د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

حدیث قلتین

وزیري
08.11.2010

ګرانو ورڼو او د حدیث د فن شاګردانو او استادانو!

مهربانی وکړی د لاندی حدیث په باره کی خپل خپل نظرونه څرګند کړی.

عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ سُئِلَ رَسُوْلُ اﷲِ صَلَّی اﷲُ عَلَیْہِ وَسَلَّمَ عَنِ الْمَآءِ یَکُوْنُ فِی الْفَلاۃِ مِنَ الْاَرْضِ وَمَا یَنُوْبُہ، مِنَ الدَّوَابِ وَ السِّبَاعِ فَقَالَ اِذَا کَانَ الْمَآءُ قُلَّتَیْنِ لَمْ یَحْمِلِ الخَبَثَ۔ (رَوَاہُ اَحْمَدُ وَ اَبُوْدَاؤدَ وَ التِّرْمِذِیُّ وَالنِّسَائِیُّ وَالدَّارِمِیُّ وَ ابْنُ مَاجَۃَ وَفِی اُخْرٰے لِاَبِی دَاؤدَ فَاِنَّہُ لَا یَنْجَسُ)

والسلام


حذيفه
08.11.2010

وزيري صاحب !السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
ډېره مهم موضوع دي مطرح کړې ده،الله دي خير درکړي اوس په بیړه يولورته روان يم ان شاء الله که ژرراغبرګ سوم نودخپل وس موافق ځواب به درکړم .
په درنښت


حذيفه
08.11.2010

سلامونه مي ومنئ !
ددي حديث په هکله مي زيات تحقيق وکړپه صحت اونه صحت کي يي دجرحې دامامانولوی اختلاف سته .حديث يقينی مضطرب دی هم متنااوهم اسنادا.په هرحال که حديث صحيح وبلل سي نوهم دقلې په تعين کي اختلاف سته .قله خوياژي ياترژي ليږڅه غټ شی دی چي اوبه په کي انتقال کيږي .دتسميې وجه يي هم دابيان کړې ده.دځينوامامانوپه اندماءکثيرې دادي چي دوه قلتين وي اودااوبه نجاسة نسي خرابولای .خوځيني بياپه دي کي اختلاف کوي اوددي حديث په مقابله کي په حديث (ان الماء طهورلاينجسه شئ)باندي استدلال کوي اوعمل هم په هغه کوي .خوزماپه اندپه دي حديث کي ياهغومعلومواوبوته په کي اشاره ده چي اصحابورضی الله عنهم يي په هکله پوښتنه کړې وه اويااوبه که ليږ وي اوکه ډيري قلتين وي اوکه نه ترهغونه مرداريږي ترڅويي چي يوله درواوصافو(خوند،رنګ اوبوی)نه وي بدل سوی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more