًا إِذَا تَكَبَّرَ ، وَهُوَ رَجُلٌ خَالٌ أَيْ مُتَكَبِّرٌ ، وَصَاحِبُ خَالٍ أَيْ صَاحِبُ كِبْرٍ ، وَمَعْنَى لَا يَنْظُرُ اللَّهُ إِلَيْهِ أَيْ لَا يَرْحَمُهُ ، وَلَا يَنْظُرُ إِلَيْهِ نَظَرَ رَحْمَةٍ .
وَأَمَّا فِقْهُ الْأَحَادِيثِ فَقَدْ سَبَقَ فِي كِتَابِ الْإِيمَانِ وَاضِحًا بِفُرُوعِهِ ، وَذَكَرْنَا هُنَاكَ الْحَدِيثَ الصَّحِيحَ أَنَّ الْإِسْبَالَ يَكُونُ فِي الْإِزَارِ وَالْقَمِيصِ وَالْعِمَامَةِ ، وَأَنَّهُ لَا يَجُوزُ إِسْبَالُهُ تَحْتَ الْكَعْبَيْنِ إِنْ كَانَ لِلْخُيَلَاءِ ، فَإِنْ كَانَ لِغَيْرِهَا فَهُوَ مَكْرُوهٌ ، وَظَوَاهِرُ الْأَحَادِيثِ فِي تَقْيِيدِهَا بِالْجَرِّ خُيَلَاءَ تَدُلُّ عَلَى أَنَّ التَّحْرِيمَ مَخْصُوصٌ بِالْخُيَلَاءِ ، وَهَكَذَا نَصَّ الشَّافِعِيُّ عَلَى الْفَرْقِ كَمَا ذَكَرْنَا ، وَأَجْمَعَ الْعُلَمَاءُ عَلَى جَوَازِ الْإِسْبَالِ لِلنِّسَاءِ ، " - ص 252 -" وَقَدْ صَحَّ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْإِذْنُ لَهُنَّ فِي إِرْخَاءِ ذُيُولِهِنَّ ذِرَاعًا . وَاللَّهُ أَعْلَمُ .
وَأَمَّا الْقَدْرُ الْمُحْتَسَبُ فِيمَا يَنْزِلُ إِلَيْهِ طَرَفُ الْقَمِيصِ وَالْإِزَارِ فَنِصْفُ السَّاقَيْنِ كَمَا فِي حَدِيثِ ابْنِ عُمَرَ الْمَذْكُورِ ، وَفِي حَدِيثِ أَبِي سَعِيدٍ : ( إِزَارَةُ الْمُؤْمِنِ إِلَى أَنْصَافِ سَاقَيْهِ ، لَا جُنَاحَ عَلَيْهِ فِيمَا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْكَعْبَيْنِ ، مَا أَسْفَلَ مِنْ ذَلِكَ فَهُوَ فِي النَّارِ ) . فَالْمُسْتَحَبُّ نِصْفُ السَّاقَيْنِ ، وَالْجَائِزُ بِلَا كَرَاهَةٍ مَا تَحْتَهُ إِلَى الْكَعْبَيْنِ ، فَمَا نَزَلَ عَنِ الْكَعْبَيْنِ فَهُوَ مَمْنُوعٌ . فَإِنْ كَانَ لِلْخُيَلَاءِ فَهُوَ مَمْنُوعٌ مَنْعَ تَحْرِيمٍ ، وَإِلَّا فَمَنْعُ " - ص 253 -" تَنْزِيهٍ . وَأَمَّا الْأَحَادِيثُ الْمُطْلَقَةُ بِأَنَّ مَا تَحْتَ الْكَعْبَيْنِ فِي النَّارِ فَالْمُرَادُ بِهَا مَا كَانَ لِلْخُيَلَاءِ ، لِأَنَّهُ مُطْلَقٌ ، فَوَجَبَ حَمْلُهُ عَلَى الْمُقَيَّدِ . وَاللَّهُ أَعْلَمُ . قَالَ الْقَاضِي : قَالَ الْعُلَمَاءُ : وَبِالْجُمْلَةِ يُكْرَهُ كُلُّ مَا زَادَ عَلَى الْحَاجَةِ وَالْمُعْتَادِ فِي اللِّبَاسِ مِنَ الطُّولِ وَالسَّعَةِ . وَاللَّهُ أَعْلَمُ .
يادونه:په شريعت کي دلنګ،پرتوګ،کميس،جبې،چوپاني،ازار اوپتلون کوم توپير نشته ځکه نو پدې ټولوکي پنډۍ پټول حرام اوناروادي .البته دا حکم دبالغونارينه و لپاره دی. ښځينه دي تل پنډۍ پټي ساتي ان تردې چي که يي پاېڅې په ځمکه پسي وښوييږي لا به ښه وي. والله اعلم وعلمه اتم .
محمدزمان هوتک
28.01.2011
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترم طالب جانه که دالیکنه دی لږ واضح کړی ښه به وی اوس تالیكلی په یوځای کی چه
((علماوو دپنډیو پټول حرام بللی))
انډیوال زه اوس ستا په لیکنه نه سوم پوه که مطلب دی بجلکه وی خو صحیح ده !
مګر موږ خو پنډی دبجلکی او دزنګانه منځ ته وایو
۰مننه۰
طالب جان
07.02.2011
محترمواوقدرمنووروڼواوخوېندو:السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
قدرمنه وروره هوتک صېب :له بجلکو څخه مو موخه پنډۍ دي چي په کره پښتو کي ورته بيډۍ هم ويل کيږي ٠ نو دبيډيو پټول حرام او ناروا دي ٠
هيله ده تسلي به مو شوي وي .