د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

څۀ نظر لرئ ؟


21.11.2010

په اسلام او وطن مينو ورونو السلام عليکم و رحمة الله و برکاته ! دلته يوه فرضي پوښتنه مطرح کوم او ستاسې د اندتوګې څرګندونه پرې غواړم :
فرض کړئ :
که همدا اوس حضرت عمر يا حضرت صديق ( رضی الله عنهم) راژوندی شي او دخپل لومړي خلافت هومره وخت کټ مټ په پخواني شکل خليفه شي،
منم چې له ما نه نيولې تر هر صادق مسلمان افغان پورې به خپل سر اومال د هغه په ملګرتوب کې د جهاد اوداسلام د هر خدمت له پاره
نذرانه او قربان کړي !
[color=red:9774797630]خو ايا حاضر به شي چې د افغانستان اداره، د پښتو او دري رسميت اود هيواد آزادي او ملي خپلواکي هم د ٧ پيړۍ په څير
د هغه په خاطر اوس په ٢١ پيړۍ کې عربو او عربي ژبې ته پرېږدي ؟؟؟؟؟[/color:9774797630]
آيا يواځې له دې څخه به تير شئ او که چمتو ياست چې د ٧ پيړۍ
ساده ژوندانه ته هم ورستانه شئ ؟؟؟؟؟؟؟؟
که ځواب مو ( نه ، هېڅکله نه ) وي نو دليل مو دلته طالبانو ورونو او القاعدې ته وړاندې کړئ !
او که ځواب مو هو وي ، نو دليل او دلايل مو ټولو هېوادوالو ته وړاندې کړئ ![/color]


abdulhaq-watan
21.11.2010

پتوال صیب ښه هوښیار سړی یې خو بې عقله
پوښتنه د کړیده
عربانو هیڅ وخت له چا ژبې ندي اخیستي او
دا مبارک حضرات به هم داسی ونکړي
پاتې شول القاعده دا خو ته ددغو مبارکو حضراتو
سره مه برابروه کنه دومره خو به تاته هم مالومات وی
کنه یار؟
او بیا پښتو په عربې اوړیده خوا وادي وړي کنه
نو څه بده خبره نده که مبارک حضرات یې وغواړي
نه القاعده.
القاعده افغانستان مطلب ندي بلکه فلسطین
لپاره جهاد کوي له امرکي سره خو په افغانستان
کی د پښتنو په مټ
طالبان اوس هم د القاعدې او پنجابیانود تاثیر
لاندي دی.
که پښتانه جګړه ختم کړي نوره خو ډرامه ختمه
شوه امریکا به څوک بمباري کوي او کومه بهانه
به زما او ستا خاوره کی پاته کیږی
دا ټولې پلمې دی او ړوند ملا عمر یوه د سترنج
دانه ده خپله خوارکی د هیڅه هم ندی خبر


Re: څۀ نظر لرئ ؟

رښتینی
21.11.2010

پتوال صاحب سلامونه اونیکی هیلی می ومنه !

په اسلام او وطن مينو ورونو السلام عليکم و رحمة الله و برکاته ! دلته يوه فرضي پوښتنه مطرح کوم او ستاسې د اندتوګې څرګندونه پرې غواړم :
فرض کړئ :
که همدا اوس حضرت عمر يا حضرت صديق ( رضی الله عنهم) راژوندی شي او د خپل لومړي خلافت هومره وخت خليفه شي، منم چې له ما نه نيولې تر هر
صادق مسلمان افغان پورې به خپل سر اومال د هغه په ملګرتوب کې د جهاد او
داسلام د هر خدمت له پاره نذرانه او قربان کړي !

[color=darkred:3b66a53c4d]تاسو اعتراف کړی دی چی دهغو دملتیا له پاره له سر اومال تیریږی
نو پښتو او اودهیواد اداره خو له سر او مال نه ندی زیات که مو دا اعتراف
په جذباتو نه وی ولاړ اویا دچا دنیمایی دلیل د منلو په معنی نه وی نو بیا دا وروستی پوښتنی وړاندی کول بی معنی نه دی ؟؟[/color:3b66a53c4d]

خو ايا حاضر به شي چې د افغانستان اداره، د پښتو او دري رسميت اود هيواد آزادي او ملي خپلواکي هم د هغه په خاطر عربو او عربي ژبې ته پرېږدي ؟؟؟؟؟

[color=green:3b66a53c4d] زه خو شخصا بلکل حاضر یم ځکه چی دهغو دملتیا له پاره له سر او مال نه
تیریدی شم دا ستاسو یاد شوی شیان ترهغه نه دی مهم [/color:3b66a53c4d]

که ځواب مو ( نه ، هېڅکله نه ) وي نو دليل مو دلته طالبانو ورونو او القاعدې ته وړاندې کړئ !
او که ځواب مو هو وي ، نو دليل او دلايل مو ټولو هېوادوالو ته وړاندې کړئ !

[color=white:3b66a53c4d]

دلیل می واطیعوا الله والرسول وآولی الآمر منکم دی
او د هدای پیغمبر وایی زما ملګری دستورو په شان دی
د هر یوه پیروی یی تاسو ته سمه لار درښیی
زه چی وایم په اسلام کی دهر چا ټول حقوق خوندی دی نو ستاسو
دفرضیی په اساس ماته ټول حقوق راکول کیږی بیا به لیونی یم
چی دتش ملی او خوړین ناسیونالیستی فکر په اساس به بیځایه
غوښتنی کوم حضرت سلام او خینی نور غیر عرب صحابه ان د حضرت
رسول الله په خاصو مشاورینو کی شمیرل کیدل حضرت عایشه رضی الله
عنها وایی له سلمان الفارسی سره به رسول الله دشپی له مخی دومره اوږدی
خبر ی کولی چی موږ نه میرمنی یوی خواته یواځی دی راباندی غالبه کیدی

پتوال صیب خدای دی وکړی ستاسو دپوښتنی ځواب می تریوه ځایه ویلی وی

په مینه [/color:3b66a53c4d]


..Ahmadzai
22.11.2010

د عربو پرمونږ ډیر لوی فضل آو احسان دی، مونږ ته یې ِاسلام رارسولی، په دې لاره کې یې ډیرې قرباني ورکړې دي.

او عربو زمونږ ير نیکونو څو پیړي حکم د اسلام په نامه چلولی او هغوئ هم منلی وو.
اوس که عرب کمرزوي، بې واکه ، بې حسه او بې کاره دي، دا بله خبره ده.

عربي ډیره غني او متکامله ژبه ده، پښتو هیڅکله او په هیڅ شکل او صورت د عربي سره نسې مقایسه او مقارنه کولی.، دومره بس ده چې عربي د قران ژبه ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژبه ده، عرب یو زرین روښانه تاریخ لري، نسب یې ثابت دی، د ابراهیم علیه السلام اولاد دي چې د اسماعیل علیه السلام له پشته دي،یو څه نور یې قحطاني الآصله دي.
نه قوم نه ژبه نه اداره مهمه ده، اصلاٌ مهمه اسلامی خلافت دی اګر که خلیفه تور حبشي هم وي، اسلامي ورورولي پکار ده، ډیر آفغانان کافران، مردګاوان ،مرتدان اوبیغرته هم سته.

که یو پاک زړی صادق مسلمان عرب خلیفه سي نو زه یې شخصاٌ په دواړو سترګومنم، پوره اطاعت یې کوم او بیعت ورسره کوم، خو فعلاٌ آوس مونږ آمیر لرو د هغه سره موبیعت کړي او اطاعت یې پر مونږ لازم او واجب دی،د خدای فضل دی بې امیره نه یو او دا د الله تعالی لوی احسان دی چې په غاړه کې مو بیعت سته اود ملا عمر غوندې رهبر لرو.
خیر ته به یې نه منې .

خدای تعالی مو دې بې امیره او بې مشره نه کوي ،

دري لا څه ته وایي؟ ګوره دري او فارسي یو ژبه ده، مونږ دې په دري مري نه پوهیږو؟ نه یې په رسمیت خبر یو او نه دې دغه دولت منو.


عادل عادل
22.11.2010

سلامونه

په لومړئ مرحله کې به یې د ملاتړ په نوم ډیر خلک مخې ته ځکه ورودانګي تر څو یې د نن د حالاتو او مصالحو سره سم توجیه او یا په بل عبارت د ګمراهئ ناکامه هڅه وکړي، تاسو به کوښښ وکړئ تر څو یې د ای-اس-آی په جرم له طالبانو څخه نظر واړوئ، ډیر به ورته د امریکې د زور او زرو خبرې وکړي، ډیر به ورته د دیموکراسئ د مزو یادونه وکړي، ځنې به ورته جغرافیایي حدود تشریح کوي، ځنې به د خپلو توجیهاتو تر څنګ ورته ګوتڅنډنې هم خامخا وکوي ............

دروند پتوال صیب

هسې خلک مه غږوه، ګران ورور حامد صیب ډیر ښه راګیر کړئ یې، ددې پر ځای داسې پوښتنه مطرح کړه چې ددوی رضی الله عنهم پر مبارکو سرونو به د څومره ډالرو جایزې وټاکل شي؟؟؟؟؟؟؟

دا چې د ژبې او ستا د معشوقې (ملی ولسواکي/ډموکراسئ) په اړه به څه وکوي ډیر وروستئ سوال او لرې مرحله ده



22.11.2010

١- لومړی خو عبدالحق وطن صيب په دې خبر وای چې د اسلامي خلافت په وخت کې د عجمو ټول رسميات هم په عربي وو، نه په فارسي او نه په کومه بله ژبه !
له عربي نه فارسي رسميت ډير وروسته د غور د پښتنو پادشاهانو په هلو ځلو واوښت . وګورئ لکه دلته دري ته
، پښتنو تل د خپل قام او ژبې پر ځای نورو قامونو او نورو ژبو ته خدمت کړی، خوداګاهي او قام پيژندنه يې نه درلوده .
وطن صيب سرپےره په دې چې د عربي او عربو له حاکميت نه مو ځان بې خبره پريښودی، زما په مطرح کړي سوال کې مو دالقاعدې مسله له ځانه
ورځای کړې او زما په نامه مو پرې خبل بحث کړی ، نه پوهيږم دا موضوع مو له کوم بل ځايه دلته رانقل کړې که څنګه ؟

٢- د حامد صيب خبرې معقولې دي ، خو ځينې اړخونه يې ماته نهايي نه بريښي .
[color=blue:bcc24260a7]زما د پو ښتنې مطلب دا نه دی چې د لومړي
يا دويم خليفه عصر او زمانه تکرار راشي ، بلکې که په اوسني وخت کې همغه پخواني خليفه ګان خليفه شي نو ايا په اوسنيو شرايطو کې يې خلافت
په پخواني شکل چې عربي ژبه رسمي کوي ، د ملتونو بيلې بيلې اسلامي واکمنۍ
د عربي مرکز لاندې مدغموي او بالکل پخواني
وخت ته رجعت کوي آيا د عجمو له پاره به دا هر څه له چون او چرا پرته د قبلېدو وړ وي که د ټاکلو شرايطو په رعايت وروسته به يې ومني ؟؟؟؟؟؟؟ [/color:bcc24260a7]
دويم داچې ددې ايت شريف (اطيعو الله و اطيعو الرسول و اوللامرمنکم ) د
[color=blue:bcc24260a7]اوللامر منکم [/color:bcc24260a7] حکم يواځې عربو يا اصحابو ته منسوبيږي چې اونورو (عجمو) مسلمانانو ته هم منسوبېدای شي چې عجمو په اسلامي مشرۍ ټاکلی وي ؟؟؟؟؟
د دمشق په جنګ کې چې د حضرت علي (رض) په ضد وشو د[color=darkblue:bcc24260a7] د اوللامر منکم [/color:bcc24260a7] حکم څشی دی ، چا ترې سرغړونه وکړه او چا دغه الهي حکم مراعات کړ ؟؟؟؟؟
آيا د حسين شهيد کول ديزيد غوندې يو امر په امر د اوللامر اطاعت و که د هغې نفې وه ؟
که اوللامر د مسلمانانو ملتونو د رسمي ژبو د رسميت لغوه کولو او پر ځای يې
په پرديو ولسونو د عربي دتعميم حکم صادر کړي بيا هم د اوللامر منکم له مخې د منلو وړ دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
د يزيد امرونه د اوللامر امرونه نه و، ځکه چې ظالمانه و ، نو که حضرت عمر د عجمي ژبو د محوې او عربي د تعميم امر ورکړي په اوسنيو شرايطو کې به ظالمانه او د يو اوللامر د حکم او امر معنی به ونه لري او سرغړونه به ترې کناه ونه لري ، خو که همدا امر د خدای رسول ورکړي پرځای کول يې ضروري او لړين دي او پوښتنه په کې مجاز نه لري !
[color=red:bcc24260a7]دا د رسول الله (ص) او يو اصحابي خليفه تر منځ ستر فرق دی ![/color:bcc24260a7]
٣- خامد صيب ډير شيان دي چې سړی يې له ځان څخه زيات ګڼي له سر او مال څخه ورته تېيريږي مثلا وطن، ملت ، آزادي، تولنيز عدالت ، د راشيدينو خليفه ګانو امر او ژوند ساتنې له پاره او داسې نورو له پاره ، خو ايا خوک هم د اجتماعي عدالت له پاره له ملي آزادۍ څخه تيرېدای شي ؟؟؟؟ ايا څوک بايد د خپلې شخصي آزادۍ له پاره د اجتماعي عدالت څخه تيرشي ؟؟؟؟؟؟؟
په همدې ترتيب که الله او د الله رسول امر وکړي چې په عجمو، منجمله افغانانو دې
عربي تحميل او تعميم شي او خپلې ژبې دې بندې شي نو
دا د الله او د هغه د رسول امر او په دواړو سترګو يې منو، د خدای رسول په خپلو امرونو کې له ګناه او اشتبه څخه پاک دی، خو که همدغه امر لومړی يا دويم خليفه وکړي بايد وشنل شي چې آيا دغسې امر
د اوللامر د امر درجه لرلی شي ؟؟؟؟؟؟ آيا د نوموړي په انساني اشتباهاتو کې راځي او که د اوللامر په قابل التنفيذ امرونو کې ،
ځکه صحابه خلفا په خپلو امرونو کې له تيروتنې او اشتباهاتو پاک او معصوم نه دي ګڼل شوي ، او تنقيد پرې هم روا او ثوابي کار ګڼل شوی و .
زه خو وايم يو متقي مشر چې د اوسنۍ زمانې له شرايطو سره سم امرونه صادروي ښه مشر دی نسبت هغه سلف خليفه ته چې په اوسنۍ زمانه کې
د خپلې پخوانۍ زمانې هغه سم امرونه چې په اوسنۍ زومانه کې سم نه دي په اوسنۍ زمانه کې تطبيقول غواړي !
دا ځکه چې پخوانۍ بڼې اوس د اسلام دپرختګ مخه نيسي، نو هغه عمر(رض) چې کارنامې يې پخوا د ټولې سادګۍ سره
مترقي عمل و او د اسلام د چټک پرمختګ سبب شوې په اوسني وخت کې
په پخوانۍ سادګۍ سره ښايي بالکل د اسلام
د شنډولو او پشاتګ سبب وګرځي ! تر کومه وخته چې راشدين خليفه ګان او نور مترقي اخلاف يې د اسلامي ټولنې مشري کوله
اسلامي ټولنه تر عيسوي ټولنو واقعا ً پرمخ تللې وه او همدغه هراړخيزه پرمختګ
هغوی ته تاريخي پرحقيت او مشروعيت وربښلی و،
نو پوښتنه دا راپورته کيږي چې آيا د اسلامي تقوا نه علاوه طالب مشر او طالبان واقعاً مترقيترين ( دد وخت په سياسي
اجتماعي او طبيعي علومو مجهز ترين ) مسلمانان هم دي چې د اسلامي ټولنې د رهبرۍ ادعا لري ؟؟؟؟؟؟؟؟ او که يواځې تقوا نور د هر ډول نادودو د تپلو له پاره کافي که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


ډاکټر څپاند
22.11.2010

محترم پتوال صيب سلامونه،

هغه ستر تاريخي شخصيتونه چه تاسو ترې يادونه کړې،که فرضا بيا واکې ترلاسه کړي:
١-جامعه به د ١٤٠٠ پخوا کلونو پشان وي؟
٢-يا دوې محترمين په ٢١ پېړئ کې حکومت کوي؟؟

که په ٢١ پيړۍ کې دولتمداري کوي،ځما په اند دوې که له يوې خوا اسلامي ارزښتونه نړیوالو ته ښکاره اوهغه عملي کوي،له بلې خوا ور ته
ضرورت پېښېږي چه ښونځي او پوهنتون ته ورشي،دټولنپوهنې،تاريخ،جغرافي،ساينس او
تکنالوجي په هکله زده کړه وکړي،دچين،جاپان،يورپ او امريکې د موجوديت نه
خبر شي٠چه داسي وي نو دوی به دعربي ،پښتو يا پاړسو په ځای دا ضرورت
احساس کړي چه انګريزي او نورې علمي ژبې زده کړي٠

دوې به دراډيو،تلويزون،انټرنټ ٠٠٠٠سره دومره مصروف شي چه سياست او دولتمداري به ئي هيره شي٠(که دسعودي حکومت ورله دژوند حق ورکړي! اوISI ئي استقلاليت ته پرېږي!)


وصيل پېروز
23.11.2010

سلامونه اوښې چارې
پتوال صاحب ! بېخي ناشونې پوښتنه دي کړې ده ځواب که يې څه هم حامدصاحب درکړی خوزه به زماله اندسره سم دايوڅه نورهم پرې ورزيات کړم .
دثابت صيب په خبره هغوئ به نننيوعصري ژبوته ډېره پاملرنه وکړي خوعربي به هم هيڅکله له ياده ونه باسي ځکه زموږسپېڅلی دین پرعربي ژبه ولاړدی اوزه ترپښتو خپل هيوادته عربي ډېره خوښوم ځکه زموږددين ژبه ده ښايي په هيوادکي په خپرېدلوسره داپراخ جاهليت له منځه يوسي .
زماپه اندهغوئ به په اسلامي نړۍ کي اووه پنځوس حکومتونه هیڅ ونه مني اوله يوه لبه به له ټولوسره دجهاداعلان وکړي ، هغوئ ديوموټي اوقوي اسلامي خلافت ياامارت غوښتونکي دي، په دې لړکي که ته په خپله وعده وفاوکړې نوهرومروبه ترخپل هيوادورته تېرشې اوداسلامي امارت (خلافت تريومحدودوخت پوري خاص دی ) يوداسي جزبه يې کړې لکه پخواچي وو.
زه له تاپوښتم چي تابيادانقطه له کومه ځايه وفهموله چي هغوئ به دنوروژبودختمولوامروکړي اوعربي به پروتپي؟ که هسي يوه هوايي پوښتنه ده ؟ !!! .


عادل عادل
23.11.2010

سلامونه

درنو د بحث ګډونوالو وروڼو

زه ټولو ته بلنه ورکوم چې د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د بیرته راژوندي کیدو د فرضي سوال نه وړاندې په شخصي ژوند کې د هغه رضی الله عنه څو فرضي نیوکې ځان ته متوجه کړو ؟

دا څومره ډیرې جامې لرې!
په خوراک کې زښت ډیر اسراف کوې!!
دسترخوان دې له متنوعو خوراکونو ډک دی!!!
په لمانځه کې ټنبلي کوې !!!!
بیګا ناوخته بیدیژې !!!!!
سهار ناوخته ویښیژې !!!!!!
جومات سره دې خدای پاماني کړې ده !!!!!!!
د مور او پلار سره ناوړه برخورد کوې !!!!!!!!
صله رحم دې قطع کړې ده !!!!!!!!!
د ګاونډي له حاله دې نه یې خبر !!!!!!!!!!
ظاهري بڼه دې سمه نه ده !!!!!!!!!!!!!
ریا مکوه !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
له غیبت نه پرهیز وکړه !!!!!!!!!!!!!!!

که زه شخصا د چا لخوا د پورته ډول تر متواترو نیوکو لاندې راشم نو په یقین سره چې له درې ورځو هاخوا به مې ګوزاره ورسره سخته شي، دا چې خبره ټولنې، نظام او د چارو سمبال ته ووځي نو خدای خبر چې خبره به څومره کشمکش ته ووزي؟



23.11.2010

وصيل صيب اوټولو درنو ګډونوالو ته سلامونه او نېکې نېکې هيلې !
دا پوښتنه خو يوه فرِضي او مجرده پوښتنه وه ،
په واقعيت کې که حضرت عمر (رض) راژوندی شي نو هغه په ددې زمانې حضرت عمر وي او هېڅکله به په دې فکر هم رانشي چې ملې ژبې او کلتوري
لاسته راوړنې له منځه يوسي او عربي يې کړي ، بلکې د اوسنيو عربو برعکس به دپخوا پر ضد هغه نور هم قوي کړي او اسلامي علوم به له عربي څخه
محلي عجمي ملي ژبوته واړوي او داسې نور چې د اوسنيو عربي واکمنانو په خيال کې هم نشته، خو داچې [quote:3eafbe521f]هغوئ به په اسلامي نړۍ کي اووه پنځوس حکومتونه هیڅ ونه مني اوله يوه لبه به له ټولوسره دجهاداعلان وکړي [/quote:3eafbe521f]
د تصور وړ نه ده، بلکې له مسلمانانو سره به له مشورې ، داوطلبۍ او توافق څخه کار واخلي ، ځکه چې هغوئ به [quote:3eafbe521f]ديوموټي اوقوي اسلامي خلافت ياامارت غوښتونکي[/quote:3eafbe521f]وي، او دا هدف په ګډون مشوره او توافق رامنځته کېدای شي او بس !

خو فرضي پوښتنه داوه چې برعکس فرض که چې هغوی صرف ملي ژبې د پخوا په څېر شنډوي او عربي تعميموي ، نو آيا بې له چون
او چرا به ورته تيريږئ؟؟؟ او که له دې تيريږئ له دې هم ورته داوطلبانه تيريږئ چې که وغواړي چې ټول ژوندمو د ٧ پيړۍ ساده حالت ته
ستون کړئ ، نو داوطلبانه به يې و منئ او که نکړي نکړي او هغه او دغه به پکې کوئ ؟؟؟؟؟؟؟؟


Dr. Zubair
24.11.2010

السلام علیکم

د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغه نږدې یاران به په لومړي ځل سخت حیران شي چې داسې کوم مسلمان به ونه مومي چې صورت او سیرت یې دواړه په اسلامي طریقه برابر وي، اوترڅو چې ترې پوښتنه ونه کړې نه پوهیږې چې مسلمان به وي که غیر مسلمان؟؟

عمر فاروق رضي الله عنه به په ډیرې حیرانتیا وپوښتني چې آیا ددې زمانې مسلمانان خبر نه دي چې پیغمبر یې ورته داسې امر کوي چې: خالفوا الیهود والنصاری؟؟؟؟
خو ابو بکر الصدیق رضي الله عنه به ځواب ورکړي چې آیا هیر دې شول چې یوه ورځ د الله رسول صلی الله علیه وسلم داسې وړاندوینه کړې وه چې:
لتتبعن سنن من كان قبلكم شبرا بشبر وذراعا بذراع حتى لودخلوا جحر ضب لدخلتموه...

د عمر فاروق رضي الله عنه سوال به څه ناڅه ځواب شي خو بیا به وپوښتي چې، نو د الله رسول صلی الله علیه وسلم خو داسې هم ویلي وو چې:
لا تزال طائفة من أمتي ظاهرين على الحق ، لا يضرهم من خذلهم ، حتى يأتي أمر الله وهم كذلك...
ابو بکر الصدیق رضي الله عنه به ووايي: هو دا صحیح ده هغه علیه السلام دا خبره کړې او داسې یې هم ویلي چې:
لاتزال طائفة من أمتي يقاتلون على الحق حتى تقوم الساعة..

نو عمر فاروق رضي الله عنه به بیا پوښتنه وکړي چې دا ډله به هم خامخا موجوده وي؟؟؟
ابو بکر الصدیق رضي الله عنه به ځواب ورکړي چې د (صدیق) لقب یې هم ګټلې بې چون وچرا د الله رسول صلی الله علیه وسلم د وړاندوینې تصدیق وکړي، خو عمر فاروق رضي الله عنه به دا ځل بیا په کلکه پوښتنه وکړي:

نو بیا کومه ده هغه ډله؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

لومړی خلیفه رضي الله عنه په داسې حال کې د فکر او سوچ په ټال کې زانګي داسې ځواب ورکړي:
دا ډله به خامخا موجوده وي، خو!!!! اوس به یې څوک د مجاهدې، او اسلام څخه ددفاع کوونکې ډلې په نامه نه پیژني، او ما د خوږ نبي صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي وه چې فرمايل یې: يأتي على الناس زمان القابض فيهم على دينه كالقابض على الجمر.
نو خامخا به دا ډله د راز راز ګواښونو او خطراتو سره مخامخ وي.

او عمر فاروق رضي الله عنه به هم د موافقې په دود سر وښوروي.
بیا به لومړی او دوهم خلیفه په ګډه ددې ډلې په لټه پسې ووځي او د عمرفاروق رضي الله عنه په غوږو کې به دخپل ملګري دا خبره بیا بیا انګازې کوي چې (..خامخا به دا ډله د راز راز ګواښونو او خطراتو سره مخامخ وي...اوس به یې څوک د مجاهدې، او اسلام څخه ددفاع کوونکې ډلې په نامه نه پیژني......)، او په زړه کې به یې ددې ډلې دقاید او امیر شخصیت او مقام ته داحترام له کبله دملاقات ارمان په څپو شي.

د خوږ نبي دغه دوه یاران به په لار کې دخلکو نه پوښتنې کوي خو دهرچا دځواب سره به هک حیران ګرځي ځکه نن ورځ به هغه ډله چې دوی یې خلکو ته نښې او مواصفات بیانوي، خلک یې د ترهګرو، تروریستانو، او راز راز نومونو یادوي، چې دا ټول نومونه به دواړو خلفاوو ته نوي غوندې وي، خو کله چې دځینو روشنفکرانو او روڼ اندیو او دهیوادپالنې او وطنپالنې داعاکوونکیو لخوا ورته پرې رڼا وغورځول شي، دواړو ته به سمدلاسه د ابوبکر الصدیق رضي الله عنه هغه خبره ورپه یاد شي چې (..خامخا به دا ډله د راز راز ګواښونو او خطراتو سره مخامخ وي...اوس به یې څوک د مجاهدې، او اسلام څخه ددفاع کوونکې ډلې په نامه نه پیژني......).

نو دخلکو به نه به ددوی اړه پوښتنه وکړي، دلته به د ښاغلي پتوال په شمول ډیره ناکامه هڅه وکړي چې دهیواد دپولو هاغوا پتې او ادرسونه ورکړي، او په ضمن ضمن کې به په غیر مستقیمه توګه د غلامې ادارې د مشر کرزي یادونه هم په داسې شکل وکړي چې ګنې د مسلمان ملت رښتیني استازیتوب کولی شي. د (کرزي) دناولي نامه په اوریدو سره به دعمر فاروق رضي الله عنه په رنګ کې د غوسې دوجې تغیر راشي ځکه نوموړي به دلارې په اوږدو کې دکرزي په اړه هم کافي معلومات ترلاسه کړي وي او دابه یوازې ددوی نه، بلکې د خپل پیغمبر چې دوی یې استازي دي، په شان کې هم توهین وګڼي.

ابو الصدیق رضي الله عنه ته به هم دا خبره چندان خوند ورنکړي، دواړه خلفاء به دځانه سره وايي چې هغه څوک چې ترهګر وي، بې ګناه مسلمانان وژني، پردی مزدور وي، نه داسلام دمنافعو په غم کې وي او نه دخپلو مسلمانو هیوادوالو دګټو پروا ساتي........... څنګه کیدای شي دمسلمانانو د خاورې، ننګ، ناموس، دین، او مقدساتو څخه دفاع ته د خپل سر! او مال! په بیه هم تیار شي؟؟؟؟

دواړه خلفاء چې دبدر او احد د غزواتو مینه او جذبه یې لاپه زړه کې پاتې وي دنن ورځې دجهاد سنګرونو، دغرو څوکو ته ورشي، هغه چې په خاورو او ګردونو خړپړ او سپیره، خو د ایمان په رڼا روښانه څیرې او سپیڅلې اخلاق چې دوی ته خپل ځینې صحابه ملګري ورپه یادوي، په لیدو به دسکون ساه واخلي او لکه لار ورکی چې لار پیدا کړي زړونه به یې آرام او ډاډه شي، په مبارکو شونډو به یې موسکا خپره شي، او یوتربله به وايي هغه ډله چې مونږ لټوله بل څوک نه دي، او همدا خلک دي. داسلام په لار کې سرښندونکي مجاهدین به هم د خپل پیغمبر د ملګرو په لیدو سره له ډیرې خوشالۍ الوزي، ابو بکر الصدیق او عمر فاروق چې له دې وړاندې دبل چانه دومره اسلامي جذبه، ددین سره مینه، په اسلام دقربانۍ احساس، او ددوی دومره احترام، چې دبل چا څخه نه وه لیدلی، نور به هم په زړه کې ځای ورکړي.

دالله درسول صلی الله علیه وسلم استازي چې ددې ډلې قاید او امیر وویني چې د یو مسلمان قاید او امیر صفات پکې راغونډ شوي دي، په زړه کې به یې ډیر زیات مینه محبت ورسره پیدا شي، او حضرت عمر رضي الله عنه به په دې باندې لا زیات خوشاله شي چې په نامه کې هم دواړه یو شان دي او ددواړو نوم (عمر) وي.
دحال احوال پوښتلو وروسته به عالیقدر امیرالمومنین، چې دمسلمانانو اوسني حالت یې زړه ټوک ټوک کړی وي دلپو لپو اوښکو په بدرګه د مسلمانانو اوسني حالت په انځورولو پیل وکړي،، آیا داسلامي نړۍ مظلوم حالت ورته بیان کړي؟ او که د خپل دین او قران سره د مسلمانانو دخیانتونو او ایمانونو د پلورلو کیسې ورته وکړي،، ایا دبې ګناه وژنو په اړه ورته ووايي،، په مسلمانانو باندې دډکو زندانونو حال ورته تیر کړي،،، دکونډو، یتیمانو، بې کوره شویو او که دچا په مظلوم حالت خبر ورکړي؟؟؟؟؟؟

بالآخره دواړه راشدین خلفاء به په داسې حال کې چې مسلمان امت په حال به یې زړونه ټوک ټوک وي خو په عین حال کې به د خوښۍ او خوشالۍ نښې نښې هم په مبارکو څيرو له ورایه ښکاري، د الله جل جلاله ددربار نه به عالیقدر امیر المومنین ملامحمد عمر مجاهد ته په دې لار کې دلا ثبات او ټینګښت دعا وکړي، د بري او فتحې زیری به ورکړي، او دالله جل جلاله دا ژمنه به یو ځل بیا ورپه زړه کړي چې:

ان تنصروا الله ینصرکم ویثبت آقدامکم...... صدق الله العظیم


وصيل پېروز
24.11.2010

[quote:b07f389851="پتوال"]
په واقعيت کې که حضرت عمر (رض) راژوندی شي نو هغه په ددې زمانې حضرت عمر وي او هېڅکله به په دې فکر هم رانشي چې ملې ژبې او کلتوري
لاسته راوړنې له منځه يوسي او عربي يې کړي ، بلکې د اوسنيو عربو برعکس به [color=white:b07f389851]دپخوا پر ضد[/color:b07f389851] هغه نور هم قوي کړي او اسلامي علوم به له عربي څخه
محلي عجمي ملي ژبوته واړوي او داسې نور چې د اوسنيو عربي واکمنانو په خيال کې هم نشته، [/quote:b07f389851]
پتوال صيب ! سلامونوته مووعليکم السلام .
نه ! عمرفاروق رضی الله عنه به هيڅکله هم هغه کولتورونه اولاس ته راوړنې له منځه يونه سي چي له اسلام سره ټکرنه خوري ، عمرفاروق رضی الله عنه به يقيناًهم ديوه اسلامي احساس له مخې ټول اسلامي علوم په دې هدف نوروژبوته وژباړي څو خلک له اسلام څخه خبرشي اوخپورجاهليت له منځه يوسي ، هغه به داکارضرور کوي اوله دې پرته بله چاره نه شته .
خوپه داسپين رنګ رنګول شوي لفظونه داڅرګندوي چي حضرت عمرفاروق رضی الله عنه پخواڅه داسي کړی که دي اشاره عربي واکمنانوته ده؟.
[quote:b07f389851="پتوال"]
خو داچې [quote:b07f389851]هغوئ به په اسلامي نړۍ کي اووه پنځوس حکومتونه هیڅ ونه مني اوله يوه لبه به له ټولوسره دجهاداعلان وکړي [/quote:b07f389851]
د تصور وړ نه ده، بلکې له مسلمانانو سره به له مشورې ، داوطلبۍ او توافق څخه کار واخلي ، ځکه چې هغوئ به [quote:b07f389851]ديوموټي اوقوي اسلامي خلافت ياامارت غوښتونکي[/quote:b07f389851]وي، او دا هدف په ګډون مشوره او توافق رامنځته کېدای شي او بس ![/quote:b07f389851]
هو! عمرفاروق رضی الله عنه به داالهي امرهېرنه کړي (ومشاورهم فی الامر) ، دی رضی الله عنه به له هغومخلصومسلمانانومشورې اخلي چي خپل دين ته ژمن وي او دتنفيذغوښتونکي يې وي ، ته داسي فکرمه کوه چي مشوره به يې هم له همدې اووه پنځوسوواکمنانوسره وي الاکه اصلاح شول .
[quote:b07f389851="پتوال"]
خو فرضي پوښتنه داوه چې برعکس فرض که چې هغوی صرف ملي ژبې د پخوا په څېر شنډوي او عربي تعميموي ، نو آيا بې له چون
او چرا به ورته تيريږئ؟؟؟ [/quote:b07f389851]
ستاپورتنی اوداکلام سره ټکردي وړاندي تاويلي چي عمرفاروق رضی الله عنه به دپخوانۍ زمانې عمرنه بلکي دنننۍ زمانې يوبل شان فاروق وي ، خودلته موتور لګولی چي هغوئ پخوانوري ژبې له منځه وړې اوعربي يې پرخلکوتحميل کړې وه ، که دي هدف همداوي نوپه دې اړه بايدخپل مؤثق دلايل هم وړاندي کړې .
که هغوئ همداسي کړي وي چي عربي يې په سيمه کي خپره کړې اونوري ژبې يې له منځه وړې وي اوبياغواړي همداسي وکړي نودابه هيڅوک هم ورسره ونه مني ، دابه په دې لړکي ډېري سختې ستونزې رامنځته کړي ، خويادولره چي هغوئ نه داسي کړي اونه به يې بياوکړي .
حتماًداسي شوي چي دعمرفاروق رضی الله عنه په زمانه کي عربي ژبې دارتقاء ډېري پوړۍ وهلې اوډېروخلکويې زده کړې ته توجوکړې وي خوداله دې وجې نه چي ګواکي عمرفاروق رضی الله عنه عربي پرنوروقومونوتحميل کړې وه ، بلکي په سلوکي نوي جنګېدونکي کسان عربان وواوډېرځايونه داسلامي احکامودتنفيذپه خاطرهمدا عرب مجاهدين پاتېدل له دې وجې عربي په حکومتي دفترونوکي رسمي بڼه خپله کړې وه له همدې کبله دخلکوتوجوعربي ژبې ته ډېره وه .
[quote:b07f389851="پتوال"]
او که له دې تيريږئ له دې هم ورته داوطلبانه تيريږئ چې که وغواړي چې ټول ژوندمو د ٧ پيړۍ ساده حالت ته
ستون کړئ ، نو داوطلبانه به يې و منئ او که نکړي نکړي او هغه او دغه به پکې کوئ ؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote:b07f389851]
عمرفاروق رضی الله عنه به له دليل پرته هيڅ کارهم ونه کړي هغه به ټول کارونه دشريعت په رڼاکي ترسره کوي که هغه زموږپرژونددشرعي دلايلوپه رڼاکي نيوکې درلودې اوهمدی پرحق وونوهرومروتېرېږو.


حذيفه
26.11.2010

پتوال صاحب!ښې چارې!
که له داسي فرضې پوښتنوتېرسوښه به وي،هسي بې ځايه دي يوداسي بحث راپورته کړی چي فکرکوم کومه ګټه نلري .داسلام په هکله معلومات ترلاسه کول اړين دي،دخپل اسلامي تاريخ مطالعه ضروري ده،ودي بې چاره ملت په ديني اودنيوي لحاظ خدمت مهم دي ،دافرضيات مرضيات دفلسفې اومنطقي فن يوه خوراپه زړه پوري برخه اوعنصردی موږاوتاسواسلام ترې خلاص کړي يوالحمدلله!
نوبياڅه درپېښه ده چي دي ډول پوښتنوته دي مخه کړې ده ؟زماپه ګومان دنېشنلستانودرباندي اغېز کړی دی .



20.12.2010

په ځوابونو کې ډير جالب ټکي وينم ، ماشا الله دوام ورکړئ !
په دې يو ټکي ټول توافق لري چې هغه به د هغه وخت حضرت عمر نه ، بلکې ددې وخت حضرت عمر وي !
ډير اعلی :
نو ددې وخت د حضرت عمر تو پير به ستاسې په اند د هغه وخت د حضرت عمر (رض) سره څشی وي ؟
که ټول توپيرونه ماده وار (١، ٢، ٣.......) له سېلمې بيان کړئ ډيرې ښې نتيجې ته به سره ورسيږو انشا الله !

ومن الله التوفيق !


عادل عادل
21.12.2010

سلامونه

زما په نظر ......... توپیر که هر څه هم وي خو دده مبارک رضی الله عنه د پخوانیو کړنلارو په تعویض کې به نه وي بلکه پخوانئ کړنلاره به یې د وخت د اِنسي شیطانانو لعنت الله علیهم اجمعین د چلینجونو په وړاندې، د ده مبارک رضی الله عنه د محتملو توپیرپذیرو پالیسیو محکم بنسټ او اساس وي.

فکر کوم چې د مادو د ضرورت سوال به نور رفع شوی وي.

یاددښت :
د جني شیطان لعنت الله علیه خو هسې هم له ده مبارک رضی الله عنه څخه زړه چاودئ نو ځکه مې په چلنجونو کې یاد نګړ.



21.12.2010

عادل صيب دا خو تاسې ته ښه روښانه ده چې اوسنۍ ستونزې هغه پخوانۍ نه دي او نورې نوې ستونزې دي او حل غواړي، د مشرکينو
په ضد جهاد نه دی مطرح،د عيسويانو او يهودويانو پر ضد جهاد يواځې د هغوی د تجاوز په صورت کې مطرح کېدۀ يعنې
دفاعي جهاد و ، فعلا اسلامي نړۍ پراخه ده او پر ضد يې جهاد نشي کېدای، نو تعرضي جهاد چې د مشرکينو پر ضد اړين و اوس نه دی مطرح.
لهذا تعرضي جهاد له سره نشته او دا د هغه وخت په مقايسه بالکل نوې دنيا او نوې
ستونزې لري .
دا سمه ده چې د ايمان او اسلام تلسټ هماغه پخوانی دی،ولې هغه مسائيل چې اسلام يې نن حلوي پخواني مسائيل نه دي ، نو دا به اختصارګرايي
وي چې اوسني مسائل کټ مټ د پخوا نيز نورو مسائلو په حل لارو حل شي .
نو پخوانی حضرت عمر (رض) د اوسني عمر (رض)
له خوا نفې کيږي نه ، خو په اوسني کې به مدغم وي او تر هغه به اوسنی زيات متکامل، زياته معنوي غنی او
په انديزه توګه لوړه تاريخي سطحه او سويه ولري او د هغې زمانې د ساده مسايلو په پرتله ډيرې پيچلې او ګڼ اخيزه اوسني مسايل حل کړي ،
که نه هغسې برياوې به ونه لري او خدای مکړه ناکام به پاتې شي .

په بل عبارت آيا اسلامي نړۍ به اوس داسې غوښتنې ونه لري چې د پخوانيو
هغو سره فرق ولري او له عمر (رض) څخه يې اوس دحل طمعه وکړي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
که يې لرلی شي ستاسو په اند به دغسې غوښتنې څشی وي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


عمر فاروق که راژوندی شی

chaparharay
03.01.2011

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ښاغلی پتوال صاحب او نورو د ټول افغان محترمو کارکونکو او ګډونوالو الله موتل خوشحاله او موفق لره
زه یو عرض کوم که خاطرمو پری نه درنیږی هغه داچی
مونږتاسی ټول درسول الله صلی الله علیه وسلم امتیان یو او به هغه صلی الله علیه وسلم کی زمونږلپاره ښه اسوه اعنی تګلیاره ده
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زمونژمور بی بی عایشی دکوم مسلی په باره کی وپوښتل چی لاواقع شوی نه وه هغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چی آحروریّه انت ته دحروری قبیلی نه یی چی لا څه واقع شوی ندی او ته پوښتنه کوی او په قران کریم کی هم یو ځای راځی چی (لاتسلو عن اشیا‌ءان تبدلکم تسوءکم )تاسی دهغو شیانو په باره کی مه پو ښتی که درښکاره شی نو ستاسی دخفګیان باعث به شی نو بیا ددی هسی بی فایدی پوښتنو او بحث نه څه فایده مګر یو څوک پکی خپله لویی بیان کی چی زه خو ولا دومره پوه یم
بیا د یو عالم نه چا پوښتنه کری وه چی قیامت کله راځی هغه ورته ځواب کی ویلی و چی تا نو ورته
څه تیاری کری دی اوس که همدا پوښتنه تکرار شی چی تاسی ورته څه تیاری کری ځمونګ به څه ځواب وی
مننه
ړړړ


عمرفاروق که بیا ژوندی شی

chaparharay
03.01.2011

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ښاغلی پتوال صاحب او نورو د ټول افغان محترمو کارکونکو او ګډونوالو الله موتل خوشحاله او موفق لره
زه یو عرض کوم که خاطرمو پری نه درنیږی هغه داچی
مونږتاسی ټول درسول الله صلی الله علیه وسلم امتیان یو او به هغه صلی الله علیه وسلم کی زمونږلپاره ښه اسوه اعنی تګلیاره ده
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زمونژمور بی بی عایشی دکوم مسلی په باره کی وپوښتل چی لاواقع شوی نه وه هغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چی آحروریّه انت ته دحروری قبیلی نه یی چی لا څه واقع شوی ندی او ته پوښتنه کوی او په قران کریم کی هم یو ځای راځی چی (لاتسلو عن اشیا‌ءان تبدلکم تسوءکم )تاسی دهغو شیانو په باره کی مه پو ښتی که درښکاره شی نو ستاسی دخفګیان باعث به شی نو بیا ددی هسی بی فایدی پوښتنو او بحث نه څه فایده مګر یو څوک پکی خپله لویی بیان کی چی زه خو ولا دومره پوه یم
بیا د یو عالم نه چا پوښتنه کری وه چی قیامت کله راځی هغه ورته ځواب کی ویلی و چی تا نو ورته
څه تیاری کری دی اوس که همدا پوښتنه تکرار شی چی تاسی ورته څه تیاری کری ځمونګ به څه ځواب وی
مننه
ړړړ


که ابوبکر صدیق یا عمر راژوندی شي

chaparharay
04.01.2011

ټولو ملګرو سلامونه می ومنۍ
یو څه لږ څه به زه هم ووایم او هغه دچی ا یو خو بحث برای بحث وی او یوبحث برای تبیین مسله وی که هس محض فورم نیول وی خو بیا بیله خبره ده کنه نو نو دا تاسی چی کوم فضیات مرضیات شروع کړی پدی ورونو څه فایده مرتبه ده ایا نوری ضروری او حتمی خبری نشته چی د فضیاتو پسی نښښتی یاست او بیا پدی نه پوهیږی چی دی نه رسول الله منع کړی چی ام الموءمنین عایشی تری د یو مسلی پوښتنه وکړه چی لا پیښه شوی نه وه رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چی (احروریه انت)ایا ته د حروری یی [په عراق کی کوم ځای وو چی د هغه ځای خلکو به داسی فرضی پوښتنی کولی ]نو دی نه منع شوی چی کومه مسله لا در پیښه نه وی او تاسی د هغی پوښتنه کوی او الله تعالی فرمایلی چی (لاتسءلوا عن اشیاء ان تبد لکم تسوءکم )تاسی دهغه څه په هکله پوښتنه مه کوی چی که درښکاره شی نو بیا به تاسی خفه کړی
ای ورونو! خبره مو هسی هم فرضی شروع کړی دا یوه پکی زماهم در وراخلۍ چی که چیری داسی وشی چی نه کیږی نو مونږ تاسی ورته څه تیاری نیولی دی ؟
په درناوی


Re: که ابوبکر صدیق یا عمر راژوندی شي

و.افغان
04.01.2011

[quote:04bfd9dd59="چپلیاری"]ټولو ملګرو سلامونه می ومنۍ
یو څه لږ څه به زه هم ووایم او هغه دچی ا یو خو بحث برای بحث وی او یوبحث برای تبیین مسله وی که هس محض فورم نیول وی خو بیا بیله خبره ده کنه نو نو دا تاسی چی کوم فضیات مرضیات شروع کړی پدی ورونو څه فایده مرتبه ده ایا نوری ضروری او حتمی خبری نشته چی د فضیاتو پسی نښښتی یاست او بیا پدی نه پوهیږی چی دی نه رسول الله منع کړی چی ام الموءمنین عایشی تری د یو مسلی پوښتنه وکړه چی لا پیښه شوی نه وه رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چی (احروریه انت)ایا ته د حروری یی [په عراق کی کوم ځای وو چی د هغه ځای خلکو به داسی فرضی پوښتنی کولی ]نو دی نه منع شوی چی کومه مسله لا در پیښه نه وی او تاسی د هغی پوښتنه کوی او الله تعالی فرمایلی چی (لاتسءلوا عن اشیاء ان تبد لکم تسوءکم )تاسی دهغه څه په هکله پوښتنه مه کوی چی که درښکاره شی نو بیا به تاسی خفه کړی
ای ورونو! خبره مو هسی هم فرضی شروع کړی دا یوه پکی زماهم در وراخلۍ چی که چیری داسی وشی چی نه کیږی نو مونږ تاسی ورته څه تیاری نیولی دی ؟
په درناوی[/quote:04bfd9dd59]

محترم چپلياری صاحب: ماته چې څومره معلومه ده؛ نو د (أحرورية أنت؟) جمله نبي
کريم صلی الله عليه وسلم نه ده کارولې، دغه جمله عائشې رضي الله تعالی عنها يوې
ښځې ته کارولې وه؛ کومې چې له هغې پوښتلي وو، په حيض اخته ښځه له پاکون
وروسته ولې روژه راګرځوي، او لمونځ نه راګرځوي؟
نو هغې ورته بيان کړه، چې دا د الله جل جلاله حکم او فيصله ده، او د چون چرا ځای
په کې نشته.
پاتې دې نه وي، چې حروري يا حروريه د حروراء په نوم کلي ته نسبت دی، کوم چې
په عراق کې دی، او خوارج ترې راپاڅېدلي وو.
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more