د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په یوه بی سرپرسته ملت کی هر چاچه هرڅه وغوښتل هغه کولای شی٠

tandar
16.11.2010

په یوه بی سرپرسته ملت کی هر چاچه هرڅه وغوښتل هغه کولای شی٠
دغه کار ډیرښه شوی دی ،پوښتنانه دی تری عبرت واخلی٠
هر سړی دی نر شی خپل قوم او خپلی ژبی ته دی خدمت وکړی٠
که پوښتانه یو نه شی ،نو ددی انتظار دی وباسی چه دکوردانو غوندی بی وطنه بی بیرغه بی هویته او بی ژبی پرنورو ګاونډیو هیوادنو تقسیم نه شی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
ليک : حکمت سروش
٢٥ / ٨ / ١٣٨٩ | 2010-11-16 د المپيک کمېټه: نه يو خبر چې فارسي سندره ولې خپره شوه

--------------------------------------------------------------------------------

د افغانستان د المپيک کمېټې بي بي سي ته ويلي چې دوى نه دي خبر چې په آسيايي لوبو کې د افغانستان د ملي سرود پر ځاى ولې د وطن عشق تو افتخار سندره خپره شوه.
د آسيايي هيوادونو په لوبو کې چې د روانې نومبر مياشتې پر ١٢ - مه د چين په ګوانژو ښار کې پيل شوې، د افغان لوبغاړو د تېرېدو پر مهال د افغانستان د ملي سرود پر ځاى پورتنۍ فارسي سندره ږغول شوې وه.
د ملي سرود د ږغېدو پر ځاى د سندري د خپرېدو خبر لومړى له لراوبر ويبپاڼې څخه خپور شو، چې اوس يې د المپيک کمېټې هم په باب څېړنه پيل کړې ده.
د المپيک کمېټې يوه مسئول مصطفى وردګ بي بي سي ته ويلي چې له دوى څخه بخښنه غوښتل شوې ده، او د پېښې د علت په هکله څېړنې روانې دي. 


عنوان

tandar
16.11.2010

دفارسی زبان نه ګیله په کار نه ده ،ځکه چه ایرانی نسل دی ،مګر دری زبان چه دبدخشان ددرود نسل ژبه ده او په افغانستان کی ١٠ فیصده نفوس لری ، هم افغان دی مګر نن ددری یوه سندره په چین کی دافغانستان دملی سرود پر ځای ویل کیږی، نور نو پوښتنوته فکر نه کوم چه په غیر له بیننګی نه، بی غیرتی، او بی هویتی نه نور څه پاتی وی٠
زه یواځی ټوکی نه لیکم ،زه دوطن له غمه له هر چا ډیر زوریږم ،نن دتا سونظر ماته ډیر مهم و؟ ایا تاسی اختر لری ؟ نه٠ یو واقعی او په ازادی مین افغان نن اختر لری ، نه ٠نن دفارسی سندره دملی سرود پر ځای ویل کیږی،ولی ؟
اما دټول افغان لیکونکی چه په خپلو لیکونو کی سورتونه ،ایاتونه او ځان ډیر دعلم ،اسلام اوپه سیاست کی پوه، او په ازادی مین معرفی کوی ،مګر نن داختر په خوشحالی کی ډوب دی ،او زما په موضوع ،،فارسی خواندن ،، سرودملی په چین کی ،،،هیڅ خیال رانه را وړی٠
پس لیکوالخانه ته دوخت لیکوال ې ،خفه کیږه مه ،زمونږ اختر به کله وی ؟
چه یو ازاد افغانستان وی او خپل ملی سرود په پوښتو باند ی ولرو٠ او استقلال ولرو ٠اوبس٠
خدای دی هر افغان ته په وینه کی دوطن دازادی احساس پیدا کړی ،نه په خوله باندی ٠
زه ټولو لیکوالو ته خبر ورکوم ،چه دوطن دازادی لپاره که مو واده وی او که داختر ورځی وی ،په خپله خو اختر نه لری ، باید دقلمی جهاد دپاره وخت پیدا او ولری او که زما دنظر مخالف ې پس ته یو ظاهری افغان ې ،نو لتا نه ګیله په کار نه ده ٠
واقعیت او حقیقت تل ترخ وی٠
مننه


سهار مو پخیر

پښتون.
18.11.2010

تندر صیب سلامونه ومنه.یو متل دی:که د خوړ کاڼۍ وراسته وی،،ګیدړانو به یو هم پریښودی نوی.
دا خو څرګنده حقیقت دی چی د افغانستان د ملی سرود په ځای د فارسی سندری اورول د دوی په سلا شوی دی.د افغانستان د المپیک ملی ریاست د شمالی ټولوالی په ولکه کی دی او همداسی په چین کی د افغانستان سفیر هم د هر چا ډول ته ناڅی.او پدی عمل باندی د افغانستان دولت ټولی نړی ته وشرمیده.او پدی سره د شمالی ټولوالی د امتعصبیین او جنایتکاران د یو ستری رسوایی سره ټولو افغانانو ته مختورن شول.دی په خپل هیواد کی دهغه اساسی قانون چی باید یی منلی وی،لاندی یی دنده سر ته رسوی د هغی په ملی سرود باندی شرمیږی او ځانونه ورته ټیټ ښکاری.د دی متهمین باید زر تر زره محاکمی ته راکش کړی شی .
پدی کړنو باندی دوی یواځی او يواځی خپل تعصب ،او ملی خیانت ښکاره کوی او ځانونه یی ټول ملت ته په ډیره بی شرمی رسوا او مختورن کړل،او داسی ګیدړان مونږه نشی خوړلی. زمونږه پښتو او پښتنوورورولی نشی کمزورولی او نه یی مونږ څخه اخیستلی شی .انشاالله د دی هیواد اکثریت به تر تل تله پښتانه وی او ژبه به هم زمونږه پښتو وی.
لا تر اوسه یی ماغزه په کرار ندی
چاچی ما سره وهلی سر په سنګ دی
مننه
تربیا


عنوان

tandar
18.11.2010

دشمشادtv نن خبروکی وویل چه دولت اوولسی جرګی د،وطن عشق تو ،، موضوع تر برسی لاندی نیولی او دچین سفیر باید له ووظیفی لړه شی٠
نو زه وایم چه دی به هم له طایب سره نور خپلی بوتلی خلاصی وی ،دی به باید دملی خیانت په تور دحبس جزا ووینی٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more