د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زه ټول افغان ته که په وطن دی او که مسافر دی ،خویندو،وروڼو،مشرانو ،همزولو،اوکشرانو ته د زړه له کومی دلو اختر مب

tandar
15.11.2010

زه ټول افغان ته که په وطن دی او که مسافر دی ،خویندو،وروڼو،مشرانو ،همزولو،اوکشرانو ته د زړه له کومی دلوی اختر مبارکی وایم٠
اودلته وروڼو هر یو پتوال صاحب، او دټوکو انډیوالان ،،،ښاغلی عبدالسلام ، ښاغلی پوښتون،،، اوحامد صاحب ،پتنګ لالااو هر یو،یعنی ټولوعذتمندو لیکوال صاحبانو ته دلوی اختر مبارکی وایم٠
خدای دی وکړی چه ډیر ژر دغه دخوښی اخترونه په وروری او خوښی سره دیوه افغان په نوم په یوه ازاد وطن افغانستان کی دصلحی او ارامی په فضا کی په ګډه ولمانځو،انشاالله٠
دیر غلګرو په سر تندر


عبد السلام
16.11.2010

تندره وروره! اختر دې تاسو او ټولودرنو ورنو او خویندو ته هم مبارک وي ، او لوی خدای دې تاسې، اوټول دوستا ن درسره، په خپلو چارو کې بریالي ،سرلوړې اوباعزته لري، اومونږ ټولو ته دې دسمې لارې هدایت را په برخه کړي.

نه پوهیږم دا زمونږ ګران پتنګ چیرته دی؟ که حج ته تللی وي ،خدای دې حج ، عمرې ، لمونځونه ، او دعاوي ورقبولې کړي ، او روغ رمټ دې خپل کور ته راستون کړي .
او که خدای مکړه مالدیف ته تللی وي ، نو : بنده بیګار و خدا ناراض !


د ټول افغان د بڼ ګلانو اختر مو مبارک شه !‌


ع کريم حليمي
16.11.2010

ګرانو، محترمو دوستانو لمړی زما د زړه له کومې سلامونه احترامات ومني!

ټول لیکونکو ، لوستونکو او کتونکو ته د لوی اختر مبــــــــــــارکي وایم ، او خدای دي تاسو د حاجیانو او سپيڅلو غازیانو په جمله کښي حساب کړي ، او ستاسو په واسطه
ستاسو د پتمني کورنۍ ټولو اعضاوو او غړیو ته د لوی اختر مبارکۍ وړاندي کوم

درنښت او مینه


هره ورځ مو اختر شه او اختر مو بختور شه

پښتون.
16.11.2010

السلام علیکم .
اختر مو مبارک او بختور شه
تاسو ټولو درنو ورونو او خویندو ته د اختر ورځی د مینی او خلوص ،اوخوشحالی نه ‌ډکی غواړم.الله ج دی دا اختر زمونږ د هیواد اوخلکو لپاره د سولی او نیکمرغۍ اختر وګرځوی.
هره ورځ مو اختر شه او اختر مو بختور شه.

زما په سترګو کې ليمه پښتنو
په ټول جهان خواره واره پښتنو
زه د اختر مبار کې وايمه
د ننګ ډګر کې ازموده پښتنو


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
16.11.2010

اختر د اسلامی وحدت او یووالی ورځ ده ،اختر هغه ورځ ده چی ټوله اسلامی نړی پدی ورځ د یووالۍ احساس کوی سره لدی چی په مختلفو ژبوخبری کوی اود مختلفو هیوادونو وی.اختر هرهغه ځای ته د خوښی او سوکالۍ پیغام وړی چیرته چی د الله(ج)نوم یادیږی.
يوځل بیا تاسو معززو وطنوالو او ستاسو درنو کورنیو ته د خیر، فلاح ، ښی روغتیا او عافیت دعاء کوو. اود نـیکمرغه لوي اختر سپـیڅلې ورځې دې تاسو، ستاسو قدرمنو کورنيو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکې وي.
لوی اختر مو مبارک ، هـره ورځ مـو اختر اوشپه مو برات شه


حذيفه
16.11.2010

السلام عليکم !
پښتونه وروره !نوم دي نهايي ډېرخوندراکوي .داختردي مبارک سه الله دي له نورومسلمانوسره ترته په خيرکړي .
په درنښت حذيفه .


عنوان

tandar
17.11.2010

عبدالسلامه وروره داختر خوشحاله ورځی در ته غواړم٠
اشنا به دی په خیر راشی،مخکی له سفره ې ماته tel کړی و٠
زه پری خبر یم چیرته لاړ دی
.....................ددنیاګی عالم پری کله خبرومه
تر جمعی ماښام پوری،زه دی اوینټ کی حتمی لټومه ،انشاالله٠
ستالیدل اواحترام ځانته فرض کڼم٠
تربیا٠


وصيل پېروز
17.11.2010

سلامونه
زه هم په خپل وارټولومسلمانانوته اوپه ځانګړي ډول زورېدلوافغانانوته داخبرمبارکي وايم اوله لوی رب جل جلاله څخه غواړم چي دقربانۍ په دې اخترکي دمسلمانانوقربانۍ قبولي کړي اوپه اسلامي نړۍ کي يوواحد، پراسلامي بنسټونو ولاړحکومت رامنځ ته کړي چي دټولوزورېدلووروڼودسرسيوری شي .
بياهم تاسوته مبارکي وایم اويوښه اوله غمونوخلاص اختردرته غواړم .


عادل عادل
20.11.2010

سلامونه

د ټولو دې لوی اختر مبارک شي، الله پاک دې د مظلوم افغان ولس او یو نیم حاجي د دعاوو په برکت سره زمونږ د وطن ناروا اشغال او کورنیو ناخوالو ته د پای ټکئ کښیږدي او افغانان دې د تلپاتې خپلواکئ او د اسلامي نظام په رڼا کې د سوکاله ژوند څښتنان وګرځوي. آمین آمین ثم آمین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more