اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د (محمد) لفظ په تورات او انجیل کې ذکر شوی!!
كريم كامران
15.11.2010
السلام علیکم
(الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ ).
http://www.quran-m.com/container.php?fun=artview&id=1008
په دې ویډیو کې لیدلی شئ چې د محمد صلی الله علیه وسلم نوم په تورت او انجیل کې ذکر شوی خو یهودیان او نصارا ورباندې سترګې پټوي.
دا یهود او نصارا څومره حقیقت پټوونکي دي؟!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
خو افسوس چې نن ورځ زمونږ ساده مسلمانان دهغوی هرې خبرې ته دحق او حقیقت په سترګه ګوري او په هیڅ خبره کې یې د دروغو ګنجایش نه ویني، افسوس!!!
هغه څوک چې د خپل دین او خپل مقدس کتاب سره دومره ستر خیانت کوي، او دروغ وايي، نو ایا مسلمانه! له تاسره به یې نه کوي؟؟؟
آیا ددوی دې ادعاوو ته چې د مسلمانانو هیوادونو ته د هغوی د حقوقو داعادې لپاره راغلي، مونږ ستاسو د هیواد د ابادولو لپاره دومره قربانۍ ورکوو،، مونږ................
دې ادعاوو ته به د حقیقت په سترګه کتل څومره صحیح عمل وي؟؟
آیا له تاسره به د دروغو او خیانت نه کار نه اخلي؟؟
هیله ده په ویډیو باندې د لیدو وروسته خپل نظر او تبصره خوندي کړئ.
حذيفه
15.11.2010
وعليکم السلام !
هو!داخبره خوترلمرروښانه ده چي يهوداونصارامتعصب دي هسي پرتسه ګېډه له مسلمانانوسره دښمني کوي .زموږمسلمانانونن داسلامي معلوماتودکموالي په وجه دهغوئ هرخبره مني .زموږعوام اونورغريبان په قرآن کريم اواحاديثونه پوهيږي ځکه نودي متعصب قوم ته په ښه سترګه ګوري .نه هغوئ زموږوطن راجوړه وي اونه يي له دي سره څه مينه سته چي افغانستان روغ دی که وران بس صرف دخپلوموخودسرته رسولولپاره راغلي دي .الله دي ټوله اسلامي نړۍ ددوئ له شره وساتي .!
محمد لفظ په تورات و انجیل کی
chaparharay
05.01.2011
السلام علیکم ورحمت الله
کامران صاحب ډیره ښه او ډیره ضروری موضوع ده خو دا لیکنی چی پکی شوی ناکافی ګڼم دا خو دومره غټه موضوع دی را پیل کړی یا در نه راپیل شوی چی باید ډیره وغځول شی دقیامت په نخښو کی دا هم راځی تاسی او حذیفه صاحب ته به ښه معلومه وی چی دروغجن به ریښتیاګوی او ریښتیا ګوی به دروغجن وګڼلی شي او امانت ګربه غله او غله به امانت ګر وګڼلی شي ایا همدا وخت ندی
او پاتی شوه د ابادۍ خبره نو دا یهود و صلیبیان او همدا اروپایان خو مخکی هم یو ځل ددی شعار سره راغلي وه چی مونږ استعمار یعنی ابادول کوو څه یی وکړل اوس چی خلک د استعمار د نوم سره بلد دی او ورته په ښه سترګه نه کوری اوپوهیږی چی دا استعمار نه استثمار دی نو اوس یی نوی نوم بیا ابادونه ؛بازسازی ؛rehabilitationپه نوم باندی هماغه استثمار دی چی کته یی بدله ده خو لکه چی هغه وار شرمیدلی تښتیدلی بیا به تښتی ضروربه تښتی خو ورونو دلته مو یوی مهمی خبری ته پام را اړوم تاسی له ما پوه یی خو د یاداښت په ډول یی درته کوم هغه دا چی پخوا دوی تښتیدلی او که اوس تښتی نو دا ټول دالله جل جلاله په زور باندی نه ځونږپه زور په مونږخو یوازی ازموینه کوی چی څوک مسلمان دی او څوک نه دی یا کمزوری دی ورونو د حنین په غزا کی به و که په کومه بله کی و چی مسلمانانو وویل مونږنن د کمښت له امله نه مغلوبیږو چی بیا هماغسی وشو نو دا به نه وایو چی مونږته نه شی ټینګیدای او مونږ داسی یو او داسی یوبلکه داسی باید وویل شی چی الله جل جلاله به یی مغلوب کړی او وبه یی شرموی لکه دی نه مخکی یی چی وشرمول او مغلوب وتښتیدل
اللهم تقبل دعاءنا واجب نداءنا وانصرنا علی اعداءنا واعداءک واخذلهم کما اخذلتهم من قبل آمین
Re: محمد لفظ په تورات و انجیل کی
monir
05.01.2011
سلامونه او ښې چارې÷
[quote:a97c470988="چپلیاری"]
او پاتی شوه د ابادۍ خبره نو دا یهود و صلیبیان او همدا اروپایان خو مخکی هم یو ځل ددی شعار سره راغلي وه چی مونږ استعمار یعنی ابادول کوو څه یی وکړل اوس چی خلک د استعمار د نوم سره بلد دی او ورته په ښه سترګه نه کوری اوپوهیږی چی دا استعمار نه استثمار دی نو اوس یی نوی نوم بیا ابادونه ؛بازسازی ؛rehabilitationپه نوم باندی هماغه استثمار دی[/quote:a97c470988]
ما خو تر اوسه نه وو اوریدلي چې امریکایان او ملګري یې د ۲۰۰۱ کال دسپتمبر ۱۱ د پېښې وروسته د افغانستان د بیا ودانولو لپاره زموږ هېواد ته راغلي دي! دوی هغه پېښه یې پر امریکا یرغل وګاڼه او اوسامه بن لادن یې چې هغه وخت د طالبانو تر حمایت لاندې په افغانسان کې وپه نوموړې پېښی تورن کړ. دا چې دا تور پر ځای دی که نه هغه بیا بله موضوع ده!
نو پدې توګه امریکا او ملګری یې د طالبانو امارت د نسکورولو او د اوسامه د سازمان القاعده د ځپلو لپاره پر افغانستان یرغل وکړ نه د بیا ودانولو لپاره!!! بیا ودانول ضمنی کارونه دي نه اصلی!
په درنښت
د محمد نوم په تورات او امجیل کی
chaparharay
06.01.2011
السلام علی من اتبع الهدي
منیر خانه تاسی لیکلی چی امریکایان د اسامه بن لادن نیولو ته او القاعده ځپلو او طالبانو نظام نسکورولو ته راغلی وو
نو دی کی خو شک نشته چی په همدی ناولی موښه راغلی وو اود خرزی او ور سره نور اسلام دښمنه او وطن پلورونک مله وو د خپلو ګټو په خاطر یی ډیر څه وکړل او کوی یی مونږکله وایو یا منو چی دوی ابادی کوی خو دوی دا ستاپه اند ضمنی کارونه بیا ابادونه په نوم کارونه شروع کړی ابادی یی څومره وکړه او بربادی داخوهرچا ولیده اوګوری یی خو ددی سره یی څومره څه غلا کړل څومره معا دن یی وسپړل او ویی تښتول د اتومی انرژی په نوم خو به دی موءسسه که لیدلی نه وی اوریدلی خو به دی وی ډاکټر نظیفی چپلیاری یی چی مشری لری په افغانستان کی اتوم چیرته دی خو یورانیوم د معدنونو نه را سپړی اوتښتوی یی نو دی ته کوم نوم ږدی او سترګی پری پټوی او نه یی منی نو دا خو بیا بله خبره ده
او که ددی اشغال په هکله مو خپل دریځ واضح کړی نو ښه به وی چی سره وپیژنو چی تاسی څوک یی هسی نه مونږ درسره خپل سر خوږ کړو او تاسی اخر کی بل شی وخیژای نو چی په وخت سره وپیژنو ښه به وی چی بیا هماغه ستاسی د حیثیت مطابق ځواب درکوو هدف می دادی که ښه سړی یی نو چی خفه دی نه کړو وای خلکو سره دهغوی د عقولو او حیثیت مطابق بحث کوی فقط
Re: د محمد نوم په تورات او امجیل کی
monir
06.01.2011
سلامونه اوښې چارې!
[quote:e23cb1f032="چپلیاری"]نو ښه به وی چی سره وپیژنو چی تاسی څوک یی هسی نه مونږ درسره خپل سر خوږ کړو او تاسی اخر کی بل شی وخیژای نو چی په وخت سره وپیژنو ښه به وی چی بیا هماغه ستاسی د حیثیت مطابق ځواب درکوو هدف می دادی که ښه سړی یی نو چی خفه دی نه کړو وای خلکو سره دهغوی د عقولو او حیثیت مطابق بحث کوی فقط[/quote:e23cb1f032]
کورمو ودان چپلیاری صاحب چې ځانم هسې چې یئ دبحث ګډونوالو ته ور معرفی کړ. ستاسو له غبرګون څخه داسې څرګندېږي چې تاسې پر موضوع نه بلکې پر اشخاصو بحث کوﺉ. پدې معنی چې تاسې هم له هماغه ډلې یاست کله چې څوک تاسو سره همغږﺉ نه وي د ټاپو کڅوړه خلاصوﺉ او د خپلې خوښې ټاپه پرې لګوﺉ ! د مقابل لوری تضعیفولو لپاره دا کار معمولاً هغه کسان کوی چې د استدلال توان ونلری.
پاتې شوه دمعادنو خبره! پدې هکله هم د ویلو ډېر شیان شته خو دلته یې مناسب ځای نه دی.
تاسو ته یو ځل بیا کور ودانی وایم او له تاسوسره زما بحث په همدې ځای پای ته ورسید.
په درنښت