اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
پینځه بناء او نور ټول ګناه
پښتون.
15.11.2010
السلام علیکم.
پینځه بناء او نور ټول ګناه
کلیمه : ډیر داسې مسلمانان به مو لیدلی وي چې اقلا دورځې پینځه ځله کلیمه به وایې خویوساعت هم ددرواغ ویلونه پرته نشي تیرولای .
لمونځ ، به یووخت هم ترې نه قضاء کیږي خو دیومسلمان جایز اوقانوني کار درشوت په خاطر دڅو ورځو دپاره به وځنډوي اوقضاء کوي يې .
روژه ، هیڅ کله به یې یوه روژه هم ونه خوري خو غیبت (چې د خپل مسلمان ورور دبدن دغوښې خوړل دی ) هره ورځ به کوي .
ذکات، چې دغریب او مسکین خلکو حق دی هیڅ وخت به ترې نه وي پاتې شوی یعنې ورکړی به وي خوداینجوګانو اونورو خیریه موسسو بین المللي سازمانونو خیراتي پیسې چې دبیت المال اودغریب مظلوم ملت امانت اوحق دی هیڅ وخت به ورنکړي اوخپل ځان به پرې میلونر کړي ..
فرضي حج نه بغیر عمرې ته به هم هره ورځ روان وي خو د ښوونځی، جومات ،پل او نورعامه منافعو دپاره راغلې پیسو نه ځان ته بلډنګونه جوړوي او په ګناه به یې هیڅ نه حسابوي .
ددې نه علاوه :
شراب به هیڅ وخت نه څکې خو دخلکو دوینو خم به په سر اړوي .
دخنځیر غوښه به نه خوري خو دانسان دغوښې خوړلو نه به هیڅ وخت پرهیز ونه کړي .
دهندوانواو نورواهل کتاب دلاس ذبع حرام بولي خو رشوت او غدر دمور دشیدې په شان حلال ګڼي .
قمار نه کوي خو دولتي ځمکې داسې غضبوي لکه چې لاټرې ورته وتلی وي
دچا حق نه خوري خو دخلکو په کورونه داسې قبضه وکړي لکه چې دپلار او نیکه نه ورته میراث پاتې وي
افسوس خو پدې راځي چې دغه خلک بیا ځان ته مسلمان هم وایې
د شکرالله طاهري لیکنه ده .
عنوان
tandar
15.11.2010
پوښتونه وروره ددی سړی خبری داسی دی لکه سړی چه په زخمو نو مالګه واچوی٠
دغه چور او چپاول خپله په اسلام کی نشته او هر څوک چه خلاف داسلام کارونه کوی هیڅ وخت کی یو واقعی مسلمان کیدلای نه شی، مګرافغان به وی٠
دخیانت او جنایت مرض زمونږ په ملت کی ډیر له پخوا نه و، تازه نه دی پیدا شوی ،که پخوانیو واکدارانو دملت دپاره خدمت کړی وی او ددغسو بدبختیومخه ې نیولی وی، نو ملت ته به ې نن ددغسو مکروبونو نه نجات ورکړی وی،افغان په ٢١ قرن کی له پس پاتو قومونو دجها ن څخه حسابیږی، ولی؟
دوعاوکړه خدای دی داسی سړی ته قدرت ورکړی چه دترکیه داتاتورک فیصلی پری تطبیقی کړی ،مونږ خو بحر نه لرو مګر ډر لوړ لوړ کمرونه لرو ،لکه ماهیپر٠
داچه هر چا د ملت حق خوړلی وی او دملت وینه ې تویه کړی وی،پس له ثبوته دماهیپر له سره لاندی ګړند ته وررخصت کړی او دشهیدانو کونډی او اولادونه ورته ګوری، دا به دنورو لپاره یو عبرت وګرځی او هیڅوک به بیا دغسی جنایاتو ته زړه ښه نکړی ٠
بله لاره دحل نشته ،فقط او فقط یو واقعی وطنپرست افغان ته ضرورت دی ،چه ځپلی ملت ورپسی ودریږی او دی په خاوره کی اسلامی ،ملی او بشری قانون تطبیق کړی ،اوبس٠ ددی لپاره ملی یوالی او پاڅون په کار دی٠
سلامونه ،ښه چاری
پښتون.
15.11.2010
تندرصیب ،الله تعالی دی ستاسی او د ټولو افغانانو دعا قبوله کړی.چی هیواد مو له دغه بدبختی ووځی.
نن ورځ چی زمونږه د هیواد او خلکو کوم حال دی دا ټول ددی ناروا کړنو نتیجه ده.دا خو څه کوی چی داسی خلک بیا دی خپلو اعمالو ته د روا نوم ورکوی او حتی پدی پیسو او جایدادونو او هغه نور ناروا کړنی یی چی د خپل افغان په وړاندی کړی دی بیا پدی چور شوو دارایی ګانو باندی خپل فرضی عبادتونه کوی او صدقی ورکوی او خج ته پری ځی. یو څوک چی پوهیږی چی زما دا مال حرام دی اوبیا دا کارونه کوی نوحج او صدقی خو یی قبلوی ندی خو د هغی په کافر کیدو کی هم شک نشته.
او همداسی دا نور کړه وړه چی په کولو یی رشوتخور ،د خلکو دکنډو یتمانود حق غصب کونکی ،او د افغان ولس قاتلین د یو څو ورځو د خوند لپاره ځان د دوزخ اور ته اچوی.
الله تعالی دی د افغانستان مظلوم اولس باندی ورحمیږی .او ټول افغانان ددی ناوړه کړنو څخه وژغوری.
15.11.2010
نو د شريعت پوهه اوديني تقوا يې د حل لار ده :
له امر بالمعروف او نهې عن المنکر سر بيره دې د اخلاقي او اداري فساد کنترول، څارنه ، تفتيش ،
تحقيق او مجازات دې ټول د عدليې د وزارت پورې او د عدليې وزارت دې په طالبانو پورې وتړل شي ، د ملي سولې په ترڅ او يا
تر هغې پورې په فوق العاده ډول ملاضعيف، مولوي متوکل ، مجاهد صيب او نورو هغه طالبانو ته دې وسپاري چې اساسي
قانون يې هم منلی دی ، خو د بشپړواک او صلايت سره ، چې له شرعي امره يې ولسمشر کرزی هم سرغړونه ونشي کړای !
حذيفه
16.11.2010
محترم پتوال،تندراوپښتون صاحب!سلامونه مي ومنئ.
تندرصاحب !په نشنلستوب کي مه ورکيږه داسي وايه چي يوپراسلام مين کس دي الله تعالی پرافغانستان واکمن کړي چي دټول ولس هيلې ترسره کړي .
پتوال صاحب!لومړۍ جملې دي ښې دي خوپه وروسته کي دي خوندندی پکړي هغه ځکه چي دافغانستان اوسنی اساسي قانون خوداسي مادې هم لري چي له اسلامي اساساتوسره په څرګنده تضادلري نودداسي قانون منونکي به څرنګه دامربالمعروف اونهي عن المنکردنده پرمخ بوزي؟