نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په صوات کې د منافقینو د ظلم یوه نوی ویډیو
طالب ISI
09.11.2010
سلامونه وروڼو:
په لاندی ویډیو کی د چتلستان د منافق پوځ ظلمونه وګورئ.
ددوی مزدورانو پرون په لغمان کی هم ۸۵۰ جلده قرآنونه وسځول.
http://www.facebook.com/video/video.php?v=143865015661409
ژوندی د وی د پاکستان تحریک طالبان.
خو مړه د وی د تحریک طالبان هغه غړی، چی صوات او باجوړ کی ښونځی سوځوی، او په بمونو یی الوځوی.
که چیری دا قرآنونه د افغانستان د طالبانو د تحریک په امر سوځول شوی، وی آلله پاک د ټول تحریک وشرموی.
ځکه دوی خو پدی پوهیږی چی په ښونځی کی په هر کتاب د الله نوم لیکلئ او د نورو کتابونو سره قران کریمونه هم وی.
که طالبان دا کار نه کوی، نولی یو صریح حکم نه صادروی چی د ښونځیو سوځول ناروا عمل دی، او اجرا کونکی به یی سخته سزا ووینی.
که څوک غواړی پوه شی، چی پاکستان ولی، طالبان خرڅ کړل، خو اوس یی بیا اجاره کړل، نو په لاندی ویډیو کی د احمد رشید غیر جانبه تحلیل ووینئ.
http://www.youtube.com/watch?v=ESotm0aaaQI&feature=related
پدی بله ویډیو کی پدی هکله تبصره کیږی، چی ای،اس،ای څنګه امریکایانو ته بازه ورکړه، او طالبان یی بیا سره جوړ کړل.
http://www.youtube.com/watch?v=ou431yMlocY&feature=related
حذيفه
11.11.2010
ورور!طالبانوپه دي هکله صريح حکم جاري کړي دي نوته ياکوڼ ېې راډيونه اوري اويادي سترکې هم سم کارنکوي چي په ويب پاڼوکي ددوئ اوامراواحکام ووينې .په دي هکله طالبانوداسي ويلي دي :
ليکنه : سلېمان يوسفي
خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
نېټه : ٢٠ / ٨ / ١٣٨٩ | 2010-11-11
--------------------------------------------------------------------------------
larawbar.com
طالبان: د لغمان ښوونځى دولتي استخباراتو سوځولى دئ
طالبانو د يوې خبر پاڼي په خپرولو په لغمان ولايت کي د ښوونځي له سوځولو څخه انکار کړى او وايي دا د افغان دولت استخباراتو د طالبانو د بدنامۍ په خاطر سوځولى دئ.
خبر پاڼه وايي افغان حکومت د دې پر ځاى چي د پېښي عاملان ونيسي، يوازي په دې ځان خلاصوي چي مسئوليت يې طالبانو ته منسوب کړي.
طالبان وايي د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د نجونو ليسې د سوځوني په هکله يې پلټني کړي او ورته معلومه سوې ده، چي دغه کار افغان استخباراتو د دوى د بدنامولو دپاره کړى دئ.
د لغمان د نجونو ليسه څو ورځي مخکي د نامعلومو کسانو له خوا وسوځول سوه، چي د پوهني وزارت په وينا پر سوونو درسي کتابونو سربېره ٧٥٠ ټوکه قرآن شريفونه هم پکښي وسوځل سول.
طالبانو په دې خبرپاڼه کي د ښوونځيو له سوځولو او د نجونو له مسمومولو څخه نه يوازي انکار کړى، بلکي دا يې يو وحشيانه عمل بللى، خو د دې مسئوليت يې يا پر بهرنيو استخباراتو چي اشاره يې لوېديځ ته ده او يا يې هم په افغان دولت پوري تړلى دئ.
خو شنونکي وايي د ښوونځيو د سوځولو نسبت ځکه طالبانو ته کېداى سي، چي د هغوى تر نفوذ لاندي سيمو کي ښوونځيو ته د فعاليت اجازه نسته، همدا راز د ځينو مسجدونو ملا امامان خلګو ته د مکتبونو پر ضد تبليغ کوي او ښوونځي ته د نجونو او هلکانو لېږل له اسلام څخه خلاف بولي.
خودادځينوشنونکوخپله نظريه ده اوداادعاسمه هم ځکه نده چي دطالبانوتراغېزلاندي سيموکي اوس هم مکتبونه فعال دي .دغزمي،ننګرهار،وردګ،خوست او...سيمې يي ښه مثالونه دي .البته په ځينوسيموکي مکتبونه بندکړل سوي دي خولامل يي دطالبانوګواښ نده بلکي په هغوعلاقوکي حکومت،طالبان،مؤسساتې اوخارجيان ټول پړه دي .حکومت اوخارجيان هسي تبليغات کوي اورسنۍ يي په واک کي دي اودمخالفوپرضدپه خلاصه خوله سپين دروغ وايي .دتعليم اوتربيې په موضوع کي هيڅ هم نکوي داستاغوندي خلک ييه هسي په ناروتېروتلي دي .
طالب ISI
11.11.2010
Yara khpala rond ye, zama lekana pa 09 november , khpara shawe, aw de larawbar pa 11, da khaber khpoor karei.
And what Talibans say is not a verse of Quran or hadith, to 100 % belive it, but if they really issue any order about those who burn schools, or hang them, they would be praized by too many afghans.