نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ضیامسعود هم دملی قهرمان له خاندانه څخه دی٠
tandar
30.11.2010
ضیامسعود هم دملی قهرمان له خاندانه څخه دی٠
طرفداران ې ولی دده دچور او چپاول سالګره نه نیسی؟ چه هغه بل ته ې دقهرمانی لقب له ځانه ایښی،او هر کال ې تجلیلوی٠
پخوا به ې ستوان خوړل اوس ې دملت دوینو په تویولو او خارجیانوته په جاسوسی سره جبونه ډک کړل،خو ورځ دحساب ې راتلونکی ده،انشاالله په همدی دنیا٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ضياء مسعود له افغانستان څخه ٥٢ ميليونه ډالره وړي وو
خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
ليک : سلېمان يوسفي
نېټه : ٨ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-11-29
د ويکي ليکس له خوا په خپرو سويو پټو اسنادو کي د افغانستان د ولسمشر پخوانى مرستيال احمدضياء مسعود ياد سوئ، چي تېر کال يې دوبۍ ته سفر وکړ او له کابل څخه يې ٥٢ ميليونه ډالره ورسره يووړل.
راپور وايي د ضياء مسعود دغه پيسو معلومات د امريکا د مخدره موادو ضد ادارې ته په لاس ورغلي وو.
ويکي ليکس ويلي سره له دې چي ضياء مسعود له دې پيسو سره يوځاى ونيول سو، خو نوموړي ته د پيسو د انتقال او ورسره ساتلو اجازه ورکړل سوه او هيڅ راز تحقيقات ځني ونسول، چي نوموړي دغه پيسې له کومه کړي او پر کومه يې وړي.
بايد وويل سي چي احمدضياء مسعود او د ولسي جرګې رئيس محمديونس قانوني څلور کاله دمخه هم په دوبۍ کي له ميليونونو ډالرو سره نيول سوي وو، چي وروسته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه خوشي سوي وو.
د ملی خاین او غل ورور چی خاین او غل نه وی نو بیا څه وی
پښتون.
30.11.2010
تندر صیب سلامونه!
د ملی خاین او غل ورور چی خاین او غل نه وی نو بیا څه وی.او غل ته قهرمانی خو ریښتنی مسلمان افغان اوروشنفکره ،چی د خپل خوار جنګ ځپلی هیواد او د اولس په غم کی ډوب وی او د هغه کړه وړه ،ظلمونه یی ورپه یاد وی چی د کابل او د افغانستان د نورو خلکو په وړاندی کړی دی،نه ورکوی .دا د غلو قهرمانی هم ورته د غلو مشر کرزی چی ټولو کورنی یی په فساد کی اخته ده او اخته کړی یی ده،ورکړی ده.
او د ده طرفداران هم داسی ونیسی چی دسقاو غله پلویان خو سقاویان او غله وی.
ټوله نړۍ د ټول افغانستان خلک د دوی له چپاولګرۍ خبر دی خو هیڅ هم نشی کولی ځکه واک د لوټمار او ظالم غل په لاس کی دی.
الله جل جلا له دی زمونږه هیواد او خلک د دوی له شره په امان کړی.
حذيفه
30.11.2010
دالله رسول صلی الله عليه وسلم وايي :اذاوسّدالامرفانتظرالساعة .
چي کله ناهله اوناپوهانوته امرپه واک کي ورکړل سونودقيامت تانتظاره کوه .
تاسووواياست مسعودپه کوم اعتباردمشرتوب وړوو؟څه يي وکړل؟چامړکړ؟ملته ته يي څه راوړل؟اياديوقوم اتلان همداسي خلک وي؟که اتل همدي ته وايې نوتالت دي وي پرداسي اتلانو!دي خوزموږتاريخ رابدنام کړ،زموږپه پروېاړلي تاريخ يي تورداغ کېښود.زماپه انددملت،قوم،وطن،ژبې اوټول اسلامي امت سترغدار،لوی خائن،وتلی جنايت کاراودروسانويوښه معتمدعلام وو.دده په هکله دروسي قومندان هغه کتاب وګورئ چي دروسي لس کلن اشغال دپيښوپه اړه ليکله سوی دی هلته به دده په باره کي هم څه ولولئ،يادډاکتررحمت الله ساپي کتاب(مسعودوپېژنئ)وګورئ هلته به حقائق درته روښانه سي .بيافيصله وکړئ چي اتل څوک دی اوغدار.مسعودغداردی اوکه ملي اتل .