ادبي ټوکې ټکالې
خردنګ
عادل عادل
22.11.2010
سلامونه
وایي چې په یوه لرې پرته غرنئ سیمه کې یو کلیوال سړئ چې خردنګ نومیده، د کلي د ملا صیب سره د سر سترګه خوړلې وه، ملا صیب یې په چاره کې ورک وو، خو آخر یې یوه ورځ تنها کړ او ترې ویې پوښتل چې زما ګناه څه ده چې وخت ناوخت راته برګ برګ ګورې او په دې توګه ماته ځور راکوې، خردنګ ورته وویل چې ښه شو چې پوه شوې کنه نژدې وو چې یوه ورځ دې د جومات په محراب کې د جهري لمانځه په مهال سر له تنې څخه بیل کړم.
د ملا صیب مسکین رنګ ژیړ شو او په ډیره نرمه لهجه یې ترې وپوښتل چې آخر زما ګناه څه ده؟
خردنګ ورته وویل چې زه تر هر چا ښه ډوډئ درکوم، د جومات او مسافر پالنه تر بل هر چا ښه کوم، خو ته ډیر بې پاسه سړئ یې، په جهري لمنځونو کې د عیسې، موسې، یعقوب، یحی خان او داسې نورو کلیوالو نومونه یادوې خو زما نوم نه یادوې، په دې توګه به دې سر په دغه زنګ وهلې توره ووهم، او دا دې وروستئ ځل اوسه چې بیا داسې بې پاسي او بې انصافي ونکړې !
ملا صیب چې د خردنګ په محرومیت کې خپل اجل ولید نو د ماښام د لمانځه د لومړي رکعت د رکوع نه وړاندې یې په پوره جهر سره وویل چې:
خردنګ توره تر څنګ ---- الله اکبر ------
د ملا لېوني لېونتوبونه د شاه محمد سرتور لیکنه.
پښتون.
22.11.2010
د ملا لېوني لېونتوبونه!!!!!!!!!!!!!!!
پښتو متل دی وایي چې اوبه سړې شي بې عیبه شي او مېړه چې موړ شي عیب یې ورک شي.
دا مې په دې پورې وویلې چې د بتخاک د ځمکو تر غصبولو او پارلمان ته تر تګ دمخه د ملاتره خېل اصلي نوم ملا لېونی وو. وړو او زړو په همدې نوم پېژانده. شیشک مخ او وچې سترګې به یې نیولې وې. په یوې مړۍ حلالې او حرامې مړۍ پسې سرګردانه وو، خو د بتخاک د خلکو د ځمکو لاندې کول ورته سرې طلا شوې، ځکه لیونی ملا په تره خېل ملا واوښت. د ډډو او کالیو خیري یې پاک شول. د مخ ګونځې یې هوارې او بدشاګومتوب یې یوه مخه ورک شو.
د پارلمان وکالت اوسنۍ ملا تره خېل او پخوانی لېونی ملا په نورو لارو او چارو سر کړ. د شمال ټلوالې له بدلارو، سړي وژونکو او تښتونکو سره یې لاس یو کړ. له دین محمد جرت سره یې تجارتونه شول. پلانونه او کارونه یې سره ګډ شول. لنډه دا چې د هېوادوالو د حقونو په غصبولو، د خلکو په وهلو او ځورولو کې یې هیڅ دریغ ونه کړ. پخوانی لېونی او اوسنی ملا تره خېل د هستي څښتن شو، د نوم او موټرو څښتن شو، د تورو ښیښو لنډکروز او یوه ډله لنډغر یې پیدا کړل، نو چې نوم دې هم لېونی وي، موټر او لنډغر هم لرې او بیا هم دا کانې نه کوې، نو څه به کوې؟ :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: