د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دروغ

حذيفه
30.11.2010

دروغ ويل
الهي لارښوونه ده :
ژباړه : خبردار! پردروغ ويونکودالله  لعنت دی . (آل عمران : ۶۱)
بل ځای فرمايي :
ژباړه : بې شکه الله  له حدتجاوزکوونکي اودروغ ويونکي ته هدايت نه کوي .

(المؤمن : ۲۸)
په صحيحينوکي له ابن مسعود څخه روايت دی چي نبي کريم  وويل : بې شکه رښتيادنيکي لورته بلونکې ده اونیکي دجنت لورته . انسان رښتياوايي درښتياويلو عادت جوړوي ترهغوچي الله  هغه رښتونی وګڼي . همدا ډول دروغ دبدي لورته بلونکي دي اوهغه دجهنم لورته تلونکي ده انسان دروغ وايي ددروغوعادت جوړوي تر هغوچي الله  يې دروغجن وګڼي . په صحيحينوکي هم دادي چي نبي کريم  وويل : درې شيان دمنافق نښې دي که څه هم هغه لمونځ کوي،روژه نیسي اودعوه کي چي مسلمان دی .
(۱) خبره چي کومي دورغ وايی . (۲) ژمنه چي کوي نه يې عملي کوي . (۳) په امانت کي خيانت کوي .
په يوبل حديث کي دي چي که داڅلورخويونه په چاکي ووهغه پوره منافق دی که يووودنفاق علامه پکي ده ترڅو يې چي ايله کړ نه وي .
(۱) په امانت کي خيانت کوي . (۲) په خبروکي دروغ وايي . (۳) وعده خلافي کوي . (۴) په جنګ کي بدې خبرې کوي (فحش ياکنځل) .
دبخاري په حديث کي چي نبي کريم  دخوب يادونه کړې ده داهم دي چي نبي کريم  وويل : بيازه پريوداسي کس تېرشوم چي پروت سرته يې داسي کس ولاړووچي د اوسپينې په بياتي يې دهغه زامي اوسترګې دسرتروورستي برخې پرې کول . کله چي به يې يوطرف پرې کړبيابه يې بل طرف پرې کاوه تراوسه به لاداطرف پرې شوی نه ووچي هغه بل طرف به روغ شوماله هغه وپوښتل : داکوم خلک دي؟ هغه وويل : داکس دروغجن دی اوداسي څرګندروغ يې ويل چي په اسمان اوځمکه کي خپرېدل . داچلندبه تر قيامته ورسره کيږي .
په يوحديث کي دي چي له دروانسانانوسره نه الله  خبره کوي نه ورته ګوري اونه يې صفاکوي بلکه سخت عذاب ورکوي .
(۱) بوډازاني . (۲) دروغجن پاچا . (۳) بې وزله متکبر.
په بل حديث کي دي چي برباددی هغه کس چي دخلکو خندولولپاره دروغ وايي دهغه لپاره بربادي ده دهغه لپاره بربادي ده،دهغه لپاره بربادي ده . سخت دروغ ددروغو لوړه .
الله فرمايي :
(ژباړه : دوئ په قصدپرالله  ددروغوقسمونه خوري .

(المجادله : ۱۴)


دروغ

پښتون.
16.12.2010

ولي دروغ, له چا سره دوکه؟
دروغ(دګناه بنسټ ايجادول) ددروغو په هکله علمي ټولنيزه څيړنه داحاديثوقراني ايتونواودعلماووپه نظر وړاندي کولو سره.دمحيب الله سباوون جهاني پواسطه.
ددي موضوع په هکله پداسي حال کي غواړم خبري وکړم چي زمونګ په ټولنه کي ترټولوزياتره ده داعادت يوه داسي نيمګړتياده چي نزدي پرټولوانسانانو کي شته هغه که عام وګړي دي که سياسي که مذهبي اوياهم داسي نور.......مثال دروژي مياشت ده پلورونکى(دکاندار) وايي :ډيري خبري مي نه خوښي‌‌‌‌ږي له تانه ددې جنس په مقابل کي پنځه افغانۍ کمي اخلم مګر موضوغ برعکس وي.
دروغ ويل يوداسي نيمګړتيا ده چي په سپيڅلي کتاپ قرانکريم هم رټل شوي دي الله پاک په دروغ ويونکو لعنت راليږلى اودروغ ويونکو ته يي دشيطان ملګري ويلي دي دلته ديو ايت شريف ژباړه نقل کوم ( اى ايمان لرونکو له الله تعالى څخه وويريږ‌ۍ اوريښتني اوسۍ اوله دروغوځانونه وژغورۍ .)
اوهمدارنګه حضرت محمد(ص) فرمايي:کوم کس چي دروغ وايي اوپه دروغو عمل کول پرينږدي هغه که خوړلو څخه اوڅښلو څخه بي برخې شي نو الله تعالۍ دهغه لوري ته پاملرنه نه کوي يعني خداي (ج) هغه له خپل رحمت او کم څخه محروموي.
يوبل حديث چي عبدالله (رض) روايت کړى :رسول الله (ص) وفرمايل ريښتياويونکى دنيکي لوري ته ، نيکي دجنت لوري ته ځي ، اوهغه کس چي ريښتيا وايي هغه صديق وي اودروغ دبدکاري لوري ته ، بدکاري ددوزخ لوري ته ځي څوک چي دروغ وايي هغه دخداى پاک په نزد په دروغجنو کي شميرل کيږي .
اوپه يوبل حديث شريف کي راځي چي دمنافق دري نښي دي : چي خبري کوي دروغ وايي ، په ژمنه وفا نکوي ، اوپه مانت کي خيانت کوي.
ګناه پخپل ذات کي ګناه ده که وړه وي که غټه دهغې غبرګون په ذهن باندي اثرکوي. اودضمير کوم اغيز چي په ذهن باندي وي البته دروغ ويلو په صورت کي ډير سخت وي انسان اکثره له ګناه کولو څخه وروسته ځان نارامه محسوسوي ګناه که څومره غټه وي له کولو څخه يي وروسته نارامتيا هغومره زياته وي.
قتل ياوژنه يوه داسي ګناه ده چي کوم قاتل ياوژونکى يي نشي زغملي که چيرته ونويول شي اوچارواکي له وهلو ټکولو څخه وروسته اقرار ترينه واخلي نو نوموړى ارامه شي که چيرته ونه نيول شي نو يو وخت کوم نزدي ملګري ته هرومرووايي په اصل کي دده ضميردده ګناه رسوا کوي اوورته ارام وربښي خو دا ارم نا رامتياوي . دروغ يوه داسي کړنه ده چي دضمير غبرګون ددي کړني په مقابل کي ډير سخت وي اوساينس ددي ثبوت پيدا کړى دى د
(Lie detector ) په نامه يوه اله جوړه شوي ده چي دمجريمينو اوشکي کسانودبيان اخيستلوپه موخه استعماليږي. ددي الي تار دمجرم لهزړه يانپض سره لګول کيږي اومجرم ته ويل کيږي خپل پيان پيل کړه کله چي نوموړي دروغ وايي نوددي الي ستن ښوري اودريښتياويلو په صورت کي نه خوځيږي داآله دزړه دښوريدني دبي قاعدګي دمعلومولوماشين يا-Electrocardiography په څير اساس د اولکه څنګه چي ما مخکي يادونه وکړه ضمير دروغ نشي منلى نوځکه زړه ته شديده زربه رسيږي اواله دزړه دخوځښت سره سم خپلي ستن ته خوځښت ورکوي البته دزړه زربي په اعصابو هم تاثيرکوي اوفکرکيږي چي له دروغ ويلو څخه دروغويونکى دزلزلي په شان لړزيږي اودوغ ويونکي خلک په متواتيره توګه جټکي خوري تردي چي له دروغ ويلو سره عادت شي نوله جټکوسره عادي شي.
ساينس ښودلي ده چي دروغ داسي زهر دي چي اروايي آنرژي ضعيفه کوي اوجسماني آنرژي هم له کاره غورځوي اودوجوددفاعي ځواک هم کمه وي ددروغ ويلوزيات اثرپه زړه باندي وي نودزړه دناروغيوله سبب څخه شميرل کيږي . دروغجن سړى له هرهغه چاڅخه لري تښتي چي نوموړى دحقيقت خواته بيايي اوپه خودفريبۍ پسي ګرځي اودهمداروګه له بي ځايه اوبيهوده مجلسونوڅخه خونداخلي
¯ اودروغ ويل خو ديومسلمان دشان سره نه ښايي ځکه چي دروغ دايمان زوال بلل کيږي . اوايمان دمسلمان يوازينۍ بقاء ده.
¯ بله داچي خداى تعالى پاک ده پاکي خوښوي اوغواړي چي بندګان يي هم پاک وي نوريښتياوينا پاکي ده اودروغ ويل ناولتياده

دروغ ويل دپوهانو له نظره
لومړى بايد ستاسومخي ته يوحديث شريف وړاندي کړم:
له محمد[ص] څخه وپوښتل شول آيا مومن بي زړه کيدى شي؟؟
هو نبي عليه سلام وفرمايل مومن بزدل چوړيدلاى شي
-بياترينه وپوښتل شول آيامومن دروغجن کيدى شي؟؟
نه نبي عليه سلام وفرمايل مومن دروغجن نشي کيدلى.حديث بيا نوي چي مومن که څه نيمګړتياوي لري خودروغجن نشي کيداى نو که چيرته دايره لږه تنګه کړو نو دروغجن ته مومن ويل ښه نه دي .
حضرت علي رض فرمآيي:ريښتيا ويل ګرچي ډاردى ليکن سبب دخلاصون دى اوپه دروغ ويلوکي که څه هم اطمينان دى مګر موجب دهلاکت دي. اوهغه متل:ددروغو منزل لنډ وي.
يومشهور فيلسو ف فرانس بيکرپه خپل کتاب [The truth] کي ليکي له ژبي [خولي] څخه وتونکي دروغ له ذهن څخه نه راوځي داپه ذهن کي ژورکوزيږي او هلته پټ کيني اوانسان ته دازغي په شان تکليف رسوي .
يوبل ليکوال ډبليو هومز ليکي دګناه ډيرزيات توکي دي ليکن دروغ يوداسي هينډل دى چي په هر توکي کي ځاى پرځاي کيږي . اويوغربي فيلسوف هاينه پخپل ليکنه [هرچا وځورولم ]په عنوان سره وايي:ځينوپخپل عشق وځورولم ، څينوپه کينه زما زړه ازارکړه ، چا دعشق په زهرو زماډوډۍ ولړله ، چازما دچآيوپه پيآله کي دکيني زهر توى کړه ، مګرله هرچانه زيات هغه چاوځورولم چي نه يي راسره مينه پيداشوه اونه کينه .داپورتنۍ ويناهم ددروغ ويونکي شخص په هکله مطابقت لري.
ارواپوهان وايي: دروغ د فسادونو مورده.
که غواړۍ چي له کوم بدعمل څخه ځان وژغورءۍ دهغه تخريبي آثرات مخي ته کيږد‌ۍ .
ددي مطلب دآشو چي ددروغوآړيکي دګنآه سره دي ستآسي هره کنآه دروغ بدرنګه وي نوراځۍ چي لدي کبيري ګنآه څخه ؛ځآن وسآتو.
:?:
:?:
:?:
:?:

:?: حذیفه صیب تاسی یی په اړه څه وایاست؟


عادل عادل
16.12.2010

سلامونه

د سترګو حرکات هیڅکله د دروغو ویلو په وخت کې په نورمال ډول عمل نه کوي، ولو که دروغجن په درواغو کې ۴۰ کلنه تجربه هم ولري.

په بل عبارت سترګې کله هم دروغ نه وایي نو د مشکوک مخاطب د خبرو په مهال د هغه سترګو ته ځیر اوسی.

د بلې خوا دروغ خبره د خدای په حکمت د مسلمان په زړه نه پریوزي، ولو که متکلم لوی شیخ، ستر سیاستپوه او منلی سړی وي.

دروغ ویل انسان په نه رغیدونکې توګه سره خاموي.

دروغ ویل د ذهن د اعظمی بوختیا او ستړتیا سبب کیژي، همدا وجه ده چې دروغژن سکون نلري او ډیر ژر خپله حافظه له لاسه ورکوي.

تجربه یې کړی .....


كريم كامران
16.12.2010

ددروغژن بله لویه نښه د هغه د خبرو لهجه او اندازه ده، الله جل جلاله د منافقانو په اړه فرمايي:
أم حسب الذين في قلوبهم مرض أن لن يخرج الله أضغانهم، ولو نشاء لأريناكهم فلعرفتهم بسيماهم ولتعرفنهم في لحن القول.
ایا هغه کسان چې په زړونو کې یې مرض دی ګومان کوي چې الله به یې بغض او کینه په ډاګه نه کړي، ای محمده که مونږ وغواړو نو منافقان به دروپیژنو، ته به یې په نښونښانو وپیژنې، او خامخا به یې د خبرو له انداز څخه وپیژنې.

الله جل جلاله رښتیا ویلي، که د متکلم خبرو ته له لږ ځیر څخه کار واخلو دخبرو د اسلوب او لهجې څخه دروغژن ډير په اسانه پیژندل کیدی شي.

که په قرآن کریم کې د یوسف علیه السلام کیسه په غور سره تلاوت شي ددروغژن ډيرې نښې او علامې ترې پیژندلی شو، خصوصا کله چې یې وروڼو یعقوب علیه السلام ته بهانې او پلمې وړاندې کولې... او یا زلیخا چې کله خپل ځان بې ګناه ښوده.


عادل عادل
18.12.2010

سلامونه

د دروغو په اړه مې لاندې څو جملې مخې ته راغلې چې ستاسو سره یې شریکوم:

- څوک چې خبرې یې نه دروغ دي او نه هم رښتیا، فیلسوف دی.

- څوک چې دروغ او رښتیا ورته فرق ونلري، غوړمال، متملق او چاپلوس دی.

- څوک چې پیسې اخلي تر څو دروغ ووایي، دلال دی.

- څوک چې دروغ وایي تر څو پیسې لاس ته راوړي، ګدا دی.

- څوک چې پیسې اخلي تر څو دروغ او رښتیا مالوم کړي، قاضي دی.

- څوک چې پیسې اخلي تر څو دروغو ته د رښتیا او رښتیاوو ته د دروغو پرتوګ ورواغوندي، وکیل دی.

- څوک چې بې له رښتیا بل څه نه وایي، طفل دی.

- څوک چې خپل ځان ته هم دروغ وایي، کبرجن او خودخواه دی.

- څوک چې په خپلو دروغو باور کوي، احمق دی.

- هغه چې دروغ خبرې یې خوږې دي، شاعر دی.

- هغه چې د خپل باطني میلان خلاف دروغ وایي، میړه او ښځه دي.

- هغه چې بالکل دروغ نه وایي، مړی دی.

- هغه چې دروغ وایي او قسم هم پرې یادوي، بازاري دی.

- څوک چې دروغ وایي خو ورته پام یې نه وي، ګپاوو یا ډیرې خبرې کوونکی دی.

- هغه چې دروغ خبرو ته یې خلک د رښتیا په سترګه ګوري، سیاستمدار دی.

- هغه چې خلک یې رښتیا خبرو ته دروغ وایي او پرې خاندي، لیونی دی.

که داسې وي نو الله پاک ج دې مونږ او تاسو ته توفیق راکړي چې د اطفالو په څیر رښتیا ویوونکي وو، آمین آمین ثم آمین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more