ادبي ټوکې ټکالې
دنن ټوکه
tandar
25.11.2010
یوه موضوع ما نن سهر وختی ټولنیز بحثونو کی دمعلوماتو لپاره وړاندی کړه،ددی لپاره چه بل لیکوال خپل کریدټ اخیستی وی ،دیو سوال په طرحه کو سره عینی موضوع ې په مترقی بحثونو کی تکرار کړیده،چه ماته په خپله دخودخواه اوخودنما مفهوم راکوی اوورته دزړه دخلاصه ههاهههههاهههههههههاکومه،درحالیکه چه لیکنه هم دبل چاده ههاهها٠
یعنی هیڅ ضرورت ورته نه و٠
دالاندی ټوکه ورسره لږیږی٠
یو سړی له جنګه راغلی و،دکیلی خلکو تری پوښتنه وکړه ،چه جنګ څنګه و؟
په ځواب کی ې ورته وویل چه له ډیرو خلکو می پښی غوڅی کړی٠
خلکو ورته وویل چه ولی دی سرونه نه پریکول؟
ده ورته وویل چه سرونه ې بل چا پری کړیوه٠ هاهاها
دلته هم بعضی دنورو دلیکنو نه پښی غوڅوی،او نور پری مصروفوی اوخپل ابتکار نه راته عاجز ښکاری٠
داچه ملی احساس لری دقدر وړ دی٠
مننه٠
سلامونه ،ښه چاری
پښتون.
25.11.2010
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
ښه نو یواځی یی لکۍ نده رواړی .پوره مړی یی راپشا کړی دی. :wink:
يو سړى چا په مرمۍ ويشتلى ؤ، مړ ؤ دکلي خلک پرې راټول وو، په دې وخت کې يوه زړه ښځه راغله او له خلکو نه يې پوښتنه وکړه ، چې دا په کوم ځاى لګېدلى دى ؟
يوه سړي ورته وويل په تندي لګېدلى دى .
زړې ښځې وويل : شکر دى چې په سترګه نه دى لګېدلى که نه ړوند به وو . :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
tandar
25.11.2010
یاره ژوندی دی وی،چه له زړه نه دی وخندولم ،دبوجی سر ې هم لږ خلاص کړی چه په بوی ې دخلکو دماغونه وسوزوی٠ او بیا دبوی پوښتنه هم کوی چه څنګه دی٠
دادبوی خبره راغله نو یوه واقعی ټوکه درته لیکم٠
زمونږ په کیلی کی یوهلک و،خلکو به ورته د سونی نوم اخیستلو،خبر شوی یم چه مړ شوی دی،خدای دی وبښی٠
ده به ډیری ټوکی کولی٠
خپلو همځولو کی به یو کرتی جیګ شو او له یو بل نه به ې دجب دستمال وغوښتولو ،خو چا به نه ورکولو، داد بهانه وه٠
ده به نو له وخته مخکنی ټول سامان تر هګیو پوری دپرتوګاخ دګنډی په سر راایستلی وه٠خولمن به پری پرته وه٠
بس غږ به ې کړو چه تاسی ارامیان ماته دستمال نه راکوی زه می پزه په خپله لمن پاکومه ،بس سړی خپله لمن پزی ته پورته کړه او په دی چل ې خپل سامان ټولو ته ښکاره کولو ٠
پوښتونه یاره دنیا له زرنګو خلکو نه ډکه ده٠ مګر خلک ې وینی پری پوهیږی او ړانده هم نه دی٠
دهرسړی خپل کار دی٠
تربیا٠
ظالمان همیشه خوری د مظلوم غوښې
پښتون.
25.11.2010
هاهاهاها ښه مثال دی او پکښی خوندوره ټوکه ده او دا چی یو ریښتینی حال هم دی نو ماته د سامان په اړه د سلیمان لایق یو شعر را په یاد شو چی په حقیقت کی طنزی بڼه لری اوپدی کی یی یو واقعیت بیان کړی دی.
ظالمان همیشه خوری د مظلوم غوښې
په کمزور د زورور منګولی خښې
لرګبه ووی له غضبه خوټې راکه
دامی بس دی خزانی ځانته بسیا که
غریبګوټی وی توبه می له دی ګټو
چې تر خوټو پوری ډوب شومه په خوټو
دده خوټي هم د نورو سره ولاړی
دده خوټي هم ورسره ولاړی
سپره پاتې شو غموته جینګی داری
:wink: :wink: :wink: :wink: :wink: :wink: :wink:
او اوس د تیارخورو لپاره یوه ټوکه:
:D :D :D
يوه جاپاني د يوه پاکستاني څخه پوښتنه وکړه چې تاسو هر نوې شى جوړ کړئ نو بيا پرې وليکئ چې مېډن جاپان ، تاسو دا ولې کوئ ؟
پاکستاني ځواب ورکړ : که نران ياستئ ، نو تاسو چې څه جوړکړل پرې وليکئ مېډن پاکستان .
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
قريش
25.11.2010
د ټوکو خونه به توده ساتو خوددي لاندې اتڼ نه هم خوند واخلئ.
http://www.youtube.com/watch?v=w1BpLN25nTM
pattang
26.11.2010
چندان اتڼ خو ندی ، خو دوږې سړي لپاره روټه پولاو ده.
[quote:1b84e2b8b0="قريش"]د ټوکو خونه به توده ساتو خوددي لاندې اتڼ نه هم خوند واخلئ.
http://www.youtube.com/watch?v=w1BpLN25nTM[/quote:1b84e2b8b0]
سلامونه ،ښه چاری
پښتون.
26.11.2010
ریښتیا چی چندان اتڼ خو ندی قریشه، خو بیا هم ستا نه مونږ څه خبر یو کیدای شی له تا لپاره د پتنګ صیب خبره روټه، پولاو یی.نوش جان دی .یوه پاله خو به تا هم ورته کړی وی. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
عنوان
tandar
27.11.2010
ډیر ښکلی اتڼ دی خو دخپلو کورنیو لپاره ې،په دغسی شخصی مجلسونو او ودونو کی دکمرو اجازه دافغانی کلتور له نګاه نه پریښودل او بیا دانټرنیټ له لاری خپرول یو جنایت دی،هر سړی دی په خپل فامیل راولی٠
او ددغه اتڼ نه ټول افغان باید عبرت واخلی،دا دوطن داستقلال کوم جشن نه دی بلکه یو شخصی او کورنی خبره ده ،داټولی زمونږ خویندی او میندی دی،دوی باید درقاسو غوندی په انټرنیټ کی خصوصا ټول افغان کی ښکاره نه شی٠
زه ددغسی شیانو دخپریدو دلته سخت مخالف یم٠
اصلامونږ په خپله په خپل ځان رشخند وهو،او دی کار ته لمنه ورکوو٠
دازما شخصی نظر دی،نور خلک به هر څه کوی مونږه ې باید مخه وینسو٠
مننه٠
دا دې ترورګانې دي
پښتون.
27.11.2010
تندرصیب د دی ویډیو په اړه چی دا یو کورنۍ مجلس دی او یا کوم واده دی یوه ټوکه راپه یاد شوه چی:
يوماشوم د خپل پلار د واده ويډيو کتله ،نو یی پلار ته وویل :
پلاره ، زه به مي هم واده کي د اسې ډمې راولم.
پلار یی ورته وویل: د سپي ځويه دا دې ترورګانې دي. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
حذيفه
27.11.2010
دټوکوپه ميدانونوکي يوځل بياالسلام عليکم !
يارانوداخوموښې ټوکي کړې،مګرپښتون صاحب دومرهزياتې ټوکي کوي فکرکوم ټوله ورځ به په دي فکرکوي چي څرنګه نوې ټوکه وليکم،که څرنګه پښتونه؟
له کورني اتڼ څخه ويډيوايستل اوبيانشريي رښتياهم ښه دي داسي بايدونسي .
ښه چاری
پښتون.
27.11.2010
وعلیکم السلام حذیفه وروره!پخیر راغلی.
هو وروره کله کله همداسی وی چی نن به کومه ټوکه کوم ،خو بعضو وختونه بیا ټوکه د خبری په سر او یا د بل ورور په ټوکه ،راته ټوکه په یاد راشی. :lol: :lol: :lol: :lol:
د دی ویډیو په هکله چی دوه دری کاله یی کیږی او حتماً پدی ویډیو او یا واده کی ګډونکوونکو به هم په کراتو کراتو او په ډیر شوق سره کتلی وی او ما چی تر کومه ځایه یی کومنډونه ولوستل او وړاندی می نوره حوصله نوه چی ټول می لوستلی وی،نو هغوی پری خوشحاله دی او یو بل ته یی به شاباسی هم ورکړی وی .او که هغوی کوم اعتراض لرلی نو دا ویډیو او یا ددی پشان نوری ویډیوګانی ،به لا وختی یی ړنګه کړی وی.نو د قریش ورور به یی اتڼ او یا په ویډیو کی څه خوښ شوی وی او دلته یی د ټولو سرګرمولو لپاره کښته کړی ده.او دلته خو یو هم نه وایی چی زما ډیره خوښه شوه .ټول د هغه ملا پشان چی سینما ته تللی وو او فلم ته یی بدی بدی کتل،هماغسی ورته بد بد ګوری. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
قريش
28.11.2010
دا زمونږ دفورمونولیکوالان یوډیر عجیبه عادت لري که اولنی کس یوه خبره وکړي بیا ټول له مخی هماغې خبرې پسې شي :)
که پتنګ صیب دا اتڼ ستایلی وه نو تابه لیدل چی ټولو صفتونه کول :D
زه پښتون، تندر، حذیفه صایبان ګرم نه بولم خبره له پتنګ صیب خرابه شوې :lol:
ګورې به چي الوزیریة صیب په یی ایت او حدیث سره درته دا اتڼ ناروا ثابت کړي :lol: :lol: :lol: