د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

جاد الله، هغه ځوان چې له مسلمانېدو وروسته يې شپږ مېليونه افريقايان مسلمانان كړل!

پښتون.
24.11.2010

اوه كلن يهودي ماشوم او ښاغلى ابراهيم:
نږدې پنځوس كاله وړاندې په فرانسه كې يو ترك توكمى پنځوس كلن سړى ابراهيم اوسېده، نوموړى د خوراكي توكو پلورنځى درلود. په كوم ځاى كې چې دده دوكان و، د هماغه ځاى په پورتني پوړ كې يوه يهودي كورنۍ اوسېده. دغې كورنۍ يو اوه كلن ماشوم درلود، چې جاد (Jade) نومېده، دغه يهودي ماشوم به نږدې هره ورځ د كور د اړتيا وړ توكي د ابراهيم له دوكان ځنې اخيستل او چې كله به له دوكان نه وتلو نو يو چاكلېټ به يې په پټه توګه له دوكان نه اخيست او مخ په كور به شو.
ورځې په همدې ترتيب تېرېدې، او جاد چې به هره ورځ دوكان ته د سودا اخيستو لپاره ورتللو، نو همدا يې كار وو. له ورځو نه يوه ورځ جاد غوښتل چې له سودا اخيستو وروسته ژر له دوكان نه ووځي، چې ابراهيم پرې اواز كړ: جاد! چاكلېټ دې له ياده ووت!؟ كله چې جاد دا غږ واورېد، له دې وېرې چې ابراهيم به يې پلار او مور دده له غلا خبر كړي، لړزې واخيست او ابراهيم سره يې ژمنه وكړه، چې نور به يې له دوكان نه چاكلېټ نه غلا كوي، خو چې مور او پلار يې له دې كيسې خبر نه شي.
ابراهيم ورته وويل، چې ته زما له دوكان نه هره ورځ د سودا اخيستو پر مهال يو يو چاكلېت اخله، خو په خپل ژوند كې بايد هېر نه كړې، چې غلا بد شى دى او ځان ترې وساته. جاد د ابراهيم له لورېينې او پېرزوينې خوښ شو، او ژمنه يې وكړه، چې نور به له هېڅ ځاى نه هم غلا ونه كړم.
كلونه تېر شول، او جاد به د ابراهيم دوكان ته د سودا اخېستو لپاره تلو او راتلو، پام يې شو چې ابراهيم له ده سره لكه د يو مهربانه مشر په څېر چلند كوي.
جاد ځوان شو، او چې هر وخت به د ابراهيم خواته ورتلو، نو د خپلو ستونزو په اړه به يې هغه ته كيسې كولې، ابراهيم به هم هغه كتاب چې ورسره و، جاد ته نيوه او ورته ويل به يې چې كتاب پرانيځه، جاد به د كتاب يوه پاڼه راواړوله او ابراهيم به هغه ورته د ژباړې سره يوځاى ولوسته. جاد به احساس كاوه چې دده د ستونزو حل پېدا شوى دى، او د ابراهيم له دوكانه به خوشاله راستون شو.

د قرآنكريم معجزه:
كلونه تېر شول، جاد او ابراهيم يو بل ته لكه د پلار او زوى درنښت درلود. جاد ۲۴ كلن شو او د ابراهيم عمر ۶۷ كلنۍ ته ورسېد، چې نوموړي په همدغه عمر كې له دې فاني نړۍ سره خداى پاماني وكړه، د ځنكدن په وخت كې يې خپلو بچيو ته د وصيت په وخت كې يو صندوق وښود چې له مړينې وروسته يې جاد ته ورسوي.
جاد د ابراهيم له مړينې خبر شو، ډېر زيات خپه او غمجن شو ځكه چې ده يو مهربانه او نږدې خواخوږى له لاسه وركړى و. د ابراهيم كورنۍ هغه صندوق جاد ته وسپاره.
وخت تېرېده، خو يو وخت جاد ته يوه ستونزه پيدا شوه، جاد نه پوهېده چې د خپلې ستونزې حل له چا وپوښتي ځكه چې ابراهيم نور په دې دنيا كې نه و، تر څو دده ستونزه د (حل المشكلات) كتاب له مخې اواره كړي. جاد ناكراره او خپه په فكر كې لاړ چې شېبه پس ابراهيم ورپه زړه شو او هماغه صندوق هم ور په ياد شو، چې ابراهيم دده لپاره پرې ايښى و، او په هغه كې هغه كتاب و چې ابراهيم د هغه له مخې د جاد ستونزې اوارولې. جاد صندوق پرانيست كتاب يې ترې راواخيست، خو كتاب په عربي ژبه و، او جاد چې يو فرانسوي يهودي و، په عربي نه پوهېده، خو په پوهنځي كې يې يو دوست و، چې هغه د تونس و، كتاب يې هغه ته وروړ او له هغه يې غوښتنه وكړه، چې كتاب ورته ولولي او ويې ژباړي ځكه چې ده ستونزه لرله او پوهېده چې حل يې په دې كتاب كې دى.
جاد د كتاب پاڼه واړوله او تونسي ملګري يې ورته تلاوت او شرح كړه. جاد د ستونزې حل پيدا كړ، خو له ملګري يې وپوښتل چې دا كتاب څه نومېږي؟ ملګري يې ورته وويل، چې دا د مسلمانانو مقدس كتاب قرآنكريم دى، جاد پرته له ځنډ نه پوښتنه وكړه، چې څرنګه كولى شي مسلمان شي؟ ملګري يې ورته وويل: ډېره سخته خو نه ده، يوازې د شهادت كلمه ووايه، مسلمانېږې. يهودي ځوان سمدستي د شهادت كلمه زمزمه كړه، (اشهد ان لا اله الله و ان محمداً رسول الله).
جاد مسلمان شو او خپل نوم يې له قرآنكريم سره د ډېرې مينې له امله پر جاد الله القرآني واړاوه، او هوډ يې وكړ چې پاتې عمر د خداى جل جلاله د دين په خدمت كې تېر كړي.
جاد الله قرآنكريم زده كړ، احكام يې ورته پرځاىكړل او دغه مقدس كتاب ته يې د خلكو بلنه پيل كړه. خداى تعالى جل جلاله دده په وينا، كردار او خبرو كې دومره بركت واچاوه چې يوازې په اروپا كې شپږ زره يهودان او نصرانيان د دده په واسطه د اسلام په مقدس دين مشرف شول. اما جاد پر دې بسنه ونه كړه، ارام كېنناست او د حمر النعم (بې شمېره نعمتونو) په ډېرولو پسې شو. د پېغمبر صلى الله عليه وسلم ددې حديث د مفهوم له مخې چې حضرت علي (كرم الله وجهه) ته يې ويلي وو:
(كه الله تعالى جل جلاله ستا په كوښښ او خوارۍ يو چاته هدايت وكړي (مسلمان شي) نو دا ستا لپاره له حمر النعم (د ټولې نړۍ له نعمتونو) بهتره ده.) شپږ زره كسان د جاد په وسيله په اسلام مشرق شول، او غاړې يې د دوزخ له اور نه په امن شوې، ايا له دې نعمته لوى نعمت به هم د يو مسلمان لپاره وي؟! خو جاد الله هوډ كړى و چې ټول عمر به د اسلام په خدمت كې تېر كړي، او د ژوند هره ګړۍ يې بايد حمر النعم وي.

جاد الله د افريقا په لويه وچه كې:
له ورځو نه يوه ورځ جاد الله په هغه مصحف كې چې ابراهيم ورته له مړينې وروسته پرې ايښى و، تلاوت كاوه چې ګوري په وروستي مخ كې يې د نړۍ نقشه ده او په نقشه كې د افريقې د هېواد په نقشه د ابراهيم لاسليك او ورسره دغه مبارك آيت ليكل شوى:
(ادع الى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة.) الايه.
ژباړه: (خلك د پروردګار لارې ته په حكمت او نېكو خبرو سره دعوت كړه.)
جاد الله داسې وانګېرله چې دا د ابراهيم وصيت دى، تر څو افريقا ته ولاړ شي او هلته خلك د الله جل جلاله لارې ته راوبولي.
جاد الله د اروپا هغه نعمتونو ته چې خلك ورته له هرې روا او ناروا لارې ځانونه رسوي، شا واړوله او افريقې ته لاړ.
جاد الله په دغه لاره كې له هېڅ ډول ستونزو او كړاوونو ونه ډار شو، او په كينيا، يوګنډا، سوډان او ګاونډيو هېوادونو كې يې د اسلام په لوري بلنه پيل كړه. څرنګه چې د خداى جل جلاله وعده ده، چې (والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا) ژباړه (او هغه چې زموږ په لار كې جدوجهد (مبارزه) كوي، موږ هغه خپلې لارې ته سموو.) د جاد الله د همداسې كوښښ او منډو ترړو او الهى هدايت په اساس په افريقا كې شپږ ميليونه كسان مسلمانان شول، او تر نن ورځې پورې چې دا كرښې ليكل كېږي. خداى خبر چې څو ميليونه نور كسان به د هغو كسانو په لاس چې د جاد الله په وسيله مسلمانان شوي و، مسلمانان شوي وي؟!
خو افريقا چې د ستونزو، مصيبتونو او وژونكو ناروغيو لويه وچه ده، جاد الله القرآني يې هم په امان پرې نه ښود.
هغه وژونكې ناروغۍ چې هره ورځ د زرګونو خلكو ساه اخلي، د اسلام پر دغه داعي او مبلغ هم اثر وكړ، او د ډېرو سفرونو او ګرځېدو په اثر چې كومه ناروغي ور پېښه شوې وه، جاد الله راڅملاوه، او په ۲۰۰۳ كال له ۳۰ كلن دعوت نه وروسته د څلور پنځوس كلونو په عمر وفات شو. (انا لله و انا اليه راجعون.)

د جاد الله له وفات وروسته:
اما هغه حكمت او تګلاره چې د جاد الله په دعوت كې نغښتې وه، د هغه له مړينې وروسته يې هم دوام وكړ او د جاد الله مور چې د پوهنتون استاده وه، او د روزنې په برخه كې يې تخصص درلود داسې وايي: (زه چې د روزنې په برخه كې پوره تجربه هم لرم، د جاد الله د دعوت په ټول دېرش كلن عمر كې ونه توانېدم چې هغه له اسلام نه واړوم، خو هغه وتوانېد چې ما په اسلام مشرفه كړي.)
د جاد الله مور په ۲۰۰۵ز كال د هغه له وفات دوه كاله وروسته د اسلام په مقدس دين مشرفه شوه.

جاد الله ولې اسلام راووړ؟
جاد الله وايي: (ابراهيم د پوره اوه لسو كلونو په اوږدو كې يوه ورځ هم راته ونه ويل، چې اې كافره!، يا اې يهوده!، او همدارنګه يې هېڅكله هم راته ونه ويل، چې راځه مسلمان شه. ابراهيم پرته د قرآنكريم له تلاوته په نور څه نه پوهېده، خو د خداى (ج) وركړي حكمت په وسيله وتوانېده چې د ژوند په پنځوس كلنۍ كې د فرانسې غوندې په يو هېواد كې د يوه يهودي ماشوم زړه په لاس راوړي. او خداى تعالى جل جلاله د هغه په حكمت كې دومره بركت واچاوه چې له مړينې وروسته يې جاد اسلام ومانه.)
په يوه ناسته كې له جاد الله وپوښتل شول، چې په دومره ډېره كچه د خلكو له مسلمانېدو وروسته چې د هغه په وسيله يې اسلام راوړى، څه احساس كوي؟
ځواب يې وركړ چې دا ټوله د ابراهيم د مهربانۍ او مينې پايله ده.
دوكتور صفوت حجازي (يو له مصري عالمانو څخه) وايي: په لندن كې د هغه كنفرانس په لړ كې چې د (دار فور[1]) په اړه و د (زولو) قبايلو له يو رئيس نه مې وپوښتل، چې جاد الله القرآني پېژنئ؟
د قبيلې رييس راڅخه وپوښتل، چې ايا ته يې پېژنې؟ ومې ويل: ولې نه، څو ځلې مې له هغه سره ليدلي و. د زولو قبيلې رييس له خپل ځايه راجګ شو او زما لاسونه يې ښكل كړل او په سترګو پورې يې وموښل.
دوكتور صفوت وايي: (كله چې مې ترې وپوښتل، ولې دې دا كار وكړ؟، نو هغه قبايلي مشر وويل چې ما ستا لاسونه نه دي ښكل كړي، بلكه هغه لاسونه مې ښكل كړي دي، چې د ستړي مشي په وخت كې د جاد الله په لاسونو كې وركړل شوي و.)
دوكتور حجازي وايي: (ددې پوښتنې په ځواب كې چې ايا خپله دې هم جاد الله ليدلى و؟
قبايلي رييس وويل: نه، خو ما د هغه چا په لاس اسلام راوړى دى، چې هغه كس د جاد الله د دعوت په پايله كې په اسلام مشرف شوى و.
وګورئ! دغه ده په اخلاص سره د دعوت (بلنې) پايله، د جاد الله القرآني د شپې او ورځې د كوښښونو په پايله كې خلك لكه د اوبو د موجونو (څپو) غوندې په اسلام مقدس دين مشرف كېږي او په يو داسې زمانه كې چې نړيوالو د اسلام د مقدس دين په وركېدا پسې شپه او ورځ پر ځان يوه كړې، دغه نوي مسلمانان ورځ په ورځ ددغه مقدس دين مټې پياوړې كوي او د نور له مقدس كاروان سره يوځاى كېږي. موږ په داسې حال كې چې علم ته سخته اړتيا لرو، حكمت ته له هغه هم ډېره اړتيا لرو، ځكه چې ددې دين پيل په حكمت سره شوى دى، او لارويان يې هم د حكمت په وسيله رابلل شوي دي او وصيت ورته شوى دى، چې د حكمت لمنه ايله نه كړي، تر څو ددغې رڼا په وسيله دې سپېڅلي دين ته د خلكو بلنه جاري وساتي.

اخځونه:
ليكوال: خليل الرحمن/ استراليا
ژباړن: راحت ګل زيارمل
-د انټرنېټ بېلابېلې وېبپاڼې.


وصيل پېروز
24.11.2010

سلامونه
الله جل جلاله دي پرجادالله القرآني رحم وکړي چي په خپلونه هېرېدونکوهڅويې زرګونوانسانانوته دحق اوهدايت مستقيمه لاره وښودله ، دې ځوان په نړۍ کي ځان ديوسترداعي په توګه ثبت کړاوله موږسره يې مخه ښه وکړه خودې سترځوان موږته داپرېښودل چي تاسوهم بايددحق په لارکي له هيڅ ډول قربانۍ اوفداييتوب څخه ډډه ونه کړئ ، تاسوهم دخپل رسول اواسلافولاره تعقيب کړئ ، تاسوزماددعوت روانه لړۍ ونه ودروئ ، تاسوهغه بې وزله کسان هېرنه کړئ چي ديوې وژونکې تيارې په غېږکي ديوې رڼاپه انتظاردي ، هغه خلک موهېرنه شي چي دهدايت مينه وال دي خوهدايت رسوونکي نه شته ، دې ځوان ګڼ پيغامونه موږته پرېيښي خو ددرک کولوڅوک يې نه شته، کاش ! مسلمانانودخپل جادالله لاره تعقيب کړې وای اونوروته ياپه خپل منځ کي یې رښتنی دين سره رسولی وای .
پرجادالله دي الله رحم وکړي اوالله جل جلاله ته سوال کوم چي موږدصراط مستقيم پيروان کړي څوموددارينوبرياليتوب په برخه شي .
آمين ثم آمين



25.11.2010

د وصيل صيب سره زه هم د هغه دعا د مرحوم جاد الله له پاره تکراروم او د الله سبحانه وتعالی له دربار څخه ددې ستر ې اسلامي کار نامي د اجر په توګه ورته جنة الفردوس غواړم !
په رښتيا چې دغسې سوله ييز جهاد د ډيرو کمو مؤمنانو په برخه کيږي . که زمونږ له هيواد
څخه ديني عالمان او مبلغين افرېقا ته دديني تبليغ له پاره لاړ شي باور لرم چې ډيرې برياوې به يې الله تعالی په برخه کړي . تاسې پوهېږئ
چې دغه توره قاره که مسلمانه نشي د خپل زيات نفوس سره يا په وحشت کې پاتې کيږي او يا د مسيحت په لاس کې لويږي، په دواړو
صورتونو کې په راتلونکې کې اسلام او اسلامي نړۍ ته فزيکي ګواښ جوړوي ، حال داچې د اسلام له ظهوره تر اوسه د اسلام منلو
له پاره ډير ښه شرايط لري او خپلې ستونزې د اسلام په رڼا ډيرې ښې حلولای شي !
ددې جها اکبر له پاره صرف ابتکار، سازمان
او پر الله سبحانه وتعالی توکل پکار دی او بس! افغانانو هر څه کړي ، خود تبليغ جهاد اکبر يې نه دی کړی ، له دې کبله د فزيکي جهاد تر څنګ يې
په وروستيو ٣٠ کلونو کې د وحشت ډډوزې هم خپرې شوي دي او جهاد يې شنډ پاتې شوی .

که په افريقا کې چې د افغانان له پاره د تبليغ ډير ښه ډګر دی دغه سوله ييز اکبر جهاد ته ملا وتړي د برياو ولولې به يې په کور دننه
هم ټول افغانان په سرواخلي او په افغانستان کې به يو پراخه اسلامي رېنسانس رامنځته کړي .
هو، مونږ افغانان بايد د خپل پيغمبر (ص) او د هغه د اصحابو په پَلونو پل واخلو ،
د هغوی په لاره لاړ شو او د شيطان خطوات پرېږدو !


وصيل پېروز
25.11.2010

ښاغلی پتوال صاحب ! ستاسوله خبروسره زه موافقه کوم خوستاپه ليکنه کي دپام وړټکی داجهاداکبردی ، زه نه پوهېږم چي تاسوولي تبليغ ته جهاداکبرويلي حال داچي په اسلام کي تروسلوال جهادپرته لوړشی نه شته ، يازماپه نظرتاسوهغه موضوعي حديث اورېدلی چي نفسي جهادتروسلوال جهادبهتريااکبرګڼي . که پردې موضوع لږرڼاواچوئ نوښه به وي .


هیښ
25.11.2010

سلامونه

دمرحوم ابراهیم اوجادالله القراني کړنې او دژوند کولولاره دنړئ دټولو مسلمانانو باالخاصه دهغه چا دپاره چې اسلامي ارشاد او ښوونه ئې خپل مسلک ګرزولې ده یو ارزښتناکه ،عملي او دعبرت نه ډک درس دئ او دا واقعیت په ګوته کوي ،چې که یو څوک دزړه داخلاصه ،په متینه اراده او پخه عقیده دقران کریم احکام په ځان باندې تطبیق کړي او خپلې کړنې او وېینې داسلام ددین په اصولو او مقرراتو عیارې کړي ،یقیناً چې ددنیا او اخرت سرخروئې به ئې په نصیب شي.
دیوه عادي دکاندار اسلامي عمل اورویه دیوه داسې شخصیت دجوړیدو سبب وګرزیدل چې نه یوازې اسلامي نړئ بلکه دنورو ادیانو پیروان ئې هم په تعجب کې واچول .سره ددې چې په اسلامي نړئ کې ډیر زبردسته او جید علما شته دي ،خو دومره لوئ کا رتراوسه نه کوم عالم او نه دعلماوو کوم هیئت او جمیعت سرته رسولئ دئ لکه په اسلامي عقیده مزیین ابراهیم او دهغه نه متاثرشوي جادالله القراني.
ددې ژوندئ کیسې نه واضح ښکاریږي چې په اسلام او په مقدس قران عظیم الشان کې دومره لوئ برکت ،حکمت او قوت شته دئ ،چې که څوک په پاک نیت اوصداقت سره منګولې پرې ولګوي داسې کارنامې او ابتکارات به وکړي ،چې دډیر قدرت او ثروت خاوندان او دولتونه به دداډول لاسته راوړنو څخه عاجزوي،لکه ددې صادق مؤمن ابراهیم اودده داسلامي رویې نه اغیزمن شوي لوئ مجاهد جادالله القراني په وسیله داووه میلیونو خلکو مسلمانیدل او په اسلام مشرف کیدل .
دلته یوه وړه محاسبه ښئي چې که په اسلامي نړئ کې ۷۰۰ د جادالله القراني په شان مؤمن او دقران کریم واقعي پیروانو اومسلمانا نو وجود درلودئ ،نن ورځ به ددنیا څلورملیارده خلک دحق دلارې پیروان شوي وو او باطل ته به ئې د رد ځواب ویلائ و،خو له بده مرغه چې اسلامي امت دبېخبرئ ،غفلت ،بې تفاوتئ اوتقلید په مرض مبتلا دي او دالله تعالي ددې لوئ نعمت یعنی داسلام دین نه ئې، نه دځانونو او نه دنورو دپاره ګټه پورته کړې ده او دهغوتږیو په شان دي چې کورونه ئې دسیند دغاړې پراته دي او له تندې هلاک کیږي.
دمرحوم ابراهیم او جادالله ددې لويې کارنامې راز ددوئ په عمل او سلوک کې دئ ،دوئ دقران کریم لارښودنې په خپلو اسلامي ا عمالو،خبرو او اخلاقو سره نوروته وښودلې اوپه دې طریقه سره ئې دهغوئ زړونه او فکرونه تسخیر کړل ،نه ئې کوم تنظیم درلود ،نه ئې سلادرلوده او نه ئې بې له الله (ج) څخه کوم ملاتړي درلودل .خو راسخ ایمان ئې درلود،نفسي او شیطاني هوسونه ئې ترخپل تسلط لاندې راوستلي وو،دقدرت ،ثروت ،شهوت او شهرت کاذب شوقونو ته ئې ځانونه نه وو تسلیم کړي او دقران کریم په ژبه او دستورونو ئې دځانونو او نوروسره چلند کاوه ،چې نتیجه ئې ټولې دنیا ولیده.
له دې کبله داسلامي ټولنو نجات او خلاصون د موجوده ذلت او انفعالتوب نه یوازې دابراهیم او جادالله القراني په لاره تلل دی او هغه داچې دباطلو او فاسدو افکارو په ځائ خپل دین ته رجوع وکړی ،او دخپل ځان نه ښایسته مسلمان جوړکړی او بیا په خپلو ښایسته اسلامی اخلاقو سره دټولنې دجوړیدو دپاره راووزي،خپل سیاسي ،اجتماعي ،اقتصادي او فرهنګي مشکلات او سوالونه دقران کریم په متن کې چې الهې ارشادات دي ولټوي،داسلام دین دشخصې،ګوندي،سیاسي،مادي او نورو هدفونو دلاسته راوستلو دپاره دیوې وسیلې په توګه ونه کاروي ،بلکه د ابراهیم او جادالله القرانی په څیر په ویلو او کړلو کې قراني هدایات او اوامر دعمل په جامه کې پیاده کړي او داسلام ددین اصلي رسالت چې دبشر نجات دټولو مادی او شیطاني بلاوو نه دئ نورو ته بیان او په خپل عمل سره ثابت کړي،ترڅو خلک په داډول کړنو سره شعوراً اوقلباً متیقین شي او دباطلو او فاسدو لارو نه دنجات او نیکمرغۍ لارې ته راوګرزي.
الله تعالی دې دما سره ټولو مسلمانانو ته هدایت وکړي ،ترڅو په هغه لاره سم شي ،چې دالله (ج) رضایت او دعالَم اسلام خیر په کې وي .امین یارب العالمین .

مننه


عادل عادل
25.11.2010

سلامونه

الله پاک دې د ستر داعي جادالله دعوتونه په خپل دربار کې قبول او منظور وګرځوي او د مسلمان حکیم ابراهیم لپاره دې یې جاریه صدقه وګرځوي، آمین

[color=indigo:cc308f40ac]دروند پتوال صیب

که تاسو د افریقې هیوادونو ته سفر وکړئ نو ددوی ظاهر، بې کچې فقر، بې بضاعتی، جسمي ضعف او سلو نورو لاس او ګریوان ستونزو له مخې به داسې وانګیرئ چې دا خلک به خپل اربعه حدود هم نه پیژني او نه به هم په دې خبر وي چې په نړئ کې څه تیریژي او نه به هم د هیڅ اسماني دین سره اشنایي ولري، له بلې خوا ددوی ورځنئ ژوند، د اوسیدو ځای، لباس، خواړه او ناوړه موسم به خامخا داسې احساس درسره پیدا کړي چې که خپل د یوه څاښت خواړه په یوه هفته کې هم وخورئ نو د مځکې پر مخ د وږو او بې بضاعتو خلکو د موجودیت له وجې به بیا هم د الله پاک د سختې او جدي پوښتنې سره ځان مخامخ وبولئ.

ددوی د دین په اړه به له خورا ابتدایي تعامل وروسته درمالومه شي چې د نوموړو خلکو غوڅ اکثریت د اسلامی دعاتو لکه د جماعت تبلیغ ډله او د جادالله په څیر اسلامي داعیانو په برکت د اسلام په سپیڅلي دین باندې مشرف خلک دي، که تاسو ددوی د څپرو په شان جوماتونو کې د لمانځه د ادا کولو نه وروسته د لوی خدای په دربار کې ددوی د وچو لاسونو لپې، د سپیرو او چاودلو شونډو هم مهاله خوځښت او د لویدلو سترګو ژور التماس ته ځیر شئ نو سترګې خو څه کوې چې د ډبرې زړه هم په ژړا او غلیان باندې راولي.

خو ددې ټولو سره سره که تاسو دوی ته ځان د یوه افغان مسلمان په نوم وروپیژنئ نو په یقین سره درته ویلای شم چې ډیرئ به مو لاسونه درمچو کړي او د شهرت خبر به مو په خپل منځ کې د اسې خور کړي چې د لارو پر سر به مو ټولي ټولي او ډلې ډلې خلک د ستړو مشو په هیله انتظار باسي په داسې حال کې چې هلته هیڅ کله هم نه کوم افغان داعي تللئ، او نه خو هم د افغانانو د تش لاس مرستې پرې ویشل شوې دي او نه خو هم چا زمونږ په ګټه د دوی په منځ کې تبلیغات کړي، خو دا چې ولې دوی د خدای بښلي جادالله په اندازه زما او ستا قدر کوي او د زړه له کومي راسره مینه ساتي سبب یې په ماضي او حال کې د هغو افغان باتورو شازلمیانو جهادونه او حماسې دي چې متاسفانه تاسو پرې باور نلرئ او د هرې موضوع او بحث په لړ ، سر او بر کې یې په ناحقه سره تر خپله وسه د ځپلو ناکام کوښښ کوئ.[/color:cc308f40ac]

الله پاک دې زمونږ په ګډون د ټولو مسلمانانو د زړونو ایینې پاکې او صفا وګرزوي . آمین ثم آمین



25.11.2010

[quote:dca94044f5]سبب یې په ماضي او حال کې د هغو افغان باتورو شازلمیانو جهادونه او حماسې دي چې متاسفانه تاسو پرې باور نلرئ او د هرې موضوع او بحث په لړ ، سر او بر کې یې په ناحقه سره تر خپله وسه د ځپلو ناکام کوښښ کوئ. [/quote:dca94044f5]
عادل صيب له عامو معلواتو نه مو مننه ، خو داسې بريښي چې له افغاني مجاهدينو سره له مينې څخه مو افريقايي مسلمانانو مينه وي او دا طبيعي څبره هم ده . خو دا بل مطلب مو چې ګنې زۀ بۀ [color=blue:dca94044f5]د افغان باتورو شازلمیانو
په جهادونو او حماسو باور[/color:dca94044f5] نه کوم چې اصلاً داسې نه ده،
په جهاد ، حماسو او ټول مقاومت په برحقيت کې شک او ترديد نه منم، لکه څنګه چې د شوروي پرضد دمجاهدينو په هغو کې هم هېڅ شک
او ترديد وجود نه درلود. خو د هغوی جهاد، حماسې ، اتلولۍ او پرې د افغان مسلمان ولس باور او ور سره پيدريظه ملاتړ دغو ټول حقايقو
ددې مخنيوی ونشو کړای چې د جهاد مستقيمه عملي او سازماني رهبري د ISI لاسته ونه لويږي او بالاخره ناوړې او بدترينې نتېجې رامنځته نکړي !
نو خبره ، ملاحظات، نيوکه او اندېښنه په جهاد، مجاهدينو ، حماسو او اتلوليو کې نه، بلکې په سياسي رهبريو کې وه ، ده او وي به چې اصلاً هلته هم د ناورينونو مخه نيول کېدای شوه او هم په کې ناورينونه
د هيواد د بربادۍ له پاره زيږول کيدل . متاسفانه جهادي تنظيمونو رهبرانو ته هيچا د تنقيد ګوته نۀ نيوله او نه يې نيو لای شوه . چې دغسې
ناوړه پايلې يې له ځانه سره راوړې .

د طالبانو ورونو جهاد سپېڅلی ، اړين او انشا الله بريمن هم دی،د سياسي خطراتو او ستونزو امکاناتو اود تکرار احتمالاتو ته ګوته نيول او
د طالبانو په شمول افغان ولس ورته متوجه کول به هم ددې له پاره تر سره شوي وي چې د ټول مسلمان افغان ملت په سياسي ګټه تمام شي اوبس

له وصيل صيب نه هم ډيره مننه ، ما رښتيا هم د اکبر جهاد کلمه په اصلي او مسلکي مفهوم نه ده کارولې ، بلکې د اسلامي تبليغ د لوی ٍثواب د
انځورولو لۀ پاره مې کارولې وه . له دقت څخه مو ديوځل بيا مننې او صميمانه سلامونو سره په لوی خدای سپارم . پۀ درناوي !


حذيفه
26.11.2010

پتوال صاحب!
يوخودي په ليکنه کي جهادي اکبريادوې فکرکوم تاسوپرې هغه حديث ته اشاره کوئ چي په دي هکله واردسوی اودځيني عوام الناس له خولويي اورو،که دي مطلب ترې په رښتياهم داواي نوپه دي پوه سه چي مشاراليه حديث موموضوعي دی اودحديثوپه فن کي هيڅ داعتباروړندی،بله خبره دي دعادل عادل په په ځواب کي داسي کړې چي زه دافغانانوشهامت منم دروس پرخلاف يي داسي اوداسي وکړل ولي داوسني جهادقرباني تاسوته قرباني نه ښکاري اوکه بله موضوع ده؟زماپه اندترهغه جهاداوسنی جهادډېرسخت دی اوقربانۍ هم پکي زېاتې دي اوسنيوفدايانوخونړۍ وال هک پک کړل اياتاسولاپه دي کي شک وينئ؟که موبل څه په پام کي نيولي دي؟


كريم كامران
26.11.2010

رښتیا هم چې د قدوې له لارې دعوت ډیر اغیزمن تمامیږي. قدوه یعنې چې داعي یا دین ته بلونکی د ژبې یا قلم ترڅنګ په خپل عمل کې هم خلکو ته هغه څه وښيي چې دی ورته هغوی دعوتوي. تاسو وګورئ جادالله د ابراهیم د رويې او تعامل په برکت اسلام منلی، ابراهیم کوم لوی عالم هم نه وه، هغه د یو ملتزم مسلمان په توګه د جادالله سره تعامل کاوه، د هغه همدا اسلامي تعامل ددې لامل وګرځید چې جادالله د اسلام په مبارک دین مشرف شو.

پتوال صاحب ډیر ښه وړاندیز کړی چې که چیرته مونږ ځیني افغان علماء او دعوتګران افریقايي هیوادونو ته ددیني تبلیغ لپاره ولیږدول شي ډیرې لاسته راوړنې به ولري، زه وایم چې په افریقايي هیوادونو کې به ددې غوښتنې د تطبیق امکانات افغانانو ته مساعد وي یا نه، خو د شوروي اشغال په وخت د غربي نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته د افغانانو هجرت او هلته میشتیدلو که له یوې خوا په ګڼ شمیر کې فکري، کلتوري، او سیاسي ناوړه پایلې د افغانانو په برخه کړې، له بلې خوا یې ډیر قیمتي فرصتونه هم له ځانه سره درلودلي، هو دا بېله خبره ده چې مونږ ترې ګته پورته نه کړی شوه ځکه افغانان که څومره کلک خلک دي هومره د پردي کلتور او افکارو تر اغیز لاندې ډیر ژر راځي او ددې پرځای چې په نورو موثر واقع شي ژر ترې متاثره کیږي. همدا اوس هم په میلیونو افغانان په بهر او لویدیځه نړۍ کې میشت دي، خو ګومان نه کوم چې تراوسه دې علی الاقل د یو کس په زړه کې هم د ترکي ابراهیم په شان فکر او سوچ ورګرځیدلی وي.

په دې کې شک نشته چې که چیرته په لویدیځ کې میشت افغانان خپلو ځانونو ته متوجه شي ددوی په لاس کې ډیر داسې طلايي فرصتونه او چانسونه شته چې لوی-لوی دیني مبلغین او ستر-ستر دعوتګران ترې بې برخي دي. که چیرته دوی لکه د ابراهیم په شان عزم وکړي ډیرې لویې لاسته راوړنې به ولري، ډیرې داسې دعوي فرصتونه شته چې که ګټه ترې واخیستل شي ددوی په روزمره کاروبار به هم هیڅ ناوړه اغیز ونکړي او په خلکو کې به یې ټولنیز موقعیت ته کومه صدمه ونه رسیږي خو په مقابل کې به یې خپل دین ته ډیر ستر خدمت ترسره کړی وي.

یو لویدیځ میشت افغان به خامخا د ځايي خلکو سره ناسته پاسته، راکړه ورکړه، او روزمره تعامل لري، یا به په یو شرکت کې ګډ کار سره کوي، یا به په دفتر کې یو ځای وي، یا به کوم بل داسې مناسبت وي چې ددوی دواړو ترمنځ د تعامل باعث جوړ شوی وي، نو که د مثال په توګه همدا کس چې نور هیڅ هم ونه کړي دومره وکړي چې خپل پنځه وخته لمونځ همیشه په جماعت (او یا که ددې امکان نه وي بغیر له جماعت) په خشوع او خضوع ادا کړي، ښايي داسې وخت راشي چې هغه غیرمسلمان ملګری یې دده ددوامدار لمانځه له امله د اسلام په اړه مطالعې ته وهڅول شي او د اسلام سره مینه یې په زړه کې وټوکیږي. دا یو کوچنی مثال وه، که چیرته د اسلام نور احکام په ځان تطبیق کړي مثلا دهغوی سره د ناستې پاستې پروخت ددروغو، ټګیو، خیانت، نمیمت، بهتان او غیبت نه ځان وساتي، یا مثلا که پر لار روان وي د لارې اداب مراعت کړي، په شاخته او غیرشناخته مسلمان سلام واچوي، ضررناک شی د لارې نه لرې کړي، د خیر په کار کې یوتربله مرسته وکړي، د مریض پوښتنه وکړي حتی که غیرمسلمان مریض هم وي ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د یو یهودي مریض پوښتنه کړې وه، تحفې او هدایا ورکړل شي، او د امکان په صورت کې وپوهول شي دا ټول زمونږ ددین هغه لارښوونې او ارشادات دي چې مونږ ته پرې خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم امر کړی دی.. چې دا او دې ته ورته کارونه پخپله نوموړی داسلام په هکله تجدیدالنظر ته اړباسي او د اسلام په اړه د نوموړي په تصور کې د پاموړ بدلون راوستی شي، دا نو بیا مونږ پورې اړه لري چې په دعوت کې مو څومره له حکمته کار اخیستی وي او دا کومه ناشونې خبره هم مه ګڼئ چې الله تعالی یو کافر ته ستا په لاس هدایت په نصیب کړي.

ددې خبرو نه زما مطلب دا دی چې د اسلام په دعوت کې دا شرط نه ده چې دعوتګر دې هرومرو عالم او په دیني پوهه کې رسیدلی کس وي، هو! ځینې موارد داسې دي چې یوازې عالم ددې جوګه وي چې خلک دین ته دعوت کړي، خو د (قدوې) او د اسلامي احکامو په ځان باندې د تطبیق له لارې هر مسلمان کولی شي چې لکه د ابراهیم په څیر داعي، مبلغ، او د اسلام دین ته بلونکی جوړ شي.

زه باور لرم که چیرته د لویدیځوالو له سترګو نه هغه پردې چې رسنیزو پروپیګنډو یې په سترګو غوړولي لرې شي او دوی د قرآن رښتیني بڼه وویني، او زمونږ د پیغمبر له سیرت څخه په سمه توګه خبر شي، ډلې ډلې خلک به د اسلام په مبارک دین کې داخلیږي.



26.11.2010

حذيفه ورور ليکي :
بله [quote:6f78dca3ba]خبره دي دعادل عادل په په ځواب کي داسي کړې چي زه دافغانانوشهامت منم دروس پرخلاف يي داسي اوداسي وکړل ولي داوسني جهادقرباني تاسوته قرباني نه ښکاري [color=yellow:6f78dca3ba]اوکه بله موضوع ده؟[/color:6f78dca3ba][/quote:6f78dca3ba]محترو حذيفه صيب ته سلام ،  هو موضوع داسې نه ده ، دا هم ناسم پوهاوی دی  :
ستا پوښتنې ته ورته عادل صيب  هم د طالبانو په اړه پوښتنه کړې وه او مايي  د وران پوهاوي د سمون له پاره ورته وليکل :
[quote:6f78dca3ba]دا بل مطلب مو چې ګنې زۀ بۀ د افغان باتورو شازلمیانوپه جهادونو او حماسو باور نه کوم چې اصلاً داسې نه ده،
په جهاد ، حماسو او ټول مقاومت په برحقيت کې شک او ترديد نه منم،[/quote:6f78dca3ba]
او بيا مې  دپخوانيو مجاهدينو په اړه هم وليکل :[quote:6f78dca3ba]
لکه څنګه چې د شوروي پرضد دمجاهدينو په هغو کې هم هېڅ شک
او ترديد وجود نه درلود.[/quote:6f78dca3ba]
نو په دومره روښانه جملو کې نور ستاسو ناسم پوهاوي هډو هېڅ ځای او مکان نه پاتې کيږي ٠که يوځل تاسو  هلته بيا ولولئ ٠
د کامران  صيب  ليکنه په خپل ذات کې د لا زيات  تائيد وړ ده ، خو بشپړاوی غواړي ، څو زما مطلب نيمګړی درک نشي ٠ خو ادا  بيا وروسته!  تر هغه مو په الله سبحان وعالی سپارم ! ٠  په مينه او سلامونو ٠ 



ع کريم حليمي
30.11.2010

ډیر محترم ، مکرم او دانشمند پتوال صاحب ، منلې پښتون صاحب ، ګران هېښ صاحب ، وصيل پېروز صاحب ، عادل عادل صاحب ، محترم كريم كامران صاحب سلامونه او احترامات مي ومنئ

رښتیا چه د جادالله القرآني په نوم نقل او داستان د عبرت نه ډک درس دی
زما د جادالله سره کوم کار نسته ، او نه څه ورنه زده کولای شم ، ولي چه د جادالله تر قصې ،داستان نه د امت لپاره د سردار عالم د اصحاب کرامو
کارنامي ښه ټینګ او پاخه درسونه دي او کارنامې ئې مورد د شک او تردید
هم نه دي

تر کوم ځایه چه زه پوهېږم د جادالله داستان د یو پاخه لیکوال د ناول په څیر
ښکاریږي ، ما تر ډېر حده کوښښ وکړ چه د جادالله په نامه کوم سند پیداکړم خو موفق نه شوم ، لیکن دا راته معلومه شوه چه د جادالله القرآني نوم و جهاني جال ته 11-29-2006 را څرکند شو ، او لیکن ّهیڅ معتبره منبع د جادالله القرآني په باره کښي معلومات نه لري ، لکه encyclopedia britannica , Wikipedia , او‌.........‌
هو ! په یؤ ټیوب کښي داستان ناول ښه په خړپ نشر شویدی
د جادالله په نوم (‌قصة أسلام جاد الله القرأنى الفرنسى اليهودى الذى أعتنق الآسلام للشيخ نبيل العوضى)‌

محترم كريم كامران صاحب !
زه نه شم کولای چه دا داستان درواغ وګڼم او نشم کولای چه واقعت او حقیقت ئې وبولم ، لبته دا زما کمزوري ده چه سند نشم پیدا کولای
که تاسو کولای شی چه د جاد الله القرآني د قصې او نقل په باب کره معلومات راکړئ ، زه به ستاسو له لارښوونې څخه ډېر شاکر یم ، دغه کښته اډرس معتبر نه دی ، دغه سایټ یو تجارتي سایټ دی
http://www.turntoislam.com/forum/showthread.php?t=4365

او په عیني وخت کي که د چا ُفرانسوي زده وي ، که دغه لاندي سایټ وګوري
ښه به وي ، که څه کټمند شئ پکښې وي له موږ سره يې شریک ګړئ کورمو ودان

http://www.bookine.net/ericschmitt.htm

http://as7ab.maktoob.com/group/viewForum314577.htm
http://www.sonyclassics.com/ibrahim/osonmi.html
http://www.imdb.com/video/screenplay/vi2409234713/
درنښت


لقمان
01.12.2010

حلیمي صیب چې په موضوع کې لغتې ونه وهې هیڅ خوند نه درکوي!! :evil: :evil: :evil: :evil:
هره موضوع به ستاسې لخوا خرابیږي. دجادالله قصه دعبرت لپاره ډیرښه درس چي هرکس ترې باید ډیرڅه زده کړي اوس ته څه ضرورت لرې چي راځي او وايې چې دادجادالله قصه خیالي داستان دی او واقعیت نلري؟ :twisted: :twisted:
که خیالي داستان هم وي دیوعالم په حیث علی الاقل تاسو ته سکوت بهتره و داچی ته وایې واقعیت نلري او خیالي قصه ده که ضرر ونلري فایده خووالله په بالله که لري اول همدا زه، په مايي ډیر زیات تاثیرکړی وه اوس تاسې محترم دا ګلان پکي وشیندل اوس یې زماپه زړه کي هغه اغیزندي پآتې وایم ځه یوه خیالي قصه ده څه رښتیاخونده تیره شوې؟
بیاکه څوک درته نصیحت هم کوې دنورو لیکونکو دنیوکو لاندی راځي چي حلیمي صیب مشردی اوبی ادبي مه کوه نو چي مشردی مشربه هرڅه کوي مونږ به يي سمې لاري ته نه متوجه کوو؟؟

موضوع ډيره خوندوره روانه وه خوتاسې دخپل همیشني عادت له مخي داسي لتې پکي ووهلې چي اوس والله که هیجا ته خوندورکړي. :evil:



ع کريم حليمي
02.12.2010

ښاغلی لقمان ملګرېٖ سلامونه !
[quote:1b75c2d7d9]اول همدا زه، په مايي ډیر زیات تاثیرکړی وه اوس تاسې محترم دا ګلان پکي وشیندل اوس یې زماپه زړه کي هغه اغیزندي پآتې وایم ځه یوه خیالي قصه ده څه رښتیاخونده تیره شوې؟ [/quote:1b75c2d7d9]

اِنَّمَا الاَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ ........
ګران لقمان صیب ، ما نه غوښتل چه دا د سیاسي ایماندارو، مسلمانانو لیکوالو غلا او درواغ افشا کړم ، یوېٖ نقطې زورولم !!!
چه په فی سبیل الله،د خدای په لار کښي، (For the Sake of Allah)
درواغو ته اجازه سته؟؟ ، توبه پر دېٖ خبر !! زموږ خواږه نبی هم یو وخت
په درواغو قصې جوړولې ؟؟؟؟‌

د اسلام دین او رب درواغو ته ضرورت نه لري ، د فرانسوي ناول څخه غلا کول او بیا داقصه زموږ غرونو او شېلو ته واستوي ، او د یو پاک سپېڅلي پښتون یا عرب او ششن ځوان ماغزه په ور پرېمینځی او صدرۍ ور واغوندي

نیت مي دا وو چه د صدرۍ مخه ونیسم ،‌ ته هسي مجلس د مجلس له پاره کوېٖ !!! شخصًا يې پر تاسو څرنګه اثر کړېٖ وو ؟؟؟؟ د سلېمان فارسي ،
ٔ ابي هريرة ، سعد بن ابي وقاص ، حضرت علی(کرم الله وجهه)
رښتیا روایتونه او د جاد د درواغو افسانه باید فرق ولري

زه سترګي نه پټوم ، ته سترګي پټوېٖ ، ته په خوب بیده یې په خوب کښي دي
ډیره سرمایه ګزاري کړېده ، که څوک هڅه وکړي چه له خوب نه دي بیداره وي
ته نه غواړېٖ چه راویښ شې ولی چه په خوب کښي پاچا یې او چه راکښېني
خبر یې چه په ژرنده کښی به سپېره غوږونه ولاړ يي‌

"‏ أبى الله أن يقبل عمل صاحب بدعة حتى يدع بدعته ‏"‏

د پاک رب العزت دین درواغو ته ْرورت نه لري ، او نه نوی لارو ته  


كريم كامران
02.12.2010

لقمان صاحب د یو ریښتيني دعوتګر له صفاتو څخه دا نه ده چې په خیالي کیسو باندې خلک دین ته راوبلي، زه د حلیمي صاحب د نظر سره موافق یم. مونږ الحمد لله په قرآن او نبوي احادیثو کې ډیرې داسې حقیقي کیسو لرو که چیرته وغواړو خلک پرې دین رادعوت کړو کولی شو.
تاسو باید دې ته هم متوجه اوسئ که چیرته همدا خیالي کیسه یو وخت مدعو (هغه څوک چې تاسو دعوت ورکوئ) ته یې دروغ ثابت شي بیا به یې اغیز څومره وي؟؟؟؟؟؟
آیا بیا به مو ګټه کړې وي او که تاوان؟؟؟
زه حتی د (ځینو) هغو ساینسي تحقیقاتو او نویو تجربو سره هم چندان موافق نه یم چې ځینې دعوتګران یې د قرآني ایتونو د اعجاز لپاره وړاندې کوي. دا په دې معنی نه چې ساینسې تجربې او لاسته راوړنې هیڅکله د قرآن د اعجاز د ثابتولو لپاره استعمال نه کړو، بلکې په دې اړه باید د جزم نه کار وانخلو، او دې مو پام وي چې ساینسپوهان لکه د بل هر انسان په څیر له نقائصو او نیمګړتیاوو څخه بچ نه دي، که چیرته په راتلونکې کې د نوموړي همدا تجربه ناسمه ثابته شي معلومداره خبره ده چې د خلکو په اذهانو کې د قرآن کریم په اړه منفي افکار راټوکیږي.

مطلب مې دا وه چې هر هغه ساینسي تحقیق یا هره هغه کیسه چې صحت یې په یقیني توګه ثابت نه وي یو مسلمان دعوتګر ته نه ښايي د اسلام سپیڅلي دین په رابللو کې ترې استفاده وکړي. الله تعالی فرمايي: ادع إلى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة وجادلهم [color=blue:274e6a4889]بالتي هي أحسن[/color:274e6a4889].



ع کريم حليمي
03.12.2010

درنو او محترمو لیکوونکو او لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله
کامران صاحب له تاسو څخه مننه
لقمان صاحب ! ستاسو توجه او دقت مو غواړم ، و دغه مبارک کلام ته

{‏يا أيها الذين آمنوا اتقوا الله وكونوا مع الصادقين‏}‏
"‏ إن الصدق يهدي إلى البر، وإن البر يهدي إلى الجنة، وإن الرجل ليصدق حتى يكون صديقا، وإن الكذب يهدي إلى الفجور، وإن الفجور يهدي إلى النار، وإن الرجل ليكذب، حتى يكتب عند الله كذابا ‏"‏‏.‏

ګران لقمان وروره ، نن دا راته معلومه شوه یــــــــــا غالب ګمان کوم چه : ددېٖ قصې د درواغو د داستان په جوړېدلو کښي الدکتور صفوي حجازی هم ککړ دی

د ډاکتر له خولې نقل دی:
_____________
په لندن کښي د زولو د قوم یو مشر ته وویل چه جاد الله پېژني ، هغه ورته وویل چه ته يې پېژني ؟ ډاکتر ورته وویل چه هو !
د زولو شیخ د ډاکتر د لاس مچېدل په ډیره توده مینه وکړه ډاکتر حجازي و دېٖ د زولو شیخ ته وویل چه دا لاسونه ولی رامچوېٖ
ډاکتر نقل کوي چه د زولو شیخ راته وویل چه تاسو د جاد الله القراني سره
د لاس روغبړ کړی .....................
نور نو لاندي لیکنه ولولئ عیان ته حاجت د بیان نسته

يقول الدكتور صفوت حجازي بأنه وخلال مؤتمر في لندن يبحث في موضوع دارفور وكيفية
دعم المسلمين المحتاجين هناك من خطر التنصير والحرب، قابل أحد شيوخ قبيلة
الزولو والذي يسكن في منطقة دارفور وخلال الحديث سأله الدكتور حجازي: هل تعرف
الدكتور جادالله القرآني ؟ . وعندها وقف شيخ القبيلة وسأل الدكتور حجازي :
وهل تعرفه أنت ؟ . فأجاب الدكتور حجازي: نعم وقابلته في سويسرا عندما كان
يتعالج هناك .. . فهم شيخ القبيلة على يد الدكتور حجازي يقبلها بحرارة، فقال
له الدكتور حجازي: ماذا تفعل ؟ لم أعمل شيئاً يستحق هذا ! . فرد شيخ القبيلة:
أنا لا أقبل يدك، بل أقبل يداً صافحت الدكتور جاد الله القرآني ! . فسأله
الدكتور حجازي: هل أسلمت على يد الدكتور جاد الله ؟ . فرد شيخ القبيلة: لا ،
بل أسلمت على يد رجل أسلم على يد الدكتور جاد الله القرآني رحمه الله !!

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more