نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
څوک غواړی؟
tandar
18.11.2010
دغه سوال می اصلی له پوښتون صاحب څخه دی٠
ځکه ده له ما څخه د واکدارانو په هکله سوال کړی و،پوښتون صاحب دالاندی واکدران وه او دی،څوک ې په دولت کی دی او څوک ې په دولت کی نه دی ،مګر واکداران دی، ټوله دنیا ې پیژنی ٠
تاسو کوم یو دخپل ملت لپاره غواړی؟
١،کمونیستیان،،خلق او پرچم،، مساوی روسان٠
٢،په مجاهدینو کی داړه ماران چه اوس هم په قدرت دی مساوی ،امریکا او غرب٠
٣ ،طالبان چه دپنجابی دISI څخه حمایه کیږی مساوی پاکستان٠
دا پورتنی ٣ مادی دلمر غوندی روښانه دی او له دینه هیڅوک انکار نه شی کولی٠
زه خپله دغه دریواړه نه غواړم٠
دریواړو خپل امتحان ورکړیدی ،تاریخ شاهد دی٠ مثالو ته به ضرورت نه وی او که څوک ې غواړی دهر یوه به سل سل مثاله ورته راوړم٠
زه دځپلی ملت ملی پاڅون غواړم او ددوی له مینځه یو پاک او سپیڅلی افغان ولوکه ازاره وی ، اوزبک وی، بلوچ وی تاجک وی او که پوښتون وی ددی خاوری دسرپرست په توګه ټاکل غواړم،چه دملی هویت ،ازادی او دخپل ملت دناموس او حق څخه دفاع او خپلی خاوری ته کار وکړی٠
وبښی چه مانوم غلط کړی و٠
مننه٠
حذيفه
19.11.2010
تندرصاحب !زه هم هغه څوک غواړم چي هغوټولوته چي تايي نومونه يادکړي دی خدمت وکړي البته زه يوبل هم پرې زياتوم چي تردي ټولومخکي خپل دين ته خدمت وکړي تردين وروسته بيانورهم اړين دي .مننه!
ډاکټر څپاند
19.11.2010
[quote:2e65c2bc16]١،کمونیستیان،،خلق او پرچم،، مساوی روسان٠
٢،په مجاهدینو کی داړه ماران چه اوس هم په قدرت دی مساوی ،امریکا او غرب٠
٣ ،طالبان چه دپنجابی دISI څخه حمایه کیږی مساوی پاکستان٠
دا پورتنی ٣ مادی دلمر غوندی روښانه دی او له دینه هیڅوک انکار نه شی کولی٠
زه خپله دغه دریواړه نه غواړم٠ [/quote:2e65c2bc16]
[color=white:2e65c2bc16]دروند او دقدر وړ تندر صيب،لوئ خدای مو پر دښمن بريالی لره٠
وی يوه سړي رښتيا رښتيا ويل ،په غره کې ئي هم ځای ندرلود٠
که خفه نشئ زه به داسې وړانديز وکړم:
١،کمونستان،،خلق او پرچم،، مساوی روسان٠
نه وروره،خلق او پرچم دروس دوستان،اوددوي ځيني مشران دروس غلامان٠
٢،په مجاهدینو کی داړه ماران چه اوس هم په قدرت دی مساوی ،امریکا او غرب٠
بياهم نه،
جهادي مشران د امريکې،غرب او پاکستان غلامان٠
٣ ،طالبان چه دپنجابی دISI څخه حمایه کیږی مساوی پاکستان٠(مساوي دپاکستان او دهغو دغربي بادارانو غلام)٠ [/color:2e65c2bc16]
عنوان
tandar
19.11.2010
داچه زما هم نظره یاستی انشاالله بریالی کیږو٠
او بل نه پوهیدل عیب دی او پوښتنه عیب نه دی٠
زمامتخصیص ورور عبدالسلام هم واضیح ځواب رانه کړو،نو اوس چه مو اړیکی ونیولی او هم نظره هم یو،نومهربانی وکړی دامشکل په خپله ،هغه هم که غواړی راحل کړی،ځکه چه ماباندی ې داختر ورځی ډیری په تشویش تیری کړی،یو دپښتون له لاسه ،چه نژدی ې په لانجه ککړ کړی ومه، او بل دتاسو دا مبارک نوم و٠
زه دتاسو لیکونو په دوه لارو روان کړی ومه،ځکه ډیری نرمی او ډیر خوږی کلیمی استعمالوی ،چه دسړی خوښیږی او دنوم تلفظ مو هم زیات موئنث ته پاتی کیږی لکه نظیفه ،حفیظه، جنیفه ،نجیبه او حذیفه٠
ماسره حتی داسی امید پیداشوی و، چه ددی انسان داخبری دومره ښکلی دی نو ددی به دا سترګی او څهره څومره ښکلی وی داخو ټوله مینه ده او ددی لیدل په کار دی٠
زما ټول امیدونه پوښتون تر خاورو لاندی کړل،ځکه چه ښځه نر وختلو٠
هغه وخت کی چه تاسو ته د ورور کلیمه ولیکله،تر اوسه می هم باور نه کیږی ،ځکه چه پوښتون یو ټوکی ځوان دی،اود متخصیص صاحب فکر هم کار ونه کړو٠
نو اوس که وخت لری بیازما دا انتظار رالنډ کړی،چه زه دتاسو په احترام دمشری خور او که دمشر ورور کلمه په خپلو ناچیزو لیکونو که ضرورت شو ،ولیکم٠
ډیره مهربانی به مو وی٠
دوطن ازادی او ستاسو دعذت تل غوښتونکی یم٠
مننه٠
حذيفه
19.11.2010
تندرصاحب !خوشاله اوسې!
ماته درته ليکلي دي چي دانوم په عربي کي دمذکرلپاره استعماليږی اوتاچي کوم نومونه ذکرکړي دي هغه له زماله نوم سره اړخ نه لګوي ځکه هغه ټول دهغه حرف په زېرسره ويل کيږي چي ترياء مخکي دی اوزمانوم په زورويل کيږي .بيامي درته ليکلي ووچي زه خوپه واقعه کي نارينه يم نوکه په دی نوم سره تاسوتېرباسم ښه کاربه نوي .پاتې سوه ستاپوښتنه چي دوروراوکه دخورکلمه درته استعمال کړم نوداستاسوخپل کاراوکتاردی زه پکښي څه لرم تاسوته اصلاًداځای ښه ښکاره سوچي خبرې خوږي دي نوهغه به څرنګه څېره وي چي داسي کلماتې ليکي؟ځکه نوورسره ليدل پکاردي اوکه رښتياووايم نوداټوله پيپړه مودهمدي ليدنې کتنې لپاره پيل کړې ده .هاهاهاهاهاهاهاها
تندروروره !اوس خوموګپې وکړې که موطبيعت نه خرابيږي يوې تېروتنې ته مومتوجه کوم هغه داچي واضح اومتخصص عربي کلمې دي اوترضاءاوصاوروسته دياءحرف نه ليکل کيږي .داداسم فاعل صيغې دي اوپه زېرسره ويلې کيږي .
دخپل ورور(تندر)دليدوپه هيله،ستاورورحذيفه .
Re: څوک غواړی؟
پښتون.
19.11.2010
[quote:c4d3dbe53b="tandar"]دغه سوال می اصلی له پوښتون صاحب څخه دی٠
ځکه ده له ما څخه د واکدارانو په هکله سوال کړی و٠
تاسو کوم یو دخپل ملت لپاره غواړی؟
١،کمونیستیان،،خلق او پرچم،، مساوی روسان٠
٢،په مجاهدینو کی داړه ماران چه اوس هم په قدرت دی مساوی ،امریکا او غرب٠
٣ ،طالبان چه دپنجابی دISI څخه حمایه کیږی مساوی پاکستان٠
[/quote:c4d3dbe53b]
تندر صیب ،عبدالسلام خان او حذیفه ورور ته د زړه له تله سلامونه او تاسی ته ښه چاری!
تندر صیب تاسی خپله ځواب لیکلی دی نو زه د اضافه کولو لپاره په کښی څه ته اړتیا نه وینم.
[quote:c4d3dbe53b]زه خپله دغه دریواړه نه غواړم٠
دریواړو خپل امتحان ورکړیدی ،تاریخ شاهد دی٠ مثالو ته به ضرورت نه وی او که څوک ې غواړی دهر یوه به سل سل مثاله ورته راوړم٠
زه دځپلی ملت ملی پاڅون غواړم او ددوی له مینځه یو پاک او سپیڅلی افغان ولوکه ازاره وی ، اوزبک وی، بلوچ وی تاجک وی او که پوښتون وی ددی خاوری دسرپرست په توګه ټاکل غواړم،چه دملی هویت ،ازادی او دخپل ملت دناموس او حق څخه دفاع او خپلی خاوری ته کار وکړی٠[/quote:c4d3dbe53b]
عنوان
tandar
19.11.2010
حذیفه وروره اوس دی خلاصه کړه ،او خدای دی خوله تل له خندا ډکه لره لکه ما چه نن وخندل٠
تربیا٠
هیښ
22.11.2010
سلامونه
په یوه اشغال شوي هیواد کې یوازې دوه ډوله دریځونه امکان لري:
اول ـ هغه اشخاص ،ډلې او سازمانونه چې داشغالګرانو نوکري او غلامي کوي او داشغال ددوام او مشروعیت دپاره دمزد،منصب او شهرت په طمع دخپل وولس په مقابل کې دپردیو سره په ملي ارزښتونو او ګټو معامله ګري اوسودا ګري کوي.
دوهم ـ هغه اشخاص او سازمانونه چې داشغال په ضد، دپردیو نه دخپل وطن دازادۍ او خپلواکۍ دلاسته راوړلوله پاره د خپل وولس ترڅنګ ولاړوي او دتجاوز اواشغال ددفع کولو له پاره دخپل ځان او مال نه تیروي او په دې لاره کې تسلیمۍ ،معامله ګرۍ اوسوداګرۍ ته دنفې ځواب وائې.
دلته ددریمې موضع ګیرئ ځائ نشته .
کله چې په یوه هیواد دپردیو تجاوز شروع شي،په ټولنه کې هغه پخواني اړیکي ،کشمکشونه او سیاسی ـ اجتماعي جنجالونه دنویو چیلینجونو او ننګونو سره مخامخ شي ،د سازمانونو او ډلو افراد او اشخاص دیوه نوي ازمویښت او امتحان سره لاس او ګریوان شي ،همد ا ځائ دئ چې هغه غوړې ،لوړې ،دهیجان او احساساتو نه ډکې غورې او دعواوې لکه وطن دوستي ،دین دوستي،ناموس دوستي ،ملي ګټې او ملی ارزښتونه،ملي کلتور او داسې نور چې به ئې بیانولې په عمل کې دپیاده کولو ثبوت غواړي اودلته شمشیر زن او کوستې زن یو دبل نه تفکیک کیږي او دافرادو او ډلو واقعي څیرې را ښکاره کیږي.
په افغانستان کې هم دغربي جنایت کارانو اونویو استعمارګرانو دوحشیانه تجاوز او اشغال سره دوې جبهې منځ ته راغلې چې په یوه کې هغه کرغیړنې ،ظالمې ،انساني او افغاني ضد،خائینې او په بشري جنایتونو روږدي څیرې او ډلې راټولې شوې ،چې دخپل چټل ماضي له امله ئې نور په افغاني ټولنه کې ځائ نه و،وولس ورڅخه نفرت درلود او وولس ئې دمحاکمې او مجازات کولو په ارمان و.دا دانسان په څیره کې شیطانان دخپل ناوولي ژوند دبقا دپاره داشغالګرانو سره په یوه صف کې ودریدل او دافغان وولس په ضد ئې خپل جنایت ته دوام ورکړ.
په دې جبهه کې دهر قوم ،ژبې ،اډیولوژي،مذهب اوسمت منفورترین او سفاک ترین عناصر لکه ځناور دخپل حیواني اوشیطاني اغراضو اوغرایزو دلاسته راوستلو او ارضا دپاره سره راټول شوي اود امریکایي مردارۍ نه دزیاتې برخې دلاسته راوستلو له پاره ئې خپل وجدانونه او ناموسونه تر پښو لاندې کړي او هررنګه پستئ او بې همتۍ ته ئې ملا تړلې ده .
همدارنګه ددې تجاوز ،اشغال او دهغې نه راپورته شوې مصیبت او تراژیدي په مقابل کې هغه اشخاص ،سازمانونه او تحریکونه چې دافغاني ټولنې سرلوړي ،نیکمرغي اوثبات دخپل وولس په ازادۍ او خپلواکۍ کې وینی او دپردیو تسلط او واک یو نامشروع ،ظالمانه او وحشیانه عمل ګڼي دخپل وولس ترڅنګ مقاومت او مبارزې ته ولاړ دي او په دې لاره کې ئې خپل سرونه او مالونه نذرانه کړي دي.
له دې کبله په افغانستان کې اشخاص ،ډلې او سازمانونه یوازې اویوازې دتجاوزګرانو او اشغالګرانو سره دبرخورد او دریځ په اساس باید ارزیابي او وتلل شي.
نن ورځ هر څوک چې دوطن دازادۍ او خپلواکۍ دپاره مبارزه کوي او دتجاوزګرانو او اشغالګرانو حضور او موجودیت په افغانستان کې نه مني ،ټول دقدر وړدي .مهمه نه ده چې په کومه ژبه غږیږي ،کوم فکري او اډیولوژیکي مسیر تعقیبوي ،په کوم مذهب دی او دافغانستان په کوم لوري کې زیږیدلي دي.
هغه خلقي چې لاسونه ئې دملت په وینو سره نه دي او وولس ته ئې پنا ه راوړې ده او دافغاني ناموس او عزت دساتلو له پاره ئې دمقاومت په لیکو کې ځان منسجم کړی ،په هغه شیخ الحدیث ،پیر ،حضرت ،دالاهیاتو پروفیسور او دیني رهبر باندې چې دتجاوزګرانو اواشغالګرانو وحشت او جنایت ته شرعي پرتوګ وراغوندي اودامریکایانو په اشاره او دستور دافغان وولس دقتل عام فتوا صادروي شرف لري .
نورې داخبرې چې فلانئ خلقی دئ ،فلانئ پرچمی دئ ،فلانئ حزبي دئ ،فلانئ طالب دئ او...... ډیرې بې ارزښته،زړې، بې معنی او ددښمنانو دجنایت په ژرند ه داوبو ورسمول دي.نن یوازې یوه سره لیکه ده چې وطندوستان ،دیندوستان ،انسان دوستان ،ازادي دوستان او وولس دوستان د وطنفروشانو ،دینفروشانو ،انسان دښمنانو ،غلامانو او دوطن او وولس سره خائينان یودبل نه بیلوي .
له دې کبله لکه څرنګه چې وطن او وولس ته خائینې ډلې او اشخاص یوازې دخپلې جنايې سابقي له کبله او دخپل ټیټ ضمیر په امرسره دکاذب شهرت او مردار ثروت دلاسته راوستلو له پاره امریکایي جانیانو ته په یوه شپاله کې په چوپړ او مزدورئ کې لګیادی ،دمقاومت دجبهې غړيوته لازم اوضروری ده چې ټول سرسري ،سلیقوي او فکري توپیرونه دیوه لوئ او لوړهدف او ارمان دپوره کولو له پاره چې دتجاوز دفع کول او داشغال ختمول دي شاته واچوي او منحیث ددینې،ملي او افغاني فرض او مسؤلیت بایدځانونه بیدار او هوښیارکړي او دیوه واحد سنګرنه ددښمن په مقابل کې مبارزه وکړي او په خپل اتحاد او اتفاق سره د دښمنانودسیسې او توطئې چې دمقاومت په جبهه کې ددرز اچولو په منظورطرح کیږي خنثی اوبې تاثیره کړي.
اسلامي ،انساني او افغاني ارمانونه یوازې په یوه ازاد او خپلواک افغانستان کې پوره کیدائ شي او ازاد او خپلواک افغانستان یوازې دټولو په دین ،وطن او وولس مینو اشخاصو ،اقشارو او تحریکونو په صمیمانه او متحدانه مبارزه کې میسریږی.
چې یوشي ولسونه بدلیدائ شي نصیبونه
په توره دوحدت پردی لاسونه به ماتیږي
مننه
عنوان
tandar
22.11.2010
وروره اوس وخت نه لرم ، چه درسره بحث وکړم ،مګر دا لاندی ټکی دی چه لیکی لاسونه دی دمچی کولو دی٠
خدای دی په هر افغان کی دغسی روحیه پیدا کړی ولو که هندوان هم وی، زمونږ وروڼه دی او افغان دی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
نن ورځ هر څوک چې دوطن دازادۍ او خپلواکۍ دپاره مبارزه کوي او دتجاوزګرانو او اشغالګرانو حضور او موجودیت په افغانستان کې نه مني ،ټول دقدر وړدي .مهمه نه ده چې په کومه ژبه غږیږي ،کوم فکري او اډیولوژیکي مسیر تعقیبوي ،په کوم مذهب دی او دافغانستان په کوم لوري کې زیږیدلي دي.
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ډیر عالی تر مذهب دی جارشم،خپل قلمی جهاد پری نږدی دافتخار وړ ې٠
دیرغلګرو په سر تندر٠
عادل عادل
22.11.2010
سلامونه
ښاغلئ هیښ صیب خدای پاک مو په ګوتو برکت کړه چې د ټولو لپاره مو کافي وضاحت لیکلئ دی.
د شمشیرزن او هغه بل ډول د تفکیک په اړه یوه خاطره رایاده شوه چې ستاسو سره یې شریکوم:
یوه ورځ مې د لوړو زده کړو خاوند یوه متقاعد سپین ږیري نه وپوښتل چې د اکثریت عوامو په تیره بیا روڼ اندو او په کابل ښار کې د حالاتو نه واقفو خلکو په خولو کې دا یوه خبره ډیره کارته پورته کیژي چې وایی د مقاومت په لیکو کې اکثریت اوباشه، قمارباز، پدرآزاره، مادرازاره او بد اخلاقه ځوانان راټول شوې دي، آیا دا رښتیا دي؟؟
تندر صیب ته ورته د احساس نه ډک سپین ږیري یو ځل بیا رانه تاکید واخیست چې دا څوک او کوم ډول خلک وایي، نو ما د تکرار نه علاوه په ناست مجلس کې د ډیرو محترمو دوستانو او میلمنو مثالونه هم ورکړل.
سپین ږیري په خورا غوسې سره وویل چې مور یې غیم چې داسې وایي او زیاته یې کړه چې همغه که فرض یې کړو قماربازان او فاسقان هم وي تر مونږ او تاسو زر ځله شرف لري، په دې سره د دیوالونو غږ پورته کیده خو د خدای د هیڅ بنده اواز ونه خوت.
په رښتیا چې لوړ او اساسي هدف تر لاسه کول لوړه حوصله او پراخه زغم او ظرفیت غواړي.
عنوان
tandar
22.11.2010
وروڼو نن ې په خوګیاڼیو او چپرهار کی دخلکو په کورنو حملی او چپاونه غورځولی دی په هلمند ،قندهار او پکتیا کی او نورو ولایتو هره ورځ دغه حال روان دی ،او ښځی دزړو ټکریو سره له ډاره په دیوالو پوری د ریږدیدلو په حال کی ځان نخلوی ،له زړه نه می ورته وینی تویږی ،که څوک راته سپک خیال هم کوی ،خپله خبره کومه ،چه اوبامانه نیولی تر ټولو غربیانو او دناټو تر قوماندانه پوری،چه وینی وچښم نو تنده به می لا نوره هم ورته زیاته شی٠
په خپل کور کی می وژنی ،مونږ خو په نیویارک ددوی په ښځو نه یو سپاره شوی ،جنایتکارو ولی ؟
وروڼو بس دی ولاکه نوره حوصیله وی،بس افغانه نن دغیرت ورځ ده٠
دیرغلګرو په سر تندر٠
22.11.2010
هيښ صيب سم وايي چې د اشغالګرۍ او ملي مقاومت تر منځ [quote:f152985ea6]دلته ددریمې موضع ګیرئ ځائ نشته . [/quote:f152985ea6]، خو د مقاومت په لارو چارو ، توګه او طريقو کې دريمه لار شته او هغه د عدم تشدد مبارزه يا عقلاني سوله ييز سياسي
مقاومت دی چې اغيزمنتيا يې سوچه سياسي ده اوپه تجربه سره تر وسله والې هغې ددې مبارزې اغيز خورا زيات او تلفات يې ډير کم دي !
خو داچې سوله ييزه، عقلي او سياسي مبارزه ده ددې دريواړو سره د پښتنو د وروسته پاتې حالت او طبيعت ورانه ده !
وايي چې کله سوله عقل او سياست وېشل کيدل پښتون د ازل په هغه ورځ غير حاضر و ، ځکه خو په سرو وينو او د اور په سره کوره کې هم د زرو او فولادو پر ځای تل د اوسپنې غول په لاس ورځي !
عادل عادل
23.11.2010
سلامونه
دروند پتوال صیب
که تاسو د عدم تشدد پالیسئ ته د ملي مقاومت نوم یادوئ نو په یاد ولره چې د تشدد د مبارزې 9 کاله به دې په عدم تشدد کې په 90 کالو بدلیژي او نوي کاله خورا اوږد زماني واټن دی چې کیدای شي پرتوګ مو پکې ووزي او پر ځای یې خدای خبر څوک د هندوانو لنګونه هم راباندې ولوروي.
د افغانانو له هغه وخته خواري په نصیب شوې چې افغاني ابتکار ته یې شا کړې او د پردیو نهضتونو او مبارزو تقلید ته یې لاس اچولئ دی.
د عدم تشدد او معاصر اخوانیت پالیسئ یوازې د پخوانیو ضعیف النفسه هندوانو او د مصري فراعنه وو په لنګر کې د منجور محکوم ولس د حال سره ډډه لګوي او بس.
د اوس لپاره خو همدا ستاسو په قول افغاني اوسپنیز غول دي چې د یرغلګرو زغروالې شوبلې پرې تباه کیژي.
په هر حال که فکر کوی چې د عدم تشدد پالیسي هم نتیجه ورکوي نو چا مو مخه نیولې ده، ایا هغه خو به د عدم تشدد د مبارزې لارویان نه وي چې د یرغلګرو په اخور ولاړ او د خپلو جیبونو او خیټو په ډکولو بوخت دي؟
عنوان
tandar
23.11.2010
پتوال صاحب سلامونه٠
ا،ډیری ښکلی خبری مو لیکلی دی ،مګر ددی لاندی نظر علت هم ولیکی چه ولی؟
څه عاملونه موجود وه چه زمونږ ملت له دغسی انسانی مزایاو څخه محروم شوی او یا ې پاتی کړیدی؟
٢،مګر په استلاحی متلونو باندی زړه ته تسلی باید ورنکړو،خدای پاک خپل بندګان یو شان پیداکړی دی، هغه استعداد او د تعقل ظرفیت چه افغان ې لری ،که له جهانیانو زیات نه وی کم نه دی٠
دغه ټول عامل اوعوامل لری ،داباید یو یو ملت ته روښانه شی٠
٣،زماسوال دادی،چه نن ظاهرشاه ته دبابای وطن لقب ورکول کیږی،دده په ٤٥ کلنه واکداری کی جهانیانو په سپوږمی کی چکری وهلی او فلم برداری کولی ،مګر زمونږ دمملکت په پایتخت کی او دارګ په خوله کی به خلکو دکنارابونو کثافات په کراچیو کی انتقالول چه له بدبوې څخه به ټول ښار الوده و،دیوه کانالیزاسون پلان سرشته چا تر ننه پوری ونه نیوله، ولی؟ نور کارونه خو پریږده٠
دا یو کوچنی مثال و٠
دی خاوری او ملت ته ،هغه وخت کی چه ارامی وه ،چا څه کړیدی؟
په غریبو ظلم شویدی،واکدارانو خپل جبونه ډکول،او دمحدودو خلکو دعیاشی دوران و ٠ نور ملت په بدبختی ډوب پاتی ،اخر جنګونو نور هم پسی و ځپل٠
مونږ هر څه لرو فقط او فقط یو شی نه لرو چه یو باوجدانه په وطن او ملت مین سرپرست ٠ هغه هم شته خو چه خلک ې وپیژنی او په راټول شی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
خو داچې سوله ييزه، عقلي او سياسي مبارزه ده ددې دريواړو سره د پښتنو د وروسته پاتې حالت او طبيعت ورانه ده !
وايي چې کله سوله عقل او سياست وېشل کيدل پښتون د ازل په هغه ورځ غير حاضر و ، ځکه خو په سرو وينو او د اور په سره کوره کې هم د زرو او فولادو پر ځای تل د اوسپنې غول په لاس ورځي !
_________________
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
مننه٠