د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د اولیاء الله او صالحینو اقوال په اسلام کی حجت دی

وزیري
01.12.2010

د اولیاء الله او صالحینو اقوال په اسلام کی حجت دی:

عن محمد بن عبد الله الثقفی قال: لما بعث رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذا الی الیمن قال: یا معاذ، بم تقضی؟ قال: أقضی بکتاب الله، قال: فان جاءک أمر لیس فی کتاب الله ولم یقض فیه نبیه ولم یقض فیه الصالحون قال: أؤم الحق جهدی قال: فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: الحمد لله الذی جعل رسول الله یقضی بما یرضی به رسول الله صلی الله علیه وسلم.

(أخرجه الترمذی فی السنن، کتاب: الأحکام عن رسول الله صلی الله علیه وسلم، باب: ما جاء فی القاضی کیف یقضی)
(أبوداود فی السنن، کتاب: الأقضیة، باب: اجتهاد الرأی فی القضاء)
(أحمد بن حنبل فی المسند، پنځم جلد، صفحه ۲۳۰)
(الدارمی فی السنن، اول جلد، صفحه ۷۲)
(ابن أبی شیبة فی المصنف، څلورم جلد، صفحه ۵۴۳)
(الطبرانی فی المعجم الکبیر صفحه ۱۷۰)
(والطیالسی فی المسند، اول جلد، صفحه ۷۶)

ترجمه: حضرت محمد بن عبدالله ثقفی رضی الله عنه وایی: کله چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم، حضرت معاذ رضی الله عنه یمن ته د قاضی په حیث لیګه نو له هغه نه یی وپوښتل چی ای معاذه! ته به څرنګه فیصله کوی؟ معاذ رضی الله عنه ورته وفرمایل: زه به د الله جل جلاله د کتاب په مطابق فیصله کومه. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: که تاته داسی کومه معامله درمخی ته شی چی د الله جل جلاله په کتاب کی نه وی (صراحتاً) او د الله جل جلاله رسول هم څه نه وی په کی ویلی او همدارنګه صالحینو هم په دی باره کی کومه فیصله نه وی کړی نو بیا به ته څه کوی؟
حضرت معاذ رضی الله عنه ورته وفرمایل: چی بیا به زه حق ته د رسیدو لپاره پوره کوشش کومه. له دینه بعد حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ټوله ثناء او صفت الله جل جلاله لره ده چا چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم نماینده د ددی قابل وګرځاوه چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رضا مطابق فیصلی وکړی.

خلاصه:
په دی حدیث کی دا په ډاګه معلومه شوه چی د صالحینو خبره حجت ده لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چی معاذ رضی الله عنه ته وویلی ولم یقض فیه الصالحون.

ددی حدیث شریف په شان په لسګونو حدیثونه وجود لری چی اولیاء الله او صالحینو ته په کی دا عزت ورکول شویدی چی خبری یی په اسلام کی حجت دی . دا حدیث می ځکه ولیکلو چی بعضی خلکو ته دا د علماؤ خبری هسی پوچ چهارمغز ښکاری. الله جل جلاله دی وکړی چی له دی حدیث نه په استفادی سره د علماؤ قدر او منزلت وپیژنی.

والسلام


حذيفه
01.12.2010

وروره!
په ترمذي کي داحديث په دي ډول ذکرسوی دی :
- حَدَّثَنَا هَنَّادٌ، حَدَّثَنَا وَكِيعٌ، عَنْ شُعْبَةَ، عَنْ أَبِي عَوْنٍ الثَّقَفِيِّ، عَنِ الْحَارِثِ بْنِ عَمْرٍو، عَنْ رِجَالٍ، مِنْ أَصْحَابِ مُعَاذٍ عَنْ مُعَاذٍ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم بَعَثَ مُعَاذًا إِلَى الْيَمَنِ فَقَالَ ‏"‏ كَيْفَ تَقْضِي ‏"‏ ‏.‏ فَقَالَ أَقْضِي بِمَا فِي كِتَابِ اللَّهِ ‏.‏ قَالَ ‏"‏ فَإِنْ لَمْ يَكُنْ فِي كِتَابِ اللَّهِ ‏"‏ ‏.‏ قَالَ فَبِسُنَّةِ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏.‏ قَالَ ‏"‏ فَإِنْ لَمْ يَكُنْ فِي سُنَّةِ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ ‏.‏ قَالَ أَجْتَهِدُ رَأْيِي ‏.‏ قَالَ ‏"‏ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي وَفَّقَ رَسُولَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم .
تردي وروسته امام ترمذي رحمة الله عليه بل حديث په دي توګه راوړي :
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ، حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ جَعْفَرٍ، وَعَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ مَهْدِيٍّ، قَالاَ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، عَنْ أَبِي عَوْنٍ، عَنِ الْحَارِثِ بْنِ عَمْرٍو ابْنُ أَخٍ، لِلْمُغِيرَةِ بْنِ شُعْبَةَ عَنْ أُنَاسٍ، مِنْ أَهْلِ حِمْصٍ عَنْ مُعَاذٍ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم نَحْوَهُ.
تردي وروسته امام ترمذي رحمة الله عليه خپله داسي وايي :
قَالَ أَبُو عِيسَى هَذَا حَدِيثٌ لاَ نَعْرِفُهُ إِلاَّ مِنْ هَذَا الْوَجْهِ وَلَيْسَ إِسْنَادُهُ عِنْدِي بِمُتَّصِلٍ ‏.‏ وَأَبُو عَوْنٍ الثَّقَفِيُّ اسْمُهُ مُحَمَّدُ بْنُ عُبَيْدِ اللَّهِ ‏.
يعني امام وايي :زمادمعلوماتوله مخې حديث په همدي سندنقل سوی دی اوسنديي متصل ندی .
ددي په سندکي ذکردي چي عن بعض اصحاب معاذاوپه اسماءرجال کي داکوم اعتبارنلري ،ځکه راوي معلوم ندی چي څوک دی نوخوداعتبارنلري .دحديث راويان به ټول معلوم وي که څوک مجهول ووحديث يي مردوددی .


حذيفه
01.12.2010

امام ابوداؤدرحمة الله عليه هم په خپل سنن کي داحديث په دي سندنقل کړی دی :
حَدَّثَنَا حَفْصُ بْنُ عُمَرَ، عَنْ شُعْبَةَ، عَنْ أَبِي عَوْنٍ، عَنِ الْحَارِثِ بْنِ عَمْرِو بْنِ أَخِي الْمُغِيرَةِ بْنِ شُعْبَةَ، عَنْ أُنَاسٍ، مِنْ أَهْلِ حِمْصَ مِنْ أَصْحَابِ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم لَمَّا أَرَادَ أَنْ يَبْعَثَ مُعَاذًا إِلَى الْيَمَنِ قَالَ ‏"‏ كَيْفَ تَقْضِي إِذَا عَرَضَ لَكَ قَضَاءٌ ‏"‏ ‏.‏ قَالَ أَقْضِي بِكِتَابِ اللَّهِ ‏.‏ قَالَ ‏"‏ فَإِنْ لَمْ تَجِدْ فِي كِتَابِ اللَّهِ ‏"‏ ‏.‏ قَالَ فَبِسُنَّةِ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏.‏ قَالَ ‏"‏ فَإِنْ لَمْ تَجِدْ فِي سُنَّةِ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم وَلاَ فِي كِتَابِ اللَّهِ ‏"‏ ‏.‏ قَالَ أَجْتَهِدُ رَأْيِي وَلاَ آلُو ‏.‏ فَضَرَبَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم صَدْرَهُ وَقَالَ ‏"‏ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي وَفَّقَ رَسُولَ رَسُولِ اللَّهِ لِمَا يُرْضِي رَسُولَ اللَّهِ ‏"‏ ‏.‏

3595 - حَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ، حَدَّثَنَا يَحْيَى، عَنْ شُعْبَةَ، حَدَّثَنِي أَبُو عَوْنٍ، عَنِ الْحَارِثِ بْنِ عَمْرٍو، عَنْ نَاسٍ، مِنْ أَصْحَابِ مُعَاذٍ عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم لَمَّا بَعَثَهُ إِلَى الْيَمَنِ فَذَكَرَ مَعْنَاهُ ‏.‏
په اصحاب مخکي خبره سوې ده اوحديث په دي سندبلکل داستدلال وړندی .


حذيفه
01.12.2010

دالاهم ولوله :
ويقال : ابن عون مجهول من السادسة ، كذا في التقريب ، وفي الميزان ما روى عن الحارث غير أبي عون ، وهو مجهول .
قال الحافظ في التلخيص : قال البخاري في تاريخه : الحارث بن عمرو عن أصحاب معاذ وعنه أبو عون لا يصح ، ولا يعرف إلا بهذا .

وقال ابن حزم لا يصح ؛ لأن الحارث مجهول وشيوخه لا يعرفون ، قال : وادعى بعضهم فيه التواتر وهذا كذب ، بل هو ضد التواتر ؛ لأنه ما رواه أحد غير أبي عون عن الحارث . فكيف يكون متواترا ؟ وقال عبد الحق لا يسند ، ولا يوجد من وجه صحيح ، وقال ابن الجوزي في العلل المتناهية : لا يصح ، وإن كان الفقهاء كلهم يذكرونه في كتبهم ويعتمدون عليه .
اوس ته کوشش وکړه چي په کوم بل سندسره حديث ذکرکړې ماخوزياته هڅه وکړه چي ددي حديث بل سندهم پیداکړم خوچندان بريالی نسوم البته يوه بله طريقه يي هم وه لکن پرهغې تردې هم زياتې جرحې سوې وې .


حذيفه
01.12.2010

وروره!
ددي حديث په هکله امام جوزقاني وايي :موضوع،وروسته وايي :هذاحديث باطل رواه جماعة عن شعبة وقدتفصحت عن هذاالحديث في مسانيدالکباروالصغاروسألت من بقية اهل العلم بالنقل عنه فلم اجدله طريقاغيرهذا،والحارث بن عمروهذامجهول،واصحاب معاذمن اهل حمص لايعرفون ومثل هذالاسنادلايعتمدعليه في اصل من اصول الشريعة .داددي امام رايه اوته يي ښه په غوره مطالعه کړه!
حافظ جمال الدين المزي وايي :حارث بن عمروصرف په همدي حديث پیژندل کيږي اونورروايات نلري معنامجهول دی .
امام بخاري په تاريخ کبيرکي وايي :لايصح حديثه ولايعرف .
امام ذهبي وايي :حارث چي ابوعون ترې نقل کوي مجهول دی .


وزیري
02.12.2010

حذیفه وروره:

په دی باره کی حدیثونه ډیر زیات دی. زه به یو یو درته لیکم او ته یی جرحه کوه په اخیر کی به ګورو چی ته زما منی او که زه ستا ومنم. او که احیاناً زما احادیث خلاص شول بیا به نو په دی جرحه شوی احادیثو را وڅرخم که می له وسی وشی نو دفاع به ځنی وکړم.

عن شریح: انه کتب الی عمر یسأله فکتب الیه ان اقض بما فی کتاب الله فان لم یکن فی کتاب الله فبسنة رسول الله فان لم یکن فی کتاب الله ولا فی سنة رسول الله فاقض بما قضی به الصالحون فان لم یکن فی کتاب الله ولا فی سنة رسول الله ولم یقض به الصالحون فان شئت فتقدم وان شئت فتأخر ولا اری التاخر الا خیرا لک والسلام علیکم.

رواه النسائی فی السنن، کتاب: آداب القضاة، باب: الحکم باتفاق اهل العلم
فی السنن الکبری، دریم جلد، صفحه ۴۶۸
ابن أبی شیبة فی المصنف، څلورم جلد، صفحه ۴۵۳

قاضی شریح رضی الله عنه وایی چی ما حضرت عمر رضی الله عنه ته خط ولیګه او ترینه می وپوښتل چی فیصله به څنګه کوم: نو حضرت عمر رضی الله عنه په جواب کی راته ولیکل:
ته د الله جل جلاله په کتاب فیصله کوه او که د الله جل جلاله په کتاب کی بیدا نه شوه (صراحتاً) نو بیا یی د رسول الله صلی الله علیه د سنتو مطابق فیصله وکړه. او که هلته هم پیدا نه شوه نو بیا د صالحینو د فیصلی په مطابق فیصله وکړه او که د الله جل جلاله کتاب، سنتو او صالحینو په کی څه نه وه ویلی نو که بیا ستا خوښه وی نو وړاندی لاړ شه او اجتهاد وکړه او که غواړی نو شاته پاتی شه یعنی اجتهاد مه کوه. او زما په آند له مخکی تګ نه تاته شاته پاتی کیدل بهتره دی.

خلاصه: حضرت عمر رضی الله عنه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تر سیوری لاندی را لوی شوی وه. او په نبوی ژوند کی یی دا خبره اوریدلی وه چی د صلحاوو فیصلی په اسلام کی حجت دی نو ځکه یی قاضی شریح رضی الله عنه ته په جواب کی ولیکل چی اول د الله جل جلاله په کتاب فیصله کوه بیا په سنتو او بیا د صلحاوو د فیصلو په مطابق فیصله کوه. نو له دینه په ډاګه معلومه شوه چی د اسلام په تاریخ کی د صلحاوو فیصلی قابل قبول وی، دی او وی به.

والسلام


رښتینی
02.12.2010

حذیفه او الوزیری وروڼوو سلامونه می ومنئ !

ددی حدیث دصحت په اړه دا لاندی عبارت را اخلم :

وقد أقر النبي صلى الله عليه وسلم معاذا على اجتهاد رأيه فيما لم يجد فيه نصا عن الله ورسوله ، فقال شعبة : حدثني أبو عون عن الحارث بن عمرو عن أناس من أصحاب معاذ { عن معاذ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم لما بعثه إلى اليمن قال : كيف تصنع إن عرض لك قضاء ؟ قال : أقضي بما في كتاب الله ، قال : فإن لم يكن في كتاب الله ؟ قال : فبسنة رسول الله صلى الله عليه وسلم ، قال : فإن لم يكن في سنة رسول الله صلى الله عليه وسلم ؟ قال : أجتهد رأيي لا آلو ، قال : فضرب رسول الله صلى الله عليه وسلم صدري ثم قال : الحمد لله الذي وفق رسول رسول الله لما يرضي رسول الله صلى الله عليه وسلم } . فهذا [ ص: 155 ] حديث وإن كان عن غير مسمين فهم أصحاب معاذ فلا يضره ذلك ; لأنه يدل على شهرة الحديث وأن الذي حدث به الحارث بن عمرو عن جماعة من أصحاب معاذ لا واحد منهم ، وهذا أبلغ في الشهرة من أن يكون عن واحد منهم لو سمي ، كيف وشهرة أصحاب معاذ بالعلم والدين والفضل والصدق بالمحل الذي لا يخفى ؟ ولا يعرف في أصحابه متهم ولا كذاب ولا مجروح ، بل أصحابه من أفاضل المسلمين وخيارهم ، لا يشك أهل العلم بالنقل في ذلك ، كيف وشعبة حامل لواء هذا الحديث ؟ وقد قال بعض أئمة الحديث : إذا رأيت شعبة في إسناد حديث فاشدد يديك به ، قال أبو بكر الخطيب : وقد قيل إن عبادة بن نسي رواه عن عبد الرحمن بن غنم عن معاذ ، وهذا إسناد متصل ، ورجاله معروفون بالثقة ، على أن أهل العلم قد نقلوه واحتجوا به ، فوقفنا بذلك على صحته عندهم ، كما وقفنا على صحة قول رسول الله صلى الله عليه وسلم : { لا وصية لوارث } ، وقوله في البحر { ، هو الطهور ماؤه الحل ميتته } ، وقوله : { إذا اختلف المتبايعان في الثمن والسلعة قائمة تحالفا وترادا البيع } ، وقوله : { الدية على العاقلة } ، وإن كانت هذه الأحاديث لا تثبت من جهة الإسناد ، ولكن لما تلقتها الكافة عن الكافة غنوا بصحتها عندهم عن طلب الإسناد لها ، فكذلك حديث معاذ لما احتجوا به جميعا غنوا عن طلب الإسناد له ،

خو دی یوه ځای ته باید متوجه شو چی په دی روایاتو کی هغه جمله نشته
چی د الووزیری صیب په روا یت کی راغلی ده او ده د خپلی مدعا د اثبات
له پاره را وړی ده مطلب می دا لاندی جمله ده :

[color=darkblue:0710e8fb3a]ولم یقض فیه الصالحون[/color:0710e8fb3a]


حذيفه
02.12.2010

دنيکانوفيصلې که دشريعت موافقه وي نومنل يي پرهرمسلمان لازمي دي،خوکه داسي هم کيږي چي يوصالح انسان په مسئله کي تېروزي.ددي څووجهې کېدلای سي،يوه وجه يې داده چي حديث نوي ورته رسېدلی نوځکه هغه په خپله رايه فيصله کړې وي،داهم کېدای سي چي حديث يي کمزوری وي اوصحيح حديث يي نوي ترلاسه کړی،کله دانساني کمزورۍ پربنيادترې مسئله خطاکيږي،ځيني وختونه انسان تصب ړندوي اوسوکه غلطه مسئله بيان کړي .وروڼو!په دي خبره خپه کيږئ مه ځکه دامي په خپلوسترګوليدلي دي اوکه يي نه منی نوپه اوس وخت کي به يي زيات مثالونه درته وړاندي کړم .په مسائلوکي تېروتنه نوروجوهاتوهم لري نوددي دامطلب ندی چي موږبه هم ضرورهغه خبره منو.دصحيح حديث په مقابله کي هيڅ يونېک سړی دليل نه وای اونه يي ويلی دی .څوک چي له صحيح احاديثوسترګې پټوي اوياتاويلات پکښي کوي ياځوابونه ورکوي الله به يي ضرورګمراه کوي ،.
اعاذناالله واياکم!


حذيفه
02.12.2010

الوزيری صاحب !
له دي کلماتودي څه هدف دی :
(نو که بیا ستا خوښه وی نو وړاندی لاړ شه او اجتهاد وکړه)
که دي هدف داوي چي له ځانه په شريعت کي څه وايي اوهغه حجة هم دی نوداخوزه اونورټول امة نه درسره مني اوکه دي هدف اوموخه داوي چي اجتهادکوي نوداخوصحيح خبره ده اوڅوک پکښي اختلاف نلري .
خبره اوهدف دي راته واضح کړه !
مننه
حذيفه


وزیري
02.12.2010

حذیفه وروره، آآآغه او دغه ځای مه وله، زما او ستا مسئله د اجتهاد نه ده بلکی په دی ده چی د صالحینو اقوال حجت دی او که نه دی؟
مهربانی وکړه لکه د مخکی په څیر، دا دوهم حدیث می هم را جرحه کړه او یا یی راسره ومنه چی د صالحینو خبره حجت ده لکه حضرت عمر رضی الله عنه چی قاضی شریح ته ویلی دی. زه به تاته په درجنونو درجنونو حدیث در وړاندی کوم ان شاء الله.
او دا خبره مه کوه چی که د نیکانو خبری د شریعت مطابق وی نو بیا یی منل صحی دی او که نه وی نو بیا یی صحی نه دی.
که د یو لیونی خبره هم د شریعت مطابق وی نو منل یی صحی دی، نو بیا د نیک او لیونی په خبره کی څه فرق پاتی شه. او صالحه شخص په شریعت صالحه شویدی نو خبره به ولی بی شریعته کوی او که یی چیری وکړی نو بیا خو صالحه نه شو.

او ته د شریعت مطابق وایی: کله چی یو شی په شریعت (قرآن او حدیث) کی معلوم نه وی بیا د صالحینو خبره حجت او په خپله شریعت ده.

والسلام.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more