نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
داسلامي ملکونوحال وګورئ
حذيفه
29.11.2010
داسلامي ملکونوداحال دی !
سعودي له امريکا پر اېران د حملې غوښتنه کړې ده
خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
ليک : سلېمان يوسفي
نېټه : ٨ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-11-29
د ويکي ليکس له خوا په افشا سويو اسنادو کي د سعودي د حکومت هغه غوښتنه هم افشاء سوې چي د امريکا له حکومت څخه يې پر اېران د حملې غوښتنه کړې ده.
سعودي حکومت له امريکا څخه غوښتي چي د اېران پر اټومي تاسيساتو حمله وکړي او اېران دي نه پرېږدي چي په يوه اټومي قوت بدل سي.
د ويکي ليکس له خوا په تازه خپرو سويو اسنادو کي د امريکايي استخباراتي او ډيپلوماتيک رازونه افشاء سوي دي، چي سپيني ماڼۍ په کلکه غندلي دي.
بلي خوا ته په نړۍ والو مطبوعاتو کي داسي خبرونه هم خپاره سوي چي ښايي د دې اسنادو د خپرېدو له امله د امريکا او ځينو هيوادونو ترمنځ په اړيکو کي خنډ رامنځته سي، خو امريکا له مخکي لا په واشنګټن کي د دې خنډونو د مخنيوي هڅي پيل کړي او حکومت په واشنګټن کي د ځينو هيوادونو سفيران ور غوښتي او پر يوه او بل يې د اعتماد په باب خبري سره کړي دي.