د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دملي سرودپوښتنه کيږي خوپه اسلامي شعائروچي څوک ملنډې وهي دهغه پوښتنه نسته

حذيفه
29.11.2010

ملي سروده خداى ج دې مل شه
وحيدالله

28.11.2010 20:48
وحيدالله ديوداسي شي پوښتنه کوي چي اسلام يي حرام ګڼي خوداسلامي شعائرواواحکاموتپوس نکوي،قرآني اونبوي احکام اواوامرترپښتولاندي کيږي څوک نسته چي پوښتنه يي وکړي خوسرودمهم سواوپه هکله يي ليکنې کيږي داولي؟تاسوڅه پرې واياس؟ددي کومه وجه کېدای سي؟خپله نظرونه پرې څرګندکړئ!
ملي سروده خداى ج دې مل شه
ملي سرود + افغانان = افغانستان
داسې رپوټونه هم خپاره شول چې ګڼې کله چې د المپيک د ملي کميټې مشر کابل ته راشي نو کيداى شي چې څوک يې وپوښتي چې ولې او دا د چا کار وو چې پر ملي سرود په آسيايي لوبو کې ملنډې ووهل شوې،خو کله چې نوموړى له افغان لوبغاړو سره د پيلنۍ په سهار کابل ته راغى په څيره کې يې ويره ښکاريده چې ګوندې کوم خبريال يې دغې مسلې په اړه ونه پوښتي.
رسنيو او خبريالانو خپل ملي مسوليت ادا کړى او په دې اړه د چارواکو غوږونو ته خبر رسولى اوس پوښتنه دلته ده چې ددغې شرمونکې کړنې خبر به څوک اخلي کرزي صيب ، کوم وزير چې د هغې دنده هم وي،قونسلي چارواکي،پارلماني نوي او زاړه وکيلان،زده کړيالان او که عام ولس؟
زما په آند دا د بهرنيو چارو او د اطلاعات او کلتور وزارتونو دنده چې لومړى په دنده کور او بيا په چين کې له افغان سفير څخه وپوښتي چې اکا دا ولې او د څه لپاره.
څه موده وړاندې د ځينو راپورنو له مخې په هند کې چا داسې شيطانت کړى وو چې پښتانه زده کړيالان له القاعدې سره لاس لري او وران کارو کړونو ترسره کولو په موخه دغه هيواد ته تللي ،آن دا چې ځيني يې له زده کړو بې برخې او افغانستان ته راوليږل شول خو چا يې پوښتنه ونه کړه چې ريښتيا هم هغوى داسې څه کړي او که نه.
زموږ خوار ملي سرود د اساسي قانون ۱۶مې مادې له مخې ټاکل شوى ، خو د افغانستان په بېلابېلو استازځايونو او ډپلوماتيكو غونډو کې د ملي سرود پرځاى د قومي، ژبنيو او سياسي موخو لپاره سندرې خپرييږي،په دې اړه څو ورځې وړاندې د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي مرستيال مبارز راشدي هم وويل چې څو ځلې په بهر کې د ملي سرود پر ځاى نورې سندرې او غږونه اوريدلي ،په حقيقت کې دا د افغانستان د اساسي قانون پر وړاندې بې اعتنايي او د ملي ارزښتونو د سپكاوي خبره ده.
دا خو لا څه کوې چې په کابل کې په ځينو ټلويزيونون کې هم د پخوانۍ کورنۍ جګړې پر مهال د ښکيلو خواوو بيرق هم خپريږي خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت يې پوښتنه نه شي کولاى .
که څه هم ځيني بهرني هيوادونه کوښښ کوي چې دغه هيواد وويشي خو دلته هم داسې کسان شته چې د دغه راز کسانو تګ لارو پلي کولو لپاره لارې اواره وي په حقيقت کې يې مخه ونه نيول شي نو دې ورته به زياتې پيښې وشي او بيا به اوبه له ورخه تيرې وي.
دولتي ټول چارواکي د خلکو خدمت کوونکي دي ځکه چې وايي د خلکو حکومت نه داچې ولسمشر يې يوازى په څوکيو د کيښنولو مسوليت له سره تيروي او بيا چې څه کول هغه به هغوي کوي.
هيله ده چې ددغه ناورين مخه ونيول شي او په راتلونکې کې هغه کسان چې له دې خاروې زده کړې کړي او ددې خاورې لګښت پرې شوې له دندو ګوښه او په خپلو سزاګانو ورسوي.
د هغه افغانستان غوښتونکي يو چې ملي قاعد ستر احمدشاه بابا،امان الله خان،وزير اکبرخان،سيد جمال الدين افغاني،ملالۍ ................... پکې ژوند کاوه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more