اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د صالحینو په قبرونو مسجد جوړول
وزیري
22.11.2010
محترمو وروڼو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
د وصیل پیروزی ورور په یوه لیکنه کی می ولیدل چی لیکلی یی وه:
دانبياؤاوصالحانوپرقبرونومسجدمه جوړوه ځکه په داسي مسجدونوکي لمونځ روانه دی په يوه متفق عليه حديث کي له عائشې رضی الله عنهاڅخه روايت دی چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم وويل : (لعنة الله علی اليهودوالنصاری اتخذواقبورانبيائهم مساجديحذرماصنعوا) معنی داچي پريهودواونصاراوودي دالله جل جلاله لعنت وي چي دخپلوپيغمبرانوپرقبرونويې مسجدونه جوړکړل له داسي کاروډډه وکړئ .
عائشه رضی الله عنهاوايي چي که درسول الله صلی الله عليه وسلم داحديث نه وای نوصحابه کرامورضی الله عنهم به دنبي کريم صلی الله عليه وسلم پرقبرزيارت جوړکړی وو.
آیا په دی حدیث کی د قبرو ترڅنګ د مسجد په جوړولو باندی لعنت ویل شوی او که قبر په مسجد نیولو باندی لعنت ویل شوی؟
زما په آند د قبر ترڅنګ مسجد جوړول او په هغه کی لمونځ کول هیڅ حرج نه لری، ځما دلیل د سورة کهف ۲۱ آیت دی: الله جل جلاله وایی:
وَكَذَٰلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوا أَنَّ وَعْدَ اللَّـهِ حَقٌّ وَأَنَّ السَّاعَةَ لَا رَيْبَ فِيهَا إِذْ يَتَنَازَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ ۖ فَقَالُوا ابْنُوا عَلَيْهِم بُنْيَانًا ۖ رَّبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ ۚ قَالَ الَّذِينَ غَلَبُوا عَلَىٰ أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِم مَّسْجِدًا.
دوهم: پیروزی صاحب د عائشی رض نه یو قول رانقل کړیدی چی هیڅ حواله نلری او وایی چی که دا حدیث نه وایی نه صحابه کرامو رض به د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر مبارک باندی زیارت جوړ کړی وه.
زیارت نه دده څه مطلب ده، زه نه پوهیږم. د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر مبارک خو اوس له زیارت نه هم په ښه سویه جوړ ده. آیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر مبارک ساتنه د صحابه کرامو په وخت کی نه وه؟
که نه وه نو اوس یی سعودی ولی کوی؟ آیا سعودی د صحابه کرامو خلاف کار کوی سره له دی چی له دی زیارتو سره سعودی یو څه ناڅه تضاد هم لری؟
والسلام
رښتینی
22.11.2010
.
الوزیری صاحب تاسو یوه دینی اختلافی موضوع را منځته کړی ده څوک
چی له دی موضوع سره دلچسپی لری هغه به بحث درسره کوی البته ددی
اختلاف په اړه یو ټکی څرګندوم هغه دا چی دا موضوعاتو زموږ په سیمه
کی د دوو مالومو اندګوریو یانظریات لرونکو تر منځ تربحث لاندی نیول
کیږی چی هغه ځینی افراطی اوتنګ نظری سلفیان دی اونور په ځینی افغانی رواجونو او تقالیدو لړلی حنفیت پیروان دی
په هرصورت زه د ښاغلی وزیری صاحب موضوع ته له یوه بله نظره ګورم
او هغه نظرد اسلام د پنځم خلیفه عمر بن عبدالعزیز رضی الله عنه په یوه
کوچنی کیسه پیل کوم کله چی دی خلیفه شو دبیت الله متولیان ورغلل او
ډیر خوشاله وو چی دی خو واقعی او ډیر مخلص انسان دی له موږ سره به
زموږ په کار کی پوره مرسته وکړی نو یی ورته وویل : هر کال به د وخت
خلیفه بیت الله ته د هغی غلاف تیاراوه اوس تاسو خلیفه یی نو دبیت الله له
پاره غلاف را کړئ
عمربن عبدالعزیز ورته وویل : په خدای قسم په سرو زرو کی د بیت الله له
پټولو نه ماته دیوه غریب ګیډه مړول ډیر خوند را کوی ځئ خپل کار کوئ
بیت الله غلاف ته اړتیا نلری .
اوس را ځم خپلی موضوع ته ما دهیواد په ډیر ځایونو کی لیدلی دی چی
دزیارتونوپه جوړولو یی ډیر زیات لګښت کړی وی او ښه ښکلی یی جوړ
کړی وی خو باور وکړئ دهغه زیارت په شاو خوا کی دډیرو بی وزله هیوادوالو
کورونه وران ویجاړ وی او په ډیرو زړو او خطرناکو کورونو کی ژوند کوی
موږ دزیارت جوړولو له پاره اختلافی دینی بحثونه څیړو اوکه چاته یی د جواز
دلایل خوند ورکړی نوهغوی به یی دثواب په نیت په ډیره جذبه سره جوړوی
خو شاوخوا ژوندی انسانان دی په ورانو کورونو کی اوسی خیر هغه پروا نکوی :cry:
موږ هغه څوک یو چی مشر شاعر پسرلی صیب زموږ په اړه ډیره
ښکلی څلوریزه ویلی ده :
چی کتای نشئ نن زما لورته
بتۍ اوشمی مه راوړئ ګورته
ستاسو دستور دی چی مړه په سروړئ
ژوندی مو نکــــــړل له خـــــــاورو پورته
په مينه
وزیري
23.11.2010
حامد جانه وروره، ډیر ښه نظر دی وړاندی کړیدی. زه دا نه وایم چی په زیارتونو دی مصرف وشی. زیارت څه کوی چی جوړوی یی او پیسی پری لګوی، دا پیسی خوار او غریب ته ورکړی او یا نور عام المنفعه کارونه پری وکړی. دا به له ټولو نه بهتره وی، خو دا هم باید له ذهن نه ونه مینځو چی جوړول یی روا دی او کوم شرک او کفر نه دی. که چا پیسی پری لګولی او جوړاوه یی نو ښه خبره ده. زما مطلب دا ده چی د یوشی اصلیت باید له منځه ولاړ نشی.
والسلام
Re: د صالحینو په قبرونو مسجد جوړول
وصيل پېروز
23.11.2010
[quote:4e47bf6439="Alwazirya"]
آیا په دی حدیث کی د قبرو ترڅنګ د مسجد په جوړولو باندی لعنت ویل شوی او که قبر په مسجد نیولو باندی لعنت ویل شوی؟
[/quote:4e47bf6439]
په دې حديث کي مطلقاًپرقبرونودمسجدونوله جوړولومنعه شوې ده خوداڅنګ يې تاورسره ايښی دی اوغواړي په دې ډول دې بدعتونوته يوډول دجوازبڼه ورکړې خو داهم غلط دي ځکه په راتلونکي کي ددې حديث مخالفت پکي هرومروراځي .
په داټوله ځمکه کي دومره ځای نه شته چي ته مړی پکي پټ کړې يوازي دمسجد څنګ پاتی دی چي مړي پکي پټوې؟. هرځای ډېري سترې سترې هديرې دي خاص مړي پکي پټېږي ښايي ته به هم په پوهېږې .
[quote:4e47bf6439="Alwazirya"]
زما په آند د قبر ترڅنګ مسجد جوړول او په هغه کی لمونځ کول هیڅ حرج نه لری، ځما دلیل د سورة کهف ۲۱ آیت دی: الله جل جلاله وایی:
وَكَذَٰلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوا أَنَّ وَعْدَ اللَّـهِ حَقٌّ وَأَنَّ السَّاعَةَ لَا رَيْبَ فِيهَا إِذْ يَتَنَازَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ ۖ فَقَالُوا ابْنُوا عَلَيْهِم بُنْيَانًا ۖ رَّبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ ۚ قَالَ الَّذِينَ غَلَبُوا عَلَىٰ أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِم مَّسْجِدًا.
[/quote:4e47bf6439]
په دې ايت سره ستااستدلال هيڅ سيي کېدای نه شي .
لومړی : په بخاري اومسلم کي صحيح حديث راغلي چي پرقبرونومسجدونه مه جوړوئ .
دويم : ايت دانه وايي چي پرقبرونودمسجدجوړول روادي .
درېيم : په ايت کي کوم داسي ټکی نه شته چي څوک دااستدلال پرې وکړي چي پر قبرونومسجدجوړول روادي بلکي دادپخوانيوخلکويوه کيسه ده چي قرآن يې بيانوي چي اخبارورته ويل کېږي .
څلورم : که په دې ايت سره پرقبرونودمسجدجوړول رواوي نوانسانانوته سجده کول هم رواکېدای شي ځکه په قرآن کريم کي راغلي چي يوسف عليه السلام ته انسانانو سجده وکړه اياداايت دسجدې جوازنه ورکوي؟.
[quote:4e47bf6439="Alwazirya"]
دوهم: پیروزی صاحب د عائشی رض نه یو قول رانقل کړیدی چی هیڅ حواله نلری او وایی چی که دا حدیث نه وایی نه صحابه کرامو رض به د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر مبارک باندی زیارت جوړ کړی وه. [/quote:4e47bf6439]
وزيري صاحب ! که دي په حديثوکي لږمطالعه هم درلودای هيڅ وخت به دي داپوښتنه نه وه کړې خوبياچي ته په دې حديث خبرنه يې نووګوره !
صحيح البخاري ، کتاب الجنائز، باب مايکره من اتخاذالمساجدعلی القبور.
صحيح مسلم ، کتاب المسجدواتخاذالصورفيها.
[quote:4e47bf6439="Alwazirya"]
زیارت نه دده څه مطلب ده، زه نه پوهیږم. د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر مبارک خو اوس له زیارت نه هم په ښه سویه جوړ ده. آیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر مبارک ساتنه د صحابه کرامو په وخت کی نه وه؟
که نه وه نو اوس یی سعودی ولی کوی؟ آیا سعودی د صحابه کرامو خلاف کار کوی سره له دی چی له دی زیارتو سره سعودی یو څه ناڅه تضاد هم لری؟ والسلام[/quote:4e47bf6439]
زيارت نه زمامطلب هغه دی لکه دااوس چي يې خلک پرقبرونوجوړوي اودرسول الله صلی الله عليه وسلم پرقبرچي هم جوړشوی دی ، دخلکواعمال ددې وړنه دي چي ته استدلال پرې وکړې ، سعودي هيڅ داښه کارنه دی کړی چي درسول الله صلی الله عليه وسلم له منعې سره سره يې دازيارت جوړکړی دی .
وصيل پېروز
23.11.2010
په دې اړه دشنقيطي نظريه هم ګټوره تمامېدای شي :
قال الشيخ الشنقيطي رداً على من استدل بهذا الدليل:
( إن ما يزعمه بعض من لا علم عنده من أن الكتاب والسنة دلا على اتخاذ القبور مساجد في غاية السقوط. وقائله أجهل خلق الله.
أما الجواب عن الاستدلال بهذه الآية فهو أن تقول: من هؤلاء القوم الذين قالوا: لنتخذن عليهم مسجداً؟ أهم من يقتدى بهم! أم هم كفرة لا يجوز الاقتداء بهم؟
وهذا مما اختلف في قائلي هذه المقالة هل هم الذين على دين الفتية أم هم طائفة كافرة؟ فعلى القول بأنهم كفار فلا إشكال في أن فعلهم ليس بحجة.
قال الشيخ الشنقيطي : وعلى القول بأنهم مسلمون.. فلا يخفى على أدنى عاقل أن قول قوم من المسلمين في القرون الماضية: إنهم سيفعلون كذا لا يعارض به النصوص الصحيحة الصريحة عن النبي صلى الله عليه وسلم إلا من طمس الله بصيرته ، فقابل قولهم: "لنتخذن عليهم مسجداً" بقوله صلى الله عليه وسلم في مرض موته قبل انتقاله إلى الرفيق الأعلى بخمس: "لعن الله اليهود والنصارى اتخذوا قبور أنبيائهم مساجد، يظهر لك أن من اتبع هؤلاء القوم في اتخاذهم المسجد على القبور ملعون على لسان الصادق المصدوق صلى الله عليه وسلم ) .
دعلامه شنقيطي رحمه الله داخبرې ماله مسلم ډاټ نيټ څخه رااخيستې دي .
اووزيري صاحب دسورة کهف همدايوويشتم ايت په تفسيرابن کثيرکي هم وګوره څو په دې اړه نورمعلومات هم ترلاسه کړې هغه هم په دې اړه ډېرښه بحث کړی دی ، ښايي ستاتسل وکړي . په همدې هيله
حذيفه
26.11.2010
دبحث ګډونوالوته سلامونه!
فهذا بحث يوضح أنه لا يستحب البناء على القبور في المذاهب الاربعة وأن ذلك ليس من الدين في شيء.
په لانديني بحث کي به ثابته سي چي پرقبرونوودانۍ جوړول په څلورومذاهبوروانده اوداپه دين کي هيڅ اعتبارنلري .
عن جابر قال: «نَهَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ أَنْ يُجَصَّصَ الْقَبْرُ وَأَنْ يُقْعَدَ عَلَيْهِ، وَأَنْ يُبْنَى عَلَيْهِ» رواه أحمد ومسلم والنسائي وأبو داود والترمذي وصححه:ولفظه «نَهَى أَنْ تُجَصَّصَ الْقُبُورُ، وَأَنْ يُكْتَبَ عَلَيْهَا، وَأَنْ يُبْنَى عَلَيْهَا، وَأَنْ تُوطَأَ» وفي لفظ النسائي: «نَهَى أَنْ يُبْنَى عَلَى الْقَبْرِ، أَوْ يُزَادَ عَلَيْهِ، أَوْ يُجَصَّصَ، أَوْ يُكْتَبَ عَلَيْهِ».
الحديث أخرجه أيضاً ابن ماجة وابن حبان والحاكم.
په دي حديث کي نبي کريم صلی الله عليه وسلم دقبرله چونه کولو،پرقبرله کښېنستلواوودانۍ جوړولومنعه کړې ده . ترمذي داجمله هم زياته کړې ده : اوپرقبرله ليکنې هم منعه راغلې ده .
وروستی دنسائي روايت هم تاسوټول وينئ چي په څرګنده يي له زيارته منعه کړېده .تردي وروسته بياڅوک کولای سي چي پرقبرونوزيارتونه جوړکړي سره له دي چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم ترې منعه کړېده .ډډه ترې لازمي ده .
لقمان
27.11.2010
كلنا نعرف أن بناء المساجد على القبور حرام، كما أن القبور في المساجد حرام أيضا... فلم هذا الاختلاف؟؟؟؟ وفيم هذا النقاش؟؟؟؟
دعك عن هذا الجدل العقيم يا فيروز!!! واجتنب هذا النقاش العديم الفائدة يا حذيفة!!!
اعملوا لدحر الظلم وإخراج الاحتلال عن بلدكم، فإننا إذا استطعنا أن نقيم دولة إسلامية بمعنى الكلمة؛ فسنرى أن القضاء على مثل هذه البدع والمنكرات لا يكلفنا جهد ووقت طويل.
وشكرا
الوزیري صیب ترجمه یې کړه! :)
وزیري
28.11.2010
ټولو وروڼو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
د پورتنی موضوع په رابطه ما درته در قرآن عظیم الشان نه آیت کریمه د ثبوت لپاره پیش کړیدی چی صراحتاً د الله جل جلاله له طرف نه دا را په ګوته کوی چی د صلحاوو د آرامګاه ترڅنګ مسجد تعمیر کول یو مستحسن عمل ده او تاسو بیا خبره په ښاخو کوی او بله خوا ته یی بیایی او وصیل پیروزی ورور خو هغه د نضر بن حارث په شان خبره کوی چی ویل به یی چی دا قرآن د الله جل جلاله کلام نه دی او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د پخوانو خلقو قصی یادی کړیدی او کوی یی. چی الله جل جلاله د نضر بن حارث په رد کی دا آیت نازل که چی:
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ مَاذَا أَنْزَلَ رَبُّكُمْ قَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ. ته خو الحمد الله یو مسلمان یی او د قرآن کریم آیتونو ته فقط د پخوانیو خلکو د قیصو نظر کوی. دا بالکل درسته خبره ده چی په قرآن کریم کی د پخوانیو خلکو قیصی شته ده. خو دا قیصی د ددی لپاره نه دی ذکر شوی چی ساعت پری تیر کړو او نور هیڅ معنا به ونه لری. آیا دا د تیری زمانی قیصی زمونږه لپاره مضری دی او که په فایده؟ ستا په جواب کی خو په تیرو قیصو رد شویدی خو الله جل جلاله د سورة یوسف په اخیر آیت کی چی کله د یوسف علیه السلام قیصه مونږه ته مکمله کړی بیا وایی:
لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِأُولِي الْأَلْبَاب (ترجمه: خامخا په تحقیق شته دی په قیصو د دوئ کی عبرت اخستل څښتنانو د عقلونو لره)
بعضی کسان دا اعتراض کوی چی دا د اسرائیلیاتو نه راغلی خبری دی او نن سبا ناچله دی نو دا یو ډیره بی شعوره خبره ده که هغه د اسرائیلیاتو خبری وي نو د بخاری شریف حدیث خو به منئ چی: حدثوا عن بنی اسرائیل ولا حرج (بخاری، الصحیح، کتاب الانبیاء، باب ما ذکر عن بنی اسرائیل) یعنی له بنی اسرائیلو نه روایات راواخلی او په دی کی کوم حرج نشته.
زه په دی نه پوهیږم چی اصحاب کهف اسرائیل وه او که له هغی مخکی یا ورسته تیر شویدی خو په دی ډیر ښه پوهیږم چی د تیرو خلکو قیصی د عبرت لپاره راغلی دی او مونږ ته په کی احکام هم شته.
په هرصورت رابه شو خپلی اصلی موضوع ته چی د سورة کهف د ۲۱ آیت تفسیر ده:
الله جل جلاله په خپل عظیم الشان کلام کی مهربانی کوی:
إِذْ يَتَنَازَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ فَقَالُوا ابْنُوا عَلَيْهِمْ بُنْيَانًا رَبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ قَالَ الَّذِينَ غَلَبُوا عَلَى أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِمْ مَسْجِدًا.
په دی آیت کریمه کی د صلحاوو ارامګاه ته نیژدی مسجد جوړول یو مستحسن عمل بلل شویدی. په همدی رابطه امام فخر الدین رازی رحمه الله فرمایی چی محض تعمیر جوړول د کفارو نظریه وه ځکه چی کفارو دا فکر کاوه چی اصحاب کهف د دوی په عقیده وه او مسلمانانو ویلی چی اصحاب کهف مسلمانان وه نو باید مسجد پری جوړ شی. (تفسیر الکبیر، ۲۱: ۱۰۵).
صاحب جلالین هم د الذین غلبو علی امرهم نه مراد اهل ایمان والا بللی دی.
امام خازن رحمه الله فرمایی: کله چی په هغه وخت کی د صالحه شخص حکومت راغی نو الله جل جلاله اصحاب کهف را بیداره کړل او له غار نه باندی راووتل او بیرته ننه وتل. نو هغه صالحه حکمران چی په دی قیصه خبر شو نو د یو مسجد جوړول یی هلته اړین وبلل. په دی ځای کی د امام خازن رحمه الله دا الفاظ قابل د غور دی چی مسجد یی ددی لپاره پری جوړ کړلو چی:
یصلی فیه المسلمون و یتبرکون بمکانهم. یعنی چی مسلمانان په دی مسجد کی لمونځ آداء کړی او ددی ځای د قربت په اساس ترینه برکت حاصل کړی. (الخازن، دریم جلد، صفحه ۱۹۴)
همدارنګه علامه زمخشری په [کشاف] کی او شیخ اسماعیل حقی رحمه الله په [روح البیان] کی همدا حکمت په کی نغښتی بللی دی چی: یصلی فیه مسلمون و یتبرکون بمکانهم. (الکشاف، دوهم جلد، صفحه ۷۱۱) او ( روح البیان، پنځم جلد، صفحه ۲۳۲)
همدارنګه امام علی المهائم رحمه الله په تبصیر الرحمان کی لیکلی دی:
نصلی فیه و نتبرک بهم: یعنی چی مونږه هلته لمونځ وکړو او برکت ترینه حاصل کړو.
او امام شهاب الدین خفاجی رحمه الله د بیضاوی په حاشیه کی دی شرعی مسئلی ته هم اشاره کوی چی:
وکونه مسجداً یدلّ علی جواز البناء علی قبور الصلحاء و نحوهم کما اشار الیه فی الکشاف وجواز الصلاة فی ذالک البناء. یعنی، جوړول د ددی مسجد په دی باندی دلالت کوی چی د صلحاوو مزاراتو ته نیژدی عبادت ګاه جوړول روا دی لکه څرنګه چی زمخشری په کشاف کی ورته اشاره کړیده او په داسی مسجد کی لمونځ کول روا دی. (حاشیة الشهاب، شپږم جلد، صفحه ۸۷)
ټولو اهل تفاسیرو دا کار د برکت حاصلولو لپاره یوه منبع بللی ده.
مولانا احمد علی محدّث سهارنپوری هم په حاشیة الجلالین کی په دی باره کی داسی تصریح کړیده:
یصلی فیه و یتبرک فی مکانهم: ترڅو هلته خلک لمونځ وکړی او برکت حاصل کړی. (حاشیة الجلالین: ۲۴۳)
په دی ځای باندی له ټولو نه نفسیه ګفتګو صاحب تفسیر المظهری قاضی ثناء الله پانی پتی رحمه الله فرمایی:
یصلی فیه المسلمون و یتبرکون بهم: ترڅو په دی مسجد کی مسلمانان لمونځ وکړی او برکت پری حاصل کړی.
قاضی صاحب رحمه الله وړاندی لیکی:
هذه الایة تدل علی جواز بناء المسجد لیصلی فیه عند مقابر اولیاء الله قصداً للتبرک بهم. ترجمه: دا آیت کریمه په دی باندی دلالت کوی چی د اولیاء الله قبرونو ته نیژدی جماعتونه جوړول چی هلته په کی لمونځ وکړی او برکت ترینه حاصل کړی، جائز دی. (المظهری، شپږم جلد، صفحه ۲۳)
په صحیح مسلم کی له حضرت علی رضی الله تعالی عنه او حضرت جابر رضی الله تعالی عنه نه او په بخاری او مسلم شریف کی له حضرت عائشه او ابن عباس رض نه چی کوم احادیث مروی دی، د پورتنی مسئلی سره په تعارض کی نه دی! ځکه چی په دی احادیثو کی مستقیماً په قبر باندی مسجد جوړول، پری کیناستل یا مستقیماً قبرونه سجدی ته برابرولو نه ممانعت راغلی دی. په دی احادیثو کی هیڅ داسی کوم شی نه له سترګو کیږ ی چی مونږه له دی کار منع کړی. دا مسجدونه خو پخپله له آیت کریمه نه ثابت شویدی نو په احادیثو کی به ولی له دی نه منع راځی.
ددی لپاره چی له دی احادیثو نه غلطه استفاده ونه شی قاضی ثناء الله پانی پتی رحمه الله یی داسی تصریح کړیده:
ولا دلالة لها علی کراهة بناء المسجد بقرب منها و معنی أتخذوا قبور انبیائهم مساجد انهم یسجدون الی القبور، کما هو صریح فی حدیث ابی مرثد الغنوی قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ولا تجلسوا علی القبور ولا تصلوا الیها.
یعنی دا احادیث د اولیاوو مزاراتو ته نیژدی په مسجد جوړلو باندی دلالت نه کوی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ارشاد چی الله جل جلاله یهود او نصاری باندی لعنت وایی چی د خپلو انبیاوو قبرونه یی سجده ګاه ګرځولی دی. د ددی نه مرداد دا ده چی هغوی مستقیماً قبر ته سجده کوله او دا خبره د ابو مرثد غنوی له حدیث نه په صراحت سره معلومیږی. (المظهری، شپږم جلد، صفحه ۲۴)
خبره په ډیره نه اوږدوم صرف همدومره به نور هم ووایم چی پیروزی صاحب، حذیفه صاحب او لقمان صاحب کوم حدیثونه چی تاسی دلیل نیسی او کوم علم باندی چی تاسی نازیږی هغه همدی علماوو تا سی ته رارسولی دی. دوی چی دا معنی نه ده ترینه اخیستی نو تاسی یی څرنګه ترینه اخلی؟
آیا تاسی دری واړه به ډیر علم لری او که امام خازن رحمه الله، علامه زمخشری رحمه الله، اسماعیل حقی رحمه الله، امام علی المهائم رحمه الله، امام شهاب الدین خفاجی رحمه الله، امام علی احمد سهارنپوری رحمه الله او قاضی ثناء الله پانی پتی رحمه الله؟
په دی پاسنیو علماوو کی خو قاضی صاحب داسی هم ویلی دی چی دا آیت په دی دلالت کوی چی په مزاراتو مسجد جوړول جائز دی او لمونځ هم په کی کیږی. نو وروڼو آیا دا علماء له دی احادیثو نه ناخبره وه چی دا خبری یی کولی؟
په دی هیله چی دا د خوارجو ذهنیت ته اور واچوی.
والسلام
حذيفه
28.11.2010
الوزيري صاحب!
خبره يوه اوبل لورته نکوې داسمه ده چي پخوانۍ کيسې دعبرت لپاره قرآن کريم بيان کړې دي اوموږترې منکرنه يوخوهره مخکينۍ کيسې دامطلب ندی چي هغه زموږپه دين کي هم رواده .پردي خودالله رسول په څرګندوټکوکي ردکړی اوله دي څخه دبدعاتواونارواکارونودروازه خلاصيږي .ته يوځل هغه کتابونه مطالعه کړه چي دشرک تاريخ اوپيدائښت په هکله ليکل سوي دي .هلته به ومومې چي شرک لومړی داسي نده پيل سوی چي شيطان انسان ته وويل :تيږې ته سجده وکړه بلکي همداسي لارې چارې يي ورته پيداکړې اووروسته نسل يي په شرکياتواوبدعاتواوکفرياتواخته کړ.
اوس هم که داسي وکړل سي نوراتلونکی نسل تردي هم وړاندي ځي اواخيرپه ناروااوحراموکارونواخته کيږي نوڅه ضرورته سته چي دي ناروالارې ته خلکورابولوولي نسوکولای چي تردي هم ښه اوپه زړه پوري موضواعات مطرح کړو.
زه ستاڅخه پوښتم چي ته ولي داسي موضوعات مطرح کوې تاته څه درپېښه ده ټول وخت ته همداسي اختلافي مسائل راوړاندي کوې نورهم زيات موضوعات سته چي خلک پرې ندي خبرهغه هم ددين خدمت دی ؟
دايت ترجمه دي خوراسره مروړلې ده خپله دي کړې اوکه دي له بله کتابه راخيستې ده ؟
ته وايي چي داعلماءپه دي نه پوهېدونوزه وايم چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم په دي ترمااوتااوترنوروډېرښه پوهېده دهغه صلی الله عليه وسلم حديث نورتاويل وماويل نسته پکې که عمل په کوې هم دي خپله خوښه اوکه يي نه پکوې نوهم ستامرضي ده .دخلکواعمال ددي دليل نسي کېدای چي ووايوداکارروادی .
وزیري
28.11.2010
نوشی جان دی شه! په هسی چرت او پرت دی ځان خلاص بللی ده. خو په داسی اسانه خلاصیدای نشی خو خیر زه به دی خلاص وبلم.
کله مو چی لاس همدی علماوو ته بند شی بیا نو لکی لکۍ پسی ګرځی خو کله چی بیا سمه لار درښایی او د شیطان له دی لارو مو را منعه کوی نو بیا وایی چی دخلکواعمال ددي دليل نسي کېدای چي ووايوداکارروادی.
ته چی د ددی علماوو تفسیر نه منی چی سوونو کلونه پخوا تیر شوی او ټولو ثقه بللی دی نو د نن زمانی محمد ناصر الدين الألباني رحمه الله چی یوولس کاله مخکی وفات شویدی او د مشکوة شریف حدیث پری رد کوی چی وایی باطل و إسناده واهٍ جدا.
ته او خدای چی دا خبره دی په فورم کی لیکل ونه شرمیدی؟ چی زه د البانی رحمه الله استادان نه منم نو البانی رحمه الله اوس څنګه خپل حجت ونیسم.
زه دا نه وایم چی البانی رحمه الله په حقه نه دی. زما ورته دو دسته سلام دی. خو زوروی می دا ځای چی له دی علماوو نه مو څه د لاس آلی جوړیکړی دی چی خوښه می شی استعمالوی یی او چی خوښه مو نه شی نو بیا د هیچا ځوی هم نه دی.
الله جل جلاله دی په ورځ د قیامت د علماوو په بیعزتی مه نیسه او الله جل جلاله دی هدایت درته وکړی. آمین ثم آمین
والسلام
حذيفه
28.11.2010
الوزيري صاحب!
ستاسوله مخلصانه دعانه يوجهان مننه!زه هم امين پرې وايم .
داصحيح خبره ده چي دخلکواعمال په دين کي دکوم شي دجواز اونه جوازدليل نسي کېدای داچي ته وايې په دي سره دي دعلماؤبې عزتې کړې زه يي نه منم،داسمه خبره ده چي علماءزموږامامان دي که هغوئ نوای الله خبردی چي موږبه په کومه ګمراه ډله کي شامل وای خوپه هرحال حقيقت له نظره نسوغورځولای دهرفريق دلايل به ګورودهغوئ دلائل به سره پرتله کووبيابه پرېکړه کوونوددي دامطلب نسوچي زه ياعلماءنه منم اويايي بې عزتي کوم الله مودي ترې وساتي .
پاتې سوه دامام الباني رحمه الله جرح چي دمشکاة په تخريج کي يي پرحديث کړې ده نودايوازي الباني ندی بلکي زښت زياتوعلماؤهغه حديث ردکړې دی که دي زړه ورته کيږي نوزه يي درته وړاندي کولای سم .ان شاءالله!