اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د حدیث د صحت په لټه کی
وزیري
30.11.2010
ګرانو وروڼو:
آیا دا حدیث صحت لری او کنه؟
فی المرقاة: وفی بعض الکتب: عبدی ترید وارید، ولایکون الا ماارید، فان رضیت بما ارید کفیتک ما ترید، وان لم ترض بما ارید اتبعک فیما ترید، ثم لا یکون الا ما ارید.
والسلام
حذيفه
30.11.2010
الوزيري وروره!
دحديث سندهم ذکرکړه بيابه خبره پرې وکړو.
مومن مهاجر
30.11.2010
الوزیري صاحب! سلامونه
هیله ده په مزوکي به یې
یادشوی حدیث چي تاله کوم کتاب څخه نقل کړی دهغه صفحه،ټوک اوسندکه هم ذکر کړي ډېره به ښه وي،ځکه له ماسره په کتابي شکل مرقات نه شته اوبایداړوند بحث هم په ډاګه کړې چي داحدیث دمرقات په کوم فصل اوباب کي ذکرشوی دی .
وزیري
01.12.2010
السلام علیکم:
مهاجره وروره لکه چی کوم ځای ته دی هجرت کړی وه. ډیر وخت کیږی نه معلومیږی.
مولوی صاحبانو:
د دسترخوان له یو ملګری سره می په بحث وم چی دا حدیث یی راته وویلی او ویلی یی چی دا د مرقاة شریف په پنځم جلد، نهه اویایمه صفحه کی ده او حدیث قدسی ده.
د باب او سند په باره کی یی څه نه دی ویلی. ما خو چیرته نه دی لیدلی نو ۵۰ په ۵۰ کی یمه چی وی منم او که نه. له دی خاطره می تاسی سره شریک کړو. زه په کی بحث نه کوم، که تاسی امکانات لری نو مهربانی وکړی تر دروازی پوری یی وزغلوی.
والسلام
لقمان
01.12.2010
ښې چارې:
امام غزالي په احیاء علوم الدین کې ذکر کړی دی اوویلي يې دي چي: [color=blue:fe3a1170ee]داسې روایت راغلی[/color:fe3a1170ee] چې الله پاک داود علیه السلام ته داسې وفرمایل...........
خو من حیث المعنی صحیح حدیث دی. اما من حیث السند یې صحت ثابت ندی.
حذيفه
01.12.2010
الوزيري صاحب!
خبرې اوليکنه دي اکثره پرتمسخراوملنډوولاړه ده،ته بل ته دعوت ورکوې چي په علماؤملنډې مه وهه اوستاخپله داحال دی .دحديث په سنديامتن کي خوزه خپله څه نه وايم داخودلويوعلماؤفيصله ده ته ماته نه درېږې ماڅه ګناه کړې ده؟ګناه مي داده چي صحيح حديث بيانوم ؟تنګ نظري مسلمان نکوي که هره طريقه چي له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه ثابته وي په هغه عمل کوه اوهيڅ حرج نسته پکښې .
وزیري
02.12.2010
حذیفه وروره!
یقین وکړه چی په خبره دی پوه نه شوم. مهربانی وکړه لږ یی واضحه کړه. د علماوو په بی عزتی می مه تورنوه چی ډیره راته سخته ښکاری. لیکلی دی دی چی ماته نه دریګی ما څه ګناه کړیده؟ په دی دی هم پوه نه شوم.
والسلام