د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

لوی اختر مو مبارک !

ډاکتر وطنمل
16.11.2010

[color=blue:518dc0063e].......................................................... بسم الله الرحمن الرحيم.................................................[/color:518dc0063e]

[color=green:518dc0063e]
ټول افغان ټولو درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
د لوی او بختور اختر په مناسبت فرد فرد افغان ته چې په کور وي که په سفر د زړه لکومي [/color:518dc0063e]
[color=red:518dc0063e]مبارکي وايم او د لوی خدای (ج) له درباره څخه ورته د تير شوي کال د ادا کړو لمونځونو
او عباداتو دوه چنده اجر او ثٍوابونه غواړم ! همدا رنګه او د ځان په شمول ټولو مؤمنانو ته په[/color:518dc0063e]
مبارکۍ سر بېره د مغفرت دعاوي کوم او په جنګ ځپلي هيواد کې آزادي ، خپلواکي، سوله ، پرمختګ او
نېکمرغي ټولو هيوادوالو ته د لوی خدای څخه غواړم ! الله تعالی دې تل پايښته سوله په افغانانو  ولوروي ٠


هیښ
16.11.2010

سلامونه

د لوئ نیکمرغه اختر راتګ دافغانستان مسلمان ،باشهامته او مجاهد پروره وولس ته ،دمقاومت دجبهې ټولو سلحه شورو مبارزینو ته ،دمقاومت دجبهې باایمانه ،زړورو او مدبره مشرانو ته ،دټول افغان درنو لیکونکو ،لوستونکواو چلوونکوته او دنړۍ ټولو مسلمانانوته مبارکي وایم .
الله تعالی (ج) د ې دافغان وولس روانه غمیزه په خپل کرم سره ختمه کړي او داد مصیبت او عذاب نه ډکې ورځې ئې دخوشحاله او نیکمرغه ژوند په لوري هدایت کړي .

امین یا رب العالمین

مننه


عنوان

tandar
16.11.2010

وطنمل صاحب زه بیا تاسو او فرد فرد افغان ته خصوصا هغه چه د دوطن دازادی په لاره کی قدم اخلی له زړه نه مبارکی وایم٠
او که تاسو خپل لیک ته دتور ،سور او شین رنګ ورکړی وی نو دافغان له افتخاره ډک بیرغ به تری جوړ شوی و،او البته زما په نظر ډیر خوند به ې کړی وی٠
مګر ستاسو نظر او ذوق هم محترم دی٠
مننه٠


حذيفه
16.11.2010

زه هم پرخپل وارټولودبحث ګډونوالوته سلامونه اواحترامات وړاندي کوم !
الله جل جلاله دي وکړي چي عيدالاضحی (لوي اختر)موپه خيروي .ټولومسلمانانوپه تېره بياافغان مسلمان ته که په هرځای کي وي داخترمبارکي وايم .خصوصاهغه کسان چي ياددي ظالمانوپه زندانونوکي پراته دي اوياددي يرغلګروپرخلاف په مقاومت بوخت دي ورته ځانګړي احترامات تقديموم .
الله دي وټولومسلمانوناروغانوته روغتياورکړي،ټول بنديان دي له بندونوخلاص کړي،ټول اسلامي ملکونه دي ددي صليبي کافرانوله منګلوازادکړي اوټوله اسلامي امت دي سره يوموټی اومتحدکړي .


اختر مو مبارک او بختور شه

پښتون.
16.11.2010

السلام علیکم .
اختر مو مبارک او بختور شه
تاسو ټولو درنو ورونو او خویندو ته د اختر ورځی د مینی او خلوص ،اوخوشحالی نه ‌ډکی غواړم.الله ج دی دا اختر زمونږ د هیواد اوخلکو لپاره د سولی او نیکمرغۍ اختر وګرځوی.
هره ورځ مو اختر شه او اختر مو بختور شه.

زما په سترګو کې ليمه پښتنو
په ټول جهان خواره واره پښتنو
زه د اختر مبار کې وايمه
د ننګ ډګر کې ازموده پښتنو


عنوان

tandar
17.11.2010

وطنمل صاحب ډیره مننه ٠
وروره تاسو به هم یوه ټوکه په ټول افغان کی حتمی لوستلی وی چه ویلی وه،، اوس دی برابر کړو جانانه،،٠
تاسو هم دخپل لیک رنګونه زما له نظره اوس برابر کړه ٠
اوس غوړی لا غوړی شول،داختر دمبارکی پیغام په ملی بیرغ کی٠
وطن کی به خلکویو متل ویلو چه کله کله سړی دکشرانو هم منی٠
زما په نظر که څوک وغواړی ستاسو پیغام اوس په دی ښکلا سره دیادګار په ډول چاپ او په چوکاټ کی کیږدی او دکور په سالون کی زوړند کړی،هم ارزش لری٠
مګر په اولنی لیکنه کی مو ژیر رنګ نه هم استفاده کړی وه چه ماته ې دجلال اباد هندوان سترګو ته مخکی مخکی کول،ځکه هندوان هم زیاتره ژیړی لونګی په سر تړی ٠
مګر اوس ډیر عالی او ښکلی ښکاری،شاید زما نظر بدون له ټوکی نور وروڼه هم تائید کړی٠
داختر خوشحاله ورځی ټولو ته غواړم٠
مننه


عادل عادل
21.11.2010

سلامونه

دروند ورور ډاکټر صیب وطنمل، د ټول افغان د بحثونو او پاڼې درنو لوستونکو او مینه والو، ټولو افغانانو او عامو مسلمانانو ته د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وایم.

الله پاک دې د نوموړي اختر په برکت سره زمونږ له غمځپلي هیواد څخه ټولې ناولې پټې او بربنډې څیرې او څیرې پیرې دیموکراسي د ابد لپاره ورکه کړي آمین.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[size=9:6cc4a0a481]یاددښت:
تندر صیب ته بایده چې په افتخاري ډول نیم درځن ستوري ورکړل شي تر څو د عدم لزوم پر وخت په خپلو ګټورو لیکنو کې یوه ماشه کمئ راولي :wink: [/size:6cc4a0a481]


عنوان

tandar
21.11.2010

عادل صاحب تیر شوی اختر دی مبارک شه٠
ددی لپاره چه زه دمشرانو او دهغه چا که کشر هم وی مګر رتبه ې ،،یعنی یو ستوری ې له ما هم زیات وی،،لوړه وی ، احترام لرمه اولرو می٠
او بله دا خبره ده ،که دتاسو دبعضو لیکوالو لیکنی وګوری ،ټولی خبری ې دښکنځلو او دداسی کلماتو څخه ترتیب شوی دی چه یوه ټوټه عصبی احساساتو نه په کی کار اخلی،له دی څخه چه سړی دټوکو مخ ته لاړ شی ،ښه به وی او زه خپله دا کار کوم٠ چه غوږونه می ارام وی،نومو نو او مثالو ته ې ضرورت نشته٠
زه د ټولو لیکنی هره ورځ ګورم او لولمه ې،په سیاسی ،اجتماعی، کلتوری او مذهبی موضوعاتو کی چه څوک لیکنه کوی ،په څنګ کی چه ورسره په ډیره خوږه ژبه قانع کننده او دمنلو وړ دلیلونه او مثالونه او ثبوتونه هم باید راوړی٠
دبعضو لیکنی چه له یوی خوا ې دمارشالی ستوری هم په اوږه ځلیږی ،مګر دافهام او تفهیم نه په صفر کی ضرب دی،په داسی لیکونو سره خپل او دنور و وخت ضایع کول راته ښکاری،نوددغسو خلکو لپاره دټوکو حجره ې مناسب ځای دی٠
مننه


عادل عادل
21.11.2010

سلامونه

محترم تندر صیب ستاسو اختر دې هم مبارک وي، الله پاک دې د صحت سره اوږد عمر درکړي، الله مو د وطن د ازادئ ارمان په ژوند پوره کړه . آمین

خو خدای ته وګوره چې زما په وړه یادونه خفه یا په غوصه نشې، تاسو ماته ډیر ګران یاست، ستاسو ملی افغاني احساس د ډیر قدر وړ دی ...... عیان ته د بیان ضرورت نشته.

ټوکې مو ټولې لولم ...... هغه نښه که رښتیا وي ....د آشپز د موبایل ټوکه :lol:


عنوان

tandar
21.11.2010

وروره عادل عادل صاحب زما افتخار ې ،عمومی منطقی انتقادته غاړه ږدم په خپلو وروڼو ویاړم که تاسی نه وی زه هم نه یم،او ټوکی به هم سره کوو،کله کله دبعضو تبصیری می دا زړه را وپړسوی ،چه هر څه دلمر غوندی روښانه دی،اشغالګر ،وطنفروشان،قاتلان ،غله ،رشوت خواره ،دوطن اثار چه دنړی په بازارو کی خرڅ کړه،دوطن تجزیه غوښتونکی ،دنفاق اچولو خلک او داسی نور، بیا پر څه باندی تبصیره کوی،دحل لاره دیوالی او وروری لاری ولټوی،مګر نه ،دبعضو پوچ الفاظ لکه ،داخر دی ،ته دماشوم غوندی خبری کوی، داسی کلمات دیو نفر سره چه دیوه ملت په سرنوشت لیکنی کوی راته ښی نه ښکاری٠
بس خپلو وروڼو عبدالسلام او پوښتون سره دټوکو په ځای کی خپل زړه خواله کوو٠
دواکدارنو دی کور اباد وی په اختر کی مونږ ته اختری ،،عیدی،، هم راکړه ،یعنی شنه پټه مو په سره بدله شوله،یو ستوری زیات شو،چه مونږ ې خوشحاله کړو دوی دی خدای خوشحاله کړی٠
خدای دی تل راته ژوندی اوپه عذت لره چه داځپلی ملت هم درته ضرورت لری
تربیا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more