اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دنبوي احادیثو د نــــــه منلو فتنه
وصيل پېروز
21.11.2010
په نننۍ زمانه کي يوځل بيادانکارحديث فتنې سرراپورته کړی اويوځل بياغواړي چي په بې ځايه اوباطلوپلموخپل شوم هدف ته ځان ورسوي ،دې فتنې په يوشمېرهيوادونوکي ډېررسوخ موندلی اوپه ازادانه ډول خپل باطل مسلک ته خلګ رابولي .
ډېری خلګ لاتراوسه هم دانکارحديث په تاريخ اوپه اسلامي امت کي ددوئ دراڅرګندېدلوپه نېټه خبرنه دي ،نه په دې پوهېږي چي دې فتنې څرنګه سرراپورته کړ؟ زه غواړم په دې يوه لنډه ليکنه کي تاسوته ددې باطلې فرقې تاريخ اودراپيداکېدلولاملونه په ګوته کړم .
داليکنه په حقيقت کي له هغه کتاب څخه اقتباس دی چي دمجلس التحقيق الاسلامي له لوري ترتيب شوی دی خوزه ترې صرف دايومضمون رااخلم ، هيله ده ګټه ترې واخلئ اوله باطلونظرياتوځان اواهل وساتئ .
الله جل جلاله ته سوال کووچي موږدصراط مستقيم پيروان کړي .
لومړی لامل :
له دې تاریخي حقیقت څخه انکارنه شي کېدای چي په اسلامي امت کي اول ځل دخوارجوپه نوم فتنې رامنځ ته شوه اودمسلمان امت اتحاديې ټوټې ټوټې کړ،همداراز خوارجوله ستروستروصحابه کرامورضی الله عنهم سره داړيکوغوڅولوپه ډاګه اعلان وکړ، عثمان اوعلی رضی الله عنهما، دجمل دجګړې اوتحکيم ګډون کوونکي يې کافران وګڼل ،ددې تکفيرپه نتېجه کي یې دهغوټولوصحابه کرامورضی الله عنهم داحادیثوله منلوهم انکاروکړچي دوئ کافران بلل (ځکه دحديث په روايتولوکي لومړی شرط مسلماني ده .)
دويم لامل :
بيادخوارجوله فتنې سره سم دشيعه ګانوفتنې سرراپورته کړ، داکه څه هم يوسياسي غورځنګ وواوغوښتل يې چي دحب آل رسول الله صلی الله عليه وسلم په نوم ځان داقتدار څوکۍ ته ورسوي خوتردې وروسته په شيعه ګانوکي سبايي روافضوخروج وکړدوئ بياله علی کرم الله وجهه اودهغه له يوڅوطرفدارانوپرته چي په شمېرکي يې ددوئ هم اختلاف دی نوردرې سره خليفه ګان اوټول صحابه کرام رضی الله عنهم کفاروګڼل .
ددې فتنې فطري عوامل ووچي له يوڅوهغوراويانوبغیرچي ددوئ ملاتړي وودنورو ټولوصحابه کرامورضی الله عنهم دحديثونوله منلويې ډډه وکړه ځکه دوئ ویل چي داټول کفار دي . نعوذبالله!
درېيم لامَل :
له دې وروسته ددويمې هجري پېړۍ په وروستيوکي داعتزال (عقل پرستۍ) دورراغی،ددې عقل پرستۍ په تسلط کي معتزله دې ته اړشول چي په هغوټولوحديثونو کي تاويل وکړي (دتاويل دنه کېدلوپه صورت کي يې دحديثوله صحيح منلوډډه کوله) چي دوئ دخپلوعقلي معتقداتوخلاف ګڼل .
دعباسي خليفه مامون په زمانه کي چي کله يوناني فلسفه عربي ته وژباړل شوه نود اعتزال مذهب دمامون په سرمشرۍ کي نورقوت هم ترلاسه کړ.
(ياده دي وي چي له يونانې فلسفې څخه مراداوسني منطق اوحکمت دي چي افغاني طالبان يې ډېروايي که څه هم دافلسفه له ا سلام سره ډېرلږاړخ لګوي . )
څلورم لامَل :
کله چي معتزله اوخوارجودواړوپه خپلومعتقداتوکي دغلوې پربنااعمال دايمان جز اورکن وګرزول نودغبرګون په توګه ددوئ په مقابل کي مرجئه فتنې سرپورته کړاودارجاء عقيده راڅرګنده شوه ،مرجئه ووپه دې عقیده کي دومره غلووکړه چي په څرګنده اوډاګه يې وويل :
" لاَتَضُرُّمَعَ الايمانِ مَعصِيْةٌ کَمَالاَتَنْفَعُ مَعَ الْکُفْرِطَاعَةٌ . "
ژباړه : له ايمان سره معصيت ضررنه رسوي لکه څرنګه چي په کفرکي هرطاعت ګټه نه لري .
ددې عقيدې په پايله کي مرجئه وودهغوټولوصحيحوحديثونوله منلوانکاروکړچي دکبيره ګناه اومعصيتونوپه کولوپکي دوعيديادونه شوې ده .
پنځم لامَل :
پرهمدې مهال دهغې زمانې دمشهورګمراه جهم بن الصفوان الراسبي چي وروسته ووژل شوپيروې ډله جهميه راڅرګنده شوه ، دالله جل جلاله پرصفاتودمشتملواحاديثواو هغواحاديثوچي په راتلونکوورځوکي دپېښېدونکوپېښوپه اړه يې له وړاندي لادالله جل جلاله دعلم ښوونه کوله ددې ټولوله منلويې انکاروکړ، دخلق قرآن (دقرآن کريم دمخلوق کېدلو) اوجبر(محض دبنده دمجبورېدلو) عقيده په ډېرزوراوشورسره خپره کړای شوه ، همدارازهغوئ دخلودفی النار(په جهنم کي دکفارودتل پاتي کېدلو) چي دټول امت اجماعي عقيده وه له منلوهم ډډه وکړه .
مطلب داچي داخارجي ، قدري (معتزلي) ، شيعه ، جهميه ، مرجئه هغه لويي ګمراهې ډلې دي چي داسلام په لومړنيووختونوکي راڅرګندې شوې . همدوئ داسلامي عقيدې وحدت له منځه يووړاوهمدې ډلودخپلې عقيدې دملاتړپه هدف دخپلومعتقداتو دمخالفوصحيحواحاديثوله منلوانکاروکړله همدې ځایه دانکارحديث فتنې ديوې مستقلې فتنې بڼه غوره کړه اودوباپه څېرخپره شوه لکه وړاندي چي مووويل .
داوودانکارحديث وسنت ياپه هغوکي له ځانه دتاويلوکولو،تصرف وتحريف تاريخ اودهمدې اسباب اولاملونه .
دې خوارجو،قدريانو،جهميه وو،مرجئه وو،شيعه ګانواونوروډلوله ټولواحايثو انکارنه کاوه اونه داورته شوني وه (دې ډلويوازي داهڅه کوله چي خپل عقائدپه حديثو ثابت کړي اوخپل مخالف حديثونه يې ردول ) خودوئ ديوې داسې طريقې بنسټ کېښود چي ملحدانواوزنديقانويې په خپلولوله اسلامي عقائدواواحکامودخلاصون لپاره دټولو حديثونوله منلوپه ډاګه ډډه وکړه ،دالحاداوبې دينۍ بنده دروازه يې يوځل بياپرانيستله .
نوربيا ...
رښتینی
21.11.2010
پیروز صاحب مننه ښه موضوع مو راخیستی ده الله دی موږ اوټول
امت دداسی فتنه اچوونکو له شرنه وژغوری
یوه هیله لرم هغه دا چی که تاسو دخپلی لیکنی عنوان تغیر کړئ ښه به وی
او هغه داسی :
(دحدیث دنه منلو فتنه )
باور وکړه زه ستا په لیکنه تیروتلم ځکه دا ستاسو (دانکار حدیث ) یو فارسی
یا اردوترکیب دی او تاسو ته خو پته ده چی په ځینی حدیثو پوری مهمی پیښی
تړلی وی نو هغه حدیث محدثین دهغی پیښی په نوم سره نوموی نوما فکر وکر
چی دا دانکار حدیث به هم یو داسی حدیث وی چی دکوم شی دانکار په موضوع
پوری به تړاو لری
په هرصورت دادژباړه په اړه یوه دورورولۍ مشوره ده خدای دی
وکړی خاطرمو صدمه ونه خوری زه خو له خپلو یارانو اوس ډیر ډاریږم ته به یوه د
خیر او وروری مشوره ورکوی او دی به یی خدای مکړه دځان سپکه وبولی او ته
به خبر هم نه یی دی به خپه یی
په مینه
وصيل پېروز
21.11.2010
محترم حامدصاحب! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
الله جل جلاله دي ډېرخیردرکړي کورموودان رښتیاهم ډېرې ښې نکتې ته موپام شوې . دحدیث پوهانوترمنځ دایوعام دوددی چي ډېروخت حدیث په یوه ځانګړې پېښه نوموي ستاسومشوره پرځای اوډېره ګټوره وه ماهم عمل پرې وکړاوسرلیک مي بدل کړهیله ده په راتلونکي کي موهم په خپلورغنده وړاندیزونواومشورو ونازوئ .
وصيل پېروز
23.11.2010
دحديثودساتنې لپاره هانداوهڅې :
په همدې کي الهي حکمت غوښتنه کوله چي دخپل دين اورسول الله صلی الله عليه وسلم دحديثودساتنې اودفاع اوله مسخ وتحريف،تغيروتبديل څخه دپاکۍ لپاره داهل سنت والجماعت ائمه ميدان ته راشي څودشريعت محمديه په ساتنه اوملاتړکي خپله دنده ترسره کړي .
په لومړنۍ پېړۍ کي ددې متين دين دملاتړولومړنی قائدامام ابوحنيفه رحمه الله دی چي ددې دندې دترسره کولولپاره راپورته شواوخپل ټول وخت يې دازارقه فرقې مقابلې ته وقف کړ. ازارقة دنافع بن ازرق خارجي پيروان وواوپه بصره کي يې ډېرملاتړي لرل،له همدې وجې همالته ددوئ واک اواختيارزيات وو. تاريخ موږته وايي چي امام ابوحنيفه رحمه الله له ازارقه ووسره دعملي مقابلې اومناظرې په خاطرشل ځله بصرې ته سفرکړی دی دانافع بن ازرق لومړنی خارجي دی چي په لومړي ځل يې خپله ډله مرجئه ونوموله لکه ابن ابی العوام چي په خپل سندسره په مناقب ابن ابی حنيفة کي ددې تصرېح کړې ده .
امام شافعي رحمه الله هم په خپل تصنيف کتاب الام اوالرسالة کي دسنت پرمنکرينواو مرجئه ووردونه کړي دي اودهغوئ بېخ يې کنلی دی .
امام احمدبن حنبل رحمه الله هم دخلق قرآن په مسئله کي دمعتزله ووترديدکړی اويونه هېرېدونکی داستان يې پرېيښی دی چي داسلامي تاريخ يوزرين اوروښانه باب دی .
امام جلال الدين سيوطي په خپل کتاب " مفتاح الجنة فی الاحتجاج بالسنة" کي ليکي :
" دامسلک (له حديثواوسنتوڅخه انکار) دڅلوروامامانوپه زمانه کي ډېرزيات وو، دهغوئ درسي حلقوته به راتلل هغوئ په خپلوتصنيفاتوکي ددوئ ترديدکړی دی او مناظرې يې ورسره کړې دي ."
لکه څرنګه چي دحديث اوسنت ددفاع اوساتنې په لارکي دامام ابوحنيفه رحمه الله هانداوهڅې،دمعتزله وو،مرجئه وو،جهميه وواوخوارجودسرټيټۍ ياناکامۍ په لړکي دده کوششونه اومنډې ترړې دتاريخ يونه هېرېدونکی حقيقت دی .
همدارازدامام شافعي رحمه الله اونورومحدثينورحمهم الله هڅې اوکوششونه هم په دې لارکي يوداسي حقيقت دی چي سترګې ترې نه شي پټېدلای .
دخلق قرآن په مسئله کي دجهميه وو، مرجئه وواوصفاتودمنکرينودسرټيټۍ لپاره چي امام احمدبن حنبل رحمه الله کومه کارنامه دالله جل جلاله په توفيق ترسره کړې ده بيايې هيچانه مثال ورکړی اونه به یې ورکړي ،په رښتياهم امام احمدرحمه الله په الهي قدرت سره يوداسي ناشونی کاروکړچي ځان يې داسلامي تاريخ يوزرين باب کړ.
ددې فسادونواوګمراه کوونکوفتنوظهورووچي کبارمحدثينواوداهل سنت پخواني امامانوچي په سرکي يې محدثين راځي ضروري وګڼله څودسنت اوحديث دمنکرينوپر خلاف مستقل تصنيفونه وکړي ،دحديثوامامانولکه امام بخاري،امام مسلم،ابوداؤد، نسائي،ابن ماجه اونورورحمهم الله په خپلومشهورواوپېژندل شويوتصنيفونوکي دالحاد اوزندقت دې ســـرکښانوته بابونه ځانګړي کړي دي اودهغوئ عقائديې داحاديثوپه رڼاکي ردکړي دي .
دامامانواومحدثينودهمدې هڅواوهاندپايله وه چي درسول الله صلی الله عليه وسلم سپېڅلي احاديث له هرډول تحريف څخه خوندي پاتي شول،دهمدوئ دزيارپايله ده چي اسلامي عقيده لکه څرنګه چي اول وه په همدې ډول په مستنده اوصحیحه توګه دې اوسنيوته راورسول شوه،ددوئ قدرمنې اونه هېرېدونکې هڅې وې چي په ډېروتپوتيارو کي يې دقرآن اوحديث څراغ بل وساته اودښمنان يې پرې نه ښودل چي داروڼ اوبل څراغ ګل کړي .
اوس يوځل بيادې فتنې په اسلامي نړۍ کي په نوي ډول سراراپورته کړی دی غواړي يوځل بياپه اسلامي امت کي رښتنې اسلامي عقيده ووژني اوهغه شوم اهداف ترسره کړي چي دوئ يې ترپردې شاته ساتي خوان شاء الله ددوئ دااهداف به هیڅکله هم پوره نه شي دتوحيدپتنګان تل وجودلري اودالله له دين څخه دسرکښوياغيانومقابله به تر اخرت پوري کوي . ان شاء الله !
په پای کي دعاکوم چي الله جل جلاله موږټول مسلمانان دالله جل جلاله پرقانون سره راټول کړي . آمین!
پای
وصيل پېروز
23.11.2010
سلامونه
درنووروڼو!
ماپه دې هدف داموضوع مطرح کړه چي اوس مهال په يوشمېرځايونوکي دې ګمراهۍ ته رابولي اوداسلامي نړۍ سترسترعالمان دروغجن ګڼي ، په دې لړکي ماوغوښتل څوخلک له دې فتنې خبرکړم اوپه حقيقت يې وپوهوم په دې لړۍ کي دا زمايوه وړه هڅه وه زه له تاسوهم غوښتنه کوم چي که تاسوپه دې اړه لږمعلومات هم لرئ هرومرويې له موږسره شريک کړئ ، څوموږددې ګمراهې فرقې په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړواوځان واهل له دې ګمراه کوونکې عقيدې وژغورو.
تاسوته جوته ده چي دين له حديثوپرته بشپړنه دی ، قرآن اوحديث سره لازم اوملزوم دي که الله جل جلاله وس راکړنوپه راتلونکي کي به له قرآن څخه دحديثوپرحجتيت هم وږغېږو.
په پای کي يوځل بياله تاسوغوښتنه کوم چي ددې ګمراه فرقې اودې ورستې عقيدې په اړه که تاسوڅه لرئ له موږسره يې هم شريک کړئ .
ستاسودهمکارۍ په تمه