د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ایانباتات روح لري؟

Rahmat spesalai
29.11.2010

درنو علماؤ
السلام علیکم ورحمت الله و برکاتو!

هیله ده روغ او جوړ اوسئ

درنوښاغلو! په ذهن کښې راته د نباتاتو د روح د شتون او نه شتون په اړه پوښتنه پیداشوې ده
ایانباتات روح لري او که یې نه لري؟

هیله ده د موضوع په اړه معلومات وړاندې کړئ.

په درنښت رحمت سپیځلی

http://shenban.bloguna.tolafghan.com



ع کريم حليمي
30.11.2010

ډېر محترم او مکرم Rahmat.p صاحب ، و سلام ته مو وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاتهُ وایم

[quote:2cec242a8d]ایانباتات روح لري او که یې نه لري؟ [/quote:2cec242a8d]
محترم رحمت ؟ صاحب تاسو ډېره اعلٰی پوښتنه کړېده ، هو ! هره هغه ماده چه رشد کوي او د کمال حد ته رسیږي ، هغوی درلودونکي د روح دي يــــــا وایو چه : روح لري‌

په نړۍ کښي : که نبات دی که حیوان دي او که انسان ټول د یو قسم روح
په واسطه د رشد او کمال حد ته رسېږي .‌

که يې داسي فرض کړو چه روح ندی ایجاد شوی ، او ماده وجود لري
نو بیا به دا خلقت ټول عبث ؤ ، او د ارادېٖ لرونکو او بې ارادېٖ شیانو په منځ کښي امتیاز ، او عقل لرونکو او بې عقلو په منځو کښي به فرق نه ؤ‌

نو له دېٖ څخه څرګندېږي چه روح سته ، لیکن پېژندلای ئې نه شو چه روح څه شي دی ، خو فکر کوم چه اروحونه دوه دي ، نباتي روح ، حیواني روح ،
دا اروحونه و نباتي او عضوي حجرو ته بقا وربخښی ، او انسان د حیوان سره په ذات شریک دی

اما انساني او ناطقي ورح جلا شئ دي :دومره پوهېږو چه د عضوي حجرو سره کوم تعلق نه لري پر خاص وخت جسم ته داخلېږي او پر خاص وخت له جسم نه وځي

خَلَقْناکُمْ مِنْ تُرابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُضْغَةٍ مُخَلَّقَةٍ وَ غَیْرِ مُخَلَّقَةٍ لِنُبَیِّنَ لَکُمْ وَ نُقِرُّ فِی الْأَرْحامِ ما نَشاءُ إِلى أَجَلٍ مُسَمّىً

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more