نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
که ناټو په افغانستان کی ماته سی نو بیا ؟
pattang
24.11.2010
خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : د ډاکټر نثار احمد صمد ژباړه
٣ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-11-24 که ناټو په افغانستان کی ماته سی نو بیا ؟
لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : انفارمیشن کلیرینګ هاؤس ( امریکا )
نېټه : ۲۰۱۰/۱۱/۱۹
ژباړن : نثار احمد صمد
د ډیری حیرانۍ خبره ده چی ناټو ، یعنی په نړۍ کی تر ټولو غښتلی پوځی اتحاد ښایی هغه یوازینی جنګ چی دغه ۶۱ کلن پکټ تر اوسه لرلی دي ، بایلي . د هغوی هر څه یعنی پوځیان ، دروند بم غورځونکیً قوت ، ټانکونه ، توپ لرونکي هلیکوپترونه ، اجیر پوځیان ، کمپیوټری سامان آلات د څو ساده وسلوالو افغان کروندګرو او غرنیو قبایلیانو لخوا ځپل کیږی .
همدا اوونۍ په لزبن کی د ناټو ۲۸ غړي د افغان جنګ په سر په داسی حال کی د سختو اختلافاتو سره مخامخ سول چی هلته په امریکا ، کاناډا او اروپا کی عامه ذهنیت د دې جنګ پر ضد نور هم ډیریږی .
ولسمشر بارک اوباما یو ځل بیا په حسرت سره وښودل چی د امریکا بهرنۍ تګلاره د ده په اختیار کی نه ده . د ده هغه ژمنه چی ویلی یې وو په راتلونکې جولای کی به له افغانستانه یو څه پوځیان راوباسی ، د امریکایی جنرالانو د سپین سترګۍ حتی کرکجن ضدیت سره مخامخ سوه او هم جمهوریت غوښتونکو ښورښی پارلمانی استازو کلک مخالفت ور سره وکړ . اوس څوک چندانی د ولسمشر لخوا د پوځی ایستنی پر نېټه باور نه کوی .
اوباما په ظاهره د افغان جګړې څخه راوتل غواړي . په دغه جګړه کی چی د میاشتی اووه نیم ( ۷٫۵ ) بلیونه ډالره مصرف لری ، د ده وروستیً قمار چی هماغه د دیرش زرو پوځیانو ورلیږل و ، د غوڅ بري د حصول پر ځای ناکامۍ ته تللی دی . خو پیاوړي جنګ پلوه ډلی د پنتاګون ، پوځی صنعت او د جمهوریت غوښتونکو په شمول د اوباما دا هڅی شنډوی چی غواړي دغه جنګ لږ کړي .
هغه امریکایی ، کاناډایی او اروپایی سیاست وال چی د افغان جنګ ټینګ ملاتړي دي ، اوس بیریږی چی دا جنګ د سړیو ککرۍ خوری او خزانې تشوی . د هغوی سیاسی دریځونه اوس د خطر سره مخامخ دي .
د کاناډا صدراعظم ، چی ورځ تر بلی د برتانوي ټونی بلیر غوندی د واشنګټن تابع ملګری کیږی ، اعلان وکړ چی تر هغه نېټې وروسته به چی پخپله همده ټاکلې وه ، ۹۰۰ کاناډایی پوځیان ظاهرأ د « روزنی » په نوم په افغانستان کی پاتیږی . دا بېله شکه هلته په غولونکي ډول د یو داسی غونډ دایمی استقرار دی چی غواړي افغان مشتری رژیم همداسی واکمن وساتی . « روزنه » لکه امریکایی ځواکونو چی په عراق کی مخته وړله ، اصلأ د سپین پوستو افسرانو تر قوماندې لاندی د ځایی پوځیانو د برتانوي راج معنا ورکوی .
هغه کاناډایی خبریالان چی د افغان جګړې د پایښت سره کلک مخالفت لری ، او یا هم د دې جنګ حقانیت درواغ ثابتوی ، د هارپر د حکومت یعنی هغو کسانو د فشار له امله د خپلو ورځپاڼو څخه شړل سوي چی ادعا کوی چی په افغانستان کی د « دیموکراسۍ » لپاره جنګیږی .
په داسی حال کی چی امریکا په جنګ او پور کی نوره هم ډوبیږی ، اروپایی متحدین یې ځکه تر پزی راغلي چی د القاعده د اډو تباه کول یې محدود « پولیسی عملیات » بللي وو . خو اروپایانو د دې برعکس د افغانستان د پښتنی ټبرونو پر ضد په یو پراخ او ټول ټال جنګ اخته دي چی سړي ته د نولسمی پیړۍ استعماری « غلی کونکي عملیات » ور په یادوی .
وګورﺉ د فرانسې د دفاع نوي وزیر « الن جوپی » په ښکاره توګه افغان جګړه د ناټو لپاره یو « دام » وباله او د وتلو د یوې ستراتیژۍ غوښتنه یې وکړه . هو ، هغه باالکل رښتیا وایی .
خو د ده برعکس د برتانیې د دفاع وزیر جنرال سر ډیویډ ریچرډز بیا خبردارﺉ ورکړ چی « ناټو نور ۳۰ ـ ۴۰ کلن پلان ته اړتیا لری » چی مطلب یې هماغه دایمی اشغال دی . همدا کار به د استعماری کمپ لپاره اساسی محور وی . ځکه د مرکزی آسیا منابع اصلی دلیل دی .
د امریکا لخوا نصب سوﺉ افغان ولسمشر حامد کرزﺉ د امریکا د معینو پوځی عملیاتو او د شپې لخوا د حملو غوښتنه کوی چی د سختو ملکی تلفاتو باعث ګرځی . خو واشنګټن په ځواب کی وایی چی کرزی دماغی ثبات نه لری . که واشنګټن د هغه پر ځای کوم مناسب ځای ناستی پیدا کړی ، نو را وبه یې پرزوی .
پر افغانستان د امریکا د حملې دلیل دا و چی غواړی القاعده تباه کړی . خو د « سی آی اې » لوی ریًس لیون پنیتا لږ موده مخکی دا ومنل چی په افغانستان کی تر پنځوس زیات القاعده جنګیالي پاته نه دي . متباقی چی څو سوه نفره کیږی ، څو کاله مخکی لا پاکستان ته تښتېدلي دي .
نو چی داسی ده ، یو لک او لس زره ( ۱۱۰۰۰۰ ) امریکایی پوځیان او څلوېښت زره هم ناټویی پوځیان په افغانستان کی څه کوی ؟ اکثریت راپورونه ښیی چی افغانستان نن د امریکایی یرغل تر مخکنۍ مودې ډیر په غربت او مصیبت مبتلا دی .
په داسی حال کی چی د لزبن پر غونډه بې خوندي او ساختګی خوشالي مسلطه وه ، هلته د امریکایی ستر پوځ بلډوزرونه ، ورانونکي ټیمونه او توپونه لګیا وو د پښتنی مورچل یعنی کندهار پر شا وخوا یې د خلکو زیات شمیر کورونه ورانول او هوارول . امریکایی مرین پوځیانو په ۲۰۰۶ کی د عراق د یاغی فلوجه د پاځون ځپلو لپاره هم کټ مټ ظلم کړی و .
وګورﺉ امریکا په افغانستان او عراق کی عینأ هغسی جزایی تاکتیکونه مخته وړي لکه اسراییل چی یې پر نیول سوې لویدیځه تړه باندی لوروی چی هغه اهدافی وژنی ، مرګونی بانډونه ، د کورونو او حتی یوې سربسته سیمی د ټولو ودانیو ورانول او هر څه ویشتل او سوځول دي تر څو په دې ډول یې جزا ورکړې وی . خو په حقیقت کی امریکایی پوځ ته په دغسی عملیاتو کی اسراییلی مشاورین لارښوونه کوی .
هو ، د کندهار د زیاتی سیمی نړول او لوټی لوټی کول د زیاتېدونکی امریکایی مأیوسۍ نښه ده او معنا یې دا چی جنګ بایلونکی دی . دغه کار په یقین سره د ځایی خلکو زړونه چی هماغه د امریکایی مستعمراتی جنرال ډیویډ پترس ویل سوﺉ هدف دی ، نسی ګټلی . پترس هم د پنتاګون د نورو کسانو غوندی اړم دی او وایی چی د امریکا غښتلی پوځ باید د افغانی قبایلو لخوا مات نسی . دغسی تحقیر او سپکاوﺉ به و نه زغمل سی . په افغانستان کی به ماتې د امریکایی پړسوَل سوي پوځ یعنی هغه تور دېب د مصارفو لږښت په بر کی ولری چی اوس د ټولی نړۍ نیمایی ( ۵۰٪ ) پوځی لګښت یوازی کوی .
د واشنګټن تش په نوم د ملی امنیت اداره ( چی په برتانیه کی به یې « استعمارچیان » بلل ) په دې هم بیریږی چی په افغانستان کی به ماتې د ناټو ګرده اتحاد له دننه محوه او دړی وړی کړی .
اروپا یو ځل بیا ، د خوږمنو دردونو سره سره ورځ په ورځ نړیوال قدرت کېدونکی دی . ناټو د ۱۹۴۰ لسیزی راهیسی د لویدیځی اروپا د جیو پولیټکل کنټرول لپاره د امریکا یوه ابتدایی وسیله ګڼل کیږی . د جاپان ـ امریکا امنیتی تړون کټ مټ رول په شمالی آسیا کی لوبوی .
د افغان جګړې بایلل به امریکا او د هغه زړه نازړه متحدین د پوښتنی سره مخامخ کړی ، او هغه دا چی د دې اتحاد هدف به نور نو څه وی ؟ او دا کار به باالاخره د امریکایی کنټرول څخه د اروپا نظامی استقلال ته سرعت ورکړی . هو ، په دې ډول به پر لویدیځه اروپا باندی د امریکا ښخي کړي منګلی هم پای ته ورسیږی .
همدا علت دی چی افغانستان هلته د واشنګټن ښی لاسي یرغلګر خورا ډیر عصباني او نا آرامه کړي دي . په ۱۹۸۹ کی په افغانستان کی د شوروی پوځونو ماتې د هماغه شوروی امپرتورۍ نړول راپیل کړ . آیا کټ مټ برخلیک به امریکایی راج ته منتظر نه وی ؟ پای
عنوان
tandar
25.11.2010
بیا به زما حدثونه یو پر بل پسی واقیعت پیدا کوی٠ چه پتوال صاحب پری تبصیره کړیوه ٠ که دچا په یاد پاتی وی٠ ما هم حدثونو یوه نښه عنوان ورکړیدی٠
مننه
25.11.2010
........................................................... پاکستان ته ............................................................
[color=red:860bb1fd24]
زه اړ يم او ستا بې قيدو شرطه مرستې منم اود اړتيا په وخت کې بې قيدو شرطه مرستې درسره کوم .[/color:860bb1fd24]
دا ځکه چې زه ستا او ته زما ګاونډی يې !
خو :
زه د ٢١ پيړۍ نړيوال استعمار راپرځول غواړم ، ولې
ته دوه مخی او تورمخی هم د هغوی چوپړ کوې
او هم له ماسره د خپل غرض له پاره سترګکونه وهي !
نو ته زما شرايط مه منه او زه ستا شرايط نه منم!
خو ته به زما برحقه غوښتنې منې او زۀ ستا ناروا غوښتنې نه منم !
pattang
26.11.2010
[quote:d432918df5]زه اړ يم او ستا بې قيدو شرطه مرستې منم اود اړتيا په وخت کې بې قيدو شرطه مرستې درسره کوم . دا ځکه چې زه ستا او ته زما ګاونډی يې ! [/quote:d432918df5]
دا خو ګل خبره ده له ما نيولې تر مشر ملا صيب پورې ټول داسې غواړي او بل څه نه .
[quote:d432918df5]خو :
زه د ٢١ پيړۍ نړيوال استعمار راپرځول غواړم ، ولې
ته دوه مخی او تورمخی هم د هغوی چوپړ کوې
او هم له ماسره د خپل غرض له پاره سترګکونه وهي ![/quote:d432918df5]
دلته مسئله در څخه شړېدلې ده :
پاکستان مجبوردی چې داسې سياست وکړي ، په سياسي ډول د ټولې نړۍ
په مخ د طالب په څنګ کې نشي درېدی ، اقتصادي مسائل ، کشمير اونور:
څکه نړۍ طالب تر القاعدې پورې تړي او په ترور يې متهم کړی او کوي ٠
خو د پاکستان او لس او خصوصا مذهبي کلک مسلمانان يې له طالب سره
کلکه مينه لري او مرسته هم ورسره کوي ، خصوصا په سرحدي منطقو، په
او لس او نظامي مذهبي وګړو کې يې ٠
[quote:d432918df5]نو ته زما شرايط مه منه او زه ستا شرايط نه منم! [/quote:d432918df5]
غلط سياست ،احساساتي له ما بدتر ! نتيجه بهيې څه شی شي ! يواځې لوی ضرر
پښتنو ته : لاس دې تر غټې تيږې لاندې دی نه يې پورته کوی شې او نه يې کشکوی
شې چې خپل لاس خلاص کړې ! ارام اوسه وخت ته ګوره٠!
[quote:d432918df5]خو ته به زما برحقه غوښتنې منې او زۀ ستا ناروا غوښتنې نه منم ![/quote:d432918df5]
هرڅوک داسې وايې ، خو قاضي څوک دی چې سپينه يې کړي!
نن حق دسياست تابع دی، او نه سياست دحق !
27.11.2010
[quote:59efb8f47d]پاکستان مجبوردی چې داسې سياست وکړي ، په سياسي ډول د ټولې نړۍ
په مخ د طالب په څنګ کې نشي درېدی ، اقتصادي مسائل ، کشمير اونور:
څکه نړۍ طالب تر القاعدې پورې تړي او په ترور يې متهم کړی او کوي ٠ [/quote:59efb8f47d]
هو، دا پوښتنه نه ده چې پاکستان ولې ظاهرا ً هم د طالب ترڅنګ نه دريږي ، بلکې پوښتنه برعکس داده چې په پټه ولې له طالب سره داسې کلک ولاړ دی ؟؟؟؟؟؟
او دا لاندې جمله دې هم ددې خبرې ځواب نشي کيدای چې ګنې [quote:59efb8f47d]
د پاکستان او لس او خصوصا مذهبي کلک مسلمانان يې له طالب سره
کلکه مينه لري او مرسته هم ورسره کوي ، خصوصا په سرحدي منطقو، په
او لس او نظامي مذهبي وګړو کې يې ٠ [/quote:59efb8f47d] :lol: :lol: :lol: :lol:
ځکه دا خو څه وړه خبره نه ده چې د يو څو ولسي وګړو يا په پوځ کې د ځينې افرادو له کبله دې په افغانستان کې او آن د خپل بادار د امريکا په ضد مداخله وکړي !
په پوځ کې خو همغه، ستا په پلمه ئئ خبره (( مذهبي پوځيان) چې ته يې څرګند نوم
(ISI) نشې اخيستلای د لر طالب په ضد د امريکا بي پيلوټه الوتکې ته
د بريد کواردېنشن ورکوي ، څو الوتکه يې به نخښه کړي . هلته بيا نه دين شته او نه مذهب ، هلته بربنډې سياسي ګټې دي ، نو په افغانستان کې د مداخلې له پاره هره پلمه په پنجابي يا قبايلي مذهبيونو پورې تړل د ريشخند وړ دلايل دي او بس . اصلي علت سياسي دی
او هغه نه د هند خبره ده او نه د مذ هب ، بلکې د لرې پښتونخوا او لرو پښتنو د هزمولو خبره ده چې نه چيرې سبا د پاکُستان له سياسي او پوځي يرغمل نه
خلاص شي . دا نورې هغه دغه هسې پلمې دي چې د اصلي موضوع نه د خلکو پام اړول ، اوبه خړول او جنګي کبان په کې نيول دي .
ته زما شرايط مه منه او زه ستا شرايط نه منم!
ددې مفهوم دادی چې داسې معامله بآيد له پاکستان سره دسره وئنشي چې په هغې کې يو پردی هيواد لکه پاکُستان افغان لوري ته
شرايط ديکته کړای شي ، نو دا ولې نشي ويلی
چې زه تاته شرايط نشم ديکته کولی او له تاسو نه هم عين توقع لرم .
[quote:59efb8f47d] لاس دې تر غټې تيږې لاندې دی نه يې پورته کوی شې او نه يې کشکوی
شې چې خپل لاس خلاص کړې ! ارام اوسه وخت ته ګوره٠! [/quote:59efb8f47d]
وخت په کتو به نه يواځې آرام بلکې مړ بشې او د لاس پر ځای به دې په ملا او څټ هم يو څو لا غټې تيږې دربار کړي !
[quote:59efb8f47d]خو ته به زما برحقه غوښتنې منې او زۀ ستا ناروا غوښتنې نه منم ! [/quote:59efb8f47d]
دا داعلام له پاره نه، بلکې د عمل جمله ده چې طالب يې بايد کلکه په پام کې وساتي او د امکان سره سم يې پلې کړي او بس
[color=red:59efb8f47d]او داسې کوم حرکت ونکړي چې هېڅکله ددې جملې بيا څرګندونه هم نشي کولای .[/color:59efb8f47d]
مثلآ طالب مشرتابه دا جرئت هم له لاسه ورکړی ښکاري چې ووايي
زمونږ روابط به له ټولو ګاونډيو او نورو هيوادونو سره متقابلا ً د ملي ګټو او نه مداخلي پر اساس ولاړ وي !
داجمله خلقي کمونستانو د هغومره غلامۍ سره سره چې له شوري او KGB نه يې لرله بيا هم ښکاره او تکرار تکرار اعلاموله ، خوآيا ISI ددې اجازه هم
طالب مشرانو ته نه ورکوي که څنګه چې هېڅکله يې دغسې يوه هم په خوله نه راځي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دوی د پاکستان په وړاندې ولې ثُمّ ُُ ُ بُکم ُُ ُ پاتې دي او ورسره خپلې اړيکې
په روښانه ډول نشي تعريفولای ؟؟؟؟؟؟
دا چوپتيا سياست نه، بلکې دا يا جهالت او په دې توګه جنايت دی
او يا د کوم پټ تر سره شوي ملي خيانت او جنايت پايله ده ! کارمل د KGB له څارني او اجازې پرته تشناب ته نشو تللی، نو داچې آيا مشر ملا
د ISI له اجازې پرته تلی شي که نه ،دا هم بايد ثٍبوت او وپلټل شي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote]
دا پوښتنې او پلټنې هېڅکله د ننګياليو طالبانو د برحق جهاد ضرورت او ارزښت چې موخه يې له هيواد څخه د اشغالګرو بهر
غورځول دي تر سوال لاندې نشي راوستلای، که برون ملا برادر د ISI فلج کړی شو او که بله ورځ ملا عمر ته هم يوه پلمه وموندي او وبه يې نيسې
از پرځای به يې بل تر هغه لا وفادار کښېنوي .
خو مقاومت د ټول پښتون او ټول افغان مقاومت دی او مخ په وړاندې به څپاند درومي تر څو چې بري ته ورسيږي !
حذيفه
27.11.2010
پتواله ورور!
امارت څوځلې ويل چي موږله هيڅ کوم هيوادسره اړيکې نلروالبته دامت عوام راسره مرستې کوي،خوداچي ته يي نه منې بېله خبره ده .ته پاکستان ته ندرېږې خوپه هيوادکي دي تر۵۰قسمه زيات کفارلوېدلي دي اوروانوي يې،دپاکستان هم له تاسره ددي لپاره کومک کوي چي کفرمات کړي اوته يي هم بايدپه دي خاطرترې ومنې .
دروس پرخلاف جهادکي دي له ټولې کفرې نړۍ مرسته بې چون اوچرامنله اوس پکي ناغېړۍ کوې .دروس پرخلاف جهادکي امريکاته چاوويل چاستامرستې به قيداوشرطه خالي وي کنه نه يي کوو؟نوکه هلته منل کېدې نواوس کوم حرج پکي سته ؟ته يي په ګوته کړه!
27.11.2010
[quote:5883d8b466="حذيفه"]پتواله ورور!
امارت څوځلې ويل چي موږله هيڅ کوم هيوادسره اړيکې نلروالبته دامت عوام راسره مرستې کوي،خوداچي ته يي نه منې بېله خبره ده .ته پاکستان ته ندرېږې خوپه هيوادکي دي تر۵۰قسمه زيات کفارلوېدلي دي اوروانوي يې،دپاکستان هم له تاسره ددي لپاره کومک کوي چي کفرمات کړي اوته يي هم بايدپه دي خاطرترې ومنې .
دروس پرخلاف جهادکي دي له ټولې کفرې نړۍ مرسته بې چون اوچرامنله اوس پکي ناغېړۍ کوې .دروس پرخلاف جهادکي امريکاته چاوويل چاستامرستې به قيداوشرطه خالي وي کنه نه يي کوو؟نوکه هلته منل کېدې نواوس کوم حرج پکي سته ؟ته يي په ګوته کړه![/quote:5883d8b466]
حذيفه صيب ته تر سلام وروسته :
وروره ددا ډول خبرو مورد او سکالو بيله ده چې وايي
[quote:5883d8b466]موږله هيڅ کوم هيوادسره اړيکې نلرو[/quote:5883d8b466] داهغه خبرې دي چې مرسته کونکي هيوادونه يې هم د خبلو مرستو د پټولو له پاره
مجبورا کوي او آن له طالبانو نه هم دا غواړي چې له مونږ سره په اړيکو منکر شئ!
داسې خو نشي ويلی چې فلاني او فلاني عربي
يا دغو او هغو ګاونډي دولتونو مونږ سره دا او دا مرستې کړي او کوي يې ، له امريکا سره يې په جوال کې واچوي ؟؟؟؟ او يا په پاکستان د امريکا مرستې بندې کړي ؟؟؟؟؟؟
د تنظيمي جهاد په وخت هر مرستندوی هيواد که کفري و او که اسلامي خپلې مرستې يې بې قيدو شرطه بللې ان تر پاکستان پورې،
او مجاهدينو هم په همدې شرط قبلولې . که په عمل کې لويديځ په تيره امريکا او انګلستان تمه درلوده چې افغانستان دې وابسته شي
نو دا دنده ترې پاکستان اخيستې وه ګواکې يواځې پاکستان کولی شي افغانان
په خپله وابستګے کې ښکېل کړي ، نو په ښکاره يې
د جهادي تنظيمونو نمايندګي هم کوله ، مرستې پاکستان اخيستلې او بيا يې پرې چې څنګه او څومره خوښې وې ويشلې او نورې يې په خپله خوړلې !
تاسو وليدل چې د ژنيف په څبرو اترو کې د افغانستان له حکومت سره يو مجاهد
خپرو اترو ته پرنښول شو، د کابل او اسلام آپاد نماينده ګانو
د ملګرو ملتونو د نماينده په منځګړتوب سره خبرې کولې ، نو تر دې زياته د مجاهدينو وابستګي د پاکستان پورې نور څنګه وي ؟؟؟؟
سره له دې د پاکستان له پاره د بيلابيلو تنظيمونو کنترول د طالبانو د يو سازمان دکنترولول پشان آسانه نه و ، نو د افغانستان برلاسی موندل ترې وشوړېدۀ ،
لهذا يو واحد سازمان د رامنځته کولو په فکر کې شول
چې بيا په مستقيم يا غير مستقيم ډول يې د نورو تنظيمونو په تېره د حاک
خواجه يين رباني د تنظيم پر ضد يې د طالبانو غورځڼګ وهڅاوۀ
او قدرت ته يې هم ورساوه ، چې لومړی ورسره د امريکا توافق او مرسته هم موجوده وه !
دا خبرې اوس زاړۀ حقايق دی نه يې تکرار ته اړتيا شته او نه ترې انکار پکار دی، مهم د وابستګۍ ټکی دی چې د مجاهدينو له بري وروسته
يې افغانستان د ISI په اشاره په تنظيمي جګړو وران ويجاړ کړ او په هر څۀ کې يې لاس په ډاګه مشهود و ، له ِ ضياو الحق نه نيولې تر
نواز شريف او بېنظيرې پورې ټولو افغانستان په مجاهدينو ورانول غوښتل
او پرې وران يې کړ . افغانان ټول پوه شول او د سر به سترګو يې د پاکستان
دوښمنانه رول وليد، نو تر هغه وروسته د ورته پېښې يو ځل بيا تکراول د افغان مظلوم ولس ته د منلو وړ نه و ، خو طالب غورځنګ تر تنظيمونو هم زيات او منظم د ISI سره ښکېل رامنځته شو او ورسره ښکيل پاتې شو . نو که اوس طالب غورځنګ ځان آزاد بلل غواړي ، نو لږ تر لږه د تنظيمونو په اندازه خو دې ادعا وکړي چې مونږ د د ګاونډيو به شمول د هېڅ هيواد سره
اړيکې نه بلکې وابستګي نه لرو او په راتلونکې کې به مو هم اړيکې ورسره د ملي ګټو پر اساس ولاړې وي !
څوک چې دومره هم نشي ويلې يا يې نه وايي نو ملت ته دا وعده هم نشي ورکولی چې
د ګاونډيو هيوادونو په وړاندې به مستقل وي، دا پخبله په وابستګۍ اعتراف دی، او سره له دې ګنګ حالته د مستقلتوب ادعا ، دانو بيا صرف د ملت په سترګو کې د شګو ورشيندل دي او بس !
سره ددې که په الاماره اخبار کې د ګاونډيو يا بهرنيو ټولو هيوادونو په وړاندې طالب مشرتابه د مستقلټوب يا د ملي ګټو په اساس د اړيکو جوړولو په اړه څه ليکلې او نشر ته سپارلي وي دلته يې لطفا کټ مټ را کا پي کړئ ، ډير اجرونه مو نصيب شه !
والسلام !