نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دکرزی له خبری معلومیږی چه افغانانو سره یو شی اوملی پاڅون وکړی که اشغالګر له خاوری باسی؟
tandar
14.11.2010
دکرزی له خبرو معلومیږی چه افغانانو سره یو شی اوملی پاڅون وکړی که اشغالګر له خاوری باسی؟
دکرزی نوری خبری هم په لراوبر کی لوستل کیدای شی،دکرزی دکوڅو اوسرکونو اوزغم خبری د دشمن په مقابل کی ماته دیو ملی پاڅون غږ ښکاری،که افغان ولس سره یو نه شی او ملی پاڅون ونه کړی ،نو تر ډیرو کلنو پوری به دپنجابیانو غوندی دغلامی په ژوند کی پاتی شو٠
ددی لپاره چه هره ورځ یو یو راکی ووژنی او بی ناموسی راواړوی اووطن مو اشغال پاتی شی ،ښه به وی اوکه په یوه قوی اراده اوعزم ، ټول سره یو شو، او دخپل ناموس دګټنی لپاره یو ځلی قربانی ورکړو؟
هر چاچه په دی خاوره کی خپوړی کړی او ځانته افغان وای،نن ې ورځ ده چه مټی رابډ وهی او داشغالګرو په مقابل کی سنګر ونیسی او له ځانه احمدشاه او میرویس خان جوړ کړی،چه راتلونکی نسل او دطن کاڼی بوټی پری افتخار وکړی٠
یو اروپاې توریست چه په بهر کی چیرته ووژل شی ،تر وزیر خارجه پوری هغه بهرنی هیواد ته ځی او دقاتل پوښتنه او غوښتنه کوی،مګر افغانه ستاوروڼو او خویندو پسی اشغالګر په خپل کور ورننوځی او یاې له هوا نه بمباروی ،ولی؟ته ددوی دوینو دګټلو احساس نه لری؟ زمونږ نیکونو جهان کی دغیرت تاریخ پری ایښی دی دهغی ساتنه په هر افغان فرض ده٠
دوطن دنجات لپاره یوالی او دیوه ملی قیام ورځ ده،ځکه اشغالګر په زور راغلی او په زور پراته دی،نو دوی ته په ملی قیام سره زور ورښکارول په کار دی٠
داچه په ټول افغانستان کی په کوڅه،سرک،کلی،ښار،غرو او درو کی افغان اولس په یوه غږ پاڅون او په دوی حملی وکړی،بیاوګوری چه څنګه داخاوره خوشی کوی٠ اوکه ورته غلی کښینی وطن به مو دتل لپاره اشغال پاتی شی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ولسمشر کرزي که امريکا د ځانګړو ځواکونو عمليات لږ نکړي، افغانان به په خپلو کوڅو او سړکونو کي د امريکايي ځواکونو د حضور په وړاندي زغم له لاسه وکړي.
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,