اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
تفسيري پوښتنه
11.11.2010
.................................................................بسم الله الرحمن الرحيم .........................................
الرحمن . علم القران .
خلق الانسان . علمّه ُالبيان
___________________
ددې ٤ ايتونو تفسير څه ډول دی ؟
علمه البيان خو انسان ته راجع دی او علم القران د انسان له خلقت نه دمخه بريښي،
د انسان له پيدايښت نه مخکې قران چاته ښودل شوی او مطلب يې څوک دی ؟؟؟
آيا جبرائيل (ع) دی چې قران ورته د انسان له پيدايښت څخه ډير پخواښودل شوی
او بيا ورووووووووسته ، کله چې محمد آخر زمان
پيغمبر مبعوث شو يو يو آيت ورته د نوموړي پواسطه د الله (ج) په امر انتقالېده ، څو امت ته يې بيان کړي ؟؟؟؟؟
او که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
محترمو دينوپوهانو او قرمنو اسدانو له سلامونو وروسته ستاسو توِضيحات په دې اړه غواړم چې تفاسير په کې څه وايي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
حذيفه
12.11.2010
پتوال صاحب !السلام عليکم!
علم القرآن،په قرآن کريم ترخلق الانسان مخکي ذکرسوی دی ددي مطلب داندی چي دقرآن کريم ښودنه مخکي اودانسان پيدائښت وروسته دی .
ځيني مفسرين په دي هکله وايي :دمکې خلکوپررسول کريم صلی الله عليه وسلم داسي اعتراض کاوی چي داقرآن کوم انسان ورښيې نوالله پرهغوي ردوکړ.
ځيني وايي :دايي ددوئ ددي سوال په هکله نازل کړچي هغوئ ويل رحمن څه شی دی ؟
يادامطلب چي الله رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ته وروښوداوهغه بياامت ته .
داخبره امام شوکاني رحمه الله په تفسيرفتح القديرکي کړې ده .
پتوال صاحب! کېدای سي تادعلم القرآن جلمې له مخته ذکرکولواوبياورپسې دخلق الانسان جملې له راوړلودامفهوم اخيستی وی چي دقرآن ښودنه به مخته اودانسان پيدائښت به وروسته وي .خودعربي قانون داسي نه دي کله چي دوې جملې يادوه مفردات دواوپه حرف سره وتړل سي نومطلب يي يوازي اجتماع ده نه ترتيب دمثال په توګه په عربي کي وايي :ذهبت اناواحمديعني زه اواحمدتللي ومګردامعنانه چي زه مخکي اواحمدوروسته ووبلکي هدف ددواړويوځايي تګ دی اوترتيب نسته .
12.11.2010
حذيفه صيب سلام او درناوی !
[color=cyan:0dffc750f0]وَ عَلّمَ آدَمَ اسماءَ کُلّهَا [/color:0dffc750f0]
دلته هم لا آدم (ع) نه و پيدا شوی ، نو روح ته يې ټول نومونه الله تعالی وښودل . پوښتنه همدا ده چې دا له خلقت نه مخکې ښودنه څنګه (په څه ډول) صورت نيسي ، دا ښودنه څنګه او څه ډول ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
آيا کيدای نشي چې د قرانکريم ښودنه هم په ورته ډول له خلقت او بيان له ښودلو نه مخکې تر سره شوي وي ؟؟؟؟ او الله تعالی په سورۀ رحمن کې د قران همدې اعجازته اشاره کړې وي (؟) والله اعلم !
داسې بريښي کله چې آدم (ع) ځمکې ته راغی بيا هغه جهانشموله او کائيناتشموله علم نور ورسره نه و ، کوم يې چې ملايکو ته د ورښودلو له پاره له خپل خلقت مخکې تر لاسه کړی و. نو خوښه مو نه ده چې زه او تاسې په ګډه داسې پوښتنې
له ډيرو پخو عالمانو څخه مطرح کړو او ځواب ته يې هم په ګډه انتظار وباسو والسلام
مومن مهاجر
13.11.2010
محترم پتوال صاحب! سلام اواحترام
خبره داسي نه ده چي ادم علیه السلام پیداشوی نه ووالله جل جلاله ورته دشیانواسما ء وښودل بلکي هغه پیدااوبیاعلم ورته وښودل شوپه بخاري کي داسي روایت دی :
3361 ـ حَدَّثَنِي عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مُحَمَّدٍ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّزَّاقِ، عَنْ مَعْمَرٍ، عَنْ هَمَّامٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ " خَلَقَ اللَّهُ آدَمَ وَطُولُهُ سِتُّونَ ذِرَاعًا، ثُمَّ قَالَ اذْهَبْ فَسَلِّمْ عَلَى أُولَئِكَ مِنَ الْمَلاَئِكَةِ، فَاسْتَمِعْ مَا يُحَيُّونَكَ، تَحِيَّتُكَ وَتَحِيَّةُ ذُرِّيَّتِكَ. فَقَالَ السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ. فَقَالُوا السَّلاَمُ عَلَيْكَ وَرَحْمَةُ اللَّهِ. فَزَادُوهُ وَرَحْمَةُ اللَّهِ. فَكُلُّ مَنْ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ عَلَى صُورَةِ آدَمَ، فَلَمْ يَزَلِ الْخَلْقُ يَنْقُصُ حَتَّى الآنَ ".
ژباړه : ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : الله ادم علیه السلام پیداکړاوجګوالی یې شپېته هتې ووبیایې وورته وویل : پرهغو ملائکوسلام ووایه! اوبیاددوئ تحیې ته غوږشه چي هماغه به ستااوستاداولاد تحیه وي نوده وویل : السلام علیکم!دوئ ورته وویل : السلام علیک ورحمة الله نودوئ ورحمة الله ورسره زیات کړهرڅوک چي بیاجنت ته ځي هغه به دادم په شکل وي اوخلک له هغه وخته تراوسه پرله پسې کمېږي .
اوته چي وايي ادم علیه السلام ته ترژوندمخکي دشیانواسماء ورښودل شوي وونو ستامأخذڅه شی دی؟ په خپله دقرآن کریم سیاق اونبوي احادیث پردې دلالت کوي چي ادم علیه السلام پیدااوبیاالله جل جلاله دشیانواسماء وروښودل . پاتي شوه داچي هغه علم بیاورسره ووکه نه نودابیایوبېله موضوع ده خوایاتونواوحدیثي روایاتوته پام داخبره یقیني برېښي چي ادم علیه السلام ته تعلیم ترپیدایښت وروسته ورکول شوی دی .
ع کريم حليمي
13.11.2010
درند مکرم او متبحر ، متأمل استاد پتوال صاحب ، او منلې حذيفه صاحب
اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته
[quote:6e20e0ab33]دلته هم لا آدم (ع) نه و پيدا شوی ، نو روح ته يې ټول نومونه الله تعالی وښودل . پوښتنه همدا ده چې دا له خلقت نه مخکې ښودنه څنګه (په څه ډول) صورت نيسي ، دا ښودنه څنګه او څه ډول ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote:6e20e0ab33]
له احادیثو نه مونږ او تاسو ته را معلومیږي ( إن لكل شئ قلباً ) هر شی زړه لري .
کله چه انساني روح ایجاد شو ، قلب ته يې ښودنه وشوه ، نه د کومي حسي تجربې او یا عقلي دلیل د نتیجې په ډول ، بلکي بې له ذریعې ! له بې ذریعې ښودني څوک انکار نه شي کولای ، ددېٖ ښودني معمولي مثالونه هغه خیالات دي چه د محقیقینو
، مخترعینو ، شاعرانو زړونو ته ورلویږي (وَ عَلّمَ آدَمَ اسماءَ کُلّهَا )
په سوره الرحمن کښي ذوالجلال فرمايي چه : عَلَّمَهُ الْبَيَانَ
له بیان نه مراد دا نه دی چه وچي کلکي خبري او نطق ، مرغان ،حیوانات اوازونه جوړه وي او خبري کوي لیکن د علم بیان نعمت يې يوازي او یوازي و انسان ته ورکړه شوی ، علم البيان عبارت دی له تشبیه ، کنایه ، مجاز ، اقسام کنایې ،
د علم بیان په قوه موږ کولای شو چه خپل خیالات او خاطرات و بل انسان ته اظهار کړو ، نو که انسان ته علم بیان نوای ورکړه شوی ، نو به داسي نه وای چه : لقد خلقنا الانسان فى احسن تقويم
په درنښت
13.11.2010
محترم او مکرم مولينا حليمي صاحب ، دروند ورور حذيفه صاحب ، ګران مؤمن مهاجر ورور او ټولو درنو لوستونکو
او ليکونکو السلام عليکم و رحمۀالله وبرکاته !
مؤمنه وروره مطلب د بقره سورة په ٣٠ او ٣١ ايت کې د ادم د پيدايښت په اړه د الله تعالی خطاب
[color=blue:90470d98f5]و اذقال ربک للملايکة اني جاعل فی الارض خليفه ....[/color:90470d98f5]تر پايه وګوره!
مولينا استاد حليمي صاحب نه مشکور يم چې تايید يې کړه چې په سورة رحمان کې الله تعالی لومړی دعلم ( قران) او بيا د علم د بيان ښونې ته اشاره کړې ده .
نو :
١- په علمّهُ البيان کې لا د هغه چا نوم پ ښکاره نه دی ذکر شوی چې قران يې ور وښود، خو
د بيان ښودنه کې معلوم دی چې انسان يې خلق او بيا يې ورته بيان وښود .
٢ - خو بې مفهومه بيان نشته، نو ځکه د مفاهيمو او د هغې د بيان پوهه انسان ته له له خلقت او ماشومتوبه ورکول کيږي . زما په اند دا مفاهيم
دادم (ع) روح ته دده د بدن له ژوند څخه مخکې د (وعلم آدم اسما ء کلها) سره سم
ورکړل شوي و، روح يې د بيان له پاره کلماتو ته اړتيا نه درلوده )
کلمات په ځمکه د اړتيا او تجربې په تناسب آدم او آدمزاد پيدا کړل او د هماغه مفاهيمو خزانه دلته په کلماتو راسپړي چې د آدم روح
تر جسمي خلقت دمخه په معنوي توګه خپله کړې وه .
٣- د قرا ن ايتونه لومړی جبراييل (ع) ته او د هغه پواسطه د مفهوم او کلماتو سره محمد (ص) ته ښودل کيږي ! داوخت د محمد (ص)
د معنی ډکو مفاهيمو د بيان ځواک دومره تکامل موندلی و چې د قران نزول ته له دې پلوه هم د مقدماتو لوړترينه کچه بشپړه شو ې وه .
داچې الله تعالی جبريل(ع) څه وخت په قران پوه کړ، دا راز صرف له الله سره دی ، خو د نزول حکم يې ورته د محمد (ص) د مبعوث کيدو
له پاره او طپعا ً د مبعوث ګرځولو په مهال کړی دی .
والله اعلم بالثواب .