د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سړی یو نفر ته سترګو کی خاوری ورشنی مګر غرزی صاحب ټول ملت ته په سترګو کی خاوری ورشنی٠

tandar
12.11.2010

سړی یو نفر ته سترګو کی خاوری ورشنی مګر غرزی صاحب ټول ملت ته په سترګو کی خاوری ورشنی٠
غرزی صاحب ورځ په ورځ مستند اسناد خپریږی چه روسانو دننګرهار په شینوارو کی دتا دوزارت داخلی په مشوره عملیات کړیدی٠
بیانو دا پورته ،پورته د چتکی غوندی الوتل او ګواخونه دڅه مطلب لپاره وه؟
ایاتاسی او دتاسو ټوله کابینه کوم داخلی او خارجی خپلواکی لری؟ نه٠
پس خاوره اشغال ده څه چه اشغالګر غواړی او خوښه ې وی هغه په کی کوی٠
پس چیغی وهی چه خارجیانو مونږ ته سرکونه جوړ کړل ،که خائنانو دلته خیانت نه وکړی او ملت ته ې کار کړی وی ،نو نن به دټول افغانستان سرکونه قیر نه وه بلکه دسنګ مرمر نه به جوړ شوی وی چه په جهان کی نوم لرلی٠
او بل روسان خو خپلو عملیاتو ته ادامه ورکوی ،اوس به څه په کی واې؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دلر او بر څخه٠
روسيه: په افغانستان کي عملياتو ته دوام ورکوو
په کابل کي د روسيې سفير ويلي چي په افغانستان کي عملياتو ته دوام ورکوي.
د روسيې نماينده ويلي چي د افغانستان په شمال کي ډېرېدونکي تاوتريخوالي دوى اندېښمن کړي دي، چي د دوى پر هيواد باندي تاثير کوي.
د روسيې استازي ويلي چي دوى به د ناټو له ځواکونو سره يو ځاى په افغانستان کي د مخدره موادو پر ضد په عملياتو کي ګډون کوي، لکه تېره مياشت کي په ننګرهار کي ترسره سول.
د تيري مياشتي په عملياتو کي د روسيې د عسکرو ګډون ته ولسمشر کرزي سخت غبرګون وښودئ، خو د روسيې استازى وايي له افغان حکومت سره يې ستونزي هواري کړي دي.
د روسيې سفير وايي د ولسمشر کرزي توند غبرګون پر ناسمو معلوماتو ولاړ وو، او دوى هغه عمليات د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت سره په همږغۍ ترسره کړي وو، خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت تېره مياشت په دې عملياتو کي د روسي عسکرو له ګډون څخه ناخبري ښودلې وه.

سلېمان يوسفي




عنوان

tandar
13.11.2010

ګرانو لیکوالو نه پوښتنه٠
یو وخت کی په یوه موضوع باندی داسی را ګرم شی چه دلیکلو نوبت بل ته نه پریږدی مګر په دی موضوع کی هیچا خپل سر ونه ګراوه،ولی؟
ایادتبصیری وړ نه وه؟
او که دتبصری څخه ې عاجزه وی؟
دازماټولو لیکوالو ته یو وړاندیز و،او دغه وړاندیز درته بی ارزشه ښکاره شو؟
که داسی وی ؟ لاندی متل ورسره زیبی٠
که خان ې نو په یارانو ې٠
نن روسیه واضیح چیغی وهی چه مونږ په افغانستان کی دناټو سره یو ځای عملیات کوو٠
نو زه وایم غرزیه چه ٤٦ مملکتونو دامریکا په مشری افغانستان اشغال کړیدی، ته ې ٤٧ مملکت ،نوپه دی سره دا متل را یاد شو،، چه غرق شوی څه یو مترتر اوبو لاندی او څه ٢ متره تر اوبو لاندی غرق ،غرق دی٠
که ازادی خواهانو ٤٦ مملکته له خاوری وشړل ،نو روسیان به هم ،لکه چه شرمیدلی له دی خاوری وایستل شول ،بیا ورکیږی ،پس دوی بیا ښه راغلی٠
نو دغرزی دا خیزکی دڅه لپاره وی ؟
او تاسو لیکوالو ته دا موضوع څنګه بی ارزشه ښکاره شوه ؟
زه خپله په دا ورستیو کی زیات دصحی حالت له کبله په لنډیو او ټوکو کی دخپلو وروڼو سره چه زمونږ دکلتور دافتخار نه وړ یو اړخ دی او هیڅوک له دی انکار نه شی کولای او دغه اړخ هم باید ژوندی پاتی شی، مصروف یم ،نو دلته یعنی ټول افغان دملاتیفو دپخولو ځای نه دی چه اکثره په ا یته اوحدیث شریف سره خپله دلایل او تبصیری داسی وړاندی کوی ،چه دجانب مقابل نه ښه پوهیږی او ځان حق په جانب او ډیر عالم ښکاره کوی٠
نن ورځ ټول مطلب دادی ،چه افغانستان اشغال شویدی او څنګه اشغالګر له خاوری نه وځی ،او هر افغان په خپل ټاټوبی په امن کی ژوند وکړی٠
زما انتقاد په بعضو لیکوالانو دادی چه په اکثرو موضوعاتو کی دهر یوه لیکنه دمسابقی شکل لری٠
که داسی وی نود علم او ددانش مسابقه هغه وخت کی وکړی چه وطن مو ازاد او دچا غلام نه وی ، نن ددی ورځ نه ده٠
عفوه غواړم دایو واقیعت دی او له دی څخه داسی څرګندیږی ،چه له بیکاری څخه دغه لیکنی کوی او یا خو بحث خوند درکوی٠
نن دبحثونو ورځ نه ده نن دداسی عمل ورځ ده چه دوطن په ازادولو کی مرسته وکړی اوپه دی هکله لاری او چاری ولټوی، او نور پری پوه کړی٠ لکه یوالی٠
ایا دټول افغان لیکونکو هغه چه په اروپا کی اوسیږی کومه ورځ مویو عملی اوقانونی اقدام کړیدی، نه٠
داتوم کثافات له فرانسی نه جرمنی ته راوړل کیږی ،مخالفانو ې ځانونه په ځنځیرو سره دقطار په پټلیو کی ټړلی دی په دا سړه هوا کی هغه ځان نه لری؟
ښاغلی لیکواله او افغانه تا په عمل کی په غیر له لیکلو او تبصیری نه څه وکړل؟
ته ځوان ځامن، وروڼه ،خپلوان ،دوستان او افغانان نه لری او نه پیژنی چه په عمل کی دناټو دقوماندانی په مخ کی صلح امیز خپل غږ پورته کړی وی ،چه لطفا افغانستان خوشی کړی او له دی جنایته لاس واخلی؟
زما انتقادونه ډیر دی که له ځانه سره ټول فکر وکړی نو انشاالله وخت به مو هم ضایع نه شی او دوطن دازادی لپاره به مو هم مثبت ګامونه هم ایښی وی٠
نن دنورو خبرو وخت نه دی ،فقط او فقط دوطن ازادی او یوالی په نظر کی باید ونیول شی، او د دی هدف درسیدو لپاره څه باید وکړو ؟
مننه


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
14.11.2010

تندرصیب هغه لیکنی چی ځواب نشی بیا د وخت په تیریدو دیاده ووځی.او هغه لیکنی چی ځوابیږی هغه لیکنی ټولو ګډونوالو ته ښکاری.او ستاسی د دی بحث ځواب به هم د ټول افغان سیاسی مبصرینوته لکه په لویدځو یرغلګرو باندی یی چی تبصری کړی ،ځواب یی یو شان ښکاره شوی وی.ماته خو د امریکایانو یا جرمنانو او یا.....روسانو حضور په افغانستان کی عجیبه نښکاری اوس دی ټولو ته کرزی او د هغی ملاتړو دا لار برابره کړی ده .خدای خبر چی نور به کوم کوم وی.زمونږه تشویش د روسانو نه امریکایانو ته ډیر دی ځکه هغه وسلی او طیاری او بمونه چی امریکایانو زمونږه په خلکو وکارول د روسانو د واک نه لری دی او هغوی هم د امریکایانو د لاس لاندی خپل د ناکامی یادونه تازه کوی.

دا خو ټولو افغانانو او ټولو نړیوالو ته اوس روښانه ده چی افغانستان د یرغلګرو دناکامی او مرګ کنده ده . د افغانستان غرونه رغونه د روسانو اولودیځ یرغلګرو دیرغل پایلی ښایی.څنګه چی روسانو خپله ماته د افغان ولس لخوا ولیده او ټولی نړی ته شرمیدلی شوه داسی به د لویدیځو یرغلګرو عاقبت هم وی.
د روسانو بیرته راتګ د لویدیځو د ځواک کمزوری ده او هسی هم اوس خو افغانستان ته بیغیر له روسانو دنړی له هری خوا نه ځواکونه رامات شوی دی او هغه به دی اوریدلی وی چی:سل په لالی پوری یوه یې په بنګړو
کرزی به د هغوی د راتګ نه هم خپل جیبونه ډک کړی وی او اوس هسی د مداری پیښی کوی او خلکو په سترګو کی ځان سپین ښکاره کوی.
هیله ده چی زمونږه درانده سیاسی مبصرین هم خپل نظر پدی هکله له مونږ سره شریک کړی.


حذيفه
16.11.2010

هورښتياپرکرزي يي اوس هيڅ توپيرنسته تر۴۰ دزياتولوېديځوهيوادوغلامي کولای سي دايي بياروسان هم ورسره .
زماپه اندخوروسان کوم توپيرنسي راوستای ښه دي چي راسي دهغوتس په نامه مجاهدينولپاره به اوس کوم دليل پاتې نسي چي موږخوروسان له هيواده ويستلي دي نومجاهدين يو.اوس خوهغه روسان بياراغلي دي نودوئ به ياهملته له صليبي يرغلګروسره پاتېکږي اويابه دملت ولمنې ته پناوړي دازموينې وخت يي اوس خوندورسو.مښوره وچي الله يي نورهم وشرموي .همداسي موغوښتي ووزموږګران وطنوال يي ډېروکړول .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more