د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دامریکایې ګانګریس دغړو په نامه داسلامي امارت دوياند قاري محمد یوسف احمدي سرخلاصی لیک !

لاونګ
10.11.2010

[quote]دامریکایي اولس منتخبو استازو !
خوښ یم چي له فرصت نه په استفادې سره په یولړ داسې مسائلودرسره خپل نظریات شریک کړم چې همدا اوس یې نه یوازې دامریکا او افغانستان بلکې دسیمې اونړۍ په کچه ګڼ سوله غوښتونکي اولسونه داندیښنوسره مخا مخ کړي دي. او هرڅوک په وازکومي وایې چې داحالت نور په هیڅ وجه دتوجیه او زغم وړنه دى او باید دتغیراوبدلولو لپاره یې اساسي ګامونه واخیستل شي.
امریکایې ګانګرس والو !
تاسوپوهیږئ چې دروان میلادي کال د جون میاشتې په اوومه دافغانستان جګړه دويتنام ترجګړې مشره شوه اوپه دې توګه دامریکاپه تاریخ کې ترټولو اوږده جګړه ثبت شوه ، داسې جګړه چې ستاسو حکومت یې دلااوږدولو هوډ لري . دامریکایانولپاره دغه ترټولو ستړي کوونکې جګړه له یوې داسې پیښې څخه راپیل شوه چې په هغې کې افغانان هیڅ دخل نه لري ، په هرحال ... دغه جګړه ستاسې په وسلتونونو کې په موجودو ترټولودرنو او وژونکو وسلو او بمونو پیل شوه چې په مقابل کې یې زمونږ اولس په تش لاس ددیني او وطني دفاع له مقدس احساس سره دمبارزې میدان ته راوړاندې شو, دجګړې له پیل سره ستاسو پوځ , نړیوالو مؤتلفینواوسیمه ایزو غوړمالانو اوفرصت طلبانو دافغانانو له بې بي وسه ورځې په استفادې دجګړې ټول نړیوال قوانین شاته وغورځول, په افغانستان او نړۍ کې دافغان وژل ، نیول ، ځورول ، اوتحقیرول جایز نه بلکې دتحسین او جایزې وړعمل وپیژندل شو, دپه اصطلاح ترهګرو دپټنځایونو دله منځه وړلو په نامه ستاسو په درنو بمباریو کې دافغانانو سلامت کلي ترخاورو لاندې شول ،شنه باغونه داورلمبه شول دافغانستان په مختلفو برخوکې په بیابیا ښکاره او پټ ډله يیز قتلونه وشول ، له په اصطلاح ترهګرو سره دمبارزې په پلمه دبې ګناه وګړو کورونه چور شول ، ناموسونه او عفتونه یې ولوټل شول ،دبیالوژیکي ممنوعه بمونو په ورولو کې یې کروندې داور خوراک شوې ، خلک بې پوښتنې په کلونو کلونو دجوزجان ، ګوانټانامو ، بګرام او قندهار په بدمرغو زندانونو کې واچول شول ،دغه رازدجګړې دنه کلنې مودې په بهیرکې اولس دیوې تحميلي جګړې بټۍ ته وغورځول شوچې په نتیجه کې یې دتکراري ټولوژنو ، حبسونو ، چاپو ، اومنظم چوراو تالان په شتون کې بیاهیڅ یوافغان دژوند په خوندنه ده پوهیدلی هرافغان ، نر،ښځه ، ماشوم او سپین ږیری چې سهار له خوبه راویښيږي دا وړاندوئنه نه شي کولای چې ترماښامه به ژوندی پاته کیږي ځکه دوئ پوهیږي چې کیدلای شي ستاسو دهوایې ځواک بمبار، یا دلارې دسرفیرونه یې ژوندواخیستلای شي دداډول پیښو ځیني نمونې مطبوعاتو هم راخیستي خو رښتینی کیسې یې زمونږ داولس په سینو کې خوندي دي .
داچې ستاسو دیرغلګرپوځ په مقابل کې زمونږ دولس دفاعي پاڅون اوجهاد برحق وو نو له دې ټولو ناخوالو سره سره هغوئ وکولای شول چې ستاسو اوستاسو دایتلافیانو دپرمختللي پوځ او ماډرنې ټیکنالوجي په مقابل كې په خالي لاس مقاومت وكړي چې په دې سره په تدریجي شکل ستاسو دپوځیانو تلفات اومصارف هم زیات شول او په پای کې داسې حد ته ورسیدل چې په عاموامریکایانو کې يې ددې ناروا جګړې په اړه بحثونه راوپارول اوهمدغه بحثونه اونګیرنې له اولس نه اولسي استازو ته نقل شوې چې بالاخره یې دادی ستاسو په وړاندې د يوې ډيري مهمې او دبحث وړ مسئلې شکل غوره کړي دی .
همدااوس چې د افغانستان په پوځي اوسیاسي ډګرکې کوم واقعیتونه ترسترګوکیږي دهغه په اړه ستاسوپوځي چارواکي تاسو ته غلط معلومات درکوي او هڅه کوي چې تاسو په هماغه ګمرا ه کوونکي خوشبینۍ کې پاته شئ ، دوئ یواز ې په شخصي لحاظ دمالي امتیازاتو دترلاسه کولو لپاره ،خپل ځانونه بریالی ښه یې ،او دجنګ په اور دتیلو پاشلو هڅه کوي .
ستاسو ددفاع وزیر رابرټ ګیټس چې کله دوئنا میزته ودریږي نو په بیا بیا داخبره کوي چې مونږپه افغانستان کې دپرمختګ په حال کې یو، جنرال پیټرییس بیا وايې چې دافغانستان دوضعیت ابتکار زمونږ په لاس کې دی.
که ریښتیاهم خبره دومره اسانه وي نوبیاولي ستاسوټولې خبري رسنۍ سږنی کال ستاسودپوځیانو لپاره ترټولوخونړی کال بولي!
ولي هره ورځ ستاسو په هوايي ډګرونوکې په افغانستان کې ستاسو دوژل شویوپوځیانو خپلوان دهغوئ دبي روحه تابوتونو په سر دوئر اوغم ژړا ګانې کوي ؟
په تیرو دووکلونو کې ستاسوپوځي مشرانو دعسکر و دډیرښت ،دنویو پوځي اډو او هوایې ډګرونو دجوړولو ، دملیشو داستخدام ، دکابل داجیرې اردو دپراختیا اودغه راز دبیلابیلو عملیاتو په ګډون مختلفې ستراتیژۍ په کار اچولي دي مګر څنګه چې داهراقدام دواقعیتونو له مطالعې پرته ترسره شوی نوځکه یې نتیجه هم سرچپه راوتلې ، دجګړې په ډګركې ستاسو دپوځي مشرانو ټولې هڅې زمونږ دولسي مقاومت له خوا په ډیره اسانۍ شنډې شوې دي .
تیرکال داوباما دنوې ستراتیژۍ له مخې دهیواد په جنوب کې ستاسې پوځیان زیات شول مونږ په ختیځ او شمال کې هم درته محاذونه او عملیات تقویه کړل , تاسو داطرافي سیمو داشغال په نیت عملیات پیل کړل مونږ دکابل او کندهار په ګډون په مختلفو ښارونو کې دننه خپل عملیات او نفوذ پراخ کړ ، تاسو دمقاومت دکمیدو هوډ درلود , موږ جهاد سرتاسري او افغانستان شموله کړ چې اوس په هیڅ سیمه کې هم ستاسو ځواکونه دارام ساه نه شي اخیستی .
په تیرکال کې دخنجرپه نامه دهلمند عملیات چې تاسو دخپل بخت ازموینه بلله ستاسو دسرتیرولپاره له درنو تلفاتو اومطلقې ناکامي پرته بله هیڅ نتیجه یې نه لرله, په کوموسیموکې چې تاسوعملیات ترسره کړي اوس په هغوسیموکې دپخوا په پرتله مقاومت زورور دی او ستاسو پوځیان په کې ډیرتلفات ګالي ، دهیواد په ختیځ کې دمجاهدینو دبریالیو عملیاتو په پایله کې ستاسو عزل كړل شوی جنرال مکرسټل اړشو چې داطرافي سیمو دساتلو ستراتیژې فسخ کړي او مرکزي سیمو ته دځواکونو دراټولولو نوي ستراتیژي اعلان کړي ، ستاسوپه اصطلاح دمارجې برخلیك ټاکونکي عملیات چې په ډیره دبدبه پيل شول ستاسو زرګونه سرتیري یې په یوه مرګوني او سرساموونکي جګړه کې ښکیل کړ ل چې هره ورځ په کې درانه تلفات ګالي دغه راز سږ کال ستاسو جنرال پټرایوس دکندهار دعملیاتو نیت درلود مګر مجاهدینو دتل په شان بیاهم دحالاتو ابتکار په واک کې وساته او له دوئ وړاندې یې په کندهار کې خپل چریکي تكتيكي عملیات پیل کړل چې تردې مهاله په پوره بریالیتوب روان دي ، ستاسو دملکي استازو ترټولو مهم پلان دملیشو جوړول دکابل حکومتي اردو پراخول وو مګر په دې پلان کې هغه وخت دوه زړي شول چې کله مجاهدینو په دغو پوځي لیکو کې خپل کسان ننو یستل اوپه ډیرو سیمو کې یې همدا ملیشي اودهغوی وسلې ستاسو په وړاندې استعمال کړې ، خو له دې ټولو ښکاره ناکامیو سره سره ستاسو پوځي استازي بیاهم په جګړه ټینګار کوي اوپه پوره بي تفاوتۍ دبایلونکي جګړې په اړه تاسو ته ناسم معلومات درکوی .
ستاسوپوځی مسؤلین اواسخباراتي اداري ددي په خاطر چې خپله ناکامي پټه کړی اویا هم په افغانستان کې دجګړي ددوام دپاره تیرایستونکې دلایل درته وړاندي کړي کله په افغانستان کې روان مقاومت دافغانستان دګاونډیانو مداخله بولي او کله یې هم نوروته منسوبوي اوکله هم کوښښ کوي چې دغه وسلوال جهاددافغانانو له مینځه یوازي دطالبانو (چې په افغانستان کې دا اصطلاح یوازي متعلیمینو ته استعما لیږي )مخالفت معرفي کړی او یا يې هم دیوه خاص قوم بغاوت بولی حال دا چې په افغانستان کې ستاسو پر ضد یو سر تاسری ملي قیام شوي دهر قوم ،هري طبقي او هری سیمي زوړ او ځوان ،نر او ښځه حتي ماشومان مو هم مقا بلی ته را وتلی، تاسو اوس عملادیوه هیواد مکملي نسل وژنې ته مټې را بډ وهلې ،تاسوفکر وکړئ چې ددنیادغټوقوتونو په شمول داته څلويښتوهیوادو په پر مخ تللیو وسلو سمبال پوځ سره داسې مقابله چې دجنګ ابتکار اوپر مختګ هم ددوئ په بر خه وي دڅوتنو وسلوالو په وس پوره ده ؟
ایا دا کار په یوه پټه او ضعیفه خارجي مدا خله امکان لری ؟
ایا یوازی دیوه هیواد طالبان (متعلمین )دا کار کولای شی؟
ایا له ګنو قومونونه جوړ یوه هیواد کې یوازي یو قوم دنړئ له دومره ستر او مجهز ائتلاف سره ډغره وهلی شي ؟
که په بهرني مداخله پر مختګ ممکن وای نو دکر زی حکو مت به کړی وا ی که دا مقاوت غیر افغا ني مجا هدین کوی نو ستاسو حکومت او ورسره ټول ائتلاف دي ثبوت وړا ندې کړي ستاسو له لوري چې افغانستان اشغال سوی او تر اشغال وروسته بیا په دوئم ځل ستاسوپه مقابل کې وسلوال جهاد شروع سوی ستاسو له لوری دمخالیفینو په نامه په لسګونو نه په سلګو نو نه ،په زرګونونه بلکي په لسګونوزره انسانان بند یان سوی ستاسو نظامي چارواکې دي مهر باني وکړي ددغو بندیانو له جملي څخه دي یوازي سل تنه وښيې چې بهر نیان دي بیا به موږ ومنو چې په افغا نستان کې لتاسو سره رښتیا هم غیر افغانان جنګیږي .
تاسو که په دي حقایقو باور نشئ کولای نو یوه وړوکې تجربه وکړئ او هغه په دې ډول چې ددې حقایقو دلیدلو او سپړلړ دپاره خپل یوداسې پلاوي افغانستان ته را واستوئ چې ستاسو داستخباراتو تر کنترول لاندې نه وي بیا دلته په افغا نستان کې وګو رئ چې ستاسو دغه پلا وي ته ستاسو نظا میان له نظا مي بار کونو او هو ټلونو څخه د باندې دوتلو اجازه ور کوي او که يې دمعززوبندیانو !!! غوندې ساتي .
اوکه فرضا دګر ځیدو او حقایقو دلیدواجازه ورهم کړي ایاهغوئ دکابل له څو محدو دو کو څو دباند ې وتلای شي، او که ووزي دبیر ته ژوندي را ګر ځیدو چانس لري؟
تاسو باور وکړئ چې په ټول افغانستان کې به دپوځي قرار ګاوو دباندې دوه کیلومتره ساحه هم پیدانکړئ چې ازاد په کې وګر ځۍ ،خو بر عکس مجاهدینو چې کله ستاسو داردو وسلوال پوځي بوبرګډال اسیر کړ نوپه همدې افغانستان کې يې پنځه سوه کیلومټره مزل ور باندې وکړ خو دده په قول چې په ټوله لار کې چا دریش (توقف )هم ورنه کړ.
او که دا وړوکې غوندې تجربه هم نشئ کولای نو بیا اخلاقا زما خبری دیوه رښتني خو تریخ حقیقت په ډول ومنئ اونوردخپل مسؤلیت له مخې خپل ملت مه تبا کوئ ،خپل نازولي بچیان په یوه بي پا یانه او بي ګټې جګړه کې داور بټۍ ته مه ور ټیل وهئ اوهم زموږ بیچاره، مظلوم اوڅه باندې دیرشوکلو جګړه ځپلی او هغه محسن اولس چې تاسو او ټوله نړئ یې دکمو نیزم له شره خلا صه کړي نور دخپلو پرمختللووسلو هدف مه ګر ځوئ اوپریږدئ چې دوئ هم دنور بشر په څیر په خپل ټاټوبي کې دازاد ژوند له نعمته بر خمن شی .
امریکايي کانګریس والو! تاسو دخپل حکومت له لوری په دروغودجوړ سوی هغه نا معلوم او خیالي خطر تشویشونه له ذهنونو وباسئ چې ګو یا افغانستان به تر ازادۍ وروسته ستاسو او نورې نړۍ لپاره ضرر وي ځکه چې دا ستاسو دچارواکو یو غولونکې پرو پاګنډه ده اوهیڅ حقیقت نه لري،که داخبره خوږه وي که ترخه خوتاسو به يې اخیر منلو ته اړکیږي چې دافغانستان جګړه تاسو نشئ ګټلای اوداځکه چې په افغانستان کې ستاسو په مقابل کې کومه مشخصه ډله نه جنګیږي چې تاسو یې په له مینځه وړلو سره دجګړی ګټونکي شئ .
تاسو له یوه داسي ولس سره جنګیږئ چې داشغالګروپه مقابل کې دمقاومت اوبریالتوب څوزره کلن تاریخ لري، له اشغالګروسره مقابله ددنیا او اخرت ګټه بولي، په دې لار کې مرګ او ژونددواړه خپله کا میابي بولي ،ستاسو دملیاردونو ډالروقیمتي وسایط او په کلونوکلونوتربیه شوي عسکر دلته په ډیر کم مصرف ،ساده اسبابو اوډیروالږومصارفوله مینځه ځي.
دمثال په ډول دهلمند په ولایت کې زموږیومجاهد۶۹کلن سپین ږیری صالح جان اکااودده ۱۸کلن زوي عطاجان په تیرو۲۱ میاشتوکې دوه په دوه دناټو۳۲ عرادي ټانګونه او۶عرادي رنجر موټر دماینونو په وسیله له مینځه وړي .
داپه داسي اسبابوچې ټول مصرف یې یوازي ۲۵۰۰ډالره شوی اومونږ ده ته یوازي همدا د۲۵۰۰ ډالرو اسباب ورکړي، هغه هم داسې اسباب چې خریداري یې دلښکر ګاه په بازار کې شوې اوخرڅونکی دوکاندار یې تر ننه پوري هم په دې خبره ندی پوه چې داڅیزونه دي دماین جوړولو لپاره کاریږي ، داپه داسې حال کې چې صالح جان اکا اوزوي یې نه خو خپله بزګري ورته پري ایښې ،نه له خپله کوره او کلي مسافرشوي، نه يې ددې کار لپاره کومه پوځي اکاډمي ویلې ،اونه یې هم ددي کار په عوض کې معاوضه غوښتې.
اوپه دي موده کې څلورځله دنوموړي کور دائتلاف دقواوو له لوري تلاشي شوی خو داسې څه یې ندي پکې پیداکړي چې هغه دي ستاسو روزل شویو پوځیانو پیژندلي وي چې دا مواد دماین په جوړولو کې استعمالیږي. دصالح جان اکاله قوله چې وايي: یوځل مي په هغوخارجي ځواکونودریموټ کنټرول بم چاودنه وکړه چې زما دکور له تلاشي کولو ورسته له کلي نه دوتو په حال کې ووچې یوکس پکې مړشو اوڅلورنور زخمیان شول، ماهمدې زخمیانو ته یخې اوبه وروړې ترڅو له یوې خوا دوئ را پوه نشي چې داکارما کړی، او له بلې خواکه چیري دازخمیان په نا پوهي کې یخې او به وڅښي نوزخمونوته به يې تاوان وکړي.
اوس تاسو پریکړه وکړئ چې د صالح جان اکا مقاومت به تاسودخنجر،دغره ښاماراوامیدپه نومونوپه لویولویوعملیاتوله منځه یوسئ، اوکه به یې دمالي سرچینو په وچولو،پوځي ستراتیژیو په جوړولواودپوځونوپه را ډیرولوختم کړئ ؟
اوکه به دجنرالانوادلون بدلون دصالح جان اوعطاجان په مورال کوم منفي اثروکړی ؟اوکه به يې په هغوتبلیغاتوله جګړې راوګرځوئ چې ده ستاسوټانګ په مین پورته کړي وي او په خپلوسترګو يې لیدلی وي ،خو په باګرام کې ستاسو دپوځ ویاندپه راډیو ګانو کې وایې چې هیڅ تاوان هم ندی رسیدلی خیرخیرت دئ .
تاسو په دې هم غور وکړئ چې په داسې ډول د جګړې اوږدیدل به تاسوته ډیر تکلیف وي اوکه موږ ته ؟
اودا چې دجګړي ابتکار اوس ستاسو په لاس کې دئ که زموږ؟
کانګریس والو! یوې بلې نقطې ته مو هم پام را اړوم هغه داچې تاسو له زرګونو کلیومټره لیري نه را غلي یاستئ او غواړئ چې دلته په دې سیمه کې نظامي اډې او ستراتژیک مراکز ولرئ، نوڅه فکرکوئ چې دسیمې هیوادونه او اولسونه به لاس تر زنې درته ناست ، او یوازی به مو ننداره کوي اوپه سیمه کې به ستاسو موجودیت اومدا خله زغمي اوپه عمل کې به هم هغه څه کوي کوم چې له تاسوسره دمیز پر سر وایې ؟
دي سوال ته تاسو هغه وخت ښه جواب پیداکولای شئ چې فرض کړئ که ددې سیمې دهیوادونو پوځونه ستاسو ګاونډ ته په زور درشي او هلته داډول اډې درته جوړې کړي تاسو به یې وزغمئ ،اودهغوئ په دي خبروبه ځان ته قناعت ورکړئ چې دوئ درته ووایې چې موږدلته ستاسودامنیت دخوندي کولولپاره راغلی یو ؟
په هرحال داچې ستاسو دنړیوال شعار ( دیموکراسۍ ) داصولو له مخې پارلمان دپریکړو وروستۍ مرجع بلل کیږي او دهرلوي او کوچني ماموریت لپاره مالي بودیجې له همدې لوري تصویبیږي نوځکه د پيښو اوقضایاوو دپایلو مسئولیت هم ترډیر ه تاسو ته راجع کیږي نوماهم وغوښتل چې دافغانستان دځینو واقعیتونوپه اړه څه توضیحات درته ولیکم .
په تلوتلوکې مویوې خبرې ته توجه راګرځوم هغه داچې تاسو باید په دې خبره ډیر فکروکړئ چې تاسوافغانستان ته دڅه دپاره را غلي یاست ؟ تراوسه مو څه تر لاسه کړي او له دې وروسته به څه تر لاسه کړئ ؟
اوکوم اوږدمهاله اهداف چې په سیمه کې لرئ ایاهغه به په افغانستان کې دجګړی دلاري تر لاسه کړای شئ؟
ددې لپاره چې خپل ولس مودباور رایه درکړې اوتاسو دهغوئ استازي ياست. نوموږدافغانستان د قضيې د اصلي خاوندانو په توګه په دغه لیک کې دهغې یو ژوندی تصوير درته وړاندې کړ چې البته ستاسو د پوځي جنرالانو د پوځي لاسته راوړنو په هکله د خودساخته رپوټونوسره ډير فرق لري .[
/quote]
ګرانو دوستانو، د هر څه نه مخ کی ټولو ته - اسلام علیکم

نه پوهیږم چی تاسو به دا لیک لوستلی وی که نه - خو زړه می وشو چی ستاسو سره یی هم شریک کړم.

ما چی د طالبانو ویاند - قاری محمد یوسف احمدی - لیک ولوست اول ما ته دا سوال پیدا شو چی دی ولی اوس د امریکی کانګرس سره په تماس شو او بیا په عینی وخت کی خوشهال هم شوم . ځکه ما ته داسی ښکاریږی چی خبرو ته نیږدی کیږی. تاسی په دی کی څه نظریه لری؟



13.11.2010

وياند کومه مستقله دنده نه لري نو په شخصي نوم سرخلاصی او سرپټی ليک نشي ليکلی، دا خبرې يې د ملا عمر د خبرو کومه
تشرېح يا توضيح هم نه ده ،لذا د وياندتوب او شخصي فرد په منځ کې سرخلاصی ليک د څشي ارزښت لري ؟؟؟؟


عادل عادل
14.11.2010

سلامونه

پتوال صیب هر خوځښت چې څومره هم ولسي بڼه ولري په همغه اندازه ساده، بې آلایشه او د تشریفاتو نه خالی او تهي وي.

د حقیقي ویاند مانا مایکروفون نه دی، چې وکړنګول شي، بلکه هغه چا ته ویل کیژي چې د خپل مشر او ولس په مرام او مصلحت سره بشپړ پوه وي او د همغو په رڼا کې په خپل اختیار سره د ضرورت په وخت څرګندونې وکوي.


لاونګ
14.11.2010

پتوال صاحب، سلامونه او نیکی هیلی

اول د ستاسو او زمونږ په نظر که د طالبانو ویاند کولای شی یا نشی کولای چی سرخلاس لیک ولیکی - اوس یی خو لیکلی دی.
دوم هر سرلیک چی ورکړشی - سرخلاس لیک یا شخصی لیک - د طالبانو ویاند دی او دا لیک د طالبانو په شخصی ویب پاڼه کی خپرول شوی - نو مونږ به په نظر کی ونسیو چی دا د طالبانو شخصی لیک دی....ځکه چی که شخصی نه وا نو بیا به د دوی په شخصی پاڼه کی نه وو...که څنګه؟
دریم - مونږ څه خبر چی د ملا عمر اخند تشریح او یا توضیح په د لیک کی ثبت شوی یا نه؟

[quote:21f1a432ba="پتوال"]وياند کومه مستقله دنده نه لري نو په شخصي نوم سرخلاصی او سرپټی ليک نشي ليکلی، دا خبرې يې د ملا عمر د خبرو کومه
تشرېح يا توضيح هم نه ده ،لذا د وياندتوب او شخصي فرد په منځ کې سرخلاصی ليک د څشي ارزښت لري ؟؟؟؟[/quote:21f1a432ba]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more