نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملي ترانې
pattang
30.11.2010
http://www.youtube.com/watch?v=3h4AwEkiZog&feature=related
http://www.youtube.com/watch?v=2QfcA-IZIJw&feature=related
http://www.youtube.com/watch?v=yWphWdLyey4
http://www.youtube.com/watch?v=I-sA_UbsIHc&feature=related
http://www.youtube.com/watch?v=W0MmudY3SqU
http://www.youtube.com/watch?v=umj7Xo5oLQU&feature=related
http://www.youtube.com/watch?v=d0wp40GN12w&feature=related
نوروز خان
01.12.2010
پتنګ صیب الله دې اجر درکړي ډېره خوندوره ترانه ده ، مګر زه به ددې ترانې دنعت خوان په اړه خپل معلومات درسره شریک کړم چې خورا غم لړلی داستان لري ، داترانه ویونکی ماشوم انعام الله انعام نومیږي چې اصلا دکابل دده سبز اوسیدونکی دی ددوی پلارپخوا شهید شوی وه او څلور وروڼه چې دی یې ترټولو کشر وه دپیښور په شمشتو پنډغالي کې له خپلې کونډې مورسره اوسیدل ، ترده دوه ستر وروڼه یې عرفان الله او رضوان الله فیضاني دباغبانانو کمپ ددارالنجات مدرسې زده کوونکي وه او ترټولو مشر یې چې زما یې نوم نه دی زده په شمشتو کې دسبزي خرڅولو ریړۍ درلوده چې په همدې یې ګوزاره روانه وه ،مادوی له نږدې پیژندل چې خورا پاک او سپیڅلي خلک وه همدې انعام الله چې هغه وخت یي عمر یوازې ۹ کاله وه او ترده مشر رضوان الله چې هم ماشوم وه نعتونه به یې ویل ، تیرکال چې پاکستاني ظالم پوځ دشمشتو په کمپ چاپه واچوله نو خلکو ته یي اعلان کړی وه چې له کورونو به نه راوځي ، خو افغاني غیرت او دشهادت شوق ګوره چې ماشوم انعام الله له څونورو ماشومانو سره دفلسطیني ماشومانو غوندي په پاکستاني پوځیانو دډبرو برید وکړ ، پاکستاني سراېله پوځ هم متقابلې ډزې وکړې چې دتنکي انعام الله په شمول اوه اته مهاجر ماشومان په کې شهیدان او څو نور ټپيان شول دانعام الله شهادت چې چالیدلی وه او پیژاند یې یو ټکان ورکونکی خبر وه چې ډیر زیات افغانان خصوصا دده دترانو او ریدونکي پرې وځوریدل ،په ده پسې نورو ترانه وینوکی ډیرې ترانې وویلې ،خصوصا دده بل ورور رضوان الله فیضانې داترانه ډیره په دردناک انداز ویلې ده .
داچې ښکاري په تابوت کې زېړزبیښلی
ظالمانو په وحشت سره ویشتلی
......................................................
دازما انعام الله دی زما ورور دی
larghonay laraway
01.12.2010
سلامونه!
پتنګ صیب ښکلې ترانه ده خو دا چې د افغانستان په اکثرو دفترونو کې يوټيوب بند دی . د نوروز ورور دې کور ودان وي چې ترانه يې تشريح کړې ده نو اوس هر څوک پرې بحث هم کولی شي.
حذيفه
01.12.2010
دانعام شهادت دي الله تعالی قبول کړي .امين !
موږپه هيږوچي پاکستاني وحشان موږپرمختګ ته نه پرېږدي .اوس تاسوڅه واياست اسرائيل هم په فلسطين کيداسي کوي اودوي هم دادي وکړل ؟
محمدزمان هوتک
02.12.2010
سلامونه،
پتنګ صیب کور ودان په زړه پوری ترانه وه،
نوروز خان وروره ولا سخت خفه سوم دانعام الله جان په شهادت الله ج دی شهادت قبول کړی آمین