نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دحدثونو یوه نښه
tandar
25.11.2010
ما دلراوبر څخه دښاغلی نثاراحمدصمد له ژباړنی لاندی څو کرښی رانقل کړی٠
اوزمادهغی خبری چه، ماچه حدس وهلی تل دی رښتیا شوی، ثبوت ته نږدیوالی ګڼم٠ او ټوله ژباړنه په لراوبر کی لوستلی او دلوستو وړده٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
د افغان جګړې بایلل به امریکا او د هغه زړه نازړه متحدین د پوښتنی سره مخامخ کړی ، او هغه دا چی د دې اتحاد هدف به نور نو څه وی ؟ او دا کار به باالاخره د امریکایی کنټرول څخه د اروپا نظامی استقلال ته سرعت ورکړی . هو ، په دې ډول به پر لویدیځه اروپا باندی د امریکا ښخي کړي منګلی هم پای ته ورسیږی .
همدا علت دی چی افغانستان هلته د واشنګټن ښی لاسي یرغلګر خورا ډیر عصباني او نا آرامه کړي دي . په ۱۹۸۹ کی په افغانستان کی د شوروی پوځونو ماتې د هماغه شوروی امپرتورۍ نړول راپیل کړ . آیا کټ مټ برخلیک به امریکایی راج ته منتظر نه وی ؟ پای
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ډاکټر څپاند
26.11.2010
تندر وروره الله ج دې موږ درنه په امان ساتي،
متل دی چه لږه ئي سړه وخوره
سړېدو ته ئي پريږده
دومره سره ئي مه خوره چه خوله به دې وسيځي
په هرمخ،چه ددې متل مطلب هرڅه وي،خوواقعيت دادی چه امريکنان زموږ دهيواد نه د خروج خيال نلري٠په افغانستان کې ئې دايمي نظامي هډې جوړې کړې دي او دکرزي په مرسته ئي دخپلې خوښې پارلمان جوړ کړ چه دنظامي هډو "قانونيت" پرې تائد او خوندي کړي٠
دنړۍ په ويش او دغنايمو په تقسيم کې غربي نړئ تفاهم ته رسېدلې ده٠
زما په اند،سره ددې چه ظاهرا، دافغانستان لانجه دغربي نړۍ داخبار اومديا
يو ستر بخش تشکيلوي،خو دا هسې دچل او فريب معامله بريښي٠
دغربيانو بريا دافغان ولس په نفاق او په دولتي دستګاه کې فساد پورې کلک تړاو لري٠او چه ورته ګورې انګرزي سياست او چلول،په دواړو برخو کې په موفقيت سره په مخ ځي٠
دعراق په جګړه کې دغرب دجنګي ماشين حالت ډير بد شو،مګر انګريز خپل زوړ چل بيا پکار واچوه،عراقيان ئي د شعيه،سني او کرد تر نامه لاندې سره وجنګول او دوې ئي تماشې وکړې او کوي ئې٠