اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
تبرک او د هغی شرعی حیثیت
وزیري
10.11.2010
تبرک او د هغی شرعی حیثیت
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په ژوندانه او بعد له وصال نه د هغه مبارک له آثارونه د تبرک په حیث استفاده کول له صحابه، تابعین او تبع تابعینو نه ثابت دی. دا سلسله نه یواځی محمد صلی الله علیه وسلم پوری محدوده ده بلکی همدا شان تر نن زمانی پوری له صحابه وو رانیولی بیا تر اولیاء، صالحین، محدثین، فقهاء او مفسرینو پوری جریان لری. نن سبا چی کوم تبرک خلک د اولیاءو رح له مزارونو نه او د هغوی له آثارو نه اخلی دا نه فقط د نن مسئله ده بلکی دا تبرک اخستنه د محمد صلی الله علیه وسلم له زمانی مبارکی نه را شروع شویده. خو په دی هم نباید سترګی پټی شی چی نن سبا خلک یو څه نا څه غیر شرعی کارونه هم په دی خورجین کی تړلی او شرعی حکم ورکوی کوم چی سوچه ناروا او قابل تقبیح ده. تبرک شرعی کولو لپاره مونږ لاندی دیلایلو ته سر ورښکاره کوه.
اول: د اولیاءو په برکت سره فتح، نصرت او د رزق فراهم کیدل:
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په خپلو ډیرو ارشاداتو کی د اولیاءو او صلحاءو موجودیت د برکت منبع بللی ده. لاندی یو څو احادیث ذکر کول غواړم چی د اولیاوو مبارکانو په سبب فتح، نصرت الهی او د رزق د فراهمی ثبوت وړاندی کوی:
1۔ حضرت ابوسعید خدری رضی اللہ عنه نه روایت ده چی نبی اکرم صلی اللہ علیہ وآلہ وسلم وفرمایل:
يَأتِي عَلَي النَّاسِ زَمَانٌ فَيَغْزُوْ فِئَامٌ مِنَ النَّاسِ فَيُقَالُ : هَلْ فِيْکُمْ مَنْ صَاحَبَ رَسُوْلَ اﷲِ صلي الله عليه وآله وسلم ؟ فَيَقُوْلُوْنَ : نَعَمْ، فَيُفْتَحُ لَهُمْ، ثُمَّ يأتِي عَلَي النَّاسِ زَمَانٌ فَيَغْزُوْ فِئاَمٌ مِنَ النَّاسِ فًيُقَالُ : هَلْ فِيْکُمْ مَنْ صَاحَبَ أَصْحَابَ رَسُوْلِ اﷲِ صلي الله عليه وآله وسلم ؟ فَيَقُوْلُوْنَ : نَعَمْ، فَيُفْتَحُ لَهُمْ، ثُمَّ يَأتِي عَلَي النَّاسِ زَمَانٌ فَيَغْزُوْ فِئَامٌ مِنَ النَّاسِ فَيُقَالُ : هَلْ فِيْکُمْ مَنْ صَاحَبَ مَنْ صَاحَبَ أَصْحَابَ رَسُوْلِ اﷲِ صلي الله عليه وآله وسلم ؟ فَيَقُوْلُوْنَ : نَعَمْ فَيُفْتَحُ لَهُمْ.
بخاري، الصحيح، کتاب فضائل الصحابة، باب : فضائل أصحاب النبي صلي الله عليه وآله وسلم ، 3 : 1335، رقم : 3449
مسلم، الصحيح، کتاب : فضائل الصحابة، باب : فضل الصحابة ثم الذين يلونهم ثم الذين يلونهم، 4 : 1962، رقم : 2532
أحمد بن حنبل، المسند، 3 : 7، رقم : 1056
ابن حبان، الصحيح، 11 : 86، رقم : 4768
دوهم: حضرت علی رض په عراق کی وه او چا د شام د خلکو ذکر وکاوه. بعضی خلکو علی رض ته وویل چی پر اهل شام باندی لعنت ووایه، نو علی رض وویل چی نه! ما د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ه اوریدلی دی چی ویلی یی:
الأبْدَالُ يَکُوْنُوْنَ بِالشَّامِ وَ هُمْ أرْبَعُوْنَ رَجُلاً، کُلَّمَا مَاتَ رَجُلٌ، أبْدَلَ اﷲُ مَکَانَهُ رَجُلًا يُسْقَي بِهِم الْغَيْثُ وَيُنْتَصَرُ بِهِمْ عَلَي الْأعْدَاءِ، وَيُصْرَفُ عَنْ أَهْلِ الشَّامِ بِهِم الْعَذَابُ
أحمد بن حنبل، المسند، 1 : 112
طبراني، المعجم الکبير، 10 : 63، رقم : 10390
هيثمي، مجمع الزوائد ومنبع الفوئد، 14 : 211
ملا علی قاری رحمة الله بیا ددی حدیث په شرح کی وایی:
أي ببرکتهم أو بسبب وجودهم فيما بهم يدفع البلاء عَنْ هَذِهِ الْأُمَّةِ
ملا علي قاري، مرقاة المفاتيح شرح مشکوٰة المصابيح، اول جلد صفحه ۴۶۰
دریم: حضرت ابو قلابه رض نه روایت ده چی محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:
لَا يَزَالُ فِي أُمَّتِي شِيْعَةٌ (وفي رواية : سَبْعَةٌ) لَا يَدْعُوْنَ اﷲَ بِشَيءٍ إِلَّا اسْتَجَابَ لَهُمْ، بِهِمْ تُنْصَرُوْنَ وَبِهِمْ تُمْطَرُوْنَ، وَحَسِبْتُ أَنَّهُ قَالَ : وَبِهِمْ يُدْفَعُ عَنْکُمْ.
أبوداود، مراسيل، 1 : 236، رقم : 309
ابن مبارک، الجهاد، 1 : 153، رقم : 195
معمر بن راشد، الجامع، 11 : 250
څلورم: له حضرت انس رض نه روایت ده چی محمد صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
لَنْ تَخْلُوً الْأرْضُ مِنْ أَرْبَعِيْنَ رَجُلًا مِثْلَ إِبْرَاهِيْمَ خَلِيْلِ الرَّحْمٰنِ، فَبِهِمْ يُسْقَوْنَ، وَبِهِمْ يُنْصَرُوْنَ، مَا مَاتَ مِنْهُمْ أَحَدٌ إِلَّا أَبْدَلَ اﷲُ مَکَانَهُ آخَرَ. وَقَالَ قَتَادَةُ : لَسْنَا نَشُکُّ أَنَّ الْحَسَن مِنْهُمْ
طبراني، المعجم الأوسط، 4 : 247، رقم : 4101
ھیثمي، مجمع الزوائد، 10 : 63 (امام ھیثمی وایی چی اسناد ددی حدیث صحیح دی) او حضرت قتادہ وایی چی په دی حدیث کی مونږ کوم شک نلرو ځکه چی حضرت حسن (بصری) په دی کی ده.
پنځم: له حضرت عباده بن صامت رض نه روایت ده چی محمد صلی الله علیه وسلم وویلی:
لا يَزَالُ فِي أُمَّتِي ثَلَاثُوْنَ، بِهِمْ تَقُوْمُ الْأرْضُ، وَبِهِمْ تُمْطَرُوْنَ وَبِهِمْ تُنْصَرُوْنَ.
وَقَالَ قَتَادَةَ : إِنِّي أَرْجُوْ أَنْ يَکُوْنَ الْحَسَنُ مِنْهُمْ.
هيثمي، مجمع الزوائد، 10 : 63
ابن کثير، تفسير القرآن العظيم، 1 : 304
عظيم آبادي، عون المعبود، 8 : 151
شپږم: حضرت عبدالله بن عمر رض نه روایت ده چی محمد صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
إن ﷲ خلقًا خلقهم لحوائج الناس، تفزع الناس إليهم في حوائجهم أولئک الامنون من عذاب اﷲ
هيثمي، مجمع الزوائد ومنبع الفوئد، 8 : 192
د اولیاوو رح د اجسادو مبارکو بوسه کولو نه تبرک:
په تاریخ کی داسی ډیر واقعات شته ده چی د هغه وخت د اولیاوو رح د لاسونو، پښو او سرونو بوسه کول د تبرک سبب ګرځیدلی ده. د نمونی لپاره لاندی څو دلایل وړاندی کول غواړم:
اول: له حضرت عبدالله بن زرین نه روایت ده چی مونږه د ربذه سره تیریدلو چی یو چا وویلی چی دا حضرت سلمه بن اکوع رض ده نو مونږه هغه ته ورغلو او سلام مو ورته واچاوه نو هغه خپل لاس مبارک باندی راوباسه او وی ویلی:
بايعت بهاتين نبيّ اﷲ صلي الله عليه وآله وسلم فأخرج کفاله ضخمة کأنها کف بعير فقمنا إليها فقبّلناها.
بخاري، الأدب المفرد، 1 : 338، باب تقبيل اليد، رقم : 973
دوهم: امام ابو نعیم اصبهانی له حضرت یونس بن میسره نه روایت کړیده چی مونږه یوه ورځ یزید بن اسود عائدین ته ورغلو نو هغه ته حضرت واثله بن اسقع رض راغی:
فلما نظر إليه مدّ يده فأخذ يده فمسح بها وجهه وصدره لأنه بايع رسول اﷲ صلي الله عليه وآله وسلم .
أبو نعيم أصبهاني، حلية الأولياء، 9 : 306
دریم: تابعیء کبیر حضرت ثابت رح له حضرت انس بن مالک رض نه پوښتنه وکړه.
أمسست النبي صلي الله عليه وآله وسلم بيدک؟ قال : نعم! فقبّلها. (بخاري، الأدب المفرد، 1 : 338، باب تقبيل اليد، رقم : 974)
څلورم: یحیی بن ذماری وایی چی زه له حضرت واثله بن اسقع رض سره ملاقی شومه او ورت می وویل:
بايعت بيدک هذه رسول اﷲ صلي الله عليه وآله وسلم ؟ فقال : نعم، قلت : أعطني يدک أقبّلها فأعطانيها فقبّلتها
طبراني، المعجم الکبير، 22 : 94، رقم : 226
هيثمي، مجمع الزوائد، 8 : 42
پنځم: حضرت سهیب رض وایی:
رأيت عليًا يقبّل يد العباس ورجليه.
بخاري، الأدب المفرد، 1 : 339، باب تقبيل اليد، رقم : 976
شپږم: حضرت ابو هریره رض له امام عالی مقام حسن بن علی رض سره ملاقی شه او ورته یی وویل:
أرني الموضع الذي قبّله رسول اﷲ صلي الله عليه وآله وسلم ، فرفع الحسن ثوبه، فقبّل سرّته.
خطيب بغدادي، تاريخ بغداد، 9 : 94، رقم : 4677
اووم: صاحب الصحیح امام مسلم رح د امام بخاری رح تندی بوسه کړه او بیا یی داسی ورته وویل:
دعني حتي أقبّل رجليک، يا أستاذ الأستاذين وسيد المحدّثين وطبيب الحديث في علله
ابن نقطه، التقييد لمعرفة رواة السنن والمسانيد، 1 : 33
اتم: عظیم محدث امام ابو حاتم وایی چی کله به ابو مسهر عبد الاعلی دمشقی غسانی متوفی ۲۱۸ هجری به چی کله مسجد ته تشریف راوړو نو خلک به ورته صف صف دریدل ترڅو دده لاسونه مچو کړی:
اصطفّ الناس يسلّمون عليه ويقبّلون يده. (خطيب بغدادي، تاريخ بغداد، 11 : 73)
نهم: علامه ابن جوزی او امام ذهبی رح د امام ابو قاسم سعد بن علی بن محمد الزنجانی رحمة الله علیه متوفی ۴۷۱ هجری په باره کی لیکی: کله به چی هغه حرم شریف ته راته نو خلکو به طواف کول پریښودل او د حجر اسود نه به یی هم ډیر دده لاسونه مچو کول:
کان إذا خرج إلي الحرم، يخلون المطاف ويقبّلون يده أکثر من تقبيل الحجر.
ابن جوزي، صفة الصفوة، 2 : 266، رقم : 224
ذهبي، تذکرة الحفاظ، 3 : 1175، رقم : 1026
لسم: حافظ ابن کثیر د فقیه زاهد ابو جعفر شریف حنبلی په باره کی وایی:
يدخل عليه الفقهاء وغيرهم، ويقبلون يده ورأسه.
ابن کثير، البداية والنهاية، 12 : 119
یوولسم: علامه ابن العماد حنبلی د زاهد ابوبکر بن عبدالکریم حنبلی متوفی ۶۳۵ هجری په ترجمه کی لیکی:
کان شيخاً صالحاً متديناً ورعاً، منقطعاً عَن النَّاسِ في قريته يقصده الناس لزيارته والتبرک به
ابن العماد، شذرات الذهب، 3 : 171
تبرکا د صالحینو لاسونه مچو کول او د آئمه اربعه تصریحات:
نور بیا...
[b:5690f8c342][/b:5690f8c342]
وزیري
10.11.2010
په تیر پسی...
تبرکا د صالحینو لاسونه مچو کول او د آئمه اربعه تصریحات:
د احنافو مؤقف
1۔ امام ابنِ نجیم حنفی (متوفی 970ھ) لیکی:
رخّص السرخسي وبعض المتأخرين في تقبيل يد العالم المتورع والزاهد علي وجه التبرک.
ابن نجيم، البحر الرائق شرح کنز الدقائق، 8 : 226
2۔ علامہ علاء الدین حصکفی حنفی (1088ھ) لیکی:
لا بأس بتقبيل يد الرجل العالم والمتورع علي سبيل التبرک.
حصکفي، الدر المختار، 6 : 383
د مالکیہ مؤقف
3۔ علامہ ابنِ بطال بکری قرطبی د تقبیلِ ید په باره کی د امام مالک فتوی لیکی:
إنما کرهها مالک إذا کانت علي وجه التکبر والتعظم، وأما إذا کانت علي وجه القربة إلي اﷲ لدينه أو لعلمه أو لشرفه فإن ذلک جائز.
عسقلاني، فتح الباري شرح صحيح البخاري، 11 : 57
د شوافعو مؤقف
4۔ شارحِ صحیح مسلم امام محیی الدین نووی شافعی (متوفی 676ھ) فرمایی:
(الرابعة) يستحبّ تقبيل يد الرجل الصالح والزاهد والعالم ونحوهم من أهل الآخرة.
نووي، المجموع شرح المهذب، 4 : 516
5۔ علامہ محمد شربینی لیکی:
ويسنّ تقبيل يد الحي لصلاح ونحوه من الأمور الدينية کعلم وزهد.
شربيني، الإ قناع في حل ألفاظ أبي شجاع، 2 : 408
6۔ علامہ شروانی شافعی لیکی:
قد تقرّر أنه يسنّ تقبيل يد الصالح بل ورجله.
شروانی، حواشی الشروانی، 4 : 84
دحنابله وو مؤقف
7۔ علامہ منصور بن یونس بن ادریس البھوتی حنبلی (متوفی 1051ھ) لیکی :
ولا بأس بتقبيل الرأس واليد لأهل العلم والدين ونحوهم.
بهوتي، کشاف القناع عن متن الإقناع، 2 : 156
8۔ دا بحث نور هم پسی غزوی او لیکی:
يباح تقبيل اليد والرأس تديناً وإکراماً واحتراماً مع أمن الشهوة.
بهوتي، کشاف القناع عن متن الإقناع، 2 : 157
د پورتنی څلورو مذاهبو تصریحات په دی باره کی داسی راته وایی: د امت مسلمه د کوم صالح، متقی، پرهیزګار، زاهد، عالم او دیندار شخص پښی او لاسونه او سر د برکت حاصلولو په خاطر مچو کول مسنون، مستحب او مباح دی.
4۔ د اولیاو مبارکو اجسادو ته منسوب شیانو باندی تبرک:
1۔ د امام شافعی رح شاګرد ربیع بن سلیمان وایی: چی امام شافعی رح مصرته تشریف راوړو نو ماته یی وویل: دا زما خط په سلامتی سره ابو عبدالله احمد بن حنبل ته ورسوه او بیرته یی ماته جواب راوړه: ربیع وایی چی ما خط واخستو او بغداد ته می یووړ. د سحر د لمانځه په وخت می له امام احمد بن حنبل رح سره ملاقات وشو او خط می ورته ورکړو او ورته می وویل چی دا خط ستا امام شافعی رح ستاسو لپاره له مصر نه رالیږلی دی. امام احمد رح ماته وویل چی آیا دا خط تا لوستی دی؟ ما ورته وویل چی نه! کله چی امام احمد رح خط خلاص کړلو او لوستل یی شروع کړل نو په ژړا یی شروع وکړه. ربیع رح وایی چی ما ورته وویل چی ولی ای امامه څه خبره ده؟ ده راته وویل چی امام شافعی صاحب ماته لیکلی چی ما محمد صلی الله علیه وسلم په خوب کی ولید چی راته یی هدایت راکړو چی امام احمد صاحب ته یو خط ولیکه او زما سلام پری وایه، بعد له سلامه ورته ووایه چی ته به عنقریب و ازمایل شی او تاته به د خلق قرآن د باطلی عقیده دعوت درکړلی شی نو ته یی مه قبلوه. الله جل جلا له به تا د قیامت په ورځ د یو باعزت عالم په څیر راپاڅوی. له دی نه بعد ربیع وایی:
فقلت له : البشارة يا أبا عبداﷲ، فخلع أحد قميصه الذي يلي جلده فأعطانيه، فأخذت الجواب، فخرجت إلي مصر وسلمته إلي الشافعي. فقال : أيش الذي أعطاک. فقلت : قميصه. فقال الشافعي : ليس نفجعک به، ولکن بلّه وادفع إلي الماء لأ تبرک به.
تاج الدين سبکي، طبقات الشافعية الکبري، 2 : 36
2۔ امیر المؤمنین فی الحدیث امام سفیان ثوری (متوفی 161ھ) به د خپلی زمانی د اولیاوو نه د تبرک اخستلو په خاطر دوی ته ورتللو، احمد بن عبداﷲ عجلی د کوفی د یو عبادت گزار محدّث عمرو بن قیس الملائی کوفی په ترجمه کی لیکی :
کان سفيان يأتيه يسلّم عليه يتبرک به.
عجلي، معرفة الثقات، 2 : 182
3
۔ سلطان محمود غزنوی د سومنات په جنګ کی د حضرت خواجہ ابو الحسن خرقانی رحمۃ اللہ علیہ د جبه مبارکی په برکت سره فتح نصیب شوه حضرت شیخ فرید الدین عطار رحمۃ اللہ علیہ په تذکرۃ الاولیاء صفحہ نمبر 344 کی لیکی:
’’سلطان محمود غزنوی سره د حضرت خواجہ ابو الحسن خرقانی رحمۃ اللہ علیہ جبه مبارک وه۔ د سومنات په جنګ کی په یوه موقع کی داسی اوازه شوه چی مسلمانان شکست ته نیژدی دی، سلطان محمود غزنوی په چالاکی سره له آس نه راښکته شو او په یوه ګوشه ځای کی یی هغه جبه مبارکه راواخسته او په لاس کی یی ونیوله او داسی دعا یی وکړه::
اللّهم، انصرنا علي هؤلاء الکفّار ببرکة صاحب هذه الخرقة، وکل ما يحصل لي من أموال الغنيمة فهو صدقة علي الفقراء.
فريد الدين عطار رحمة الله عليه ، تذکرة الأولياء : 344
له دی نه بعد فرید الدین عطار رح لیکی :
’’ناڅاپه د دشمن په منطقه کی شور شوه او یو قسم سره تیاره خپره شوه او کافرو په خپلو منځو کی سره وهل شروع کړل. اسلامی لښکر ته الله جل جلاله فتح ورنصیب کړه. په دی شپه محمود غزنوی حضرت ابو الحسن خرقانی رح په خوب کی ولیده او داسی یی ویلی:
يا محمود، لم تعرف مکانة خرقتنا في حضرة اﷲ سبحانه وتعالیٰ، لو سألت اﷲ د في تلک السّاعة إسلام جميع الکفار لأسلموا.
فريد الدين عطار رحمة الله عليه ، تذکرة الأولياء : 345
5
۔ د اولیاء او صالیحینو د قبرونو نه تبرک:
نور بیا...
وزیري
10.11.2010
5۔ د اولیاء او صالیحینو د قبرونو نه تبرک:
امت مسلمه ته د برکت حاصلولو یوه لویه ذریعه د اولیاو او صالحینو قبرونه مبارک دی. په اسلام داسی کوم بابرکت هستی نه ده تیره شوی چی بعد له وفات نه یی په قبر مبارک باندی د عامة الناس او د امت اکابرینو حاضری نه وی ورکړی. د انبیاء علیهم السلام نه نیولی تر اهل بیت نبوی صلی الله علیه وسلم، صحابه کرام رضی الله عنهم، صالحین، زاهدین، محدثین او اولیاء الله رح ددی ټولو په زیارتونو باندی حاضری او حصول برکت د مسلمه امت د تاریخ یو برخه ده. په لاندی یو څو کرښو کی د صالحینو په قبرونو باندی د عامة الناس او ائمه وو مبارکو د حاضری واقعات ذکر کول غواړم:
(1) حضرت حمزہ بن عبدالمطلب رضی اللہ له قبر نه تبرک:
امام شمس الدین سخاوی (متوفی 902ھ) د حضور نبی اکرم صلی اللہ علیہ وآلہ وسلم تره حضرت حمزہ بن عبدالمطلب رضی اللہ عنہ په باره کی لیکی :
وجعل علي قبره قبة فهو يزار ويتبرک به.
شمس الدين سخاوي، التحفة اللطيفة في تاريخ المدينة الشريفة، 1 : 307
(2) حضرت ابو ایوب انصاری رضی اللہ عنہ په قبر تبرک:
امام ابنِ عبد البر الاستیعاب فی معرفۃ الاصحاب کی نقل کوی چی حضرت ابو ایوب انصاری رضی اللہ عنہ له اکابرو صحابه وو رضی اللہ عنھم له ډلی نه وه ۔ په معرکۂ قسطنطنیہ کی دی مبارک په جهاد کی شریک شه۔ د دشمن سره په سرحد کی نیژدی دی مریض شه او د مرض په سختوالی کی یی داسی وصیت وکړو.
إذا أنا متّ فاحملوني، فإذا صاففتم العدو فادفنوني تحت أقدامکم.
ابن عبد البر، الاستيعاب في معرفة الأصحاب، 1 : 404 – 405
دده مبارک د وصیت سره سم یی دی له ځانه سره واخیست او مجاهدینو په یوه قلعه کی دفن که. او دشمنانو ته یی هم تنبیه ورکړه که مو ددی جلیل القدر صحابی د قبر بی حرمتی وکړه نو په بلاد اسلامی که به د یوه کافر کور هم رانه پاتی نه شی. دشمن هم له ویری نه د قبر حرمت ساتلو او ډیر زر خلکو ته دا معلومه شوه چی دا قبر ډیر زیات فیوضات لری او د خلکو دعاګانی ډیر زر په کی قبلیږی:
علامہ ابنِ عبد البر پسی لیکی :
وقبر أبي أيوب قرب سورها معلوم. . . يستسقون به، فيسقون.
ابن عبد البر، الاستيعاب في معرفة الأصحاب، 1 : 405
حضرت مجاہد بن جبیر وایی:
کانوا إذا أمحلوا کشفوا عن قبره، فمطروا. یعنی کله به چی هم خشکی راغله نو خلکو به قبر مبارک را خلاص که او بیا به باران کیده. (ابن عبد البر، الاستيعاب في معرفة الأصحاب، 4 : 6
(3) امام شافعی رحمۃ اللہ علیہ د امامِ اعظم رضی اللہ عنہ له قبر نه تبرک
خطيب بغدادی (م 463ھ) او د زیاتو ائمہ وو د تحقیق په مطابق امام شافعی رحمۃ اللہ علیہ به چی کله بغداد کی وه نو د حصولِ برکت په خاطر به د امامِ اعظم ابو حنیفہ رضی اللہ عنہ د قبر مبارک زیارت کاوه ۔ خطيب بغدادی رحمۃ اللہ علیہ نقل کوی چی امام شافعی،د امام ابو حنیفہ (متوفی150ھ) مزار مبارک ته د برکت حاصلولو لپاره ورته او خپله تجربه داسی بیانوی:
إنّي لأتبرّک بأبي حنيفة، وأجيء إلي قبره في کلّ يوم. يعني زائرًا. فإذا عُرضت لي حاجة صلّيت رکعتين، وجئتُ إلي قبره، و سألت اﷲ تعالي الحاجة عنده، فما تبعد عنّي حتي تقضي.
1. خطيب بغدادي، تاريخ بغداد، 1 : 123
2. ابن حجر هيتمي، الخيرات الحسان في مناقب الإمام الأعظم : 94
3. ابن عابدين شامي، رد المحتار علي الدر المختار، 1 : 41
4. زاهد الکوثري، مقالات الکوثري : 381
(4) د امام موسیٰ کاظم رضی اللہ عنہ له قبر نه تبرک
د امام موسیٰ بن جعفر کاظم (متوفی 183ھ) د قبر مبارک په بارے کی ابو علی الخلال لیکی :
ما همّني أمر فقصدت قبر موسي بن جعفر فتوسلت به إلا سهل اﷲ تعالي لي ما أحب.
یعنی کله به چی ماته کوم مشکل پیش شه نو زه به د امام موسی کاظم رض قبر مبارک ته ورتلم او هغه به می الله جل جلا له ته وسله کاوه نو څرنګه چی ما غوشتل هماغسی به الله ج راکول
خطيب بغدادي، تاريخ بغداد، 1 : 120
امام المحدّثین شاہ عبد الحق محدّث دہلوی (م 1052ھ) په اشعۃ اللّمعات کی د حضرت موسیٰ کاظم رحمۃ اللہ علیہ د قبر د انوارو په حواله د امام شافعی رحمۃ اللہ علیہ لاندینی قول ذکر کوی :
’’حضرت موسیٰ کاظم رحمۃ اللہ علیہ د قبرِ انور د دعا د قبولیت لپاره تریاقِ مجرّب وه۔‘‘
عبدالحق محدّث دهلوي، أشعة اللمعات شرح مشکوٰة المصابيح، 2 : 923
(5) د امام علی رضی اللہ عنہ رضا بن موسیٰ له قبر نه تبرک
مشہور محدّث امام ابنِ حبان (م 354ھ) د حضرت امام علی رضا بن موسیٰ علیہ السلام مزار مبارک په باره کی خپله مشاهده داسی لیکی:
قد زرته مراراً کثيرة، وما حلّت بي شدّة في وقت مقامي بطوس، وزرت قبر علي بن موسي الرضا صلوات اﷲ علي جده وعليه، ودعوت اﷲ تعاليٰ إزالتها عنّي إلا استجيب لي، وزالت عنّي تلک الشدّة وهذا شئ جرّبته مراراً فوجدته کذلک، أماتنا اﷲ علي محبة المصطفيٰ وأهل بيته صلي اﷲ وسلم عليه وعليهم أجمعين.
ابن أبي حاتم رازي، کتاب الثقات، 8 : 457، رقم : 14411
(6)۔ د سید المحدّثین امام بخاری رحمۃ اللہ علیہ له قبر نه تبرک
امام ذہبی (م 748ھ) له امیر المؤمنین فی الحدیث او سید المحدّثین امام محمد بن اسماعیل بخاری (م 256ھ) د قبر مبارک نه د تبرک په باره کی داسی واقعه نقل کوی:
ابو الفتح نصر بن حسن السکتی سمرقندی وایی: په سمرقند کی ډیر کاله باران ونه شوه او خلک ډیر په تشویش کی شول، د استسقاء لمونځونه هم خلکو وکړل خو باران نه کیده. به دی وخت کی یو صالحه شخص چی د صلاح په نوم مشهور وه د سمرقند قاضی ته ورغی او ورته یی وویل: زه تاته یوه خبره کوم که ستا اجازه وی نو قاضی ورته وویل چی وایه مهربانی. صلاح ورته وویل:
أري أن تخرج ويخرج الناس معک إلي قبر الإمام محمد بن إسماعيل البخاري، وقبره بخرتنک، ونستسقي عنده فعسي اﷲ أن يسقينا. قال : فقال القاضي : نعم، ما رأيت. فخرج القاضي والناس معه، واستسقي القاضي بالناس، وبکي الناس عند القبر وتشفعوا بصاحبه. فأرسل اﷲ تعالي السماء بماء عظيم غزير، أقام الناس من أجله بخرتنک سبعة أيام أو نحوها لا يستطيع أحد الوصول إلي سمرقند من کثرة المطر وغزارته، وبين خرتنک وسمرقند نحو ثلاثة أميال.
ذهبي، سير أعلام النبلاء، 12 : 469
(7) د امام ابراہیم بن اسحاق حربی رحمۃ اللہ علیہ له قبر نه تبرک
علامہ ابنِ جوزی د اولیاء کرامو د سوانح په کتاب کتاب صفۃ الصفوۃ کی د امام ابراہیم بن اسحاق په باره کی لیکی :
و قبره ظاهر يتبرّک به النّاس.
ابن جوزي، صفة الصفوة، 2 : 266
(8) د حضرت معروف کرخی رحمۃ اللہ علیہ له قبر نه تبرک
امام ابو القاسم قشیری رحمۃ اللہ علیہ شمار د اکابره صوفیانو ا و محدّثین کی راځی۔ هغه د حضرت معروف کرخی رحمۃ اللہ علیہ په باره کی لیکی:
کان من المشائخ الکبار، مجاب الدعوة، يستشفي بقبره. يقول البغداديون : قبر معروف ترياق مجرّب.
1. قشيري، الرسالة القشيرية : 41
2. خطيب بغدادي، تاريخ بغداد، 1 : 122
3. ابن جوزي، صفة الصفوة، 2 : 214
حضرت معروف کرخی د قبر مبارک په باره کی عبدالرحمٰن بن محمد الزاہری وایی :
قبر معروف الکرخي مجرّب لقضاء الحوائج، ويقال : إنّه من قرأ عنده مائة مرّة : قُلْ هُوَ اﷲُ أحَدٌ، وسأل اﷲ تعالي ما يريد، قضي اﷲ له حاجته.
خطيب بغدادي، تاريخ بغداد، 1 : 123
(9) د حضرت علی رحمۃ اللہ علیہ بن محمد بن بشار له قبر نه تبرک
علامہ محمد بن ابو یعلی حنبلی (متوفی 521ھ) ’’طبقات الحنابلۃ‘‘ (2 : 63) کی د صوفی زاہد علی بن محمد بن په باره کی لیکی چی کله دده مبارک وصال وشو نو: دفن بالعقبة قريباً من النجمي، وقبره الآن ظاهر يتبرک الناس بزيارته.
(10) د حضرت ابو الحسن علی بن محمد بغدادی رحمۃ اللہ علیہ له قبر نه تبرک
علامہ محمد بن ابو یعلی حنبلی د یو بل فقیه زاہد ابو الحسن علی بن محمد بن عبدالرحمٰن په باره کی لیکی :
مات بآمد سنة سبع أو ثمان وستين وأربعمائة، وقبره هناک، يقصد و يتبرک به.
ابن ابي يعلي حنبلي، طبقات الحنابلة، 2 : 234
(11) د حافظِ حدیث عبدالغنی مقدسی رحمۃ اللہ علیہ له قبر نه تبرک
علامہ ابنِ نقطہ حنبلی (م 629ھ) د حافظِ حدیث عبدالغنی بن عبدالواحد مقدسی په باره کی لیکی :
بلغنا أنه توفي بمصر في بيع الأوّل من سنة ستمائة في يوم الإثنين الرابع والعشرين من الشهر، وقبره بالقرافة يتبرک به.
ابن نقطه، التقييد لمعرفة رواة السنن والمسانيد، 1 : 370
(12) د حضرت عثمان بن موسیٰ طائی رحمۃ اللہ علیہ له قبر نه تبرک
امام ابنِ رجب حنبلی (م 795ھ) د حضرت عثمان بن موسیٰ طائی په تعارف کی لیکی :
ويقال : إن الدعاء يستجاب عند قبره.
ابن رجب، ذيل طبقات الحنابلة، 4 : 287
د پورتنی معتبرو کتابونو د تحقیق نه دا په واضحه توګه سره په ثبوت ورسیده چی د صحابه کرام رضی الله عنهم، اولیاء عظامو او محدثینو کبارو په قبرونو حاضری او ددوی زیارت کول او د هغوی مبارکانو د قبرونو نه برکت حاصلول د نن ورځی له ځان نه جوړ بدعات نه بلکی د محمد صلی الله علیه وسلم نه رانیولی تر ننه پوری د سنت او مستحبو ادا کول دی.
نن سبا ډیر داسی خوارج پیدا کیږی چی داسی قسم احسنی طریقی له ځان نه جوړ شوی بدعات بولی او حتی تفکیروی یی دا نه په دی معنی ده چی ننی د دی عمل کونکی تکفیروی او بدعتیان یی بولی بلکی د پورتنی ذکر شو امامانو سپکاوی هم کوی.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ستاسو ورور الوزیری
حذيفه
11.11.2010
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
محترم او مکرم حذيفه صاحب
تاسو د یو صحابي نوم د ځان لپاره غوره کړی ، د نوم انتخابول ستاسو یو مُسلم حق دی ، مګر دا حق نه لری چه لیکنه ۱۰۰ ٪ ده عربي ولیکې ،
لازمه او فرض ده چه لیکنه مو ۵۰ ٪ ده پښتو ولیکې "وَ مَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسانِ قَوْمِهِ "
مکرم Alwazirya صاحب خو د "تبرک کی شرعی حیثیت" مصنف ډاکتر طاهر قادري له کتابه لیکني را اخلي ، او اقل پښتو ژباړه يې کوي
شیخ حذیقه صاحب ، که لیکنه ونه ژباړی ، نو ړنګېدلو ته يې منتظر اوسی
درنښت
حلیمي
حذيفه
12.11.2010
السلام عليکم !
په بخاري اومسلم کي له ابوسعيدخدري رضی الله تعالی عنه څخه روايت دی چي روسول کريم الله صلی الله عليه وسلم وويل:
له درومسجدو(مسجدحرم،مسجدنبوي اومسجداقصی)پرته بل مسجديابل ځای ته سفرکول ندي روا.دحديث ترعربي متن وروسته شېخينودواړوخپل سندونه ذکرکړي دي دهغوئ پښتوکولوته اړتيانسته .
دحديث عربي متن اوسنددادي :
وعن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( لاتشد الرحال إلا إلى ثلاثة مساجد : المسجد الحرام ومسجدي هذا والمسجد الأقصى ) . متفق عليه .
قال البخاري رحمه الله حدثنا أبو الوليد قال حدثنا شعبة قال أخبرنا عبدالملك بن عمير قال سمعت قزعة يحدث عن أبي سعيد .
وقال مسلم رحمه الله حدثنا قتيبة بن سعيد حدثنا جرير عن عبدالملك بن عمير به ولفظ مسلم ( لاتشدوا الرحال ) بلفظ النهي ورواه البخاري ومسلم أيضاً من طريق سفيان بن عيينه عن الزهري عن سعيد بن المسيب عن أبي هريرة رضي الله عنه به .
په حديث کي نهي دحرمت لپاره ده لکه چي دادامام احمد،علامه جويني اوشيخ الاسلام ابن تيمېه مذهب هم دی .دابن تيمېه رحمه الله په زمانه کي چي اهل بدعت اوبدعات زيات سول نوځکه دامام دي فتواچي له دي دروماورانوروځايونوته تلل حرام دي پراهل بدعت ښه ونه لګېده اوهغه رحمه الله يي ترهغوپه زندان کي واچاوه چي هملته وفات سو.انالله وانااليه راجعون !
والنهي هنا للتحريم كما هو قول الإمام أحمد واختار هذا أبو محمد الجويني وشيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وقد حصل لشيخ الإسلام أذى عظيم بسبب فتياه بمنع شد الرحال إلى القبر النبوي فقد قام عليه أعداؤه وخصومه . وبدعوه وضللوه بسبب هذه القضية وسعوا بسجنه حتى سجن وأوذي وعذب ومات .
خطابي رحمه الله وايي :په حديث کي دنفې لفظ استعمال سوی دی نوځکه دده په زعم معنايي داسوله چي که څوک تبرکاپه نوروځايوکي دلمانځه نذروکړي نوپه هغه نذرباندي يي وفالازمي نده مګرنه دادرې مساجد.
ځيني نوروايي :لاتشدالرحال مطلب داچي دلمانځه لپاره له دي درومسجدوپرته بل ته سفرمکوئ .
لکن داصرف ادعاوې دي کوم دليل يي نسته اونه ددوئ له اقوالوسره دهغه حديث لغوي الفاظ اړخ لګوي ترټولوصحيح خبره داده چي له دي درومساجدوپرته هيڅ ځای ته سفرندی جائز.
وقال الخطابي . اللفظ لفظ الخبر ومعناه الإيجاب فيما ينذره الإنسان من الصلاة في البقاع التي يتبرك بها أي لا يلزم الوفاء بشيء من ذلك غير هذه المساجد الثلاثة .
وقال بعضهم : لا تشد الرحال إلى مسجد للصلاة فيه إلا إلى الثلاثة .
وهذه أقاويل ليس عليها دليل ولا تساعدها لغة وفيها تكلف .
والقول الأخير يرده حديث أبي بصرة وقد تقدم .
والصحيح في هذه المسألة تحريم شد الرحل لبقعة معينة تراد وتقصد لذاتها إلا المساجد الثلاثة زادها الله تشريفاً وتعظيماً .
که يي څوک پرکراهيت اواباحت حمل کوي صحيح ندی ځکه دحديث ظاهري الفاظ پرتحريم دلالت کوي .اوس نوپوه سوچي دهرچاقبرته ورتلل منعه دي اودشرک ذريعه ګرزي په دي ناوړه کارونوبه هم دصحابه رضی الله عنهم څخه مخالفت وکړواوهم له ائمهورحمهم الله .
ومن ادعى الكراهية أو الإباحة لم يصب فالحديث ظاهر في تحريم شد الرحال سواء كان للقبر الشريف أوغيره من قبور الصالحين على مافي ذلك من وسائل الشرك ومخالفة عمل الصحابة كلهم وأئمة التابعين .
همدارازرسول کريم صلی الله عليه وسلم تروفات څوورځې مخکي امت دمخکنيوامتونودهلاکت سبب وروښوداوهغه داوچي مخکيني امتونه(يهوداونصارا)ځکه الله تعالی هلاک کړوچي دخپلوانبياؤاونيکانوقبرونه يي مساجدوګرزول نوځکه تاسوداسي مکوئ .
تاسودالاندينی حديث وګورئ :
وثبت في الصحيحين من حديث ابن عباس، ومن حديث عائشة، ومن حديث أبي هريرة، ومن حديث أبي سلمة وغيرهم، في لعن اليهود والنصارى، قال: لعن الله اليهود والنصارى وفي لفظ: قاتل الله اليهود والنصارى، اتخذوا قبور أنبيائهم مساجد وفي لفظ: إن من كان قبلكم كانوا يتخذون قبور أنبيائهم… وفي اللفظ الآخر عند مسلم: وصالحيهم مساجد، ألا فلا تتخذوا القبور مساجد .
وفي مسلم عن جندب، أنه كان -عليه الصلاة والسلام- قال قبل أن يموت بخمس: إن من كان قبلكم، كانوا يتخذون قبورهم أنبيائهم وصالحيهم مساجد .
حذر من ذلك -عليه الصلاة والسلام- حتى مات، ونهى عنه قبل موته بخمس ليال؛ تشديدًا وتشنيعا في هذا الأمر لمن فعله، وخالف نهيه عليه الصلاة والسلام.
دادي دهغوځايوپښتوژباړومي درته وړاندي کړه چي مادخپلې مدعادتثبيت لپاره ادين وګڼل .نورموپرالله سپارم .
وزیري
30.11.2010
آفرین حذیفه وروره!
دا پورتنی علماء غریبانان له دی حدیثه ناخبره وه. دا به څنګه سی؟
حذيفه
30.11.2010
تاته هم شاباش!
ډېره ښه دليل لرې تردي چي تېرنسې .سل ځله مي درته ويلي چي دخلکواعمال په شريعت کي معتبرندی اونه شی پرې ثابتېدای سي،نه الله موږپه دي خلاصه وي چي تادفلاني په اعمالوعمل کاوی نوخلاص يې اودڅه شي حساب درسره نسته .
که صحيح دليل لرې نوراوړه چي موږهم په خبرسواونورمسلمانان هم .
جزاک الله!