نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دموحدجهاد!!!
مومن مهاجر
23.11.2010
لاندي دموحدپه نوم یوچادجهادپرموضوع لیکنه کړې اوپه شهادت ویب پاڼه کي یې نشرکړې تاسویې په اړه څه وایاست؟
مفاهيم او معيارونه مه سره خلطوئ - موحد
23-11-2010 03:30 AM
موحد
موحد
مفاهيم او معيارونه مه سره خلطوئ
قرآن د هر عبادت د اهميت درجه موږ ته ښودلې
كله چي د ديني مفاهيمو په اړه بحث كوو بايد محتاط وو، له مبالغو ډډه وكړو او دې ته په كلكه متوجه وو چي هر يوه ته همغه مقام او منزلت وركړو چي په قرآن او سنت كي وركړى شوى، د هر يوه په اړه بحث او د هغه فضايل بيانول بايد محتاطانه وي، مبالغه په كي ونه كړو او مقام ئې تر هغو لوړ نه كړو چي د قرآني معيارونو له مخي په هيڅ توگه هغه ته نشي رسېدى، ځيني دې اصل ته له پامه پرته د يوه عمل، وخت او ورځي په اړه قضاوت كوي او ډېر ځلي د يوه مستحب عمل مقام او منزلت دومره لوړ بوځي چي فرائض وررسېدى نشي، يو مثال ئې حج، د ذي الحجې مياشت او د دې مياشتي لومړۍ لسمه ده، چي په دې ورځو كي د هر جومات خطيب پرې بحث كوي او ليكوال پرې ليكني. د ډېرو قضاوت داسي وي چي گواكي حج تر ټولو عباداتو ستر عبادت دئ، مقام ئې تر ټولو لوړ او ثواب ئې تر هر عبادت زيات دئ!! ځيني تر دې هم مخكي درومي او وايي چي دا لس ورځي هغه لس شپې دي چي الله تعالى د الفجر د سورې په دوهم آيت كي پرې لوړه كړې او له دې لوړي معلومېږي چي دا شپې د الله تعالى په وړاندي تر ټولو شپو فضيلتمني او مكرمي دي!! راشئ وگورو چي حقيقت څه دئ او د قرآن او سنت په رڼا كي په دې اړه څه قضاوت كولى شو.
د قرآن د وينا له مخي د الله په لار كي جهاد تر ټولو افضل عبادت دئ، مقام ئې تر ټولو لوړ او اجر ئې تر ټولو زيات دئ، هيڅ عبادت، د لمونځ، زكات، روژې او حج په شمول د الله تعالى په لار كي جها ته نشي رسېدى، په قرآن كي تر ټولو زيات د جهاد يادونه شوې، او دا څرگنده خبره ده چي د كوم څه اهميت او ارزښت زيات وي نو په قرآن كي د هغه په اړه زيات تأكيد شوى. كه د قرآن په رڼا كي د عباداتو درجه او اهميت تعيين كړو نو ترتيب ئې داسي دئ:
1. جهاد د الله تعالى په وړاندي تر ټولو لوړ مقام لري او د مجاهد درجه تر ټولو اوچته ده، قرآن ئې د اعظم درجة عند الله خاوند بولي.
2. لمونځ په دوهمه درجه كي اهميت لري دا ځكه چي قرآن تر نورو ټولو عباداتو د لمانځه ډېره يادونه كوي.
3. له لمانځه وروسته د زكات زياته يادونه شوې او دا ښيي چي مقام او منزلت ئې په لمانځه پسې دئ.
4. د روژې مقام په څلورم پوړ كي دئ او
5. د حج په پنځم پوړ كي.
د جهاد لپاره بل هر عبادت پرېښودى او وروسته كېدى شي، د جهاد لپاره په لمانځه كي قصر او ځنډ جائز دئ، د فرضي روژې خوړل جائز دي، حج پرېښودل جائز دي، د زكات پيسې په جهاد مصرفول نه يوازي جائز دي بلكي تر ټولو ښه او غوره مورد ئې همدا دئ، خو د هيڅ عبادت لپاره فرضي جهاد نشي ترك كېدى.
قرآن د جهاد د فضيلت او مقام په اړه فرمايي چي درجه ئې تر ټولو نورو فرايضو او عباداتو لوړه ده:
هغه چي ايمان ئې راوړى، هجرت ئې كړى او د الله په لار كي ئې په خپلو مالونو او نفسونو سره جهاد كړى د الله په خوا كي تر ټولو لوړه درجه لري او همدا دوى بريالي دي.
دا مبارك آيت په دې اړه په پرېكنده توگه وايي چي جهاد تر ټولو ستر عبادت دئ، د مجاهد درجه تر ټولو لوړه ده او د د نيا او عقبى بريا د جهاد له لاري ترلاسه كېدى شي، دا بريا به يوازي د مجاهد په برخه كېږي. لوړ معنوي مقام ته د رسېدو او د دنيا او عقبى بريا تر لاسه كولو كي ايمان مقدمه ده، هجرت له ماسوى الله نه خپل تعلق شلول او د خداى په لوري تگ دئ او په خپل مال او نفس سره د الله تعالى په لار كي جهاد كول وسيله ده، له دې وسيلې پرته هغه لوړ مقام ته رسېدل ممكن نه دي.
الله تعالى فرمايي چي د مؤمنانو مجاهد او غير مجاهد سره برابر نه دي، مجاهد پر غير مجاهد په ډېرو درجو فضيلت لري، الله تعالى ئې مغفرت په برخه كوي او ستر اجر وركوي:
النساء: 96
د مؤمنانو غير معذور ناست كسان له هغو سره برابر نه دي چي په خپل مال او ځان سره د الله د لاري مجاهدين دي، الله دغو په خپل مال او ځان سره مجاهدينو ته پر ناستو كسانو د ځانگړې درجې فضيلت وركړى، په داسي حال كي چي الله له هر يوه سره د ښې بدلې وعده كړې، خو مجاهدينو ته ئې پر ناستو كسانو د ستر اجر فضيلت وركړى. د ده له خوا ځانگړې درجې، بخښنه او پېرزوينه او الله مهربان بخښونكى دئ.
دلته د مجاهد او غير مجاهد تر منځ د سترو توپيرونو په اړه لاندي وضاحتونه شوي:
• هغه مسلمان چي معذور نه وي او له جهاده وروسته پاته كېږي، له هغه چا سره نشي برابرېدى چي د خپل سر او مال په بيع په جهاد كي برخه اخلي.
• هم د مجاهد مقام او درجه تر ده لوړه ده او هم ئې اجر، ناست كسان په بل هيڅ نېك عمل سره نه د دوى مقام ته رسېدى شي او نه د دوى په څېر اجر ترلاسه كوى شي.
• ناست كسان به هم د خپل ايمان، اخلاص او نېك عمل اجر ترلاسه كوي، خو د مجاهدينو فضيلت او اجر نشي موندى.
• دا توپيرونه د عادي درجو توپيرونه مه گڼئ، دا د الهي معيارونو له مخي د لوړو لوړو درجو توپيرونه دي.
• مهربان بخښونكى خداى د دوى گناهونه ورته بخښي او خپل ستر رحمت د دوى په حال شاملوي.
دې ته مو بايد پام وي چي دلته د هغه حالت په اړه بحث كېږي چي په جهاد كي برخه اخيستل د مسلمانانو خپلي خوښي ته پرېښودل شوى وي، فرض عين نه بلكي فرض كفايي وي، د نفير عام حالت نه وي او ټولو ته دا نه وي ويل شوي چي د جهاد لپاره ووځئ، په هغه حالت كي خو له جهاد څخه وروسته پاته كېدا داسي ستره گناه ده چي د انسان ايمان او آخرت په خطر كي اچوي.
قرآن فرمايي چي جهاد هغه معيار او ملاك دئ چي له مخي ئې په ايمان كي صادق او كاذب معلومېدى شي، صادق هغه دئ چي جهاد كوي او كاذب هغه دئ چي له جهاد ډډه كوي، په همدې اړه رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته فرمايي:
الله دي درته عفوه وكړي! ولي دي اجازه وركړه؟! ترڅو هغه درته څرگند شوي وى چي رښتيني دي او دروغجن دي پېژندلي وى.
په دې مبارك آيت كي څو لارښووني زموږ مخي ته ځلېږي:
• پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي چي الله دي د دې كار عفوه درته وكړي چي دغو كسانو ته دي رخصت وركړ، دوى درته درغلل چي د څه عذر په وجه په دې جنگ كي برخه نشي اخيستى، تا ورسره موافقه وكړه او اجازه دي وركړه، غوره دا وه چي دا اجازه دي نه وى وركړې، ترڅو صادق او كاذب درته معلوم شوي وى.
• په دې آيت كي جهاد د هغه معيار په توگه معرفي شوى چي د خلكو ايمان پرې تلل كېږي، په ايمان كي صادق هغه دئ چي د الله تعالى په لار كي جهاد كوي او دروغجن هغه دئ چي له جهاد ډډه كوي!!
تاسو به د ټول قرآن په هيڅ آيت كي صراحتاً يا اشارتاً ونه مومئ چي بل عبادت د معيار په توگه معرفي شوى وي او داسي ويل شوي وي چي په هغه سره په ايمان كي صادق له كاذب بېلولى شئ.
په وروستي آيت كي د دې مزيد وضاحت شوى:
هغه چي پر الله او د آخرت پر ورځي ايمان لري؛ په خپلو مالونو او ځانونو سره د جهاد له كولو نه د(معاف كېدو) اجازه نه درنه غواړي، او الله په دغو متقيانو ښه پوه دئ.
د مخكني آيت مطلب دلته په لازيات صراحت سره بيان شوى او ويل شوي:
• څوك چي پر الله تعالى او د آخرت پر ورځي ايمان لري؛ تل به دې ته چمتو وي چي د الله په لار كي د خپل سر او مال په بيع جهاد وكړي، دا واقعي مؤمن به هيڅكله له تا دا اجازه ونه غواړي چي له جهاد د شا ته پاته كېدو رخصت وركړې.
• په الهي معيارونو كي واقعي متقي او پرهيزگار مسلمانان همدغه مجاهدين دي، الله تعالى د دوى په حال ښه پوه دئ او د همدغي پوهي په اساس وايي چي دوى له جهاده شا ته پاته كېدا نه خوښوي.
يعني منافق به له جهاده ډډه كوي!! او له جهاده به د رخصت ترلاسه كولو هڅه كوي!! د دې آيت په اورېدو سره د هر باايمانه انسان وېښتان ځيږ كېږي، له يوه جهاده پاته كېدا ورته داسي برېښي لكه له ايمانه وتل، گوري چي كه د هغه چا په اړه الهي قضاوت داسي وي چي له جهاده د رخصت ترلاسه كولو لپاره د پيغمبر عليه السلام په حضور كي حاضرېدل، نو د هغه چا په اړه به د الله تعالى او د الهي دين حكم څه وي چي له جهاده انكار كوي، نه ئې په تگلاري كي د جهاد پړاو شته، نه ئې په درسونو كي د جهاد باب شته، نه ئې په تبليغ كي د جهاد موضوع؟!! د جهاد په ځاى وايي چي اسلام د صلحي او روغي جوړي دين دئ نه د توري دين، د اسلام جنگونه دفاعي ول نه تعرضي، اسلام كافرانو ته وايي ستاسو خپل دين او زموږ خپل دين، مه تاسو پرموږ غرض لرئ نه به موږ پر تاسو!! دا خبري په داسي وخت كي كوي چي صليبي ځواكونو فلسطين نيولى، افغانستان ئې نيولى، عراق ئې نيولى، دا اوس د دوى نږدې څلور لكه فوځ په اسلامي هېوادو كي مستقر دئ!! ټول اسلامي هېوادونه له سياسي، اقتصادي او فرهنگي پلوه د دوى مستعمرې دي، چي د خلافت له زواله وروسته تر نن پوري په مستقيمه او غير مستقيمه توگه دوى پرې حكومت كوي، خپل منافق او مفسد لاس پوڅي ئې پر مسلمانانو مسلط كړي، د ژوند په ټولو برخو كي دوى د تعرض په حال كي او موږ له دفاع هم عاجز!!
• كوم قوم چي له قرآن او قرآني مفاهيمو لري پاته شي نو معيارونه ئې بدل شي، د ايمان، اسلام، تقوى، صبر، توكل، احسان، او نورو مفاهيمو په اړه ئې انگېرنه داسي نه وي لكه چي قرآن ئې موږ ته انځوروي، لكه دلته چي قرآن هغه مجاهد د متقي په توگه معرفي كوي چي د الله په لار كي خپل سر او مال قرياني كوي، خو كه تاسو له كوم تبليغي، بريلوي، صوفي، او ټولو هغو ډلو او اشخاصو چي په جهاد باور نه لري؛ د تقوى په اړه پوښتنه وكړئ نو په ځواب كي به واورئ چي ځيني تقوى په اورادو او اذكارو پوري تړي، ځيني ئې په دعوت او تبليغ كي خلاصه كوي، ځيني ئې له خلكو گوښه كېدا او د كوم جومات او خانقاه په كونج كي په نوافلو بوختېدا كي لټوي، يو به هم درته ونه وايي چي د الله په لار كي خپل سر او مال قرباني كول، د شر او فساد له ځواكونو سره دائمي او نه پخلا كېدونكې مبارزه، له طاغوت څخه بغاوت، له كافر او منافق څخه برائت، له الله تعالى پرته له چا نه وېره درلودل نه طمع، له الله پرته له بل چا مرسته نه غوښتل او ټول هغه جامع تعبيرونه چي قرآن ئې د دغو مفاهيمو په ترڅ كي زموږ مخي ته ږدي، هيڅ يو به ترې وانه ورئ، دا په داسي حال كي چي له دې پرته نه الله تعالى د چا لمونځ، روژه، زكات او حج قبلوي او نه ئې د ايمان دعوى رښتينې گڼي. په اصل كي دا نور عبادات د دې لپاره فرض كړى شوي چي مسلمان د الله تعالى په لار كي جهاد او قربانۍ ته چمتو كړي.
• په كار ده چي د قرآن دغه آيت د يوه دقيق ملاك په توگه په پام كي ولرو، هغه داعي، مبارز، مبلغ، او هغه سياسي او مذهبي ډله او جماعت د اعتماد او اعتبار وړ ونه گڼو چي په وينا او عمل كي او د مبارزې په تگلاري كي ئې جهاد مطرح نه وي، له جهاده يا انكار كوي او يا د جهاد په اړه له څه ويلو او كولو ډډه كوي، هغه ډله يوه اسلامي ډله مه گڼئ چي د دعوت تر څنگ په هجرت، جهاد او شهادت باور نه لري او دا خبره نه مني چي د اسلامي نظام د جوړلو لار همغه ده چي قرآن ئې موږ ته راښيي او پيغمبر عليه السلام غوره كړه، چي لومړۍ مرحله ئې دعوت، دوهمه ئې هجرت او درېيمه ئې د الله تعالى په لار كي وسله وال جهاد دئ. دې ته مو هم بايد پام وي چي استعماري ځواكونو گڼ شمېر داسي ډلي د اسلام تر نامه لاندي جوړي كړې دي، مرستي ورسره كوي، تبليغاتي وسائل او امكانات او راډيوگاني او ټلويزيونونه ئې په واك كي وركړي، د لندن په څېر ښارونو كي ئې دفاتر ورته پرانيستي او په مالي او سياسي لحاظ ئې پالي چي د جهاد نفي او منتفي گڼل ئې مأموريت دئ. دا عادي او تصادفي خبره مه بولئ چي امريكا د وزيرستان په څېر لري پرتې سيمي كي د يوه محلي مجاهد د خپلوانو كور په ډرون جهازونو سره په نښه كوي، هغه راكټي پرې وروي چي نيم غني شوي يورانيم په كي كارول شوي، ماشومان، ښځي او بوډاگان ئې وروژني، خو په مقابل كي ئې د اسلام په نامه د جوړو شوو ځينو ډلو مشران او مشهور مبلغين په لندن او واشنگټن كي مني، نه ئې په تگ راتگ بنديزونه لگوي او نه په غونډو او تبليغاتو، آيا دا عادي خبره ده چي بريلويانو، قاديانانو او د اسلام په نامه ځينو نورو ډلو ته په لندن كي د ټلويزيوني چينلونو د پرانيستلو اجازه وركوي، غړو ته ئې داسي ويزې وركوي چي هر وخت وغواړي دغو هېوادو ته سفر كولى شي!!!
غربي هېوادونو په سر كي ئې امريكا؛ پاكستان، سعودي، مصر، اردن، عمان او گڼ شمېر نور هېوادونه دې ته اړ كړي چي له تعليمي نصاب نه په جهاد او اسلامي تاريخ پوري اړوند مفاهيم حذف كړي، د قرآن د هغو سورتونو لوستل پاى ته ورسوي چي د جهاد خبره كوي، د احاديثو له كتابونو د جهاد باب وباسي، دا اوس ئې په يوه اسلامي هېواد كي د احاديثو يوه داسي سلسله راايستلې چي د جهاد اړوند هيڅ حديث په كي نشته، ښه ډېر تبليغات ورته كوي چي همدا سلسله د صحاح سته ځاى ونيسي.
نوربيا...
عادل عادل
23.11.2010
سلامونه،
ماشا الله ډیره ښه او ګټوره لیکنه یې کړې، خدای دې اجر ورکړي، د ملاحظې هیڅ ځای پکې نشته.
تبلیغیان د موحد صیب د خبرو هغه برخه دلیل راوړي چې وایي دا نور عبادات ددې لپاره فرض شوي چې جهاد ته خلک اماده کړي، نو دوی خلک عباداتو ته رابولي او کله چې په نورو عباداتو کې مسلمان ملتزم شي نو د ضرورت په وخت کې تر ټولو اسانه او ژر جهاد ته ملا تړي.
د موحد صیب د اطمنان لپاره د هغه قراني آیت په رڼا کې چې د کفارو د مکر په باره کې راغلئ دی، د یو بل ټکئ یادول هم ضروري ګڼم هغه دا چې که د اسلام دښمنان زمونږ په منځ کې د اسلام د پیکه کولو په نیت کوم خودساخته یا دوی ساخته اسلامی ډلې روزي او یا وده ورکوي، الله پاک به یې ان شاالله د اسلام د ارتقا او لوړوالي په مسیر کې استعمالوی او دوی ته به د یاس او ناامیدئ نه پرته بل څه نه پاتیژي
الله پاک دې د افغانانو جهادونه قبول او ثمرې دې یې د مظلومو افغانانو په شمول د ټول مسلمه امت حال ته شاملې کړي آمین