د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پښتون قوم دکلتور او ژبې د پراختيا لپاره عملې ګامونه کوم دي ؟؟

لونګين
18.05.2004

پر دى هکله زه ستا سو وړانديزونه غواړم
په دير درنښت
ستاسو ورور لونګين [color=red:863e6b55a7][/color:863e6b55a7]



ع کريم حليمي
19.05.2004

لونګين صيب زموږ د پښتونخواوروره سلام ٠ په خير راغلې او قلم دي نيکمرغه په (Tol afghan ) پوري ٠
لونګين صيب، درنو لوستونکو !
زه څه ليکم ممکن زماسره تاسو موافق نه اوسۍ ٠ غواړم چه وئی ليکم
هر قوم چه کلتور لري ٠ يعنی دغه درې شيان لري ٠ شاعري،رسامي، مجسمه سازي ٠ کلتور اصلأ دغه درې
شيان جوړه وي ٠ داسي ده چه افغان ئی دوه اوس نلري ٠ چه رسامي او مجسمه سازي ده ٠
په پخوا زمانه کي افغان ډېر لوړ کلتور درلودئ ٠ او نسي کولای چه داسي کلتور پيدا کي چه د تعريف سره سر وخوري ٠ نو دغه علت دئ چه زموږ اکثر ليکوالان او شاعران د [color=red:338b6c3753]دود[/color:338b6c3753] خبره کوي ٠
نو ويلای سو چه پښتون اوس کلتور نه لري دودونه لري ٠ خو په لوړ اواز ويلای سم ٠ کوم وخت افغان کلتور درلودئ ٠ ډېر لوړ وو چه يوه نمونه دکلتور ئی دبودا مجسمه وه ٠
نو نن موږ د دود خلک يو او بس ٠ اصلأ ټوله مسلمانان
راغلو د ژبي خبري ته ژبه هغه وخت لوړيږئ چه علمي سي ٠ يعني چه علمي کتابونه لکه طيب،فزيک بايالوجي،
او نور ساينسي کتابونه ٠ نودغه وخت به زموږ پښتو علمي ژبه سي ٠ چه علمي سي نو لوړه هم سي ٠
په داسي حال کي چه کلتوري کتابونه ئی ډير يا هر کتاب ترجمه نسي ٠ چه دودو ته مو تاوان ونه رسېږئ ٠
اوس داسي مشکل پېښ دئ چه په ها غاړه کي په پښتنو د پنجاپي دود ورکډ سوی وئ ٠
که کوښښ وکړو چه د پبجاپي،سندي دودونو مخه ونيسو نو به پښتون دخپل دود خاوندان سي ٠
کنه نو بيا سپۍ اينده ورته ګوري ٠ چه دا دمخنيوي وظيفه دشاعرانو او ليکوالو ده ! که دوۍ کار وکي نو اينده به
مو بياښه او دود به مو پر ځای اوخالص وي ٠ نوبه ويلای سو چه پښتون مانا دغه (خوشالخان)
حليمي


لونګين
19.05.2004

قدرمنده حليمي وروره له ځواب څخه دې ډيره مننه ،خداى پاک د نور هم پاک احساسات درکړي.
نه يواځي پنجاپي کلتور ملامت دي ، بلکې د افغان په کورکې دپښتولوحي اونومونه په فارسي ژبه بدليږي.
او په کلو کلو د اسيمولاڅيون پروځيس روان دي ، موږ خو په استيمار کې ژوند کوو، تا سو ؟؟
حليمي وروره ستا خبره درسته ده خو حکمتونه مونږ ته کار نکوي نو اديبان او ليکوالان به څه وکړي ؟؟
خو اديبان او ليکوالان هم په دوه ډوله دې : يو شمير ئي په پښتو خپله ډوډۍ او نوم پيدا کوي لکه څو محدود
خړ څتې نن په کا بل کې او يو شمير نور دي چې هغوي پښتو او پښتنولې په رښتيا سره غواړې.
که کومه خيريه ټولنه په يوروپ کې ١٠٠٠داني کتابونه چاپ کړي کور ئي ودان نو هغه به څومره ځاي ونيسي.
[color=blue:13d7f045da]اوس به زه خپلې خبري بس کړم او گورو به چې نور ځوانان څه ليکي ؟؟[/color:13d7f045da]
حليمي وروره زه د پردي د څټ سړي يم ، زما په ليک کې به املا ئي غلطې وي ، نو مازرت غواړم .

ښه شپه در ته غواړم ، ستا سو ورور لونګين.


نقاد
20.05.2004

ل[color=blue:afbc4a8505]ونګينه وروره ټول افغان ته پخير راغلئ، هر کله راشئ!
تاسو چې کومه موضوع طرحه کړې ، په هغې باندې د وروستۍ ((لويې جرګې)) په درشل او د هغې د بهير په وخت کې دلته ډير بحثونه شوي دي.بيا هم ددغه سرليک ﻻندې چې تاسو ټاکلی دی، پرې دخبرو بل پير پيل کيدلی شي، څو وشنو چې اوس نو د ټول ټاکنو په ترڅ کې ورته څه کيدلی شي . په جرګه کې خو د پښتنو استازو سياسي پوهه او وړتيا ونه ښودله ، برعکس د بډو په اخيستلو کې يې د پښتو ددوښمنانو سره ګډون وکړ، او د پښتنو دغه ملي حق يي ورسره په ګډه تر ښپو ﻻندې کړ . دې کار مونږ ډير خفه ، ډير ستړي ستومانه او مايوسه کړو، زه خپله اوس د پښتنوله وکيلانو څخه چې په راتليزه کې هم ټاکل کيږي او د ملي ژبي پښتو د مسلم حق د غوښتنې دسياسي هوډ،توان او ويسا خاوند نه وي، ژوره کرکه او نفرت لرم . که څوک په راتلونکو ټولټاکنو کې شورا ته ځي بايد دا ژمنه هم وکړي، څو هغه پخواني پښتانه وکيلان محاکمه کړي چې د ملي خاينانو په توګه يې د ملي ژبې پښتو په برخه کې د مخالفينو سره معامله ګري او تجارت کړی دی .
نور د پښتو ژبې د ودې او پراختيا لپاره ښه شننه دروند ورور صالحزاده عابدي په خپله مقاله کې وړاندې کړې ده چې تاسو درانه لوستونکې يې دلته کتلی شئ:
http://www.tolafghan.com/dronlek/pashto_pamwar.shtml
والسلام .[/color:afbc4a8505]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more