نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ایا په روشتیا محمودخان پښتونخوا غواړی
محمدزمان هوتک
19.11.2010
سلامونه درنو دوستانو
ایا په روشتیا محمودخان اڅکزی پښتونستان غواړی داخبره ماته بلکل غلطه او یو ډرامه ښکاری که داپه روشتیا محمودخان پرخپله ژبه دومره عاشق وی ، هغه په پښتو کی یو متل دی وای ،اول ځان بیا جهان ، نو محمودخان خو دپښتو اوپښتونستان ډیری چغی وی مګرخپله یې تراوسه پوری کوم ځای کی لیک په پښتو ندی کړی که د زلزله ځپلو یا سیلاب ځپلو دپاره کوم امدادی شیان غواړی نو کوم کاغز باندی چه څه لیکی اوپر دیوالو یې مښله وی ټوله یې په اوردو ژبه لیکی زه وایم که په روشتیا محمودخان پښتو ژبه پرمخ بیایې اوپښتو ته وده ورکوی نولومړی دی خپله ژبه خپله سرته ورسوی وروسته دی دحکومت څخه دپښتونستان غوښتنه وکړی
____________
وصيل پېروز
19.11.2010
سلامونه
دايوتريخ حقيقت دی چي منل يې هم همدومره تريخ دي ، هغه داچي په پاکستان کي تقريباًټول ګوندونه ياتقريباًترې لرې کړه ټول ګوندونه دپاکستاني حکومت تربشپړ کنټرول لاندي دي ، داګوندونه په پاکستان کي ديوه ګوډاګي اوغلام په څېرچلېږي ، هغوئ دای ايس آی له اجازې پرته هيڅ کارهم نه شي ترسره کولای .
بياپه دااوس وخت کي چي يولړقومي ترپګنۍ هم رامنځ ته شوې دي نوپه دې حالت کي هم پاکستانی حکومت دپنجابي قوم ترشاولاړدی اوله هيڅ ډول ملاتړڅخه يې مخ نه ګرزوي ، اخوادخيبرپښتونخواپه ولايت کي تقريباًله پښتون قوم سره جګړه روانه ده چي داټول دپنجاپيانوله لوري ترسره کېږي ، بياپه دې نژدې وخت کي پښتون په رسنيوکي ديوه تروريست په توګه پېژندل شوی دی ، له دې ټولوترينګلو حالاتوسره سره چي بياکوم بل څوک دپښتونستان اوپښتونخوانارې وهي (که څه هم په عمل کي هيڅ نه لري ) بياپه دومره ازادانه توګه له دې هرڅه جوتېږي چي داديوه مخفي پلان لپاره ترسره کېږي بلکي دادنفاق يوه ډرامه ده چي په مسلمان امت بياپه تېره په پښتون قوم کي دبېلتون لپاره ترسره کېږي ، که تاسوځيرشئ ! دمحمودخان اکثره پيروان اڅکزي دي چي دادې تحريک ته يوه قومي بڼه وراغوندي اودټولو پښتنوياپښتونستان دعوه چي دوئ کوي هغه باطلوي . دمحمودخان له لوري داپوچ شعارونه دي چي په حقيقت کي هيڅ هم نه لري بلکي په پاکستان کي ټول ګوندونه چي په خوله څه وايي دادخلکودتېرويستنې اوغولونې لپاره وايي داګوندونه که سياسي وي که ديني ، فضل الرحمان پکښې وي که محمودخان له يوه لبه دپاکستاني حکومت تابع اوغلام چارواکي دي .
له دې پرته چي دوئ دپښتوژبې په ويلو اوليکلوکي څومره ستونزې لري زه په دې انديم چي دوئ به دپښتوژبې په خرابوالي کي دلومړي نمبرګټونکي وي ، کله خوپښتونه ليکي خوکله چي يې بياليکي نونیمی اردوياانګلش ورګډوي چي دانور هم دپښتوژبې لپاره زيانمن تمامېږي .
په کوموسيموکي چي په اصطلاح پښتونخوايان (دمحمودخان ډله) اکثريت دي او ډېرعوامي ملاتړلري دوئ هلته دپښتوژبې اوپښتون قوم دترقۍ لپاره هيڅ هم نه دي کړي ، يوځای يې هم دپښتوژبې دساتنې اوپرمخ بېونې لپاره يوځای ښوونځی ، د پښتوژبې دزده کړې مرکز، پښتوژبې ته دخلکودترغيب اوپه دې لاره کي درامنځ ته شويوستونزودحل لپاره څه نه دي کړي ، نه يې تراوسه په دې لارکي دومره فرهنګي کارونه کړي دي چي سړی يې پرې وستايي .
له دې پرته چي دوئ له عقيدوي پلوه څومره ناروغۍ لري په بل يوچاکي به هم ونه موندل شي ، داسلام نوم پرې دغشي په څېرلګېږي ،دجهاداودقتال له خبروسره په کلکه مخالف دي ياپه بله اصطلاح کومه ډله اويادعوت چي داسلام نوم پرخوله راوړي ددوئ ترې ښه نه راځي که څه هم دوئ ځانونوته مسلمانان وايي خوددوئ په اسلام کي دننه خپل نېشنليزم ته بلنه اودعوت کوي چي اسلام ورته هیڅ ډول اجازه نه ورکوي بلکي داپه اسلام کي حرام کاردی چي له کولويې بايدپه بشپړډول ډډه وشي .
بالاخره په لنډوټکودومره درته ويلای شم چي په خپله محمودخان ياډله يې ګڼ شمېر ناسم اړخونه لري چي دې شيانودوئ ته په ټولنه کي منفورکړي هم دي ، بلکي يوځانګړی ځای يې خپل کړی دی چي په غېږکي ټول پښتانه نه رااخلي بلکي لکه ځان ته چي يوه ډله وي اوحقيقت هم همداسي دی .
ددې ټولوستونزوحل يوازي په قرآن اوحديث کي دی ، که موږپه اخلاص دالله جل جلاله لارې ته راشونوان شاء الله ددنيااواخرت برياليتوبونه به ترلاسه کړو.