ادبي ټوکې ټکالې
خندنيزه ټوکه
حذيفه
30.11.2010
وروڼو!
زه به هم ځان درشريک کړم خودادب له چوکاټه به نه وزو.
وايې په سعودي کي يوافغان دتشناب مخ ته ولاړواودخپل نمبرانتظاريي کاوی،عرب ته په تشناب تليفون راغی هغه هلته په تليفون کي خبرې پيل کړې کله چي له تشنابه راووت نوافغاني راچپه کړاووهي يې،چاترې پوښتنه وکړه چي ولي يې وهې؟افغاني ورته وويل :دي ظالم په تشناب کي تلاوت کاوی .
هاهاهاهاهاهاهاهاها!
يارانوپه ادبي لحاض يي همداسي جاري واساتئ
عنوان
tandar
30.11.2010
زمونږ په کلی کی دیو نداف ځوی نادر نومیده خلکو به ورته نادر ی غږ کولو٠
نادری لاړو پیښور ته ،غوښتل ې چه سبق وواې اوځانه مولوی صاحب جوړ کړی٠
لس کاله بعد نادری راپیدا شو،سپینی جامی توره لویه ږیره ، او قران شریف به ې همیش تر تخرګ لاندی نیولی و ،بس خلکو به ورته هم نادری غږ نه کولو،بس دده نوم مولوی صاحب شو٠
دی به هره ورځ یو بل کلی ته تللو ،چه زمونږ او دهغی کلی ترمینځ یوه جیګه غونډی وه ٠ او لاره هم په همدی غونډی په سر هغه بل کلی ته تللی وه٠
دکلی خلکو نادری پسی ټوکه جوړه کړیوه ،چه نادری دومره پوښ مولوی شویدی چه دورځی دوه ځلی قران شریف اړوی٠
نورو خلکو به ویل داکار ډیر مشکل دی ،څنګه ې دوه کرتی دورځی قران شریف اړوی٠؟
ځواب ې دا و چه،، نادری به چه سهر جیګ شی قران شریف به ې تر تخرګ لاندی ونیو او ددی غونډی په سر باندی هغه بل کیلی ته ې ورواړو او مازدیګر ې بیرته خپل کیلی ته دهمدغی غونډی له سره راو اړو، نو ورپسی جوړه کړی وه دی دومره لوی مولوی شویدی چه هره ورځ دوه کرتی قران شریف اړوی او رااړوی٠ :oops: :oops:
داړولو څخه اصلا دختم مطلب نه و،
باندر مې نه ليده اوملا مې نه ليده
پښتون.
30.11.2010
تاسو دواړو ته د زړه له کومی هاهاهاهاهاهاهاها.
په زړه پوری عربی ټوکه وه ما هم داسی یوه ټوکه اوریدلی وه خو دایی نوی وه.
او د تندر صیب د کلی نداف خو بلکل بع بع بع بع د بزو په اواز ډیر زبردست ملا و.
په یوه لیکنه کی می لوستلی وه چی وزير محمدگل خان په حق ويلو خوشحاله کيده . يو وخت وزير صاحب په خپل کلي (گلايي) کښې اوسيده ورسره يو ملاهم اوسيده هغه ،چې د کومې علاقې څخه و، دهغې علاقې نوم باندر و . وزير محمد گل خان مومند په هغه ملا ټوکه وکړه ،چې ":idea:باندر مې نه ليده اوملا مې نه ليده" هغه ملا ورته په ځواب کښې وويل ،چې "کوچى مې نه ليده او بيا وزير مې نه ليده" .
وزير محمدگل خان مومند ډېر خوشحاله شو ،چې ملا حق ووايه او زمادخبرې همدا ځواب و .
:idea: باندر په اردو ژبه کی بیزو ته وایی.
حذيفه
01.12.2010
تندراوپوښتون صاحب السلام عليکم!
زمااستادبه کله دزيات سبق ويلوله کبله ستومانه سونوبه يي ويل :
الله مودي نيت صفاکړي کنه اخرت به موخراب سي بيابه يي يوه ټوکه کوله چي يورياکارسړی حج ته تللی وو،کله چي له حجه راغی نودکلي يوکس ورته په خبل ږغ وکړ.ده ورته وويل :ولي په ابل به دي خوله ماته سي!هغه ورته ويل :کوم؟ده ورته ويل :حاجي خان صاحب .
حاجی ماما
پښتون.
01.12.2010
سلامونه ! عجیبی ټوکی راته ښکاری چی والاکه مو خوله هم ورته جینګه شی خو په هر صورت ،د ریاکارانو خو مو ډیری اوریدلی دی.زمونږه د کلی نه او بیا زمونږه د خپلوانو نه ،نو داسی ووایم چی دا د یو کلی خلک د ځنځیر غوندی د یوبل سره د خپلوی له لحاظه تړلی دی.نو څوک د چا ماما او څوک د چا کاکا او همداسی یی دا نور هم در اونیسه.
نو زمونږه د کلی نه یو کس چی د ماما په نامه یی ډیر شهرت لره ،حج ته ولاړ .د حج د ادا کولو څخه ورورسته بیرته راستون شو.ډیر خلک یی هم مخی ته ورغلی و او د ګلانو هارونه یی هم ورته غاړه کی واچول .او زامنو یی د هغی د رارسیدو څخه مخکی د هغه لپاره خریداری کړی وه یعنی تسبیح ګانی یی په پاکستان کی رانیولی وی او د نلکۍ اوبو نه یی اورته د زمزم اوبه تیاری کړی وی ،نوهر څوک چی به ستړی مشی ته راتلل نو زامنو به یی ویل چی حاجی صیب هغه دی هلته ناست دی او دا تسبیح یی تاسی ته له حج نه راوړی دی او یو ګوټ اوبه به یی هم ورکړی چی بس همدومره یی راوړی دی او اصلی کومه بوشکه اوبه چی به وی هغه به یی حتماً ځانته نوش جان کولی .او یا به یی د نورو پاملرنه وخپل پلار ته راړوله اوویل به یی چی حاجی صیب والا ډیر نورانی شوی دی او د پلار کلمه یی نوره خپل پلار ته نه اخیستله نو مونږه چی هرڅومره کوښښ کاوه چی هغه ته حاجی صیب ووایو نو خولی ته به مو ماما راته .
ځکه هغه داسی انسان و چی د حاجی ویل ورته سم نه وو،بی اتفاقی اچول د نورور او خپلوانو په منځ کی د خپلو ورونو سره په ټګی چلند او د هغوی د حق څخه غلا کول یی بدی ښیګڼی وی.او د هغی بیلګه اونیسه نور کسان چی ټول اعمال یی د قارون وی خو ځان ته به سوچه مسلمان وایی.
حذيفه
02.12.2010
پښتون وروره!
راځئ خبره ستالورته راوګرزو،ستاسونوم هم پښتون دی اوله پښتوسره مينه مه لرئ نوبيامونوم ولي انګلېسي ليکلی دی؟
اوس به يوه ټوکه هم درته وليکم:
يوکس به دتهجدلمونځ په مسجدکي کولو،خوپرلاره به سپي ورته غپل،نوده به هرسهاردسپي وخاوندته ويل چي داسپی ولي نه تړې؟هغه به ويل ولي؟ده به ورته ويل خوزه هره شپه تهجدکوم اومسجدته ځم اوستاسپی مي په لاره کي عنډوي .
وايي :يورياکاره کس پرلمانځه ولاړ،يوچابل ته وويل :هغه داسي ښه سړی دی نفلي لمونځ کوي.وايي ده سلام وګرزاوه ورته وې ويل :زماروژه هم ده .
السلام علیکم
پښتون.
02.12.2010
حذیفه وروره !ما چی لمړی ځل په ټول افغان کی نوم لیکه نو د پښتون یا پختون نوم په نامه ګډونکوونکی زما له راتلو مخکی نوم لیکلی و.او ماته یی په پښتو د پښتون نوم لیکلو اجازه رانکړه نو ځکه می په انګلیسی تورو خپل نوم دلته ولیکه او هغه هم pokhton،پدی خاطر چی زه پښتون ته پشتون نه وایم.نو که دا تاسی ته ریا کاری ښکاری او یا زه :oops: ریا کار در له ښکارم یواځی پدی چی نوم می په انګریزی لیکلی دی. :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :(
نوري ژ بي زده کول که لوی کمال دئ
خپله ژبه هیرول بي کمالي ده
:( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :(
نوربه ګناهګاریم خو پدی ګناه می مه نیسه
نوم زما په تورو د فرنګ چی لیکل شوی دی :shock:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ټوکه ،خو کیدا شی ریښتیا هم وی.
يوه سړي پنځه وخته لمونځ په جمعې سره کاوه، خلک يې له تقوى او پرهېزګارۍ نه اغېزمن شوي و. يوه ورځ يوه سړي بل ته ويل دغه سړى هره ورځ جمع ته راځي او هيڅ لمنځ نه قضا کوي، ډېر متقي او پرهېزګار دى.
لمونځ کونکي ژر مخ ور واړوه او ورته يې وويل: ((وروره! حاجي هم يم))
Shir Baz
02.12.2010
ماشاءالله تاسې ډیرې ښې ټوکي کوۍ زمادټولو ټوکیانو وروڼو نه داهیله ده چي ټوکي مو یادې نه وي په وچ زور دټوکولیکلو کوشش مکوۍ. اوپښتون صیب لکه چي بل کار نلري شپه اوورځ يي په ځان یوه کړي اوپرلپسي ټوکي لیکلي.
ډیره ډیره مننه.
tandar
02.12.2010
شیربازخانه سلامونه ،پس له ډیره وخته٠
پوښتون که ماته اجازه راکړی ،نو دتاسو پوښتنه زه ځوابوم٠
دپوښتون له ډیرو ټوکو لیکونو څخه د وروڼو په خوله خندا او یوه روحی خوښی منظور ده، او دا په خپله یو لوی خدمت دی،البته زما له نظره ٠
او ددی امکان هم شته چه بعضی ټوکی ې د بعضو لوستونکو دذوق سره سمی نه وی ،او دبعضو به ډیری خوښیږی، چه له هغو نه ښاغلی قریش صاحب ،ښاغلی حذیفه صاحب او زمونږ مشر ورور ښاغلی عبدالسلام چه کله کله لکه دانځر ګل را پیدا شی٠ نو پوښتون ددوی تبه هم په نظر کی نیسی٠
تاسوڅنګه دی حجری ته پس له ډیره وخته ،هغه هم بی ټوکی راغلی یاست؟
که انتقاد مو په پوښتون باندی په خپله یوه ټوکه وه؟
تربیا٠
ښه چاری
پښتون.
04.12.2010
تندرصیب سلامونه تاسی او ټولو دوستانو ته وړاندی کوم.
زما لخوا نه مو ډیر ښه ځواب لیکلی کور مو ودان .هیله ده چی د هغو وروڼو چی دی ته ډیر تشویش وو چی زه ولی ډیری ټوکۍ لیکم لږ څه یی سوخت کم شوی وی.نو پدی خاطر ما هم د ا څو ورځی ورته دمه وکړه چی کیدای شی زما نه راتګ د دوی د خوشحالی سبب وګرځی .
په ډیره مینه او درنښت
ستاسی د ټولو د خوشحالی او په شونډو باندی د موسکا غوښتونکی.
Shir Baz
04.12.2010
تندر صاحب ډيره مننه له هركلي نه مو. خبره دا ده چې دفورم چلوونكو دټوكو فورم ته غټ كولپ اچولى كه څوك كلك عزم او اراده ونه لري نو دلته نه راځي.
زه پوه وم چې د پښتون صاحب هدف دخلكو روحي خوښي ده محض يوه شوخي مي ورسره وكړه نه دا چې ټوکې يې زما دذوق مخالفې دي.
ماهم دځان سره په غوټه كې ټوكي راوړي دي خو دا چې ما ټوکې راوړې او پښتون صاحب په مونږ ټوكې ودرولي نو داسي د تنهايي موسكا او خندا هم خوند رانكوي. :cry:
چې زه ستا ښځه يم
پښتون.
04.12.2010
شیرباز خانه هرکله راشی دا خو ستا خپله حجره ده ،زه به ولی د چا په ټوکو بندیز لګوم.چی ټوکی مو راوړی وی نو د غوټی څخه یی راباسه ،داسی نه چی هلته خوسا شی :wink: بیا به نه تا سی ته خوند درکوی او نه به د ټوکو لوستونکو ته.:wink:او که د سپیرکیو غوټه دی راوړی ده.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
ستاسو لپاره یوه ټوکه :
ديوه سړي ښځه مړه شوه ؛نو ټولو خلکوته يې ژړل ،چې کله زما پلار مړشو؛نو ټولو مشرانو به ويل ،چې مونږ ستا پلرونه يو او چې مور مې مړه شوه هرې ښځې په ويلې ،چې ستا مور يم ؛خو چې ښځه مې په حق ورسيده هېچا ونه وې ،چې زه ستا ښځه يم . :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
عنوان
tandar
06.12.2010
قدرمنه وروره حذیفه صاحب سلامونه٠
ستاپه نوم ډیری تبصیری وشوی او اود تلفظ له رویه حتی پتنګ صاحب درته ،،حذیفی خوری،، لیکلی وه چه دلته یو سابقه داره او پوه لیکوال دی ،نو که چیری تاسو داخپل نوم حذیف خان ،یا،جان ،ولیکی ،کوم نقص شاید ونه لری او دتلفظ له لوره به لږ په دنرانو په نومونو کی ورګډ شی٠
شاید دانوم په عربو کی دیوه لوی اصحابی نوم تیرشوی وی،مګر مونږه دنومونو تقلید نه کوو بلکه داسلام سره دټولو شخصیتونو چه ښه اعمال ې تر سره کړی وی باید ځانته یو سبق وګرځوو٠
محمدظاهرشاه ،په نوم کی هم د محمد کلیمه شته مګر دی خو نه پیغمبر کیدلی شو او نه ې کومه بله برتری لرله او نه ې په چا دخپل نوم زیاته بهتری قبلولی شوه ،یو عادی انسان و، بخت اووخت او زمان ورته دیو غریب ملت واکداری ورکړی وه٠
اول ې زه ولاکه قبر ته هم وګورم ځکه دملت لپاره ې هیڅ نه دی کړی٠
نور نو تاسو دخپل نوم او نظر اخطیار لری او مونږ ټول ورته احترام لرو ،تر قریش او پوښتون پوری٠
تربیا
سلامونه ،ښه چاری
پښتون.
06.12.2010
تندر صیب لکه چي د حذیفه ورور په وروری دی بیرته شک راغلئ ،که څنګه؟چی بیا دی نوم ته ورته حوصله تنګه شوی ده. :D او که د پتنګ صیب شک لا ندی لری شوي؟او حذیفه ورور د هغوی د شک د لری کولو لپاره کیدای شی چی د ثبوتونو راټولو باندی بوخت اوسی.
حذیفه ورور هم لادرکه شوی دی.نن صبا به د حذیفه ورور د بی درکه کیدو اعلان هم خپور شی.هر ځای چي وی ،روغ دی وی.
:D :D :D :D :D :D
يوجيب وهونکى پرلاره روان و او تسبيح يې اړولې ،چې بل پرغږ وکړ: لکه چې له خپل کارڅخه دى توبه ويستې که څنګه،چې تسبيح اړوې؟
جيب وهونکى ځواب ورکړ: نه ياره! همدااوس مې په غلطۍ دکوم ملا په جيب کې لاس ننوتى و! :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: