د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دټولټاکنوپه اړه نظرپوښتنه


مجيب انګار
15.05.2004

ستاسې په اند ټولټاکنې پرخپل وخت ترسره شي که نه ترټولټاکنومخکې نورضروري کارونه بايدترسره شي؟


ABUL KHALIQ SAFI
17.05.2004

ښاغلی انګار صاحب اودټول افغان د پاڼی ګرانو لوستوونکوته ځولی،ځولی
سلامونه او نيکی هيلی وړاندی کوم او ټولو ته د ژوند ښی چاری غواړم.
ځما په اند ټولټاکنی ديو هيواد دولسواکی تر ټولو لوړ ښکارندوی بهير
دی چه ولس په خپله خوښه د هيواد د ملی مشرتابه په اړوند پريکړه کوی،
خو ددی ټولټاکنی د ولسواک بهير لپاره لاندی شرايط چه په خواشينی سره
په افغانستان کی لا تر اوسه نه ليدل کيږی ضرور کڼم :
١_ د هيواد پوره بی وسلی کول د جنګی جنايتکارو ډلو څخه چه دټولټاکنو
دبهير تر ټولو خطرناک او ملی ضد عنصر دی .
٢_ د ملی فوځ او پوليسو تر حمايی لاندی د قوی مرکزی حکومت پراختيا
دهيواد په ولايتونو کی .
٣_ د اساسی قانون د پلي کيدو لپاره قوی او باتجربه عدلی سيستم پکارول.
٤_ د هيواد دپوره سر شميرنی د بهير لپاره عملی ګام اوچتول.
٥_ د هغو اداری واحدونو بيرته لغوه کول چه دځنيو جنګی جنايتکارو
ډلو د فشار پواسط دافغانستان په ملکی او اداری تشکيل کی دخاصو ضد
ملی مؤخو په خاطر ځای شوی .
٦_ د ټولو سياسی ګوندونو لپاره د مساوی قانون پلي کيدل .
دا وه هغه کارونه چه د کابل امريکائی اداره ئی تر ټولټاکنو مخکی تر
سره کړی.

په درنښت
ع.خ. ساپی


زما نظر


Kliwal
23.06.2004

د بن د غونډي نه يې در واخله تر ننه پورې، او پدي هم پوهېږو چه اوس راسره ټوله نړۍ همكاره او د هر چاسره دافغانستان غم او فكر دي، كه يو ناسم كار وكړي بل پرې غږكوي د ټولو توجه افغانستان ته ده د همكارۍ لاپې او شافې هم ولي، هر چيرې د افغانستان چادر اوار وي په كروړونو مرستې راته ټولېږي او د وطن د ابادۍ نقشې هر چيرې جوړيږي؟؟؟؟!!!!.
نو اوس راځئ چه وګورو سره لدې ټولو په بن كې څه موافقه وه بيا څه وشول، كومې څيرې راباندې واكمنې شوې،بيا په اوله لويه جرګه كې څه لازم وواو څه وشول، او بيا په دوهمه لويه جرګه كې څه لازم او څه وشول؟؟؟؟!!!!!!!
[color=darkred:d76eba5855]دا زه او ته خو يې چه ليكو دا خو هسې تشې نظريې دي څوك يې راسره مني بلكه هغه عهدونه چه په نړيواله سطحه و شول آيا په ريښتيا عملي شول؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:d76eba5855]
هغه په مليونونو ډالرې چه ټولې دنيا ته يې خواستګر معرفي كړو د كوم غريب افغان چاوده پري غوړه شوه؟؟؟؟؟؟؟
هغه د وطن ابادۍ او ترقۍ چه مونږ او تاسې يې په غلطه ورته سترګي په لاره كړي وو څه شوه؟؟؟؟؟؟
دا ترقي او دغه داخل او خارج ته منلی قوي او سم حكومت خو پريږده......... راځه لږ نور فكر وكړو:
......زمونږ د ملك په حريم يې چه بېله كوم دليله تېری وكړ
.....تر شپيتوزرو زيات افغانان يې ددوی په غريبانه اوخاورينو كورونو كې شهيدان كړل.
... زمونږ د خوښيو او ودونو محفلونه يې چه په غم ولړل.
.... معصوم ماشومان يې چه د لوبو په حالت كي د خاورو سره خاورې كړل.
.... دا لږ جوړ ناجوړ كلي، بازارونه ،ابادۍ او عسكري تاسيسات يې چه د سپرو خاورو سره خاورې كړل!!!!!!!!!!!!!
.... دا چه اوس هم راپسې لګيا دي او په يوه بانه او بله بانه مو ځوروي، بنديانوي او وژني........
دشمال دښارونو، هسكو ټيټو او جيلخانو نه پوښنته وكړه چه تاسې 45زره غافل، ناخبره او مظلوم ځوانان څه كړل، ځه هغه دوه حصې يې مجرمان دا دريمه حصه خو به مظلومان وو.
... دا چه په ما او تا يې دغلامۍ زين كيښود!!!!! د خپلو باتورو اجدادو له لارې يې منصرف كړو...
مو نږ او تاسې هيڅ سر پرې ونه ګرولو ځكه زمونر او ستاسې ټولو تمه دا وه چه دا ټولي وعدې، لاپې او شافې به په اعلى سويه راسره عملي شي ..؟؟؟؟؟؟؟؟ّّّّّّ!!!!!!!
دا تېر حقيقتونه به د هرچا خپل ضمير ته بريږدو چه څنګه فيصله كوي خو د انتخاباتو په اړه ويلاي شو چه كه نوي شي غواړو هغه په هيڅ صورت نشته او كه نه انتخابات خوددغه زړو څېرو حكومت ته يوه نوې ساه وركول دي چه ترڅو:
.....[color=red:d76eba5855] استعمار ته نور حقانيت ور وبښي
..... د كابل او ټول افغانستان پاكې پيغلې او ښځې نورې هم د امريكايانو او خارجيانو په مردارو جسدونو بې عزته كړي
..... د فحشا او فساد ( نايټ كلبونه، شرابو،أخلاقي نادوديو او...) طوفان ته نور قوت وركړي
..... د نصرانيت څپه نوره هم پياوړي كړي
..... د ماشومانو تښتونې نوري زياتې كړي
..... د افغانانو په يوه بانه او بله بانه نيونې او وژنې نور هم دوام ومومي.
......د افغانستان زيرمې نوري هم امريكايان لوټ كړي
......او.........او
زه د انتخاباتو بله پايله نه وينم يا به هسې د ګوړې په منډيي تللي وم[/color:d76eba5855]


زما نظر

kaker khan
23.06.2004

مننه


خاټول
23.06.2004

[img:72af61436b]http://www.4-sms.com/f/04/06/181642604-islaam2.gif[/img:72af61436b]

[color=indigo:72af61436b][size=24:72af61436b]زړه ته را تيره باتوره وروره امين وردگه وروره په ريښتيا چي داتل محمدجان خان وردگ لمسى ئي
وروره زه ستا له نظره سره سل په سله كي موافقه يم.[/size:72af61436b][/color:72af61436b]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more