د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په شريعت کي دروغبړطريقې

حذيفه
28.11.2010

دیومسلمان سره روغبړکول په ورين تندي ورسره مخامخ کېدل داعبادت دی اوپه دې کښي ثواب دی نو چی کله مصافحه (روغبړ) عبادت سونودعبادت طريقه به موږدنبي کريم  څخه زده کوواورسول الله  همېشه روغبړپه يوه لاس سره کړی دی نوپه يوه لاس سره روغبړ کول سنت دی يعني دواړه کسان به داسي روغبړکوي چي هريوبه خپل راسته راسته لاس سره ورکوي دلائل دادي :
(۱) اخرجه الطبراني فی الاوسط عن حذيفة بن اليمان  عن النبی  قال ان المؤمن اذالقی المؤمن فسلم عليه و اخذبيده فصافحه تناثرت خطاياهمماکمايتناثرورق الشجر. (رواه الطبراني فی الاوسط وقال الهيثمي فی مجمع الزوائدرواته ثقات غيرمحمدبن الطحلاء ولم يضعفه احدروی عنه الناس ، مجمع الزوائدللهيثمي ۸ / ۳۶ وقال المنذري فی الترغيب والترهيب ۳ / ۲۹۰ ورواته لااعلم فيهم مجروحاً)
ترجمه : حذيفه  وايي چي نبي کريم  وويل چي کله مومن دمومن سره ملاقات وکړي اوهغه ته سلام وکړي اود هغه لاس ټينګ کړي اوروغبړورسره وکړي نوددوئ دواړو ګناهونه داسي رژېږي لکه ددرختې بلګونه (پاڼې) .
(۲) قال ابن عبدالبر: حدثناعبدالوارث بن سفيان قال حدثنا
قاسم بن اصبغ حدثناابن وضاح (محمد) قال حدثنايعقوب بن کعب قال حدثنامبشربن اسماعيل عن حسان بن نوح عن عبدالله بن يسرقال ترون يدی هذه صافحت بهارسول الله  الحديث.
(رواه ابن عبدالبرفی التمهيد۱۲ / ۲۴۷)
قال المبارکفوري رجاله کلهم ثقات واسناده متصل . (تحفة الاحوزذی ۲ / ۲۰۶۶) ورواه الامام احمدفی مسنده حدثناعبدالله حدثنی ابی حدثناعلی بن عياش قال حدثناحسان بن نوح حمصی قال رئيت عبدالله بن بسرقال ترون کفی هذه فاشهدانی وضعتها علی کف محمد الحديث. اسناده صحيح .
(تحفة الاحوذي ۲ / ۲۰۶۶)
ترجمه : عبدالله بن بسر وايي چي ماپه دغه لاس درسول الله  سره مصافحه کړې ده اوپه بل روايت کښي راځي چي مادغه ورغوه (خپړه) درسول الله  په ورغوي ايښې ده .
(۳) قال الامام احمدبن حنبل حدثنامحمدبن بکرحدثناميمون المرأی حدثنامحمودبن سياه عن انس بن مالک عن النبی  قال مامن مسلمين التقيافأخذاحدهمابيدصاحبه الاکان حقاًعلی الله ان يحضردعائهماولايفرقابين ايديهماحتی يغفرلهما. (رواه احمد۳ / ۱۴۲) رقم ۱۲۴۵۱ واخرجه البزارفی کشف الاستاررقم ۲۰۰۴ وابويعلی رقم ۴۱۳۹ وابن عدی فی الکامل ۶ / ۲۰۴۰۹)
دترجمــې خـــلاصــــــه : انس  وايي چي نبي کريم 
وفرمائل چي کله يودوه مسلمانان سره ملاقات وکړي اويودهغه بل لاس ونيسي نوپرالله تعالی داحق دی چي ددوئ دعاقبوله کړي اوددوئ دواړولاسونه ترهغه وخته نه سره جلاکوي چي ترڅوپوري بخښنه ورته ونه کړي .
(۴) دمصافحې (روغبړ) بحث چي دحديثوپه هرکتاب کښي راغلي وي نوهلته وګورئ قطعاًدانه سته چي نبي  دی په دوولاسونوروغبړکړی وي بلکه د حديثوپه اکثروکتابونوکښي به تاسوديولاس روغبړد نبي کريم  وويني لکه ترمذي ابن ماجه مشکوات ص ۴۰۱ ، ۲۹۰ ، ابن حبان ۸ / ۱۱۸ الادب المفردللبخاري رقم ۶۴۰۱ ، الجامع الصغيرللسيوطي باب المصافحة اوخاص بيا سلسلة الاحاديث الصحيحه دالباني وګورئ نوپه دوو لاسونوسره قطعاًروغبړله رسول الله  څخه ثابت نه دی او کوم کسان چي وايي چي په دوولاسونوروغبړسته نوهغه يودرسول الله  څخه هيڅ ثبوت نه لري فقط پريوځای يې لاس ټينګ کړی دی هاغه داچي په بخاري کښي حديث دی چي ابن مسعود وايي چي ماته نبي کريم  التحيات راوښوداوزمالاس دنبي کريم  ددوولاسونوترمنيځ وونوزه وايم روغبړجلاشی دی يوچاته التحيات ښوول جلاشی دی دې حديث کښي دروغبړلفظ نه سته اوکه چيري څوک په دې مسئله کښي زيات وضاحت اوډېرحديث ليدل غواړي نو دمبارکفوري صاحب کتاب دي وګوري چي خاص يې پر دغه موضوع ليکلی دی دا(المقالة الحسنی فی سنية المصافحة باليداليمنی) .
(۵) روغبړته په عربي کښي مصافحه وايي نودا عربي لفظ دی ددې معنی به موږاوتاسومعلومه وود لغتوله کتابونوڅخه ځکه چي موږاوتاسوخوعرب نه يو نوچي دمصافحې کومه ترجمه وه هغه ته مصافحه (روغبړ) وايي :
(۱) المصافحة وهی مفاعلة من الصاق صفح الکف بالکف.
(لسان العرب ۷ / ۳۵۶)
ترجمه : مصافحه دې ته وايي چي يوڅوک خپل ورغوی (خپړ) دبل له ورغوي سره يوځای کړي .
(۲) المصافحة افضاء صفحة اليدبصفحة اليد. (العرف الشذی لانورشاه کشميري ، ترمذی ۲۹۰ ، ۱۰۱ ، مرقات شرح مشکوات لعلی قاري ۸ / ۴۵۸ ، لمعات ۳ / ۲۲ )
ترجمه : مصافحه دې ته وايي چي ديوه لاس (ورغوي) مخ دبل لاس (ورغوي) دبل سره ورکړي .


وزیري
29.11.2010

حذیفه وروره السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

بعضی وخت کی داسی شکمن شم چی ولی داسی خبری راوځی چی نوم پری د اسلام پروت وی او د اسلام بیخ باسی. بیا وایم چی ځه خو اخیره زمانه ده، همدا د فتنو وخت ده، که داسی ونه شی نو بیا خو حدیثونه غلط خیژی.

په هر حال، زما په آند تا په دی لیکنه کی تا دا کوشش کړیدی چی اسلامی آداب له منځه یوسی. تهمت یی مه ګڼه او خفه کیږه هم مه. موژ خو په دواړو لاسو مصافحه فقط مشرانو سره کوو او دا د دوی آدب بولو. ما تر اوسه داسی څوک نه دی لیدلی چی ماشوم ته یی دواړه لاسه ورکړی وی. نو له دینه معلومه شوه چی دا د مشرانو د آدب لپاره ده او مونږه یی مستحب بولو.

او ته به ماته هغه ځای را وښایی چی په دواړو لاسونو مصافحه یی مګروه ګڼلی وی حرامه خو یی لا پریږده.

والسلام


حذيفه
29.11.2010

ستاخوښه الوزيري صاحب!
ته په دي نه پوهېږې چي دسنة ابتاع چي څرنګه په اوامروکي ضروري ده همداشان په نواهيواومتروکاتوکي هم لازمي ده له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه په دوه لاسه روغبړندی ثابت که وي نوته موپرې خبرکړه چي موږهم عمل پرې وکړو.
داسي شډل الفاظ دي ويلي دي چي زه پرې زيات خفه سوم ته يوعالم يې اودومره تنګ نظري کوې نوله نوروخلکوڅه ګيله سته .زه په صحيح حديث دروغبړطريقه بيانوم اوته يې سمه نه بولې ستاددوولاسوروغبړخوماترننه هم په احاديثوکي ندی لیدلی نوته يي راته ثابت کړه .هسي تاويل اومايل به نه وایې،په صحيح حديث به يي ثابته وې کنه نوپرمااعتراضونه مکوه .دالله درسول طريقه ته اوته يي نه منې .
که يوځل درسول صلی الله عليه وسلم اتباع په هرڅه کي ضروري وي نوبياتاته څه درپېښه ده چي نه يې کوې؟اوکه يي ضروري نه بولې نودابيابېله خبره ده .


لقمان
29.11.2010

حذیفه صیب!

که نبي علیه السلام په یو لاس روغبړ کړی، په دواړو لاسو روغبړ څخه یې هم منع نه ده کړې، بلکې سکوت یې اختیار کړی. او په هغو احکامو کې چې سکوت اختیار شوی وي مونږ ته لازمه نه ده چې د بني اسرائیلو غوا ترې جوړه کړو ترهغه چې پخپله یې په ځان باندې حرام وګرځوو.

تاسې داحدیث په ځیر ولولئ:

إن الله فرض فرائض فلا تضيعوها، وحد حدوداً فلا تعتدوها، وحرم أشياء فلا تنتهكوها، [color=blue:2880e5102d]وسكت عن أشياء -رحمة بكم غير نسيان-[/color:2880e5102d] فلا تسألوا عنها.

په دواړو لاسو روغبړ لکه څنګه چي الوزیری صیب فرمايلي زمونږ په ټولنه کې دود او رواج دی. په اسلام کي هغو رواجونو ته ډیر اعتبار وکړل شوی کوم چي په اسلام کي تری منع نه وي راغلي.

د مثال په توګه: په اسلام کې عورت د نامه نه لاندې د زنګونو نه پورته دی.
اوس حذیفه صیب راولاړیږي او یوازې همدغه ځای (دنامه نه لاندې د زنګونو پورته) پټوي، او نور بدن یې لوڅ وي، که څه هم عورت یې پټ دی شرعا ځکه جواز نلري، ځکه چې دا په ټولنه کې د غیر مروت یو عمل ګڼل کیږي او دخلکو توجه جلبوي او سړی د خلکو په سترګو کې سپک معرفي کوي، او دټولنې دعاداتو او تقالیدو خلاف عمل دی.

زه زمونږ د وهابیانو دا عمل هم د اسلام د لارښوونو سره په ټکر کې بولم چې کشر هلک به وي او کله چې مشر راننوځي دستړي مشي لپاره له ځایه به نه پاڅیږي. ماته خو ډیر بې ادبه معلومیږي. دا بې ادبه وهابي به دا دلیل نیسي چې صحابه یو بل ته نه دي پاڅيدلي خو دې ته فکر نه کوي دا په هغې ټولنه کې عرف او عادت داسې وه چې یو له بل څخه به نه خفه کیدل که چیرته ودریدلی نه واي ورته. زه پوره باور لرم (والله اعلم) که چیرته د الله پیغمبر صلی الله علیه وسلم ژوند وای او دا بې ادبه کشر وهابي یې لیدلی وای چې د مشر د احترام لپاره له ځایه نه پاڅیږي او په ناسته په یو لاس روغبړ کوي، خامخا به یې دا عمل د مشرانو ستره بې ادبي بللې وه، او ددې تش په نامه وهابي دغه عمل به خوند نه وه ورکړی.

همداسې یې په یو لاس د روغبړ مساله درواخله.
نو مونږ باید هغه اعراف او رواجونه چې په اسلام کې ترې منع نه وي راغلي داسې په ځان عملي کړو لکه څنګه چې اسلام راته امر کوي، او د سرغړونې په صورت کې ځان ګنهګار وبولو.

والله اعلم


حذيفه
29.11.2010

لقمان صاحب!
زه خوپه حديث کي دروغبړطريقه بيانه وم دايقيني ده چي دالله رسول داسي کړي دي نوزه په خپله هغه عمل چي له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه ثابت وي پرهغه ښه بولم چي په شريعت کي ثابت نوي .پاتې سوه دکشرانوموضوع هغوته زه دامشوره ورکوم چي زه خپله کله په يوه لاس روغبړکوم اوکله په دوه لاسواوکله ولاړسم اوکله نه ولاړېږم نودوئ دي هم تشددنکوي .
زماهدف دادی چي ځيني خلک له دي ډول اعمالوبدوړي سره له دي چي داپه شريعت کي سته نوزه په دی سره هغه پوهوم چي له دي شانودي اُخ نه چوړه وي که څوک هريورواعمل کوي نوبددي نه پروايې په دي سره اتحادهم راځي اوداختلاف مخه نيول کيږي .نورستاسوخوښه!


حذيفه
29.11.2010

لقمانه وروره!
حديث تشريح دي کاش! کتلې وای هلته وايې چي ماسکت الله عنه له عباداتوغيردي په عبادت کي به ضروردهغه څه پيروي کووچي له الهي کتاب اوسنة څخه معلوميږي اوبس.اوس ستاسوڅخه پوښتنه کوم چي روغبړعبادت دی کنه؟که وي نوضروربه درسول کريم صلی الله عليه وسلم پرسنت طريقه کوواوکه نوي نوالله تعالی ثواب ولي پرې ورکوي؟
ستادحديث لاندي تشريح وګوره!
أن ما سكت الله عنه فلم يفرضه، ولم يحده، ولم ينه عنه فهو الحلال، لكن هذا في غير العبادات،فالعبادات قد حرم الله عزّ وجل أن يشرع أحد الناس عبادة لم يأذن بها الله عزّ وجل، فتدخل في قوله: "حَرَّمَ أَشيَاء فَلاَ تَنتَهِكُوهَا".
لقمان صاحب !داپورتنۍ کلماتې په غوره مطالعه کړه!
ولهذا نقول:إن من ابتدع في دين الله ما ليس منه من عقيدة أو قول أو عمل فقد انتهك حرمات الله، ولا يقال هذا مما سكت الله عزّ وجل عنه، لأن الأصل في العبادات المنع حتى يقوم دليل عليها،وغير ذلك الأصل فيه الإباحة، فما سُكِتَ عنه فهو مباح.له دي کلماتوپه څرګنده معلوميږي چي له ځانه په عباداتوکي څه پيداکول حرام اوبدعت دی اونه له دي څخه الله اويارسول ساکت کيږي،هو!له عباداتوغيرکه له کومه شي الله تعالی اويارسول صلی الله عليه وسلم ساکت سونومباح دی .
دلته ماڅه عبارت حذف کړی دی اودلته يومثال وړاندي کيږي .
وابن عمر رضي الله عنهما ليس يقص ما زاد على القبضة في كل السنة، إنما يفعل ذلك إذا حج أو اعتمر فقط، وهذا فرق بين ما شغف به بعض الناس وقالوا: إن ابن عمر رضي الله عنهما يرى جواز أخذ ما زاد على القبضة.
وكأنه - والله أعلم - رأى أن هذا من كمال التقصير أو الحلق.
ومع ذلك فرأيه رضي الله عنه غير صواب، فالصواب فيما قاله النبي صلى الله عليه وسلم .
وروڼوتاسووينئ چي دږېرې په تقصیرکي هم اختلاف سته مجوزين يي دابن عمرپه عمل دليل نيسي لکن ددي ځواب علماؤورکړی دی خوداوروستنۍ جمله عجيبه غريبه جمله ده .ابن عمرکه داسي کول نوهيڅ دجوازدليل وای نسي کېدای حق هغه ده چي دالله رسول صلی الله عليه وسلم ويلي اوبس .که له دي څخه پرته څوک بل ځای نجات اوحق لټه وي نوضروربه ګمراه کيږي .


وزیري
30.11.2010

حذیفه وروره صرف دی اخیری خبری د خوند رانه که. چی لیکلی دی دی:

ابن عمرکه داسي کول نوهيڅ دجوازدليل نسي کېدای حق هغه ده چي دالله رسول صلی الله عليه وسلم ويلي اوبس.

بیشکه چی حق هغه ده چی الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی او بس.

کاشکی کی دی دا منلی! چی رسول الله صلی الله علیه وسلم څه ویلی هغه دی کولی. مطلب می د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده چی: علیکم بسنتی وسنة خلفاء الراشدین المهدیین.
د خلفاء الراشدینو سنت داسی سنت دی لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم. نو د حضرت عمر رضی الله عنه دا د ګیری عمل زمونږ لپاره د جواز پوره دلیل ده.

والسلام


وزیري
30.11.2010

حذیفه وروره یو بل شی می درته پیدا کړی که یی راسره ومنی:

په دواړو لاسونوباندې ستړې مشې کول سنت ده .
فى مشکوة المصابيح ٢\٤٠١ [ قديمي]
عن البراء بن عازب قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم مامن مسلمين يلتقيان فيصافحان الا غفر لهما . ( رواه احمد )

وفى الدرالمختار مع ردالمحتار:٦\٣٨٢ [ سعيد ]
السنة فى المصافحة بکلتا يديه وعامة فيما علقته على الملتقى .

قال الشامى رحمه الله : قوله ( وعامة الخ ) ونصه وهى الصاق صفحة الکف بالکف واقبال الوجه بالوجه فاخذا الاصابع ليس بمصافحة خلافا للروافض ،والسنة انت تکن بکلتا يديه وبغير حائل من ثوب اوغيره وعند اللقاء بعدالسلام وان ياخذ الابهام فان فيه عرقا ينبت المحبة کذا جاء فى الحديث ذکره القهستانى وغيره اهـ

وفى مجمع الانهر شرح ملتقى الابحر: ٢ \٥٤١ [ احياء التراث ]
(ولاباس بالمصافحة ) لانها سنة قديمة متوارثة فى السنة والسنة فى المصافحة بکلتا يديه

والسلام


حذيفه
30.11.2010

وروره!
دحديث په تشريح کي يوعالم داسي ويلي دي چي دابن عمرقول که هرډول وي خوحق درسول صلی الله عليه وسلم قول دی دازماقول ندی ته به هم په عربي پوهېږې مخکينی عبارت وګوره خپه کيږه مه .
دږيرې په هکله دابن عمرداسي يوعمل په ځينواحادیثوکي نقل سوی دی اوپه سنديي علماؤجرح کړې ده دخودي عمررضی الله قول ياعمل ندی .
دمشکات حديث هم زمامدعی تثبيته وي،مادرته دمصافحې لغوي تشريح وړاندي کړې ده هغه يوځل بياوګوره !.


قريش
30.11.2010

حذیفه صیب تاسې خو دمولوي صیب ځواب ندی ویلي ،دمصافحی په لغوی معنی سره يي ځنګه ځوابوې؟؟
دا وګوره:

السنة فى المصافحة [color=red:ec65b7f693]بکلتا[/color:ec65b7f693] يدي[color=blue:ec65b7f693]ه[/color:ec65b7f693]

که چیرته (بکلتا یدیهما) راغلی وه بیاستادمصافحی لغوي معنی يي ځواب وه. اوس خو په یدیه کي د مفرد صیغه ده یعنی دیوکس دواړه لاسونه.

او دمولوي الوزیریه صیب دخبری په تایید لاندي دلیل هم ولوله:

تهذيب التهذيب ج1/ص240 قال البخاري في تاريخه:
حدثني أصحابنا يحيى وغيره عن أبي قال رأيت حماد بن زيد وجاءه بن المبارك بمكة فصافحه بكلتا يديه ))


حذيفه
30.11.2010

قريش جانه!
مادحديث په رڼاکي داخبره کړې ده اوتاچي کومه خبره کړې ده نوهغه دکوم بل کتاب خبره نه کوم حديث پردي دليل سته اونه يي وړاندي کړی دی،ځکه نوبې دليله خبره زه څرنګه ومنم.ته راته ووايه دنبي خبره به حق وي اوکه ديوعام سړي .دنبي په وړاندي څوک منکرکارنسي کولای که يي وکړي نوهغه صلی الله عليه وسلم سمدستي ورباندي ردکوي .دعبادت په ټولواقساموکي څوک داسي شی نسي راښووای چي دهغه طريقه له نبي کريم صلی الله عليه سلم څخه نوي نقل سوې .
تاچي کوم اثاروړاندي کړی هغه ځکه ندی معتبرچي راويان يي معلوم ندي اودسندرواة به لازمي معلوم وي .


وزیري
01.12.2010

قریش وروره! مه پسی ګرځه، دا زما تجربه ده چی اهل السنت والجماعة ډله قرآن کریم، حدیث شریف، قیاس او اجماع امت په سر سترګو منی. او څوک چی له دی فرقی نه یوه ګوته هم وتلی وی، هغه چی را ګیر کړی بیا غیر له آیت او حدیثه نور هیڅ هم نه منی. او که یی بیا په آیت او حدیث هم ملامته کړی نو بیا د حدیث په صحت کی سل قسمه جرحی درته باسی. هغه جرحه به هم د دوی عالمانو کړی وی نه د اهل السنت والجماعت ثقه علماوو. دوی وایی که دا آیت او حدیث دا دوه دری کاله کیږی چی دوی له خولی تړلی خزانی نه راوباسلی. خدای مو انصاف روزی که تاسو خو یی په تیاره خوری، لاړ شی او په کتاب خانه کی کوم کتاب هدیه کړی او یا یی د خوارجو له ویب سایټ نه ولولی یا را ډاونلوډ کړی، دی علماوو چی دا خبری کړی او دا کتابونه یی لیکلی شپی او ورځی یی ورته یو کړی وی. چی پوه به شول چی د ددی حدیث علم له هغه فلانی مولوی صاحب سره شته نو بلی دنیا ته به پسی تلل. او تاسی یی نن هسی په چرګه باروی. حدیثونه وګوری چی د علماوو څومره فضیلت بیان شویدی او خبره یی څومره وزن داره بیان شویده. که یی نه لری چی زه یی در ولیږم.

والسلام


لقمان
01.12.2010

[quote:9091327ab3]او څوک چی له دی فرقی نه یوه ګوته هم وتلی وی، هغه چی را ګیر کړی بیا غیر له آیت او حدیثه نور هیڅ هم نه منی. او که یی بیا په آیت او حدیث هم ملامته کړی نو بیا د حدیث په صحت کی سل قسمه جرحی درته باسی. [/quote:9091327ab3]
یره خو الوزیریه صیب په صحیح معنی دې داخلک پیژندلي دي :D :D :D
هلته دجادالله ترسرلیک لاندي موضوع کي مي دحلیمي صیب لیکنه ولوسته سخت يي زما اعصاب راخرابه کړل خوستاسې په دې لیکنه مې طبیعت بیرته جوړشو. خودا په دې معنی نده چي دحذیفه صیب سره خدای ناخواسته دښمني لرم حذیفه صیب که هرڅومره سختی خبري وکړي هدف یی حقیقت ته ځان رسول وي او نوسخته خبره یي هم راباندي بده نه لګي ځکه چي (ضرب الحبیب آکل الذبیب)، :)
خودا دحلیمي صیب سره مي فطرتا جوړه نده. :shock: :x

علت یې شاید همداحدیث وي چي:
الآرواح جنود مجندة.......... الخ
مولوي صیب ترجمه یی کړه ورته که څوک پري نه پوهیږي.


حذيفه
01.12.2010

الوزيري وروره!
عجيبه بې انصافه پرېکړه دي کړې ده .په حنفي په فقه کي به څومره مسئلې وي چي له امام صاحبه غيردبل عالم ياشاګردپه قول فتواورکړل سوې وي؟دامام صاحب قول ردسوی وي،نودلته هم ستاپوښتنه مطرح کيږي چي امام (استاد)په دي حديث ياايت نه ووخبر؟ځيني ځايونه له حنفي مذهب پرته دنورومذاهبوقول قوي وي اوخپله داحنافوعلماؤهم منلې وي نوهلته هم پوښتنه کيږي چي داحنافودادومره علماءنه ووپه خبر؟ستاپه پامه داالهي ويناهېرده چي الله تعالی وايي :
خلق الانسان ضعيفاً.
دنبي کريم صلی الله عليه وسلم داوينادي له پامه لوېدلې ده؟چي وايي :
‏رُبَّ مُبَلَّغٍ أَوْعَى مِنْ سَامِعٍ ‏"‏
بل ځای وايي :
لِيُبَلِّغِ الشَّاهِدُ الْغَائِبَ، فَإِنَّ الشَّاهِدَ عَسَى أَنْ يُبَلِّغَ مَنْ هُوَ أَوْعَى لَهُ مِنْهُ ‏"‏‏.‏
ته نه يې خبرچي عمرفاروق رضی الله عنه حج تمتع نه مانی اوزوی ابن عمربيامنی اوخلکوته يي په دي هکله فتواورکوله .ددي دامطلب دی چي عمررضی الله عنه عالم نه وو؟په مسائلوکي اختلاف خوپه اصحابوکي هم ووته ولي دومره په نفرت کي تللی يې چي ځيني خلک له اهل سنة والجماعة له صفه باسې؟
زه ستاڅخه پوښتم چي ددي ايتونوڅه ترجمه اوتفسيردی؟:
وَأَنَّ هَـذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ.انعام ۱۵۳)
وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ.(ال عمران 103 )


وزیري
02.12.2010

حذیفه وروره السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

ستا خبره با الکل صحی ده چی الله جل جلاله فرمایلی دی چی: خلق الانسان ضعيفاً. خو بیا که دی هیره نه وی همدغه انسان ته داسی هم ویل شویدی چی إذا حكم الحاكم فاجتهد ثم أصاب فله أجران، وإذا حكم فاجتهد، ثم أخطأ فله أجر. مونږه کټر حنفیان یو، ګوتی په کی نه کوو چی دا ځای یی قوی دی او دا ځای یی کمزوری دی. که د امام صاحب قول رد شویدی نو په ځای یی د کوم شاګرد قول اخستل شویدی، بیا هم هماغه حنفی فتوی شوه. تقلید دی چی شروع که بیا به یی کیی. دا خبره به درته یو څه سر زوری ښکاره شوی یی خو نه داسی نه ده. ماته خو دا ثبوت ده چی:
إن أھل المدینة سألوا ابن عباس -رضي اللہ عنھما- عن امرأة طافت ثم حاضت قال لھم: تنفر قالوا: لا نأخذ بقولک وندع قول زید. (بخاري: ۱/۲۳۷)
له دی حدیث نه دا معلومیږی چی د مدینی خلکو د حضرت زید رضی الله عنه شخصی تقلید کاوه ځکه یی د ابن عباس رضی الله عنه قول ونه مانه.

او شارح مسلم شریف علامہ نووی رحمه الله فرمایلی دی: أما الاجتہاد المطلق فقالوا اختتم بالأئمة الأربعة الخ یعنی اجتہاد مطلق په همدی څلورو امامانو ختم ده. (فتاویٰ رحیمیہ: ۱/۸۱ بحوالہ نورالہدایہ: ۱/۱۰

اوس نو ته نه شی کولای چی له دی څلورو مذاهبو نه ووځی او د خپل ځان تقلید شروع کړی.
علی أن القیاس بعد الأربعمائة منقطع فلیس لأحد بعدھا أن یقیس مسئلة علی مسئلة کما ذکرہ ابن نجیم في رسائلہ (شامی: 2/337 ط․ زکریا دیوبند

که دی شروع هم کړو نو علماوو دا فتوی بیا پری ورکړی ده.
سید احمد طحطاوی د فرقه ناجیه په باره کی وایی: وھذہ الطائفة الناجیة قد اجتمعت الیوم في المذاھب الأربعة ھم الحنیفون والمالکیون والشافعیون والحنبلیون ومن کان خارجًا من ھذہ الذاھب الأربعة في ذلک الزمان فھو من أھل البدعة والنّار یعنی فرقه ناجیه هغه خلک دی چی په دی څلورو مذاهبو کی وی او خارج له دی څلورو مذاهبو په دی زمانه کی، دا له اهل بدعتو نه دی او اهل د اور دی. (فتاویٰ رحیمیہ: ۱/۸۲، بحوالہ طحطاوی علی الدر المختار: ۴/۱۵۳

علامہ ابن نجیم مصری لیکی: وما خالف الأئمة الأربعة فھومخالف للإجماع یعنی د ائمہ اربعہ خلاف فیصلہ د اجماع نه خلاف فیصلہ ده۔ (الأشباہ: ۱۳۱

شیخ احمد المعروف بملا جیون تفسیرات احمدیہ کی وایی: قد وقع الإجماع علی أن الاتباع إنما یجوز للأربع الخ یعنی په دی باندی اجماع شویده چی اتباع صرف د څلورو مذاهبو روا ده. وړاندی وایی: وکذا لا یجوز الاتباع لمن حدث مجتھدًا مخالفًا لھم یعنی که چیرته نوی مجتهد راپیداشی او د دی څلورو مذاهبو خلاف وی نو دهغه اتباع جایز نه ده (فتاویٰ رحیمیہ ۱/۷۹)

امام ابراہیم سرخسی مالکی رحمہ اللہ وایی: ر وأما في ما بعد ذلک فلا یجوز تقلید غیر الأئمة الأربعة یعنی د اولی دوری نه راپه دیخوا غیر له ائمہ اربعہ نور د هیچا تقلید جائز نه ده۔ (فتاویٰ رحیمیہ: ۱/۸۰ بحوالہ الفتوحات الوہبیہ: ۱۹۹)

دا د دیوبند فتوی هم وګوره.
میرا سوال یہ ہے کہ جب حدیث موجود ہے تو پھر امام رحمة اللہ علیہ کی ضرورت کیوں پڑتی ہے جیسے دیوبند امام ابوحنیفہ رحمة اللہ علیہ اور اہل حدیث امام شافعی رحمة اللہ علیہ کے مقلد ہیں۔ حوالہ کے ساتھ جواب عنایت فرماویں۔ (۲)اور یہ کہ جب حدیث کے مطابق ایک فرقہ ٹھیک ہوگا تو کون سا فرقہ ٹھیک ہے اور کیوں اگر باقی غلط ہیں تو کیوں خاص طور پر اہل حدیث؟

21 Feb, 2009
Answer: 10934
فتوی: 287=287/م

یہ بات غلط ہے کہ اہل حدیث، امام شافعی رحمہ اللہ کے مقلد ہیں، وہ کسی امام کی تقلید نہیں کرتے، ہاں نفس کے متبع ضرور ہیں۔ رہا یہ سوال کہ حدیث کے موجود ہوتے ہوئے تقلید امام کی ضرورت کیوں ہے؟ تو اس کا جواب یہ ہے کہ دین اسلام کے بہت سے امور تو ایسے ہیں جن میں نہ کسی کا اختلاف ہے، نہ اختلاف کی گنجائش ہے، لیکن بہت سے امور ایسے ہیں کہ ان کا حکم صاف قرآن یا حدیث میں مذکور نہیں، ایسے امور کا شرعی حکم دریافت کرنے کے لیے گہرے علم، وسیع نظر، اور اعلی درجہ کی دیانت وامانت درکار ہے، یہ چاروں ائمہ (امام ابوحنیفہ، امام شافعی، امام مالک اور امام احمد رحمہم اللہ) ان اوصاف میں پوری امت کے نزدیک معروف و مسلم تھے، اس لیے ان کے فیصلوں کو بحیثیت قانون کے تسلیم کیا جاتا ہے۔ جس طرح کہ عدالت عالیہ کی تشریح قانون مستند ہوتی ہے، اس لیے یہ تصور صحیح نہیں کہ لوگ اللہ ورسول صلی اللہ علیہ وسلم کی اطاعت کے بجائے ان بزرگوں کی اطاعت کرتے ہیں، بلکہ صحیح یہ ہے کہ اللہ و رسول صلی اللہ علیہ وسلم کے فرمودات کی جو تشریح ان بزرگوں نے فرمائی ہے اس کو مستند سمجھتے ہیں، قانون کی تشریح کو کوئی عاقل، قانون سے انحراف نہیں سمجھا کرتا، اور قانون کی فہم وتشریح کے لیے جس علمی بصیرت اور اجتہادی شان کی ضرورت ہے، وہ عام لوگوں میں موجود نہیں، اور ان چاروں ائمہ میں بوری طرح موجود ہے، اس لیے تقلید کی ضرورت پڑتی ہے۔
(۲) جو فرقہ صحیح ہوگا وہ وہ ہے جو آپ صلی اللہ علیہ وسلم اور آپ کے صحابہ کے طریقے پر قائم ہوگا، حدیث میں ہے: ما أنا علیہ وأصحابي اور علیکم بسني وسنة الخلفاء الراشدین المھدیین، حضور صلی اللہ علیہ وسلم اور صحابہ کے طریقے کے علاوہ پر جو چلے گا وہ غلط ہوگا، اہل حدیث صحابہ کے طریقے پر قائم نہیں، اس لیے وہ راہِ اعتدال اور صراط مستقیم سے ہٹے ہوئے ہیں۔

واللہ تعالیٰ اعلم
دارالافتاء، دارالعلوم دیوبند

نو وروره په دی خو بیخی له حنفی مذهبی یا تقلید والا سره مه غږیږه چی دا حدیث قوی ده او د مذهب لاره دی په دی ځای کی پریږده. دا ځکه چی د مذهب عالمان له تانه ښه په دی پوهیدل چی قوی حدیث کوم ده او ضعیف کوم ده. دا می ستا لپاره نه دی لیکلی چی ګوره مونږ په حقه یو او ته په ناحقه یی او را واوړه. ما په دی سره فقط خپله عقیده درته څرګنده کړیده چی زه داسی عقیده لرم.
ته هم الحمد الله مؤمن یی او د اسلام په چوکاټ کی یی. په کفر می نه یی شمیرلی او نه زه دا واک لرم چی چاته مرتد یا کافر ووایم. الله جل جلاله دی جنتی کړه.

پاتی شوه ستا د ددوو آیاتونو ترجمه.
ترجمه به زما او ستا یو شی وی ځکه چی عربی ده او په معنی کی یی څوک له ځانه ټکی نه شوی کولای. پاتی شو تفسیر، نو تفسیر خو نن سبا ډیر تفاوت سره لری. ته حتماً دا دوه آیتونه د کوم شی لپاره دلیل نیسی. نو مهربانی وکړه، تفسیر یی کړه او خپل دلیل دی تری راوباسه.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more