نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ايا کرنيل امام لا ژوندی دی ؟؟؟
08.11.2010
[u:ebe050fb70]حقيار :[/u:ebe050fb70]
موږ خو په خپلو چارواکيواو استخباراتي چينل کې دوه کسه هم داسې نلرو چې د کرنيل امام په لسمه برخه هم افغانستان ته مخلص واوسي ، خپل هېواد ته دومره پټې او ښکاره لاسته رواړنې ولري او په دومره سختوشرايطوکې د امريکا په څېر لنګه غوا دخپلو هېواد والو په وچ ستوني کې ولوشي.
هغه نه دومره اوزګار وو اونه دومره نېستمن چې له کوم خبريال سره دې د مستند فلم جوړولو لپاره داجورې په بدل کې داور لومړۍ کرښې او دالقاعده هډې (وزيرستان) ته چې هره شېبه پکې دامريکا دبې پيلوټه الوتکو دړندې بمبارې شونتيا ده ورشي خو څومياشتې دمخه رسنيو خبر ورکړ چې هغه داى اس اى د ادارې د يوبل کارکوونکي خالد خواجه سره چې د ده نږدې ملګرى و له يوه بهرني خبريال سره ديوه مستند فلم دجوړولو لپاره قبايلي سيمو ته سفر کړى و، چې له هغې سيمې څخه د راګرځېدو پر مهال په لاره کې د ملا منصور په رهبرۍ د لشکر جهنګوي د ډلې د وسله والو لخوا دواړه ونيول شول ،
جهنګوي ډلې ددې دواړو کسانو په بدل کې له پاکستان څخه ځينې غوښتنې وکړې ، دحکومت لخوا يې دغوښتنو په پوره کولو کې دبېړې نه کولو په جرم ! جهنګوي ډلې خالد خواجه وواژه خو کرنيل امام لا هم ژوندى دى . زما په باور وزيرستان ته دامام سفر پخپله دده داستخباراتي ماموريت يوه برخه وه ددې حقيقت مرغلره چې دى هلته چا، ولې او دڅه لپاره ونيوه ، ولې خواجه ووژل شو او دى ژوندى دى ، آيا دى رښتيا هم له پاکستان ضد وسلوالو سره بندي دى ، لاهم دا بهام په سيپۍ کې بنده ده . اوله الله ج وروسته له څو تنوپيريانو !!پرته نورڅوک ترې خبر ندي . يو اټکل داهم دى چې ښايي ده لاسي داډرامه جوړه کړې وي چې پدې توګه دتبادلې له لارې دطالبانواو يا دجهنګوي ډلې دهغو بنديانو خوشې کولو ته لار پرانيزي چې پاکستان يې د امريکا له وېرې خوشې کولى نشي .
دجهنګوي لښکر پخواني مشران يا وژل شوي او يا اسيران دي اوسنى مشر يې ملا منصور دى داډله دپاکستانيو شيعه ګانو پرضدمرګونوفعاليتونو کې لويه ونډه لري او د پاکستان له کلکو مسلمانوډلو څخه شمېرل کېږي. جهنګوي لښکر دامريکا په تور لست کې دى ، دالښکر په افغانستان کې هم دافغان دولت او دلته مېشتو بهرنيو ځواکونو پرضد جنګېږي او د پاکستان د اردو په وړاندې د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې هم فعاليتونه کوي. د ځينو رسنيو د رپوټونو له مخې له القاعدې سره هم نږدې اړيکې لري.
پدې وروستيو کې (د جولاي په ٢٦ مه) جهنګوي ډلې د رسنيو له لارې يو ويديو کيسټ خپور کړ چې کرنيل امام پکې په ډېر بد حالت کې په يوه ګوښه کې ځاى کې ناست په داسې حال کې ليدل کېږي چې دوه وسلوالو د خپلو ټوپکو شپيلۍ د ده شقيقو ته نيولې دي اونوموړي د خپل همزولي هغه پاکستان چې ده يې دپرمختګ ،ځوانۍ او ښېرازۍ لپاره خپله وينه قرباني کړې چارواکيوته ننواتې او زارۍ کوي چې بايد هڅه وکړي هغه وژغوري او د دې کار لپاره بايد د دې وسلوالو غوښتنې ومني.
نوموړى په ډېره الحاح وايي چې که چيرې زرداري، ګيلاني او کياني دى ونه ژغوري ، نو هغه به د هغو ټولو سياسي لوبو څخه چې پاکستان په دې څوکالونو کې د افغانستان، روسيې، هند او د امريکا د متحدو ايالتونو په وړاندې تر سره کړي، پرده پورته کړي . نوموړى وايي چې هغه به د يادو شويو هېوادونو په خلاف د پاکستان دټولو سياسي او استخباراتي فعاليتونو رازونه چې له ده سره شته رسوا کړي اويوبل ويکيليکس به پر خبرو راشي ، چې له شک پرته د دغو رازونو افشا پاکستان ته حياتي ارزښت لري او ډېرې ستونزې ورته پيداکولى شي.
نوموړى ظاهراً په ډېره وېره وايي ،چې که چيرې نجات ور نکړل شي نو دخالدخواجه په شان به يې ووژني.
که چېرې دى په رښتيا هم په دام کې بند وي نو سړي ته هغه متل وريادېږي چې دپاړوګر مرګ له مارڅخه وي (دپټو ادارو کارکوونکي په پټو لارو وژل کېږي) او ياداچې هوښياره مرغۍ نه نښلي او چې ونښلي نو په دوه دامونو کې نښلي .
اوس به ګورو چې د پاڼ اوپړانګ ترمنح ګير پاکستان کوم يو انتخابوي ايا پاکستانى ويکي ليکس به لسګونه زره اشد محرم او استخباراتي اسناد رسوا کړي او که دجهنګوي لښکر غوښتنو ته به سرټيت کړي او دظاهراً مخالفو وسلوالوپروړاندې به دتسليمۍ وسله کېږدي .
له بينوا څخه په مننه
عادل عادل
09.11.2010
سلامونه
زوړ لیوه کرنیل امام ته به الله ج د خپلو شیطاني اعمالو جزا خامخا ورکوي.
زه د ښاغلي پتوال صیب په شمول ټولو هغو ته چې کرنیل امام و امثالهم یې د قلم د جوهر په توګه کارول، بلنه ورکوم چې اوس دې چوپ نه پاتیژي، دکرنیل اسارت دې ښه وڅیړي، د کرنیل د ټولو هغو ادعاوو دې بیا بیا یادونه وکړي چې له مخې یې دغو ښاغلو پرې د حافظ د غونډارو په بڼه اوږدې اوږدې، مکررې او ستړې کوونکې لیکنې او تبصرې کولې.
10.11.2010
ښاغلی عادل صيب کرنيل امام د ځان د نجات له پاره په لاندې ټکو کې ګواښ کړی چې ډيرمهم دي :
[quote:ac9ffbf500]نوموړى په ډېره الحاح وايي چې که چيرې زرداري، ګيلاني او کياني دى ونه ژغوري ، نو هغه به د هغو ټولو سياسي لوبو څخه چې پاکستان په دې څوکالونو کې د افغانستان، روسيې، هند او د امريکا د متحدو ايالتونو په وړاندې تر سره کړي، پرده پورته کړي . نوموړى وايي چې هغه به د يادو شويو هېوادونو په خلاف د پاکستان دټولو سياسي او استخباراتي فعاليتونو رازونه چې له ده سره شته رسوا کړي اويوبل ويکيليکس به پر خبرو راشي ، چې له شک پرته د دغو رازونو افشا پاکستان ته حياتي ارزښت لري او ډېرې ستونزې ورته پيداکولى شي. [/quote:ac9ffbf500]
عادل صيب مهم دلته د ISI د وېکېلېس رسوا کول دي . لومړی دا بايد معلومه شي چې کرنيل د پاکستاني او که د افغاني طالبانو سره بندي دی
که په افغاني طالبانو کې لږه ملي متره هم وي بايد تر هغه امام خوشې نکړي ، تر څو چې دغه ويکېليکس يې پرې نه وي نشر سپارلی .
د نوموړي وژل هېڅ ګټه نه لري، خو ترې ورسره رازونه او اسرارونه ترلاسه کول او نشر ته سپارل پاکستان او ISI ته يو ښه ګوزار ورکوي، نو څرګنده به شي چې د کرنېل امام نيونکي طالبان د چا په ګټه چلند غوره کوي ، د ISI کرنيل خوشې کوي او ISI نعوط بالله سجده کوي ، که د ISI په ضد ترې د اړونده معلوماتو کيسټ ډکوي او نشر ته يې سپاري چې يواځينی سم کار دی، او که له بد نه بد کار کوي چې پټ معلومات يې نه رسوا کوي او امام هم له منځه وړي . لومړی او دريم حالت دواړه د ISI په ګټه دی، لومړی ډير ورته ډير او دريم هم ورته ګټور تماميږي او د د ISI پورې د طالبانو زَړَه او روانه وابستګي ثابتوي، يواځې دويم حالت به وښيئ چې نوموړي طالبان لږ تر لږه اوس استقلاليت لري .
که د کرنيل نيونکي پاکستاني طالبان وي نو بيا د موضوع ارزښت بايد له بل ليدلوري څخه وارزول شي او بس !
په درنښت او سلامونو !
عادل عادل
11.11.2010
سلامونه
دروند پتوال صیب
تاسو لا تر اوسه هم د زوړ لیوه کرنیل امام خبرو ته اعتبار ورکوئ، هسې تش باټو دی، چې هر څو یې هم وڅنډي ایله په ایله به د ښاغلي حکمتیار صیب او ګمراه رباني څو رازونه ترې راتویې شي، دا سړئ د اوس حالاتو له ردې نه وتلئ دی، هسې یې په تشو خبرو طالبان بدنامول،اوس چې ګیر دی نو د ګیدړې چمونه کوي او وایي چې زه به هم لییک (سوری) شم او رازونه به افشا کړم، په ساتلو نه ارزي او د مظلومو افغانانو د سوي آه................ په توغ کې باید مردار شي.
11.11.2010
[quote:e2a9344de5]د مظلومو افغانانو د سوي آه................ په توغ کې باید مردار شي.[/quote:e2a9344de5]
هو بالکل د مظلومو افغانانو د سوي آه په توغ کې دې سل ځله مردار شي، خو د طالبانو او ISI له خوا نه، چې بيا ست خبره بيا مهم کيږي او لافې يې خلک حقيقت ګڼي . که چيرې نه خلاص او نه ووژل شي ښايي لافې يې معلومې شي ، که څه يې لرل او افشا يې کړل بيا يې خوشې کول هم بد نه دي ، که يې نه درلودل د لافو سزا به په بند سره ويني . سلامونه