نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
څانګه اماج د پښتو ژبی دښمنانو وژلی (بشپره کیسه)
طالب ISI
28.11.2010
په لاندی لینکه کی ، د څانګی اماج د قتل ټوله کیسه لیکل شوی، خو زه حیران پر دی یم، چی تاجکان، ایرانیان، سابقه کمونستان د پښتو سره څومره زیاته کینه لری.
http://saangaamaj.com/index.php?option=com_content&view=article&id=47&Itemid=69
http://saangaamaj.com/index.php?option=com_content&view=article&id=53:2010-05-30-22-10-43&Itemid=104
ددی پورته ټولي څیړنی پایله داسی ارزول کیږی:
ا-دوسیه بالکل سیاسی ده او ډیر زیات غبن او لاسوهني پکی شویدی.
ب-شبنامی د محمد نظیف لیکني دی او کریمینال تخنیک ثبوت کړیدی،همدارنګه کوم تهدیدونه چه د آماج کورنۍ ته ور پیښ شویدی هغه ټول د محمد نظیف او د هغوی د ډلی لخوا اجرا شویدی.او د هغو تر شا ایرانۍ بګلو دی.
پ-د خدای بښلی شکیبا څانګي آماج شها د ت یوه عادی مړینه نه ده بلکه د بهر نه سازمان شوی ترور دۍ. ددی خبری د سپیناوی لپاره د بګلوپه هکله د آماج د کورنۍ اظهارات او اړوند اسناد ، د طلوع تلویزیون دریځ نیونه او دمحکمی د حکم څخه سرغړونه د قد یر صافی د مصاحبی په هکله (سره ددی چه د تلویزیون اداری ته د نوموړی مصاحبی دخپروني د بندولو پخاطر د محکمی حکم او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت احکام راوړل شوی وو مګر د نوموړی تلویزیون اداری او خصوصاء همایون دانشیار د حکومتی موجوده قوانینو نه په سر غړوني سره بیا هم دغه پروګرام نشر کړ او پدی هکله دانشیار ته جزایی دوسیه هم جوړه شویده) او دغه عمل د یوی داسی کورنۍ په وړاندی اجراء شویدی چه دهیڅ ډلی ټپلي سره تړاو نه لری او نه کومه حکومتی چوکۍ لری ،نو بیا ولي داسی ورسره کیږی؟
ت- د آبادۍ په ورځپاڼه کي د آغلي صفیه میلاد مضمون او هغه غلط ذهنیت چه نوموړي لدی لاری لوستونکو ته د ورکولو هڅه کړیده او بیا هم په غیر عادی توګه دا ټول د یوی کورنۍ په وړاندی دی نه د یوی ډلی یا کوم اورګان ،داپخپله د ژبنی توپیر ډیره څرګنده بیلګه ده او د بهرنیو نفوذ او مورچل نیونه د آماج د کورنۍ او پښتو په وړاندي. زه پدی خبره په ځانګړی توګه ډیر ټینګار کوم چه پدی لیکنه کي هیڅ داسی سند نه دی وړاندی شوۍ
دچه دآغلي صفیی میلاد ادعاء د ورباندی ثبوت شی، او دارنګه بی ثبوت او بی مسولیته لیکنه د څه د پاره نشر کیږی؟
زما په اند دا ټولی ړندي او لیونۍ هلی ځلی ددی له پاره تر سره کیږی چه پښتون قوم بهرنیانو ته بیسواده،وحشی او د تمدن څخه لیری معرفی کړی، د آماج کورنۍ د ا جرات وکړچه د پښتنو برم،اصیل فرهنګ او هغه ارزښتونه چه تاریخی افغانستان پری ویاړی د تلویزیون له کړکۍ څخه نړۍ ته ور وپیژنی څه وروشول؟
شبنامي او بمونه،د لور د اختطاف عملی هڅه، د دوی د نازولي لور (خدای بښلي څانګی آماج) ترور، د خدای بښلی د پلار بندی او محکوم کول او داصلی قاتل خوشی کول، دا ټول پداسی توګه د دوی سره کیږی چه دوی پخپله حکومت ته دعدل او اوښکو پاکولو لپاره عریضه کړیوه.
ث-په همدی ترتیب سره د څارنوالي (نجیبي مایل) د احساسا ت پشتونولی پنامه د جرمی صفت ایجادول او پدی بڼه د انجینر محمد ربی آماج تومتی کول پښتو او پښتنو ته سپکاوۍ او له هغوی سره ملنډی نه دی نو څه دی.!
ج-د ایرانی تبعه ښاغلۍ بګلو(د سحر پۍ ریز د شرکت مالک کوم چه محمد نظیف هلته کار کاوه) هغه هلی ځلي چه د محمد نظیف د خوشی کولو په هکله یی کولی او مخکی ورباندی خبری شویدی پخپله د بیرونۍ مداخلي ښکارندوی دۍ.
خ-په دوسیه کی د متضررینو عرض او شکایتونو ته غوږ نه نیول او د محمد نظیف دوسیه (چه د ټولو مسًلو او ستونځو بنسټ جوړوی) له دی دوسیی نه بیلول په حقیقت کی دآماج د مظلومي کورنۍ او قضایی سره یو داسی تاریخی خیانت دۍ چه مسولین یی باید عبرتناکه جزا ووینی تر څو په قضایی سیستم د عامو خلکو عقیده پیاوړی شی.
عادل عادل
01.12.2010
سلامونه
محترم شهیر صیب نه پوهیژم چې نوموړې کیسه مو د بحث لپاره رااخیستې ده او که د مزید اِخبار لپاره، دا چې ځای د بحثونو دی نو زه به ستاسو په اجازه خپل نظر پرې څرګند کړم.
زما په نظر ددې ښایسته پیغلې اصلي قاتل ددې خپل پلاراو کورنئ ده چې د افغانستان د اشغال د پیل سره جوخت یې خپله باعفته او مالګینه لور د افغاني کلتور په تله کې د سپکې دیموکراسئ لمنې ته حواله کړه.
د کیسې لیکوال تر اوسه هم د دیموکراسئ د خدایانو په هغه صحیفې فخر کوي چې د څانګې د مرګ په تسلیت کې یې په رسمي ډول صادرې کړې دي چې خدای خبر په آخرت کې به د مظلومې څانګې پر اوږو د څومره وزن معادل بار کښیږدي.
دا اوس چې کومه ښایسته پیغله او یا هم د میړو ښه د کابل د درځنونو ټلویزیونو په ښیښو وینئ دا ټولې خپله بقا یوازې هر هغه څه ته په لبیک ویلو سره ساتلئ شي چې په واک کې د داړه مارانو او لاس پوڅو دولتی چارواکیو له خوا د خپل هوس او شهوت د اشباع لپاره اجبارا ترې نیغ په نیغه غوښتل کیژي.
الله پاک دې څانګې اماج ته د ځوانئ اجرونه او فردوس جنتونه نصیب کړي، کورنئ او خپلو خپلوانو ته یې د زړه صبر نصیب کړي او پاتې ټولو پتمنو مسلمانو او پښتنو خویندو ته د پند او عبرت وسیله وګرځوي . آمین
طالب ISI
01.12.2010
عادل صاحب سلامونه مو ومنه،
له نظر څرګندولو څخه مو مننه، نه پوهیږم ووایم چی دیموکراسی زنده باد ووایم کی انترنیت زنده باد، خو به هر ترتیت هر څوک خپل نظر څرکندولئ شی، ضرور نه ده چی کوم ډیر ښه نظر دی، شاید که د طالبانو حکومت راشی، افغانی ویب سایټونه به هم بند شی، ځکه دوی خو په ځان ملامتی نه منی، او نه انتقاد.
به هر ترتیب دا درسره منم چی په افغانی او غیر افغانی دفترونو کی داسی ښځی شته چی شاید له کار سره،سره نوری معاملی هم وکړی.
خو آیا هره ښځه چی هغه معلمه وی، ډاکتره وی، ماموره و، په کومه شفاخانه کی ننه وی،نرسه وی........ټول زنا کاری او خرابی ښځی دی؟؟؟
خو بیا هم همغه خبره شوه چی پاکستان کی هر څه روا خو افغانستان کی روا هم ناروا، او ناروا دوه ځله ناروا دی.
حتی په غرب کی هم داسی نه ده چی هر ښځه د میړه څخه بغیر د نورو سره ناوړه اړیکی لری.
او دا چی ته وایی، چی پلار یی ملامت دی، چی اولاد یی کار ته پریښودی، دا په دی معنی چی ته شک لری، بد ګمان لری، او بی ځایه بد ګمانی ناروا ده.
بیا نو په یو چا هغه وقت بد ګمان وکړو، چی خپله یی ووینو، او که فرض کړو، چی ددی خطر د مخنیوی له کبله چی د کار په ځآی کی بد اخلاقئ ونه شی، بیا نو باید پلارونه هم خپل ماشومان دینی مدرسو ته ونه لیږی ، ځکه هلته هم د لواطت خطر دی.
خلاصه دا چی کله کله په پارلمان کی په پښتو ښځینه وکیلانو پسی خبری کیږی، یا نوروځایو کی، دا هم د پاکستان له پالیسیو څخه دی، چی تر څو پښتانه دا زړه ښه نه کړی، تر څو په سیاسی، ژورنالیستیک... ډګرونو کی ځانونه واړندی کړی. او کله چی په یو روڼ اندی پښتنی پسی داسی خبری کیږی بیا خو نو عام پښتانه هم بیا زړه نه ښه کوی ، چی خپلی لورانی وروزی یا تعلیم ورکړی. او همدا د پاکستان او ددوی د لاسپوڅو لوی خوب دی.
زه ستا له اکثره نظریانو سره موافق یم، په دینی او علمی بنسټ ولاړ وی.
خو دغه اوسنئ نظر مو یو څه پراخ بنسټه دریځ نه دی.
د پاکستان په ډیرو کمپونو کی ډیرو تند لارو اسلام پلوه ګوندونو د ښځو د تعلیم او کار مخه نه نیوله.