د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په زرمت کې سور وحشت روان دی

حذيفه
30.11.2010

په زرمت کې سور وحشت روان دی

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : علي خېل
نېټه : ٩ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-11-30

د لراوبر يادونه : د لاندنيو دردوونکو کېسو سپيناوی نه يوازي لراوبر ويبپاڼي ته بلکي ډيرو لويو رسنيو ته هم اسان کار نه دی ، په دې هيله چي هغه کسان چي د پېښو په سيمو کي دوستان لري وهڅوي چي د پېښو شواهد په ويډيوي يا تصويري بڼه واخلي او رسنيو ته يې وسپاري ، هيله ده په سيمه کي دولتي ادارې د خپل ولس د حقونو پوښتنه وکړي ، لاندنۍ ليکنه لراوبر ويبپاڼي ته علي خېل چي ځان د اړوند سيمي اوسيدونکی راپيژني رالېږلې ده .

علي خېل وړمه شپه دپکتیا ولایت دزرمت ولسوالۍ دنوي کډوس په سیمه کې امریکایي پوځیانو دهمدې کلي دیوه سپین ږیرې فقیر اکا په کورچپاو وروړ چې په نتیجه کې یې همدا شپیته کلن سپین ږیری (فقیراکا)شهید او ځوان زامن یې لاستړلي امریکایانو چورلکو ته واچول فقیر اکا چې ما پيژاند یوکروندګر او غریبکار سړی وه او نیول شوي زامن یي هم ټول خپل د پټي او باغداري کارکوي دفقیراکا یوازینۍ ګناه ؟! داوه چې یوزوی یی له طالبانو سره دی چې په غچ کې یې دادی دی وویشتل شو.

دامریکایانو له خوا داچاپه چې ټوله شپه یې دشاوخوا کلیو خلک دچورلکو له شور او دډزو له اوازو څخه بې خوبه او ګبڼۍ نیولي وه دهغې لړۍ وروستۍ پیښه ده چې نږدې له یوې میاشتې راهیسې دزرمت په ولسوالۍ کې راپيل شوې ، لوی اختر ته لا یوه اوونۍ پاته وه چې په دې سیمې دجاسوسي الوتکو پرلپسې پروازونه اودڅرخکو ګزمه پیل شوه .

څو ورځې وروسته چاپې شروع شوې چې زیاتره یې دزرمت ولسوالۍ دسهاکو په ګڼ میشته سیمه وې ، لومړی یې دسهاکو دپاټک سیمې ته نږدې په یوه کور چاپه ووهله چې درې تنه کلیوال یې یووړل دغه راز یي دهمدې کور دوه موتر سایکل هم وروسوزول ، په دوهمه شپه یې چې دلوی اختر او عرفات مبارکه شپه وه ، دسهاکو دشملزو دکلي دخدمتګارانو ( ډمانو) په کور چاپه واچوله ، کیسه داسې وه چې په دې شپه په همدې کور کې کوم عاجله مریضي پيښه شوې وه او کور والا دشپې په موتر سایکل وتلي وه او یوسیمیز ډاکټر یې راوستی وه امریکایي څارګرو چې دموتر سایکل تګ راتګ لیدلی نو شک یي پرې راغلی او دشپې ناوخته امریکایان په کور وروختل په دې پیښه کې امریکایانو دهمدې بې وزلي ډاکټر په شمول ددې کور پنځه تنه لویان له ځانه سره بوتلل دغه راز یې دهمدې کور دیوه تن په وینا دلس لکو افغانیو معادل نقد او جنس شیان هم له ځان سره یووړل .

داختر په دوهمه شپه یې دسهاکو دپان په سیمه کې دیوه خیاط محمدعلم په کور ځکه چاپه واچوله چې دطالبانو کالي یي ورګنډلي وه له نیکمرغه په دې شپه محمدعلم خپله په کور کې نه وه خوامریکایانویي دکور ددرګاه له الوزولو سره په کاله ورننوتل سپین ږیری پلار او درې تنه ځوانان وروڼه یې زولانه کړل او چورلکو ته یې واچول ،په ورپسې شپه (داختر دریمه ) همدا محمدعلم خیاط همدې کلي ته نږدې دبادوالو په کلي کې دخپل ملګري عزیزاحمد کره میلمه شوی وه ځکه یوخو داختر مناسبت وه او بل په همدې شپه دعزیزاحمد دنوې کوژدې په مناسبت رابلل شوی مجلس وه او ډیردوستان یي میلمانه کړي وه مګر دډبرزړو سپیشل فورسو زمونږ په بې وسه کلیوالو دامجلس هم پیرزو نه شو دشپې ناوخته یې دتوغندي له درانه غږ سره چې دهمدې کور دروازه یي وویشتله دخفیفه وسلو ډزې هم پيل شوې په دې شپه امریکایانو په ډیره بې رحمۍ دوتنه بې ګناه ځوانان عزیزاحمد او اجل راوړی خیاط محمد علم په مرمیو غلبیل کړل او پاته نهه تنه سپین ږیری او تورږیري چې اکثره یې دشاوخوا کورونه میلمانه وه له ځان سره یووړل له دې وروسته امریکایانو دسهاکو په نورو سیمو هم خال خال چاپې ووهلې دغه راز یې دشاکاریزاو دمموزو دبابکرخیلو په کلیو کې هم داډول بریدونه وکړل چې په دې ټولو بریدونه کې یوازې په یوه پیښه کې دوی طالبان په نښه کړل نور ټول عامه او ملکي خلک په کې تلف او ونیول شول .

په دې موده کې که ددې ولسوالۍ په هرکلي به چاپه وه دچورلکو او قسماقسم الوتکو دټیټو پروازونو اوډزوله شور څخه به یې درسته شپه دټولې سیمې خلک له خوبه ایستلي وه او هرڅوک به په دې خوف او رجا کې وه چې اوس به یي امریکایانو دروازه په توغندي ورولي او په کوربه وراوړي دغه راز هغه کورنۍ چې په دې پیښو کې هدف ګرځیدلي وایي چې ډیرظلم او زیاتی ورسره شوی دقوس په یخ کې یې ښځې او کوچنیان همداسې دخوب له بسترو راکینول شوي او ترسهاره دشنه اسمان لاندې یخ ته کینول شوي دي دغه راز امریکایانو له زیاتره کورونو څخه نغدې پيسې او ښځینه زیورات هم غلاکړي دي .

ددې پیښو په اړه دحیرانۍ ځای دادی چې تراوسه یې یوې رسنۍ او خبري ادارې هم ځل نه دی پورته کړی او نه یې ددې پیښو په اړه راپور ورکړی که دنورو سیمو خبریالان ناخبره دي دپکتیا ولایت دګردیز میشت خبریالان چې ځینې یې دهمدې سیمو دي او ښایي داختر په شپو کې به په رخصتۍ خپلو کلیوته هم راغلي وه هم تراوسه غلي دي او یوازې دراپور جوړولو لپاره کومې داسې پیښې ته انتظار دی چې ددوی دمالي تمویلونکو او ولينعمتانوګټې او ملاحظات په کې پالل شوي او خوندي شوي وي ، داښایي یوازې دزرمت دولسوالۍ حالت وي چې زما دسترګو لیدلی حالت دی دجنرال پیټراییس دنوې ستراتیژۍ سره چې دده په خپله وینا یي دشپې چاپې مهمه برخه ده دهیواد په بیلابیلو سیمو کې همدا حالت پيل شوی دی ، چې دغربي رسنیزو ادارو غوندې دبیان دازادۍ افغاني شعار وړونکو هم ځان پرې اچولی دی .


رښتینی
30.11.2010

دا خبری همدا نن ما ته زما یوه ملګری په انلاین وکړی
چی هغه دهمدی سیمی اوسیدونکی دی خو رسنۍ ویډیو ثبوتونو
غواړی موږ همدومره ویلی شو چی الله دی له وحشیانو نه انتقام واخلی


كريم كامران
02.12.2010

ښاغلی حذیفه او حامد صاحب!

تاسو خبري رسنۍ او خبریالان یې پریږدئ، دهغوی نه خو ګیله نشته ځکه چې نننۍ خبري رسنۍ ټولې د هغه چا په واک کې دي چې پوځونه یې عملا، مونږ سره په افغانستان کې په جګړه اخته دي هغوی به هیڅکله داسې راپور خپور نه کړي چې د خپلو پوځونو وحشت او بربریت ترې څرګندیږي بلکې برعکس د خپلو وحشتونو پړه به هم په مقابل لوري وراچوي.

خو زما ګیله هر وخت د خپلو افغانانو څخه وي، اول فرض کړئ چې که چیرته پورتنۍ لیکنه د استعمارچیانو د کومې رسنۍ هغه همیشنی راپور وه چې پکې طالبان د عوامو په وژلو یا د مکتبونو په سوځولو تورن شوي وي، نو تا به لیدل چې په همدې بحثفورم کې به څه درز او غرپ جوړ وه؟ او څه به وه چې د طالبانو په ضد به نه ویل کیدل؟ حال دا چې د راپور سرچینه به هم!!!!!!!! د امریکا غږ، یا ازادۍ، یا بي بي سي، یا المان غږ.... راډیوګانې او تلویزونه وه دکومو واکمنانو چې افغانستان د لسو کالو راهیسي اشغال کړی او په هره ممکنه وسیله غواړي د روان سپیڅلی مقاومت مخه ډب او د ولس په زړونو کې یې بدنام کړي. خو نن چې په پورتنۍ لیکنه کې لیکوال د استعمارچیانو د ظلم او بربریت د یوې کوچنۍ بیلګې نه پرده پورته کړې اول د همدې فورم ځینې لیکوالان په خړو سترګو ورته ګوري، بلکې په زړه کې به لا پټ کوښښ کوي چې داسې څه پکې ومومي چې د بهرنیو صلیبیانو برائت، او د قرباني شوي بې ګناه ولس ملامتي ترې څرګنده شي.

زه یقین لرم چې منتقم ذات (جل جلاله) به هرومرو د زرمت د شهیدانو غچ او انتقام اخلي، خو هغه خبریالان چې په دې پیښه یې د استعمارګرو د خوشالۍ په خاطر سترګې پټي کړي، هم دې د الهي انتقام انتظار باسي، ځکه چې که دوی د شهیدانو د کونډو او یتیمانو په آه باندې غوږونه کڼوي داسې ذات شته چې د کونډې او یتیم آه مخامخ او بې پردې اوري، او ان شاء الله د هغه ذات شدید انتقام به یې خامخا راګیروي.

الله جل جلاله دې ددې پیښې د شهیدانو شهادت قبول کړي او د دوی همدا سپیڅلې وینې، او د کونډو او یتیمانو همدا معصومې اوښکې دې د اشغالګرو لپاره داسې دریاب کړي چې د خپلو افغاني مزدورانو سره یو ځای د تل لپاره غرق او نابود شي آمین یا رب العالمین.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more