د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

طنزی لیکنی

پښتون.
22.11.2010

طنز په ادبیاتو کې دټولنیزو او اخلاقیزو خواریو ،عیبونو او فسادونو برملا کولو ته وایي چې په رمز ، کنایه اوناز ویل یا لیکل کیږي.
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مرغه چی د بل غوښی خوری مردار وی
ځان حلال کړه لکه زاڼه شاهین مه شه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه مخ چه مادر زاد ښایسته نه وی
مشقت د مشاطی واړه مردار کا
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه ناوی چی په ځان ښایسته نه وی
څوک يې څه کوی ښایست د مورونیا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د بلبلو نغمه زاغ کولی نشی
هر سرود آواز په طور د خپل کار
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادوی په خوله مکه اومدینه
نسکور پروت وی د عورتی په سینه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه شونډی چی خوږی دی تر شکرو
له دښکنځلويی عار نه کا عاشقان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ما رستم د زمانی ولید په سترګو
چه د یار له جوره ژاړی لکه کونډه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭


رښتینی
22.11.2010

پښتنه وروره ښه موضوع مو راخیستی ده خو تاسو دخپلو خبرو په پیل کی لیکلی
چی طنز په ادبیاتو کی ......او تاسو ته مالومه ده چی په ادبیاتو کی دکوڅو او له
اخلاقولویدلی خبری څوک نه کاروی دکوڅی او ټیټی خبرو د دوویاځو کسانو
په منځ کی یوڅو ګړۍ خبری وی او بیا له منځه ولاړی شی لیکنیز موضوعات
تل پاته او ډیر خلک یی لولی نر اوښځی او هرڅوک یی لولی نو باید پام وکړل
شی لطفا تاسو باید په خپلو لیکنو کی ادب او اخلاق مراعت کړئ ستاسو
خبری یواځی او تندر اوڅو نور کسان نه لولی نو په پام کی مو وی چی دهر چا لحاظ
وساتئ

په ډیره مینه او احترام


ښه چاری

پښتون.
22.11.2010

دروند ورور حامد صیب سلامونه او نیکی هیلۍ می ومنی.اومننه کوم تاسی نه چی خپل ارزښتناکه وخت موپه خپل ښکلی او ارزښتناکه لیکنه وقف کړی او زما پاملرنه مو هغه نیمګړتیاو ته اړولی ده چی ما یی په رعایتولو پښه ایښی وه.
زه پخپله لیکوال نه یم او یواځنی هڅه می داده چی د نورو لیکوالانو او تاسی غوندی پوه ورونو نه یو څه زده کړم،خو کله کله موضوع داسی یو بل اړخ ته واوړی چی زه هم مجبوره شم په همغه اړخ باندی لاړشم.زه په حقیقت کی کوم ټوکی هم نه یم خو د سیاست سره می هم زړه نلږیږی.هغه ځکه چی د پردی شاته مونږه یو هم نه پوهیږی چی څوک،څوک ناست دی او ورسره بحث کوو.او په غیاب کی د یو بی ارزښته موضوع پخاطر خپل یو ورور چی په هرنظر اوسی د ځان نه خوابدی کړو.زه به تر خپله وسه پوری دا هڅه وکړم چی د اخلاقو نه باهر کومه موضوع منځ ته راوانچوم.
دلته لاندی می د ټول افغان د ارشیف نه د ښاغلی محمود نظری لیکنه د طنز په اړه رانقل کړی ده چی زمونږه نور د فورم کتونکی هم ترینه ګټه واخلی.
په مینه او ادب سره
پښتون
17.06.2008 16:25
http://www.tolafghan.com/posts/10218
طنز څه شی دی ؟
په ادبیاتو کې طنز دټولنې د اخلاقي خواریو ،عیبونو او فسادونو برملا کولو ته وایي چې په رمز ، کنایه اوناز ویل یا لیکل کیږي یا په بله وینا:
ویلای شو طنزد زورواکو او اعیانو باندی نیوکې دي چې هغوی په مسخرو له پېښو خبروي
طنزليکوونکي د ټولني هغه ناتارونو، ناورينونو، بدی ورځي ،غوسې او دردونه چې د رواني عقدو سبب ګرځي په ټوله هغه هنرمندي چې يې لري دتسلي کېدواو د احساساتو اوراپاریدو(طغيانونه) د اراميدو سبب کيږی طنز په دو ډلو ویښل شوی دی
- کلامي طنز: په دې ډول طنز کې ليکوونکی د خندالرونکو پېښو يا عباراتو له بې ځايه کولوڅخه طنز پنځوي کله کله هم بياد زړو کيسو او دنورو اثارو نه ګټه اخلي او د يو ادبي سبک په تقليد يا پېښو سره کلامي طنز پنځوی او په غير مستقمه ټوګه خپل هدف اوريدونکو ته رسوی او خپله بياځان نا ګاره اچوي، ليکوونکی بېله د ې چې د هغه موضوع په پلوی خبر ې و کړي د هغه ښه وايي حال دا چې د هغه موخه د هغه سپکول او بد ويل دي. چې دا ډول طنز اوس ډير رواج لری : لکه
دا لاندی ليکنه نوره بابولاله نه ده هغه طنز دی ځکه بابولاله هغو مخصوصو مسريو او سندرو ته وايي چې د واده په لومړۍ ورځ دڅاښت په وخت کې ناوی په منځ کې ناسته وي ښځې يې سر غوړوي .
مه ژاړه رشوت خوره وای وای بابولاله
د سهار چرګه بانګينه وای وای بابولاله
يوه لويه ناره وکه کله به رشوت له ملکه ځينه وای وای بابولاله
د هر سم او ناسم کار لپاره وای وای بابولاله
مسولين يې غواړي له يوه نه تر ميليونه وای وای بابولاله


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
23.11.2010

پروا نشته که دنيا راپورې خاندي
ماشوم نه يم چې نور وخاندي زه تنګ شم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ملنګ جان له زمانې څخه شکایت کوی او په طنز وایي:
د چشمانو مې بهيږي نن خوناب
چې مې حال د زمانې وليد خراب
صداقت او ننګ ناموس دنيا نه ورک شو
هر سړی خوځوي ژبه په کذاب
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
نه پوهيږم چې زه يار يم که اغيار يم
په عالم کې ليونی يم که هوښيار يم
------------------------------
تر بیاپوری.


د غنی خان په شعرونه کی طنز

پښتون.
23.11.2010

...................................................................خدایه!.....................................................................
خدایه ! عقل چی و زړه دې ولې راکړ؟........ په یو ملک کې دوه خودسره بادشاهان
ولې ما ته دې عطا کړ فــــــــکر و خیال ؟ ........ ولې ولې په رڼا ورځې خوبــــــونه؟
ولې جوړ دې د یار سترګو کې جنت کړ؟ ........ ولې تریخ دې کړ بیلتون او خوږ وصال؟
خدایه ولې دې ځوانې هر چا له ورکړه؟ .......... خدایه ولې دې پیدا کړل امیدونه؟

..................................................ولې ما له دې د ولې طاقت راکړ؟.......................................
...............................................خدایه ولې، خدایه ولې، خدایه ولې!؟..............................
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
عقل ترینه ږیری وخـــــوړ
خیـــــټې تری ایمان وخوړ
ګــوره په وربشوکښـــــې
خـــره لأل دبـدخشان وخوړ
ګــوړه یې نه خـــــرسیږې
خوارلاله دغمه ځان وخوړ
قبــــــض شـــــو دآ صیب
ډیرې هنـــدوستان وخوړ
ځارشـــــم دلیډر کولمو
خیټه یې دښــــــــکلولوده
چا مهار چا اوښ وخوړ
او ده واړه کاروان وخوړ
کوڼ ملا شهـــــــید دې
په مـــزار یې ډیوه بله کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


عنوان

tandar
23.11.2010

یاره دا دتنزو او شعرو ځای نه دی ،په دی ځای اوس کالجیانو او روشنفکرانو حمام نوم ایښی دی هاهاها
اوبل حامد صاحب ته ې شکایتی عریضه هم وړاندی کړی چه زړور حمامیان دلته مقرر کړی ،هغه څوک چه دلته حمام کوی ،چه لونګونه سم وتړی هاهاها
تربیا٠


Re: عنوان

پښتون.
23.11.2010

د هر چا خپل زړه چی څه ورته وایی کیدای شی چی د حمام یا سقاوی تجربه به لری.طنز هم یو خندونکی توکی دی خو ټوکه نده. :(
رحمان بابا ویلی دی.
د ریا له زاهدی زما توبه ده
چه کاندی څوک په رسم او عادت

په ورځ پیدا و نصحت وایی وبل ته
په شپه ناست وی د مغان په خرابات :idea:
تربیا پوری.


قريش
23.11.2010

پښتون صیب یو خومو دادبي ټوکوټکالو په خونه دی داموضوع خوندي کړې ده،
اوبل مو عنوان ورته دخندوونکو اوطنزیه شعرونو ایښي دی چې په عمل کي داسې نه ده.
دشعرونو دشروع نه ترپایه خندان خندان کیدم ورته چي اوس به داسې شعر په مخه راشي چي ومې خندوي خو داسی ونشول. که دعبرتناکو اشعارو عنوان ورکړۍ ښه به وي. یا بل عنوان. طنزیه اشعار دی ته نه وايي. والله اعلم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more