نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
له لیونی هم بدتره دی٠
tandar
29.11.2010
هوښیار خپل وطن نه خرڅوی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
د ويکي ليکس له خوا په تازه خپاره سويو سندونو کي د امريکا له خوا د نورو هيوادونو د مشرانو په باب ځيني توهينوونکي اسناد هم رسوا سوي دي.
د ويکي ليکس په خپرو سويو سندونو کي د افغانستان ولسمشر امريکايي استخباراتو لېونى بللى دئ او وايي دماغي حالت يې سم نه دئ، د جرمني لومړۍ وزيره انجيلامرکل يوه کمزوره مشره بلل سوې ده، د عراق ضدراعظم نوري المالکي په باب يې ويلي چي پر عراقيانو ګران دئ، خو د نوري المالکي په زړه کي هغوى ته کوم نيک جذبات نسته، همدا راز په دې اسنادو کي د شمالي کوريا د ولسمشر او د برتانيې پخواني صدراعظم ګورډن براون چي د امريکا ټينګ ملګرى وو د هغه سپکاوى هم پکښي سوئ دئ.
د ويکي ليکس له خوا شاوخوا ٢٥٠ زره اسناد پرون د دغي ويبپاڼي له خوا خپاره سول، چي کرار کرار به يې جزيات مطبوعاتو ته راووزي.
امريکا د دې اسنادو خپرول په سخته غندلي دي، او ويکي ليکس ويبپاڼي ويلي چي په دې اسنادو کي د نړۍ د ټولو هيوادونو په باب د امريکايي استخباراتو د راپورونو رسوايني شاملي دي.
حذيفه
29.11.2010
تندرصاحب!السلام عليکم!
وروره!ته څه فکرکوې چي يوخوادامريکااستخبارات دومره قوي دي،پرملک کنټرول لري اوبل لورته په خپله غربي ورځپاڼې اوددوئ ويب پاڼې ددوئ رازونه افشاکوې داولي؟تاسوڅه فکرکوئ؟